د پېښور یادونه
[06.May.2022 - 16:05]د پیښور یادونه:
لیک: اسد دانش ساپی
دانش خپرندویه ټولنه وخت نا وخت د خپلو ویاړونو او شخصیتونو کوربه پاتې شوې ده، که دانش خپرندویې ټولنې ته د پښتنو ګڼ لیکوالان او شاعران راتلل ورسره د پښتنو ګڼو سیاستوالو هم وخت نا وخت سر ور ښکاره کاوه... اجمل خټک بابا، افراسیاب خټک، رضا محمد رضا او عبدالرحیم مندوخېل صیب دې خدای وبخښي هغه خو به ویل چې زه پېښور ته کله هم راشم او ستا سلام ونکړم روح مې نا ارامه وي...
داسې زموږ یو بل ویاړ او مشر کبیر ستوری چې لر و بر پښتون په غم کې یې خپل ټول ژوند وقف کړی و، له دې نړۍ یې له سلو ملي او ولسي ارمانونو سره سترګې پټې کړې...
ارواښاد کبیر ستوری د عزم ارادې او هوډ یو ستر غر و، ستر کمال یې دا و چې تر څلوېښت- پنځوس کلنې سختې ستوغې او ستونزمنې لارې او مبارزې هېڅ نه ټکنی شو، نه ستړی شو.
مبارزه د همدې خبرې نوم دی چې خپل هدف او ارمان سره به روان یم، که یوازې وم که یو ميلیوني وم شاته به نه ګورم مخکې به ځم د چا خبرې به نه اورم کار به کوم شخصي ګټې به نه پالم او د ولس او قوم خیر به غواړم، بیا نو (که وم وم، که نه وم نه وم).
زموږ ستر ملي مشر او وطني سیاستوال یوازې د بر پښتون لپاره نه، بلکې د لر لپاره یې هم یوه پالیسي او تګلاره درلوده. د مشر په قاموس کې دا ټکی کفر و چې لر و بر!! دا پکې چا راوستي!!!
مشر ته پښتون مهم و، پښتانه یې په دوه نومونو نه جلا کول چې دا لر دی او دا بر دی همدا وجه وه چې ګوندي تشکیلاتو کې یې دا نزاکت پوره پوره مراعات کړی و، لنډه دا چې یو ستر ارمان یې درلود او له خپل دې ارمان سره د خاص کونړ په تنر کلي کې داسې فاتحانه شاهانه او مستغني پروت دی چې هر خاین، جاسوس او غل یې د قبر تر څنګ تېرېږي غوني یې ځیږه او وجود یې سوړ شي...
دا دوی کرامات دي او کرامات د اولیاوو او پاکو خلکو حق دي...
مشر په جرمني کې ژوند کاوه، خو پاسپورټ، فکر او زړه یې افغاني ول.
مشر تر پایه خرڅ نشو، چا وانه شو خيستلی، چا ګرَو نه کړ، چا تر خپل تاثیر لاندې را نه ووست.
خبره مې دا کوله چې مشر هم په هغو هستیو کې حسابېده چې هر وخت به یې له خپلو هغو اقدارو سره مینه کوله چې په پښتني ټولنه کې یې قدر نشته... پښتانه ګړی خوښوي، په هر کور کې دوه- درې ګړي پراته وي، خو کُلال نه خوښوي، هر پښتون د خامتا جامي خوښوي، خو جوړونکي ته یې جولا وایي...
پښتانه حتی ځان له نجار او بل کسبګر -چې د ټولنې په لوړوالي کې پوره پوره لاس لري- ځانونه لوړ ګڼي او بد يې وايي...
که سړی چین ته وګوري دومره پرمختګ یې څنګه وکړ؟! ایا هلته دا خبرې شته؟!
کاش زما زامن دولتي وظیفو پسې د سر ګردانۍ پر ځای د کپړې او یا لږ تر لږه د تڼیو یوه کارخانه جوړه کړای شي، له دې خو به خلاص وي چې زوی مې له دفتره رخصتوي چې ستا د پلار خوله ښه نه ده باچا د بدګړو بد وايي..
زوی به مې لس کسه نور هېوادوال مصروف کړي.
ملي او ولسي مشر د داسې خلکو ډېر احترام کاوه، له جرمني به ېیښور ته راتګ سره د دانش خپرندویې ټولنې دفتر ته یو ځل یا دوه ځله د راتګ پروګرام په کتابچه کې ور سره لیکلی و.
ښه مې یاد شي یو ځل راغلی و، ډېرې خوږې او د درد خبرې مو سره شریکې کړې، بنډار جوړ و چې زموږ د پښتو موسیقۍ یو ستر نوم استاد رحیم غمزده تشریف راووړ نژدې وو ملي مشر له خوشحالۍ ضعف وکړي، سخت ورته خوښ شو، خوږ بنډار یې سره پیل کړ، ارواښاد کبیر ستوري خپل يوه زوی ته چې نه پوهېږم نسیم و، که بل کوم زوی یې و- وویل، زما او د استاد یو ګډ انځور واخله! استاد رحیم غمزده ترې مخ په څادر پټ کړ، فضا یې بدخونده
کړه... مشر بېرته مجلس را جوړ کړ، ویل خیر دی! هلکه کېمره دې لرې کړه
زه سخت خپه شوم، ما چې د ولسي مشر کومه حوصله ولیده، دا مې زده کړل چې باید سړی پداسې مواقعو کې څومره حوصله وکړي...
له رحیم غمزده استاد سره مې بیا ډېر بحث وکړ، هغوی ته یوه غلط فهمي ور لوېدلې وه چې وروسته ارواښاد استاد غمزده هم خپه و.
زما ټوله موخه دا ده چې هر وخت موږ با حوصله، با تدبیره او زړه سواندي مشران پیدا کړل ټولنه یې په ټټار، نایي، نجار، جولا او ډم تقسیم نه کړه ټول ولس یې په ځان پسې روان کړ، بیا به مو ستونزه حل وي، زموږ هر کور کې به مازیګر تنور لمبه کېږي، بیا به ښاغلی سايل نه وایي:
نه لوګي شته نه چا لمبه کړل تنورونه دا څه چل شوی دی
زما د ښار په ماښامونو دا څه چل شوی دی!
موږ به د مشر لار تل تعقیبوو او دده ښه به يادوو، اروا يې ښاده او ياد يې تل...
اسد دانش Asad Danish Sapi