PSDP دپښتنو قامي
[07.May.2022 - 10:58]دپښتنوټولنیز ولسولیز ګوندSozialdemokratische Partei der Paschtunen(PSDP) چې دپښتنو رسالت ورپغاړه دی د ټولو پښتنو ګډ کور اوشریک ملي (قامي)سنګردی چې، د پښتنو د قامي شعور او احساس د رابیدارولو ،د ولسولۍ په چوکاټ کې د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو، سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ او قامي وحدت لپاره بې له ستومانتیا او ستړتیا، دپښتني دود، رواج، دستور، عنعني اود پښتونولۍ د ارونو (اصولو)سره سم مبارزه اوهلي ځلي کوی، چې دخپل بنسټ راایسي په دې لاره کې د ډیرو تودو، سړو، ربړو، ستونزو، کړاونو او د سختو ازموینو سره مخ شوی ، خو خپله ډیوه ئي بله او روښانه ساتلی ده .
دغه راز دهیواد دننه اوبهر ځیني کولتوري ټولنې سیاسي او غیرسیاسي خوځښتونه دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پیداوار (تولید) ، لاسته راوړنه او ثمره هم ده .
پښتانه ټول د یو وجود حیثیت لري، دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په دې پوره یقین اوباور لري چې " تر څوپوري پښتنو خپل قامي پیژند (تشخص) نه وي پیداکړی، تر هغې پورې د دوئ ټولنیزي (اجتماعي) ربړي ( مسئلي) نه شي حل کیدلی او هیڅ یو پښتون دپت، عزت ، درناوي او سرلوړۍ مقام موندلی نه شي .