(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محبت

[25.Apr.2022 - 14:49]

نفرت او محبت/ آفسانه

ليک :سارہ خان اسلام آباد

 

پلوشه د کلي يو ساده پښتنه پيغله وه او پلار يې د خپل کلي يو مخوريز شخصيت وو پلوشه په وروڼو خوئيندو کښې مشره وه د نورو خوئيندو سره د کلي سکول ته سبق وئيلو له تله د هغې د سبق سره ډير شوق وو او ديني تعليم يې هم د خپل کلې د جماعته د مولوي صاحب وئيل کله چې د هغوي په سيمه د تره ګرۍ پر ضد اپريشن شروع شو نو د کلي د نورو خلقو سره هغوي هم د خپلې سيمې نه پيښور ته په کډه راغلل پلوشه  دغه وخت اتم جماعت ته رارسيدلې وه که هغې که هر څو غوښتل چې هغه دې مخکښې تعليم حاصل کړي ولے د هغې خپل پلار د هغې د ارادې او آرمان په لاره کښې لوے خنډ وو .‌ هغه څه عجيبه وهمي غوندې  انسان وو په ظاهره پنځه وخته مونځ کوونکې په شرعه برابر وو ولے بل خوا هغه په خپل جائداد کښې د لوڼو د حق نه منکر وو. هغه خپلې لوڼه په وړوکوالي کښې په خپل خاندان کښې د چا په نوم کړې وے.‌هغه غوښتل چې پلوشه او د هغې خوئيندې د پښتني رواياتو مطابق هغه خلقو ته واده کړي د چا سره چې د دوي په وړوکوالي نيوکې شوي دي.‌ پلوشې او د هغې خوئيندې که هر څو د پلار ددې خبرې پلويانې نه وے خو پښتني رواياتو مطابق هغوي د پلار مخې ته نه اودرولې.‌ خو ولے د هغوي پلار هم څه عجيبه سړے وه کله چې د هغوي د ودونو خبره راجوړه شوه نو پلار يې بيا د خپلې خبرې په شا شو او د هغوي له واده  سکوټ انکاري شو. د هغه وينا وه او وهم وو که چرې زه خپلې لوڼه  ودوم نو  سبا له  به رانه  دغه خلق په جائداد کښې برخه غواړي او زه د خپلو لوڼو  په سر څوک د خپل جائداد برخه من نه جوړول غواړم . هغه اوس په  خپلو لوڼو د علم د حصول دروازې هم بندې کړې وے. او ورته يې په جار وئيل چې په لاس کښې مو کتاب ونه وينم بل خوا يې دا  هڅه وه چې د بازار نه به يې  ورله عام مذهبي کتابونه چې ورکښې د مور ، پلار ، خاوند  فرمانبردارئ تلقين او د دوړخ او جنت قيصي ورکښې وي راوړل خو ولے پلوشې او د هغې خوئيندې د پلار نه پټ په پټه تعليم په شخصي بڼه خپل تعليم  جاري وساته پلوشه چې د پلار دې ناشونو ډيره تنګه کړه نو د کور دننه نه  د پلار مخې ته  د هغه د احترام او عزت سره را ولاړه شوه او  د خپلو خوئيندو سره يې د ودونو  سکوټ  انکار وکړو په دې سلسله کښې به په هغې څومره سختې تيرې شوي وي د هغې اندازه هغه چا ته لګيدې شي چې څوک په دغه شان سماج کښې هم ددغې شان جبري روايت نه بغاوت وکړيخو پلوشې دغې سختې ، تکليفونه په صبر اسقامت برداشت کړل آخر عقوبت هغه د خپل او خپلو خوئيندو د حق تحفظ دپاره د عدالت دروازه وټکوله او تر عدالت عاليه ورسيده د ژوند په دې ستړي اوږد مزل کښې پلوشه د تعليم او قانوني جنګ سره قلم ته هم لاس کړو او  وخت په وخت به يې مختلفو ورځ پاڼو ته خپل ليکونه استول هر څو که هغه يو باقاعده ليکواله نه وه خو چونکې د هغې په ليکونو کښې به د پښتنو ښځو سماجي او تعليمي ستونزې وے نو د ورځ پاڼو مديرانو به د هغې  مات ګوټ او بې ترتيبه ليکونو له يو ترتيب ورکړو او د خپلو ورځ پاڼو زينت به يې جوړول د پرله پسې ليکلو او بيا د ورځ پاڼو کښې د هغې ايډيټ شوي ليکونو د بيا لوستو سره او د مسلسل  مطالعې سره هغه يو استکاره ليکواله شوه د هغې د ليک عملي  جدوجهد برکت وو چې  آخر عقوبت عدالت عاليه د هغوي په حق کښې فيصله ورکړهعدالت عاليه  پريکړه وکړه  چې  مور پلار دا حق نه لري چې خپلې بچۍ دې په وړوکوالي کښې د چا په نوم کړي. د ودونو کويژدنو د عمر خپل حد وي  او نه ورته دا حق  حاصل دے  چې په  هغوي دې د خپله   خوښه ناخوښه په زور ومني او د هغوي د قسمت پريکړه  د هغوي د مرضۍ پر ضد وکړي. د پلار په جائداد کښې د هغې حق خو په قرآن پاک کښې مسلم دے او اسلامي فقه پری دلالت کوي.‌ کوم قامي روايتونه چې د قرآن او حديث ، فقې او ملکي قانون سره متصادم دي د هغې نوغې ويستل د انساني ټولنې دپاره سودمن عمل دے. د عدالت ددې پريکړې سره پلوشه  ته دا سهولت په لاس ورغې چې هغه کورنۍ چې ددوي ودونه ورسره کيدل وو په شا شو د هغه کورنۍ مشران  پوهه او درانه پښتانه وو  هغوي وئيل په زور کلي نه کيږي هرکله چې د دوي رضا نه ده نو مونږ خپل کور نه خو جهنم نه شو جوړولې خپل بچي او دوي په عذاب کولے نه شو اچولے. هغوي خپلو ځامنو له په نورو کورونو کښې ودونه وکړل .‌ بل خوا د پلوشې پلار د خپلو لوڼو ودونه په دې نه کول چې د هغوي خاوندان به زما په جائداد کښې شريکوال شي. خو له دې سره هغه ځان له  پرله پسې دوه نور ودونه وکړل د پلوشې مېرې مئيندې د هغې هم عمره وے هم په دغه اساس يې د هغوي سره همدردي وه خو ولے د پلوشې پلار د ړومبې ښځې بچي له ځانه بيل کړل دغه وخت هم پلوشې  خپل همت او مړانې نه لاس وانخست د سلائي کړائي کار يې زده کړو په کور دننه يې د يو اين جي اوز او نورو بوتيکونو دپاره د لوئيو ، وړو جامې ګنډلې هم په دغه معاش يې په کشرانو وروڼو او خوئيندو او خپل د تعليم او د ژوند نور ضرورتونه پوره کول ژوند په دګړ روان وو د هغې وروڼو ، خوئيندو تعليمونه حاصل کړل تقريباً ټول واده شول خو په هغې د واده وخت په کور واوړيد خو هغه بيا هم خوشحاله وه که چا به ورته ووئيل چې خپل غم هم وژاړه خو د هغې پرله پسې سختو تکليفونو د خپل پلار ناشونو  د سړي د ذات نه نفرت  او د واده نه په کرکه مجبوره کړې وه ، څو ،  څو رشتې ورپسې راغلې هم خو هغې به وئيل دا ټول  سړي به زما د پلار په څير وي بس زما د زړه زور نور توان نه دې  پاتې چې زه دې پاتې ژوند  د هغه سره د خپل حق دپاره د هغه سره په مشتي ګريوانۍ تير کړم. زه به خپل نيمګړې  تعليم ضرور پوره کوم او د خپلو خوئيندو ، وروڼو خدمت سره به د خداې د مخلوق خدمت   به کوم . خو ولے يو ورځ د هغه د يو کشر ورور هغې ته ګواښ سپکو ، سپورو وئيلو  د هغې خيال د مينې ، خلوص ماڼۍ دړې ، وړی کړه او  د خپلې ميرې مور چې د  هغې همځولې وه  خبره ورپه ياده شوه چې يو ورځ يې ورته وئيل " پلوشې د واده رشتې انکاري کيږه مه ، د هغه وخت نه ويريږه چې ستاخوئيندی وروڼه د خپلو کورونو شي،  نو په دې کور کښې به ستا حيثيت د يو خدمتګارې نه هم لاندې وي." 

څوک چې په خلوص او مينه د خداې د مخلوق دپاره هڅې کوي هغه خداې چرته هم بې برخې کوي نه . پلوشه وائي کله  به چې  په کور کښې ما د پلاره نه  پټ د سکول سبق وئيل دغه مهال يو ورځ زه د سکول کتاب وئيلو په مهال اوده شوې ومخوب مې ليدو چې نبي پاک حضرت محمد صلي اللّه عليه وسلم  زما د کمرې مخې ته ناست دے وړو ته سبق ښائي ماچې ور خلاص کړو نو حضرت پاک صلي اللّه عليه وسلم واړه يو خواته کړل او راته يې ووئيل بچيپه! په دې لار ځه ورسره يې يو قلم هم  راکړو زه چې نن فکر کوم  هم دغه قلم زما لاسو کښې دے هم په دغه قلم ليکلي ليکونه ليکم او  د ملک په موقره ورځ پاڼو کښې چاپ کيږي ورسره زه لګيا يم تعليم هم حاصلوم د ژوند په دې ازغنه لاره  خداې پاک د ادب د لارې يو داسې شخصيت سره پيژندګلو وکړه څوک چې  د پښتنې  مينې ، خلوص او انساني شرف مجسمم پيکر دے هغه  زما لارښودنه کوي او تر حده زيات  زما هر سخته هر تکليف په ځان وړي او ډاډ راکوي راته ووائي چې ژوند په  هيله اميد تيريږي مايوسي ګنا ده ، ستا د رب د ستا حق تلقين خوښ شوې دے او د ژوند په دې لاره چې تا کومې  سختۍ په صبر استقامت برداشت کړې دي. هم ددغې په  بدل کښې ستا رب تاته يو  نوے ژوند نوے اسره درکړه.‌ اوس به نه ستا په سترګو کښې اوښکې وي نه به وهل ټکول وي ستا د ژوند روښانه سباؤن به ستا قدمونه ښکلوي. دغه محترم شخصيت  چې زما استاد هم دے هغه هم لکه زما د ژوند د بلا ژرندو راتير شوې دے. هغه په دې لګ وخت کښې ماله دومره مينه او خلوص راکړه چې اوس زما د خپل پلار  د منفي او خود غرضه سوچ له وجهې د سړي نه نفرت په محبت بدل کړو. د هغه مينه او خلوص ماته تل د ګوهر رحمان ګوهر صاحب راياده وي

مړاوې دې په سترګو کښې د مينې دا ډيوې مه شه

ستا خندنې سترګې په ژړا چرې لوندې مه شه 

زه  يوازې  ډير  يم ستا غمونو ستا دردونو له

زه چې يم ژوندے غمونه تاته درنيزدې مه شه 

  په درناوي : سارہ خان اسلام آباد

— mit Sara Khan und Sara Khan.

مننه ورځ پاڼه" وحدت " پېښور

- سارا خان
بېرته شاته