(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعلي وزیر اختر

[03.May.2022 - 12:46]

د اختر په ورځ د علي وزير د خپلې ادۍ سره .

ليک/ مولانا خانزېب.

ادۍ: بچيه ! نن د اختر ورځ ده  ټول پښتانه مشران خپلو کورونو ته راغلي زه خو ستا لارې څارم خو ته رانغلې ؟

علي : ادۍ ! ما د باچا خان بابا په پل پل ایښی د بابا ډیرې اخترې هم د پاکستان د  زندانونو د ،تورو تمبو ، شاته تېر شوي وو زه هم د دې رياست زورورو د پارليمان څخه زندان ته لېږلې ېم وائي  ستا سر ټيټول غواړو خو زما د اولس دتاريخ نه خبر نه دي چې د قام لپاره پېدا سر کله هم چاته سرکوزې کېږي نه !

 

ادۍ : بچيه ! خلک ممبران شي پېسې اوګټي په اسلام اباد کښې بنګلې جوړې کي ټول کور ئې په مزو کښې وي خو تا خو په ممبرې کښې هم بې زندانه کور شپه اونه کړه ددې نه ښه وه چې  هډول ددې قام ممبر نه وې خو بچيه ! ولې زندان ته تلې ؟ 

مورکۍ د قام لپاره تلې ېم ؟ 

مورکۍ : کم قام بچيه ؟

علي : ادۍوزير مسيد نه ېادوم ټول پشتين قام ېادوم چې پينځه زره کلن تاريخ لري  خپله جنتي خاوره او بېش بها وسائل لري سل ميليونه وګړي لري خپل غرور لري خو پينځه اوېا کلن بادار تې واروپار خطا کړېادۍ ! هغه قام ېادوم چې مشران ئې د لوئي څښتن په فضل او د بيټ نيکه په دعا تر هر وخت ښه ډېر شوي خبرې هم ډېرې پخې پخې کوي خو د بده مرغه د قبائلي کرکو د لاسه د قام لپاره په ېو ټغر قدرې څوک نه راغونډېږي زه ددغه مشرانو د خپل مېنځي تربګنو کينو د مېنځه وړو د ننګونې لپاره زندان ته تلې ېم کچرته په ما ننګ اوکي او د ځان سره د قام لپاره په ېو ټغر راټول شي که زه پکښې نه ېم هيڅ خبره نه ده خو چې دوئې ېو شي دا مې ارمان دې.

 

ادۍ : بچيه ! ما د قام لپاره بخښلې خو دې قام د بابړې ،قيسه خانې ، نه تر بشير بلور او په مولانا حسن جان باندې ننګ اونه کړو دې قام د باچا خان په پينځلس سوه وژل شوو د امن په ننګيالو فرښتو  ننګ اونه کړو ستا د کور په اوولس جنازو ئې ننګ اونه کړو په زرګونو لادرکه پښتنو ئې ننګ اونه کړو  د څلوېښت کاله نه په وژل شويو څلوېښت لاکه پښتنو ئې ننګ اونه کړو د باچا خان او سمد خان په اويا کاله زندانو ئې ننګ اونه کړو د وزيرستان نه تر باجوړ پورې پخپلو ويجاړ شوي ، بازارونو، کورنو، کلو اوجرو، جوماتونو ،اديرو ،ځنګلو، ورشوګانو، په سېزلو ئې ننګ اونه کړو د ځان لپاره ئې تر نن ننګ اونه کړو نو پتا به څه ننګ اوکي ؟ دا قام ژوندي ېاد ساتي چې کله تې اتل مړ شي بيا مرده پرست شي خو د دوئې لپاره وژل شوي ډېر زر هېروي بېا د وژل شوي د کونډو ېتیمانو پښتنه قدرې هم څوک نه کوي ېو څو ورځې په فېس بک سماجي رسنۍ کښې ژړا انګولا اوکي او بېا هرڅه هېر کي دوه کاله وړاندې وژل شوې د تره ځوئي عارف افغان هم اوس کم پښتون ته نه دې ېاد  ددې قام اجتماعي حافظه منتشره شوې ده نو بچيه ! ډېر زورو ئې بچيه ! ستا د ېو څو ورځې په زندان به څه څوک ننګ اوکړي

علي : ادۍمنم چې د دوه سوه کاله نه   څنګه د قام د لار ښودانو نه ورکه ده داسې د قام نه هم خپل منزل ورک دې خو آخر به ېو ورځ په ېو لار شي او تر منزل به اورسي .

 

ادۍ :بچيه ! پښتانه پخپل قام نه دي مئين دا ټول عمرپه هغه چا مئين وي چې څوک ئې تباهي ته بوځي دا خلک ټول پخپل دشمن مئين وي دا قام پداسې رياست مئين دې چې ټول عمر ئې خاوره په جنګونو کښې ورله توده ساتي دا قام په وسلوالو لښکرو مئين دې چې ټول عمر ئې هم وژني هم تې پېسې او پت اخلي دا قام د طارق جمیل پشان په واعظانو مئين دې چې ټول عمر ئې نسب سپک ېادوي ملنډې پسې کوي خو د ټولو زيات د پښتنو خوښ دې.

 

علي : ادۍ ! دا قام دومره بېکاره هم نه دې د باچا خان نمسي ايمل خان  راباندې ننګ کړې د بهټو نمسي راباندې په بل وطن کښې ننګ کړې د ځوانانو سر لښکر منظور پشتين راپسې غږ کوي که د جوماتونو  د ممبر نه راپسې خپل کم مولا صېب غږ نه کوي خو شاته ولاړ په لکونو مقتديان ځوانان راپسې ټول خفه دي د قام ېو څو مولان  مولا بارام او مفتي معاذ مې هم ستائي  او زما د کلي نه ډېر لرې په ډېورنډ سپېره کرښه پروت د قام ېو بل ملا  خانزېب هم راپسې هر وخت ليکونه ليکي ځکه هغوئې ته پته ده چې زه د خپلې خاورې وکالت ښه په نره کوم  پښتانه به بې وسه وي خو بیغېرته نه دي د څلوېښت کاله نه چا ژوند ته پرې نه ښودل دنړۍ زورور قامونه دوه جنګونو ته لس کاله نه وو ټينګ شوي خو زما قام څلوېښت کاله پس هم غرور کوي ژوندې دې په مرګونو کښې ژوند ګوري دا ژوند پرست قام دې که چا لږ پرېښودو غليم که ډبولې نشي خو ګوته ورته څنډي چې وار کوه ! وار به مې راشي .

علي : ادۍ ! دا منم چې دې قام همت بیللې خو ژوند ئې نه دې بېللې آخر به هم ېو ورځ سبا شي او خپل بد خواه خېر خواه به اوپېژني .

 

ادۍ : بچيه ! قام مام نشته پدې خاوره دا هسې د ېو ځائې بل ځائې خواره واره خلک راغونډ شوي دا قام تراوسه د ( قام او کام ) په ټکي لا نه دي ېو نو د خپلواکۍ په مقدمه به څه ېو شي که قام وې نو څلوېښت کاله به څوک پخپله خاوره داسې ذليل شوي وې باچا خان هم زورور سړې وو بچيه ! ته هم زورور ئې او ېو څو ستا پشان نور هم دي چې د زړه زور ئې ډېر دې په زور د ګنړې ګونړې څخه قام جوړوې قام خو داسې وي لکه د يوکرائن چې په ېو مياشت کښې د خپلې خاورې لپاره د روسانو په وړاندې لکه د خپلې ېومور د بچو ېو شوي نرانو څه چې ښځو ئې هم ټوپک د وطن په ننګ په غاړه کړې.

 

علي: ادۍ ! زه هم ددې قام ېم او پتا هم ننګ کؤم چې تا راته په کوچني والي کښې پخپل غېږ او زانګو کښې د پت ننګ نه پرته بله ،الله هو ،نه ده وائلې زه ستا او د خاورې حلالي بچې ېم که څوک راسره لږ وي که ډېر پخپل تاريخ به سم اودرېږم .

ادۍ : بچيه ! د قام سر له دې سرلوړې غواړم .

علي : ادۍ ! منم چې قام منتشر دې خو مونږ له باچا خان د ناهيلی درس نه دې راکړې مونږ ته خپل قرآن وائي چې ناهيلی د مسلمان شان نه دې مونږ به تاريخ ته خپله غاړه خلاصه وو آخر به پدې مړو ايرو کښې خدائې بڅري بل کړي .

 

ادۍ : بچيه ! د اوولس جنازو نه پس د پلار مير زلم خان نه روستو مې کور پتا ډک شوې وو ټوله قبيله هم درباندې درنه وه خو زه پوهه شوې ېم چې ته اوس زما د کور ډاډ نه ئې د وزيرو د قبيلې د ېو پرې جمبې ملک نه ئې اوس د لرو بر د پښتنو د غرور نښه ئې زه رنځونو راګيره کړې ېم ډېر عمر مې نه دی پاتي  خو زه هم لکه د پير روښان د ښځې په شان ويرژنه نه ېم چې کله ئې مغلو ته د خپلو بچو خپلې مخې ته د غوڅ شوو سرونو په وړاندې وائلې وو پلار دې خدائې اوبخښه ! ېو ورځ ئې راته د کلي په پتنه کښې د پير روښان د ښځې بي بي ،شمسو ، د غېرت پت په اړه وائلي وو !بي بي شمسو د پير روښان کورودانې وه  د ،پير روښان، د تره ،شیخ خداد،لور وه ېو ورځ د اخون دروېزه د لښکر سره په يو جګړه کښې ددې درې ځامن سره د ،شیخ عمر، خېر الدين ،نورالدين، اووژل شو جلال الدين جلاله بندي کړې شو بی بی شمسو هم اونيول شوه.

ددې مخې ته د درې وژل شؤو ځامنو غوڅ شوي ،سرونه ،راوړل شو 

وائل کيږي چې د ،بی بی شمسو، د سترګو نه يو اوښکه

 لانه ړه اونه ئې چغې سورې اوکړې دغه وخت ئې دا تاريخي وينا اوکړه ! نن ډاډه ېم چې زما  د بچو سرونه  په کوم تور نه بلکه د ظالم په ضد د حق  او دخپل قام دپاره ،غوڅ،کړې شو.

بچيه ! زه بي بي شمسو نه ېم خو د خپل پښتون ټبر د وزيرو د غېرت نښه ېم زه پتا وياړ کؤم چې ته مازېږولې ستا په هډونو کښې زما د پت وينه ده کله به هم پتا وير اونه کم .

بچيه ! زما د ژوند وخت نه دې مالوم زه ستا جدائي نشم زغملی خو د قام د شملې په خاطر مې قام ته بخښلې خو دا ېاد ساته ! د خپلې سينې شوده نه دربښم ځان اوبائله خو پت به نه بائلې سر دې غوڅ شي خو دا سر دې چاته ټيټ نشي ځکه دا اوس زما د بچي سر نه دې داد قام د سردار سر دې که په ژوند مې بيا اونه ليدې نو ما بخښلې .

علي : مورکۍغم به نه خورې چې علي دې زیږوو نو ډاډه اوسه دا سر ټيټېدو له نه دې جوړ ، زه د خپل قام دننګ په غم اوښتې ېم  کچرته وخت راته ميلاؤ نشو نو قام او بادار ته مې فقط دا وصیت اورسوه چې پښتانه په ېو علي وزير څوک نشي ميرات کولې!

 

که پښتنو راباندې ننګ اونه کړو 

بيا مې په جګه غونډې کېدې چې مارغان مې اوخوري .

 

نو ګرانې ادۍلنډه دا چې ستا بچي پېسې خو اونه ګټلې خو قيسې ښې ډیرې اوګټلې هغه قيسې چې د ډېرو روپو سره ئې خلک نشي ګټلې.

02.05.2022

Maulana Khanzeb

-
بېرته شاته