انجمن اصلاح الافاغنه
[03.May.2022 - 14:58]انجمن اصلاح الافاغنه د جغرافيې او تاريخ پۀ تناظر کښې
لیک: ډاکټر فضل الرحيم مروت
مشهورانګرېز مؤرخ (Historian) ټائن بي ) [18891975] (Toynbee چې باچا خان 1988)9018) نه يو کال مشر ؤ، د خپل دولس جلده مشهور کتاب د ” تاريخ مطالعه” (A Study of History ) کښې دَ ټولې نړې نه د شپږ ويشتو 26)) تهذيبونو د عروج و زوال او د ترقۍ او پسما ندګۍ تاريخ بيان کړے دے۔ او څۀ دا شان نتيجه ګِري او فارمولې ئې ترې راويستې ده. دې فارمولې يا نظريې ته د” چېلنج قانون او ردعمل” (The Law of Challenge & Response) نوم ورکړے شوے دے۔ هغه ليکي “چې د چېلنج شکلونه او صورت ضروري نۀ ده چې يو شان وي۔ چېلنج شکل کله د جنګ صورت کښې او کله د ماتې يا شکست صورت کښې او کله د غلامۍ يا سېلاب، طوفان يا زلزلې صورت کښې وي. چې څومره چېلنج دروند يا غټ وي هغه شان به د هغې رد عمل (Response)هم زيات وي۔”
اوس يو ډېر ساده سوال دے چې د اولس ردعمل انفرادي دے يا اجتماعي، سياسي دے يا مذهبي، رد عمل پۀ توره، ټوپک، مرګ ژوبله، جلسه جلوس يا پۀ قلم کتاب او علم و حکمت دے۔ د ټائن بي پۀ خيال د يو هېواد يا قام پرمختګ لپاره تخليقي اقليت (Creative Minority) مشر تابه (Leadership) له پکار دي چې د اکثريت رهنمائي وکړي او د کاميابۍ او پرمختګ لاره وټاکي۔ دې عمل کښي اولنے قدم پيدائش (Birth) او وده (Growth) ضروري دي ځکه چې دا د يو قام او اولس لپاره د رېل ګاډي يا د انجن رول لوبوي.
د پښتونخوا جغرافيائي او تاريخي جوړښت؛
شلمې پېړۍ ته څوک د جنګونو او څوک ورته د انقلابونو پېړۍ وائي. خو د لوے افغانستان او افغانانو يا پښتنو د پاره دا پېړۍ هم د جنګونو وه او هم د انقلابونو.
د شلمې پېړۍ افغانستان او کوزې پښتونخوا تاريخ، جغرافيه، سياسي جوړښت او نهضتونه (تحريکونه) د نولسمې پېړۍ سياست، امپريلستي قوتونو کشمکش د لوې لوبې د خېټې نه راوځي، پۀ لنډو ټکو کښې د افغانستان او کوزې پښتونخوا سياسي جوړښت او ترکيب پۀ شلمه پېړۍ کښې څۀ داسې ؤ۔
افغانستان د انګرېز سره پۀ جنګونو او تپلې شوې معاهدو کښې درې څيزونه بائېللي وو۔
اولنے: د افغانستان نه د نيمې نه زيات اولس بېل کړې شوے ؤ.
دوېم: د افغانستان نه زرخېزه ځمکه د کوزې پښتونخوا ټوله سيمه بېله کړے شوې وه۔
درېم: افغانستان اقتداراعلے يعنې استقلال هم له لاسه ورکړے ؤ، د ګندمک معاهدې نه واخله تر 1919ء پورې افغانستان د انګرېز د لاس لاندې هېواد ؤ۔
پۀ داسې حالاتو کښې د افغانستان مثال د يو داسې سړي ؤ چې د چا نه لاس، پښې او ژبه غوڅ کړے شوې وي۔ هغه صرف اورېدے او کتے شي خو حرکت نۀ شي کولے، د افغانانو/ پښتنو فرياد د اواز د انګازې پۀ شان پۀ غرونو کښې بيا اورېدلے کېدو او پۀ خپله ختمېدو.
د درياب سره د پولې د نشتوالي او سياسي بېلوالي (Isolation د تورې ورځې غوندې د پښتون سيمه توره تيارۀ کړې وه. خو پۀ داسې مرحله د لر او بر پښتونخوا (افغانستان) ګېر چاپېره حالاتو بدلون وخوړو، بېن الملکي حالات هم بدل شول لکه د مثال پۀ توګه د روس، جاپان جنګ (1905) روس او انګلش کنونشن (1907) پۀ فارس او سلطنت عثمانيه کښې ائيني تحريکونه (11-1906) د اټلي او ترکو جنګ (1911) د بلقان جنګونه (13-1912)، د کابل ته د ترکو او جرمني مشن راتګ، اولنے نړيوال جنګ، روس کښې د بالشويک کميونسټ انقلاب (1917) او د ولسن د 14 نکتو پروګرام د ټولې پښتونخوا پۀ سياست او معيشت باندې ډېر زيات اثر وغورځولو. دلته دا هم پۀ ګوته کول ضروري ګڼم چې د ټولو حادثاتو او انقلابونو نه زيات د روس انقلاب (1917) پۀ اېشيا کښې هغه رول ولوبولو کوم چې انقلاب فرانس پۀ يورپ کښې لوبولے ؤ.
د بېن المللي حالاتو نه علاوه د هغه خلکو ذکر ضروري دے چا چې د شلمې پېړۍ پۀ اول کښې خپل رول پۀ کوزه او بره پښتونخوا کښې لوبولے ؤ۔ دې کسانو کښې انورپاشا، طلعت پاشا او جمال پاشا مرکزي اسيا او افغانستان سره سره پۀ قبائيلي سيمو کښې هم سياسي حرکتونو کښې بوخت وو. بلخوا علامه محمود طرزي او د هغۀ اخبار ‘سراج الاخبار‘ اثر د کابل نه تر د مرکزي اسيا او کوزې پښتونخوا پورې خور شو او پۀ اخر کښې انګرېز کمشنر ‘روس کېپل‘ کوزه پښتونخوا کښې د ‘سراج الاخبار‘ پۀ راتګ بندېز ولګولو. دغه ورځو کښې يو بل اخبار “افغان’ چې پۀ پښتو او اردو کښې چاپېدو، د انګرېز پۀ ضد او د ترکو پۀ حق کښې مقالې چاپول شروع کړې۔ حاجي صېب ترنګزے (فضل واحد) د ازادو مدرسو جوړول شروع کړل او پۀ مومندو کښې ئې د انګرېزانو پۀ ضد مبارزې لپاره لښکر هم تيار کړو، حاجي صېب د چمرکنډ مجاهدينو، کابل کښې هندي انقلابيانو او د نصرالله خان (د اميرحبيب الله خان ورور) سره هم نزدې اړيکې لرلې.
د کوزې پښتونخوا جمود او د بره پښتونخوا سياسي بېلوالے (Isolation) پۀ افغانستان کښې د نهضت، مشروطيت يا يو ائيني تحريک د مختلفو انجمنونو او ټولنو پۀ شکل کښې څرګند شو. غازي امان الله خان د ټولو تحريکونو او ټولنو سره پټ او ښکاره تماس کښې ؤ۔ د نهضت مشروطيت ورکوټې او غټې ډلې دا وې۔
1 ۔ انجمن سراج الاخبار
2 ۔ مجلس جانثاران اسلام
3 ۔ اخون افغان
4 ۔ جمعيت سري ملي
5 ۔ انجمن سري جوانان افغان
دې تولو ډلو د افغانستان د پخوانيو ټولو سياسي ډلو يا قبائلي مقاومت نه بېخي يو بېل شان موقف لرلو لکه د مثال پۀ توګه د مشروطه خواهانو او ‘ځوانانوافغانانو‘ (Young Afghans) او د څۀ نورو ډلو غوښتنې د اميرحبيب الله خان پۀ وخت کښې څۀ پۀ لاندېني ډول وې؛
1 ۔ يو ائيني بادشاهت جوړول
2 ۔ منتخب پارلېمان مېنځ ته راوړل
3 ۔ د قانون حاکميت قايمول
4 ۔ د تعليم عام کول او د پرېس ازادي غوښتل
5 ۔ د اسلامي شريعت او قراني قانون غوښتل
6 ۔ سياسي ازادي د قومي ګټو پۀ رڼا کښې غوښتل
7 ۔ د افغانستان پۀ ټولو قبائلي او نسلي (Ethnic) ګروپونو کښې قومي وحدت راټينګول
8 ۔ افغانستان جديد کول او د ترقۍ لپاره نوې طريقې خپلول
د دې ټولو تحريکونو نتيجه دا وشوه چې امير حبيب الله خان پۀ 1919ء کښې مړ کړے شو او زلمے انقلابي امان الله خان پۀ فروري 1919ء کښې د افغانستان بادشاه شو.
امان الله خان نۀ يوازې سياسي قېديان خوشې کړل، بلکې پۀ دربار کښې ئې د انګرېز سفير پۀ مخکښې دا اعلان هم وکړو چې ما خپل ځان او خپل هېواد پۀ اندروني او بېروني توګه ازاد کړو او بيا ټول اولس پۀ يو اواز چغه کړه چې ‘يا مرګ يا استقلال‘ دغه امان الله خان نۀ صرف افغانستان يو ځل بيا پۀ درېم انګليس افغان جنګ (1919) کښې ازاد کړو بلکې له نورو اصلاحاتو نه علاوه هغۀ افغانستان ته پۀ اول ځل اساسي قانون تيار کړو او د افغانستان خلک ئې د يو اوږد سياسي بېلوالي (Isolation) نه راويستل ډاکټرغني خپل کتاب کښې ليکي چې؛
‘امان الله خان هغه زولنۍ چې افغانستان پۀ کښې بند ؤ، ماتې کړې، هغۀ غوښتل چې ټول پښتو ويونکي د افغانستان سره يو ځاے شي، Pan-Afghan خيالات د هغۀ د ټولو پاليسو بنسټ (Foundation) ؤ‘.
پۀ لنډو ټکو ټول افغانان/ پښتانۀ د سياسي، فکري، ذهني، معاشي جمود ښکار وو. خو لۀ خوش بختۍ پۀ کال 1919 ء کښې کۀ يو طرف ته غازي امان الله خان د افغانستان باچا کېدو سره خپل استقلال تر لاسه کړو او هغه جموداو سياسي بېلتون ئې مات کړو نو ورسره ورسره ئې د جديديت بنياد هم کېښودۀ کوم ته چې زۀ “امان ازم” وايم Amanism. پۀ پينځو ستنو (Pillars) ولاړ ؤ۔
- اسلام
- استقلال
- جديديت
- مشروطيت
- ډېموکراسي
د افغانستان درېم جنګ او استقلال پۀ کوزه پښتونخوا کښې يو انقلاب راوستۀ اول لۀ وېرې نه مانټګ جمسفورډ اصلاحات (1919) پۀ صوبه کښې نافذ نۀ شول، بلکې مارشل لاء هم ولګېده، پۀ دغه وخت کښې (اولنے نړيوال جنګ (1914-18)د مرګ او ژوبلو پۀ برطانوي هند دغه د جنګ خرچه واچولې شوله چې پۀ دغه وجې د عام استعمال څيزونه ګران شول او پۀ نرخونو کښې ئي زياتوالے راغلو چه ټول بوج ئې پۀ عام اولس او زميندارو راپرېوتلو۔ پۀ کال 1918 ء کښې د انفلوينزا وبا راغله او پۀ نړۍ کښې د Spanish Flu پۀ وجه پۀ لکونو خلق مړۀ شول. دغه وباء پۀ پښتونخوا کښې هم خوره شوله او د باچا خان مشر زوے غني خان پۀ کښې معجزانه طور باندې بچ شولو خو مور بي بي يعنې د باچا خان وړومبۍ بي بي پۀ کښې وفات شوله.
باچاخان پۀ يو وخت کښي د افغانستان لۀ لوري پۀ هندوستان باندې د حملې کولو سوچ هم لرلو لکه چې هغۀ پۀ خپل ژوند ليک کښې ليکلي دي چې؛
“د يورپ جنګ چې ونښت نو زما پۀ زړۀ کښې دا خيال پېدا شو چې سړے کابل ته لاړ شي او د افغانستان د حکومت پۀ امداد د پېرنګيانو خلاف جدوجهد شروع کړي. دا د امير حبيب الله خان زمانه وه او د افغانستان پۀ باره کښې زما هغه وخت دا عقيده وه چې دا يو ازاد او زورور حکومت دے کۀ چرې وغواړي نو د پېرنګيانو خلاف زمونږ ډېره مرسته کولے شي. د دې لپاره مې دا فېصله وکړه چې د سوداګرۍ پۀ بهانه افغانستان ته ځم. ما دا تجويز خپل پلار ته وړاندې کړو، هغۀ راسره ومنلو خو مور مې مخالفت وکړو خو اخر مې هغه هم راضي کړه. بابا راسره د روپو وعده هم وکړه. زمونږ د کلي زما يو اشنا جمعدار عجب الله خان چې ډېر هوښيار او جهان ديده سړے ؤ، د پېرنګيانو پۀ انټليجنس ډېپارتمنټ کښې هم پاتې شوے ؤ او دغه ملکونه ئې ليدلي وو، دے مې د ځان سره ملګرے کړو او د راهدارۍ د پاره مو حکومت ته درخواست وکړو خو حکومت راهداري را نۀ کړه او دا کار پاتې شو”.
د پښتونخوا صوبه کله هم د هند د نورو صوبو سره پۀ ائيني، تعليمي يا اقتصادي مېدان کښې برابره نۀ شوه، بلکې دلته خلک پۀ دې مجبور کړے شول چې د مدرسو نه ديني علم حاصل کړي او بس بيا د جهاد لپاره توره پۀ لاسو کښې راواخلي، پۀ کوزه پښتونخوا کښې د ټولو سياسي او اقتصادي پېښو او ستونزو سره سره د انګرېزي استعمار د پاليسو د ځواب درې اړخيز مبارزو پۀ شکل کښې څرګند شو.
- يو طرف ته وسله واله مبارزه چې حاجي صېب د ترنګزو ورته مجبورکړے شوے ؤ او بيا حاجي مرزا علي خان فقير اېپي د ازادۍ بېرغ وچت کړو.
- سوشلسټ/مارکسټ مبارزه چې پۀ سر کښې ئې کاکاجي صنوبر حسېن مومند، اسلم خان مومند شهيد او مولانا عبدالرحيم پوپلزے ولاړ وو.
- د عدم تشدد مبارزه چې د باچاخان، مولانا فضل محمود مخفي صېب او خان شهيد عبدالصمدخان اچکزي پۀ مشرۍ کښې شروع شوه.
پۀ داسې حالاتو کښې باچاخان مېدان ته راووتو. د جليانواله باغ د پېښې، د ترکي حالات او د رولټ اېکټ خلاف د احتجاج پۀ سلسله کښې باچاخان پۀ اتمانزو کښې يوه غټه جلسه وکړه، انګرېز حکومت هغۀ قېد کړو او دېرش زره روپۍ جرمانه ئې پرې هم ولګوله. د خلافت پۀ نتيجه کښې چې کوم هجرت افغانستان ته وشو، پۀ هغې کښې باچاخان پۀ ډېر جوش او جذبې سره حصه واخسته او کال 1920کښې کابل ته لاړو، هلته کابل کښې باچاخان د امان الله کان او محمود طرزي وغېره سره هم ليدل کتل وکړل.
باچا خان د هجرت نه پس پۀ خپل ژوند ليک کښې څۀ دا شان حالات ليکې:
“د افغانستان او ازادو قبائيلو حالت چې مې وليدو او پنځلس کاله مې پۀ هندوستان، قبائيلو او افغانستان کښې غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے. انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب عمل او پوهـه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربيت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي. د انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت دے. تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري پۀ څومره جوش راوتلي وو. ټول لاړل خوارۀ شول. نو کښېناستم د ځان سره مې ښۀ فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خوا ته او نۀ د تعليم خوا ته. د بلې خوا نه پۀ رسمونو او رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي. پۀ خانه جنګيو اخته دي. داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي چې سياسي شعور پۀ کښې پېدا شي او دا کار يوه پُرامنه فضا غواړي. تر دغه وخته پورې زۀ پۀ دې عقيده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته د انقلاب نزدې او د کاميابۍ لار ښکارېده خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بنا به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړوم. نو ځکه اتمانزو ته راغلم. زۀ چې له هجرته بېرته راغلم نو د هغو مدرسو د بېرته جاري کولو کوشش مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې۔”
او د هجرت نه پس باچاخان پۀ لاندينو درې نتيجو ورسېدو؛
- د ټولو نه اول پښتنو ته د علم او تعليم ضرورت دے
- د پښتنو نا اتفاقي د پښتنو پۀ ترقۍ کښې لوے خنډ دے
- د قام د ترقۍ لپاره د پښتو ژبې ترقي پکار ده۔
باچا خان خپل پښتون قام ته نوې سترګې ورکړې چې ځان او جهان ته پۀ نوې روشنائي کښې وګوري۔ باچا خان قام ته داسې غوګونه ورکړل چې هغه د علم و حکمت خبرې واورې. هغه قام ته يو روښانه فکر او جديد ذهن ورکړو چې پۀ ځان او قام فکر وکړي او د ترقۍ پۀ لور روان شي.
باچا خان خپلې ټولنې (Society) او خپل قام هر يو اړخ ته ښۀ پام کړے ؤ. مسلمانانو او پښتنو ماضي او تاريخ باندې ښۀ غور و فکر کړے ؤ او د خلافت پۀ نتيجه کښې د هند نه افغانستان ته هجرت باندې هم ښۀ وارد وو۔ 1920 هجرت ستونزې، تجربې، مشاهدې او د پښتنو، افغانانو مشر تابه سره مشورو نه پس بيا يو بلې نتيجې ته ورسېدو چې هغه نتيجه پۀ فرد(Individual) نه بلکې پۀ افرادو ولاړه وه. هغه پۀ ټوپک نه بلکې پۀ قلم ولاړه وه، هغه پۀ تشدد نه بلکې پۀ عدم تشدد ولاړه وه، هغه پۀ جهالت نه بلکې پۀ علم و حکمت ولاړه وه، هغه پۀ بېلتون نه بلکې پۀ پېوستون ولاړه وه. هغه صرف پۀ فلسفې يا مفکورې نه بلکې پۀ عمل ولاړ وه.
د ټولو خارجي او داخلي عواملو اوproblems) (پۀ رڼا کښې کۀ مونږ د انګرېز مورخ ټائن بي تهيوري يا فارمول ته وګورو نو پښتون قام (کوزه او بره پښتونخوا) ته چې کوم چېلنج ؤ هغه پۀ يو غټ پلان (منصوبه) او پۀ سائنس (Science) ولاړ ؤ۔ د دغې چېلنج مقابله صرف او صرف د نوي علم و حکمت پۀ زور کېدلے شوه او علم و حکمت د تعليم او پوهې نه بغېر ممکن نۀ ؤ. د باچا خان د پوهې او اصلاح پروګرام د ټائن بي پۀ فارمول ردعمل (Reaction) يا جواب ؤ او انجمن اصلاح الافاغنه هغه تخليقي اقليت (Creative Minority) مشرتابه (Leadership) د پښتون اولس اصلاح او رهنمائۍ لپاره رامېنځ ته شو.
د انجمن اصلاح الافاغنه د باچا خان او د هغۀ د ملګرو يو داسي پوخ او اصلاحي بنسټ (Foundation) ښودنه وه چې د شلمې پيړۍ اولنۍ دوه لسيزه کښې پۀ ټولي پښتونخوا کښي مثال او ثاني نۀ لري. د انجمن اپرېل 1921 کښې جوړول هم د يو خاص فکر او مقصد حاصلولو لپاره وو.
هره مفکوره د خپل وخت، حالاتو، او واقعاتو پۀ چوکاټ کښې پرته وي۔ دا مفکوره لۀ زړو مفکورو پۀ مقابل کښې مېدان ته راوځي او ټولنې ته نوې لار ښائي او کله دا مفکوره د زوړ سياسي، اقتصادي او ټولنيز (Structure) ته پۀ نوي شکل کښې د مخصوص طبقه (Class) يا قام يا حکومت خپلو مقاصدو حاصلولو لپاره استعمالوي۔ انګرېز حکومت نه صرف خپل ځان لپاره “د سرو مرغۍ” يعنې هندوستان باندې حکومت ته دوام ورکولو لپاره هر قسم منصوبې جوړې کړې وې او دغې ټولو منصوبو کښې لوے افغانستان يا هغه برخې چې کوزه پښتونخوا ورته وائي کښې جال خور کړو. پۀ دې لوے پلان کښې هغه د پښتنو/ افغانانو ټولنې ځنې بنيادي، سياسي او مذهبي مشران تر لاسه کړل څه مُليان، پيران، خانان او ملکان انګرېزانو پۀ خپله ولکه کښې واغستل او د غريب او بې سواده اولس ئې د دوي پۀ وسيله پۀ خپل نظام او جبر نه بې خبره وساتل۔ دې زوړ نظام (Structure) کښې انګريز ته ګټه او پښتون ته نقصان ؤ۔ خو د انګريز ضد سياسي او مذهبي مشرانو دې ټولو خبرو حل پۀ توره او پۀ ټوپک کښې لټولو. ډېر کوششونه وشول او پښتون هم د تورې پۀ زور باور لرلو خو پۀ خپل مرام او مقصد کښې نۀ د هند اولس او نۀ پښتانۀ کامياب شول.
باچا خان ته د پښتون قام د دې بنيادي بيمارو احساس وشولو چې ډېره مهمه خبره ده او چې علاج ئې دغه وخت څۀ پۀ دې ډول ممکن کېدے شو؛
1 ۔ چې څۀ معجزه وشي۔
2 ۔ اتفاق وکړي او ټوپک راواخلي۔
3 ۔ د پښتون اولس دې اصلاح وکړې شي۔
باچاخان قام سره د صلاح و مشورې لپاره دَ 500 يا 600 کلو دوره وکړله۔ او د هغې وروستو ئې د “انجمن اصلاح الافاغنه” بسنټ د اپرېل مياشت کښې پۀ کال 1921 کښي کښېودلو او د بره ښودلي درېم تجويز باندې سره متفق شول.
باچاخان او د هغۀ ملګرو د دې ټولو مقصدونو د حاصلولو لپاره چې کوم کار شروع کړو، هغه د ازاد سکولونو جوړول وو۔ انجمن جوړولو نه وړاندې له ټولو نه اولنے سکول ئې د دير پۀ سيمه کښې د فضل محمود مخفي صېب سره پۀ ګډه جوړ کړو۔ خو د دير نواب او پوليټيکل اېجنټ د سکول عمارت وران کړو او دوي ئې دير نه وويستل۔ دې نه پس يو خوا ئې پۀ اپرېل 1921ء کښې انجمن اصلاح الافاغنه جوړه کړه او بل خوا ئې د انجمن سېورې لاندې ازاد سکولونو جوړولو لړۍ شروع کړه۔
د انجمن اصلاح الافاغنه مرام او مقصد دا ؤ:
1۔ اتفاق و اتحاد
2۔ پوهه او تعليم
3۔ صبر او برداشت
4۔ عدم تشدد
5۔ دَ پښتو ژبې پرمختګ
6۔ د غلط رسم و رواج مخنيوے
7 ۔ د کسب و کمال زد کړه
8۔ بشري عظمت
9۔ د قوميت روښانه پېژندګلو
دا انجمن بيا وروستو پۀ“خدائي خدمتګار تحريک” کښې بدل شو او يو نوے رنګ او جوش سره د انسانيت خدمت ته لاس پۀ نامه ودرېدو.
پۀ دې ټولو مبارزو او تحريکونو کښې باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک پۀ سائنسي بنيادونو کېښودلے ؤ او هم دغه وجه وه چې پۀ ټوله کوزه پښتونخوا کښې دا تحريک ډېر زړ خور شو او د خدائي خدمتګار تحريک د ختمولو لپاره يو داسې جال خور کړے شو چې هغې کښې يو طرف ته برطانوي استعمار ولاړ ؤ او بل خوا د انګرېز پلويان خانان او جاګيرداران او درېمه طبقه کښې انګرېز پلوه مليان او پيران شامل وو۔ باچاخان يو خوا د خارجي سپين انګرېز مقابله کوله او بل خوا ئې د هغو ټولو داخلي او مقامي قوتونو مقابله کوله چې ځانونه ئې د اولس د مشرتيا پۀ قطار کښې شمېرل.
ډاکټر پروفېسر عبدالکريم خان خپل ناچاپه پي اېچ ډي مقاله کښې د خدائي خدمتګار پۀ باره کښې ليکي چې:
“انګرېزي تاريخ نويسانو خدائي خدمتګاران جنجاليان (Trouble Makers) ګڼل، د مسلم ليګ پرورده پاکستاني دانشورانو هغوي غداران، کانګرسيان، پښتونستيانيان د هندوانو ملګري او ماسکو نواز بلل۔ د خپلې صوبې سوشلسټانو خدائي خدمتګارو ته د سرمايه دارانو د ټولګي پۀ حېث کتل، ډېرو هندوانو ته خدائي خدمتګاران مسلمانان او ډېرو مسلمانانو ته دوي هندوان ښکارېدل خو باچاخان يوه نوې ورورولي راوسته چې هغه د اسلام پۀ تعليماتو، د پښتون کلتور او انسانيت پۀ اصولو باندې ولاړه وه چې خدمت، قرباني، صبر او عدم تشدد پۀ کښې د تصور پۀ توګه نه بلکې پۀ عملي توګه شامل وو۔”
لکه وړاندې ووئيلي شو کوزه پښتونخوا کښې سياسي، فکري، ذهني او معاشي جمود او سياسي بېلتون لپاره د باچاخان او د هغۀ ملګريو چې کوم کار وکړ و هغه د سرو زرو پۀ اوبو ليکل پکار دي۔ باچاخان او د هغوي ملګرو يو داسې انقلاب راوستل غوښتل چې پۀ کښې د فرانس او روس پۀ شان وينه هم توې نۀ شي، منافرت هم خور نۀ شي، اتفاق هم راولي۔ خداے بخښلي باچاخان افغانستان ډېموکراتي ګوند د خپل وخت مشران نورمحمد ترکے، حفيظ الله امين او ببرک کارمل ته وئيلي وو چې؛
“انقلاب د اوبو د سېلاب پۀ شان دے، ژوندي او ويښ قومونه اوبو ته بندونه جوړ کړي او پاخۀ ډېمونه جوړ کړي او د سېلاب اوبۀ پۀ کار راولي، خو چې کوم قومونه اودۀ او بې اتفاقه وي هغه د سېلاب اوبۀ د خشاک پۀ شان له ځانه سره يوسي۔”
خو افسوس چې څنګه ملا د باچاخان خبره نۀ اورېده دا شان د خلق ډېموکراتي ګوند مشرانو هم د ثور انقلاب1978 د يو چپ لاسي پۀ انقلاب پۀ توګه پۀ افغانستان کښې راوست خو هغه انقلاب د مختلف وجوهاتو پۀ بنا تباهي، بربادي او بې اتفاقي راوسته او عجيبه خبره خو دا ده چې د ثور انقلاب صرف افغان اولس نه بلکې خپل انقلابي بچيان هم وخوړل او لا تر اوسه د افغان او پښتون پۀ ځمکه اور بل دے۔
د باچاخان د تحريک پۀ وجه پۀ کوزه پښتونخوا کښې ټول اولس ته معاشرتي برابري حاصله شوه د مثال پۀ توګه لوهارانو، ترکاڼانو يعنې ټولو کسب ګرو ته خلقو پۀ ټيت نظر کتل خو خدائي خدمتګار تحريک کښې هغوي نه سالاران او جرنېلان جوړ کړے شول.
بل پله ئې د سياسي شعور د بيداۍ لپاره د پښتو ژبې خپله مجله “پښتون” شروع کړه چې نۀ صرف اولس د خپل چاپېرچل نه خبرکړي بلکې د نړۍ حالاتو څخه ئې هم خبر وساتي.
پښتنو د کاروبار نه هم ځان لرې ساتلو ځکه چې دکان کول يا کاروبار کول پښتنو د هندوانو پېشه ګڼله خو باچاخان پۀ خپله دا روايت مات کړو او دکان ئي پرانستو. نورو پښتنو چې دا وکتل چي د باچاخان غوندې سړي دکان پرنيستے دے نو د دوي هم کاروبار ته پام شو.
بله دا چې کله باچاخان پۀ1928 ء کښې ‘پښتون’ مجله شروع کړه نو هغه صرف پۀ پښتو ژبه کښې وه۔ دي سره ئې نۀ صرف دا چې د پښتون شناخت لپاره پۀ کښې مضامين چاپ کېدل، بلکې پښتنو شاعرانو او اديبانو ته پوره پوره موقعه پۀ لاس ورغله او پۀ ليکونکو کښې صرف سړي نۀ بلکې ښځې هم شاملې وې۔ پښتو ادب دغه وخت ډېر انقلابي پرمختګ وکړو ‘پښتون’ مجله صرف پۀ کوزه پښتونخوا کښې نۀ خورېده بلکې افغانستان ته هم تلله او هلته غازي امان الله خان پۀ خپله ټولو خلقو ته د مجلې د لوستو تاکيد کولو.
د باچاخان او خدائي خدمتګارانو قېدوبند سره سره پۀ ‘پښتون’ مجله هم ډېر ځله پابندۍ ولګېدې خو د مجلې پېغام شاعرانو او ليکونکو د خپلو شعرونو او مشاعرو پۀ ذريعه خورول شروع کړل او هم د دې کوششونو برکت ؤ چې پۀ افغانستان کښې د ويښ زلميانو نهضت مخې ته راغلو کوم چې عېن د ‘امان ازم، او باچاخان پۀ فکر پورې تړلي وو بلکې د خدائي خدمتګار ګوند ئې يو لوے پلېټ فارم افغانانو يا پښتنو ته پۀ لاس ورکړو کوم چې د افغانستان سياست پۀ شلمه پېړۍ کښې پۀ مخ بوتلو او ښکته پښتونخوا کښې ئې هغه سياسي جنبشن راپورته کړو چې د سياست د لارې د انګرېز پۀ دور کښي ئې هم حکومت وکړو او پۀ خپله خاوره د خپل اختيار پۀ خبره تر اخره وخته کلک ولاړ ؤ چې د ورورولۍ لار صرف علم او عدم تشدد دے او د ټولو نه لويه خبره دا چې يو کليوال تحريک ئې د کليو نه ښاريو ته وغځولو او بيا ئې پۀ ټول هند وپېژندو۔ او دغه رنګ ئې عالمي رنګ او شکل واخستو.
کتابيات
1۔ ظفر حسن ايبک ، آپ بيتی ، لاہور، ۱۹۶۷
2۔ عزيزہندي، زوال غازي امان الله ، ۱۹۳۷
3۔ ميا اکبر شاه ، د آزادي تلاش، پشاور
4۔ عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، کابل، ۱۹۸۳
5۔ عبيدالله سندهي ، کابل میں سات سال ، پاکستان
6۔ مولوی محمد علی قصوری ، مشاہدات کابل و یاغستان ، پاکستان
7۔ سید رئیس احمد جعفری ، اوراق گُم گُشتہ ، محمد علی اکیڈمی لاہور، 1968
8۔ Erland Jhoson, India , Pakistan or Pakhtunistan, Stockholm, 1981
9۔ Dr. Fazal-ur-Rahim Marwat, The Evolution and Growth of Communism in Afghanistan (1917-79); An Appraisal, Royal Book Company Karachi, 1997.
ډاکتر فضل الرحېم مروت
Dr. Fazal Rahim Marwat
(پښتون میاشتېنۍ، باچاخان مرکز ، پېښور)