Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[01.Jun.2022 - 08:55]آرزو مې زړهـ کښې په سلګو شوه تهـ به کله راځې
د صبر ساه مې په سکیندو شوه تهـ به کله راځې
روښانه ستورو ورته ستا د راتلو نخښه ورکړه
سپوږمۍ روانه وه تله، ورو شوه تهـ به کله راځې
ستا د راتلو د ځوانی مرګ اقرار پهـ طمع طمع
زما ځواني لاړه پهـ تلو شوه تهـ به کله راځې
چې دې زما پهـ ژوند د نهـ راتلو قسم کړے وۀ
راشه اوس ساه مې پهـ وتو شوه تهـ به کله راځې
د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه !
هغه خو اوس د نهـ راتلو شوه تهـ به کله راځې
(قلندر مومند) Qalander Momand