(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12ښکارېان

[09.May.2022 - 16:41]

دولس ښکارېان / د ماشومانو لپاره لنډه کیسه

لیک: Brüder Grimm ژباړه: پوهاند رڼاګل اریوبزی

 

په ډیره پخوانۍ زمانه کې یوشهزاده ژوند کاوه. دې شهزاده له یوې جلۍ سره کوزده کړې وه. جلۍ ډیره په ګرانه وه. یوه ورځ چې په مینه او خوشالۍ دهغې ترڅنګ ناست و، خبرشو چې پلار يې ډیر ناروغ او دمرګ په حالت کې دی. هغه غواړي چې ترمرګ وړاندې دی یو وار وګوري. ده خپلې ګرانې کوزدې ته وویل چېزه باید لاړشم اوته به د لته پاتې شي، دا ګوته مې دنښې په توګه واخله، کله چې پا چا شم بیرته راځم اوتا له ځان سره بیایمدا يې وویل اونور په آس سپورشو اودخپل پلار په لور روان شو. کله چې ورورسید ويې لیدل چې پلاريې سخت ناروغ اود مرګ په حالت کې پروت دی. پلار ورته وویل چېګرانه زویه! ماغوښتل چې تر مرګ وړاندې دي وګورم. دا وعده راسره وکړه چې زما په خوښه اواراده به واده کوېدايې وویل او ور پسې يې دکوم پاچا لور په ګوته کړه چې زوی به يې د هغې سره واده کوي. شهزاده  دخپل پلار په ویر کې داسې ډوب و چې بې فکره يې وویلهوګرانه پلاره! څه چې ته غواړې هغسې به کیږيپه دې شیبه کې يې پلا ستر ګې پټې کړې او مړشو.اوس نو چې دویر اوغم وخت تیر شو اوشهزاده پاچا شو، نوغوښتل يې چې په هغه وعده ودریږي چې دپلار سره يې کړې وه، د پاچا لور پسې يې استازي ولیږل او هغې خوا هم ومنله. دا خبر چې کله د ده پخوانۍ کوزدې ته ورسید، هغه ډیره غمګینه شوه اوشپه اوورځ به خپه وه. یوه ورځ يې پلار وپوښتله چېلور جانې! دا ته ولې دومره خپه يې؟ ته چې هرڅه غواړې، هغه به وشيلور يې یوه شیبه له ځان سره په فکر کې شوه اوبیايې وویل چېپلارجانه ! ماته یوولس داسې جونه پیدا کړه چې په ونه راسره برابرې وي او کټمټ زما په شان ښکاريپلار يې وویل چېکه امکان ولري نوستا غوښتنه به ترسره شيبیايې امروکړچې ټوله پاچاهي و لټوی اویوولس داسې خوانې جونه پیدا کړی چې په رنګ، ونه اوځواني زما دلور په شان وي.

کله چې دا یوولس جونې شهزاد ګۍ ته راغلې، شهزاد ګۍ د ښکاریانو دوولس جوړه جامې، چې هر جوړه يې دبلې په شان وه، جوړې کړې. یوولس جوړي یوولس جونو واغوستې او یوه جوړه شهزاد ګۍ واغوسته. ور پسې يې د پلار سره خدای په اماني وکړه او دوولس واړه په آسانو سپرې اودخپل پخواني نامزد د دربار په لور، چې ډیر په ګران و، روانې شوې. چې ورورسیدې نو د پاچا نه يې پوښتنه وکړه چې که ښکاریانو ته اړتیا لري اوایا دوی ټول به په خپل دربارکې دښکاریانو په توګه وټاکې؟ پاچا ورته وکتل، خوويې نه پیژندې. ويې لیدل چې ښکلي خلک دي نو ورته ويې ویل چې هو! زه تاسې تول دښکار یانو په توګه ګمارم. په دې توګه دوولس واړه دپا چا ښکاریان شول.

پاچا یو مزری درلود اودې مزري یو کمال درلود. کمال يې دا و چې په پټو اونه ښکاره کیدونکو شیانو هم پوهیده. دې مزري یوه ورځ پاچا ته وویل چېایا فکر کوې چې ته دوولس ښکاریان لرې؟» پا چا وویل چېهو! دا دوولس ښکاریان ديمزري ورته وویل چېنه، ته اشتبا کوې. دا دوولس ښکاریان نه دي، دا دوولس جنکۍ ديپاچا وویل چې دا سمه نه ده. څنګه کولی شې چې راته ثبوت يې کړې؟» مزري ورته وویل چېته دخپل د فتر په مخکنۍ کوټه کې مشنګ وشنه، سړي چې کلک ګامونه اخلي، په مشنګو باندې دتګ په وخت نه ښوییږي، نه رپیږي او نه لړزیږي اوښځې لنډ ګامونه اخلي، رپيږي اولړزیږي. دپاچا دا مشوره خوښه شوه او امر يې وکړ چې موشنګ وشیندی.

هلته دپاچا یونوکرو. ده د ښکاریانو په وړاندې ښه نیت درلود. ده د پاچا او مزري تر منځ خبرې واوریډې چې ښکاریان ازمويي، نو ورغی اوورته ويې ویل چېمزري پاچا نه وویل چې تاسې جنکۍ يېشهزادګۍ له دې سړي نه مننه وکړه او دانوره جنکۍ يې راټولې کړې او ورته يې وویل چېخپل ټول قوت مو راټول کړی اوپښې مو په موشنګو ټینګې ږديپه دابله ورځ پادشاه دا دوولس ښکاریان ځانته راوبلل او امريې وکړ چې په مخکنۍ کوټه کې مشنګ وشني. دوولس ښکاریا راغلل او هغه کوټې ته ورننوتل چې مشنګ يې پکې شندلي وو. دوی په ډاډه زړه او محکمو قدمو روانې وې، یوه يې هم ونه لړزیده، ونه ښويېده او ونه ریږدیده. دوي بیرته ولا ړې او پاچا مزري ته وویل چېدروغ راته وویل، دوی ټول دنارینه وو په شان روان وومزري په خواب کې ورته وویل چېدوی پوهول شوې وې چې ازمویل کیږي، نوځکه يې محکم قدمونه اخیستل. اوس نو ته د داوبدلو څرخ دې کوټې ته راوغواړه، کله چې دوی دلته راشي او دا څرخ وویني، نو خوشاله به شي، خونارینه دهغه په لیدو هيڅ نه خوشاله کیږې. دا مشوره دپاچا خوښه شوه او داوبدلو څرخ يې مخکنۍ کوټې ته راوغوښت. دپا چا نوکر چې دښکاریانو په وړاندې يې ډیر ښه نیت درلود، بیا ورغی او هغوی ته يې دا راز هم ښکاره کړ. کله چې نوکر ولاړ اوشهزادګۍ دجنکیو سره ګوښې پاتې شوه، ورته ويې ویل چېباید په کلکه پام ونیسی اوداوبدلو څرخ په لور هیڅ ونه ګوریپه بل سبا پاچا خپل دوولس ښکاریان دي مخکنې کوټې ته بیا راوغښتل. دوی راغلل خو داویدلو څرخ ته يې هیڅ ونه کتل. پاچا بیا مزري ته وویل چېزه دې وغولولم. دا خو نارینه دي، ځکه چې څرخ ته يې هیڅ ونه کتلمزري ورته وویل چېدوی ته ویل شوي وو چې ازمویل کیږي، نو ځکه يې په قصد څرخ ته ونه کتلنورنو پاچا دمزري په خبرو باور نه کاوه.

دا دوولس ښکاریان همیشه د پاچا سره په ښکار پسې تلل. ښکاریان د وخت په تیریدو په پاچا ډیر ګرانیدل. د ورځو نه یوه ورځ، کله چې دوی په ښکار پسې ووتل، خبر شول چې د پاچا کوزدې د واده جامې واغوستې. کله چې دا خبر دپاچا اصلي کوزدې واورید دومره غمګینه شوه چې نږدې و چې زړه يې راووزي او بې ځانه په مځکه ولیده. پاچا پوه شو چې دې ګران ښګاري ته يې څه ور پیښ شوي دي، ور منډه يې کړه اوغوښتل يې چې مرسته و ر سره وکړي. کله چې يې د لاس نه لاسمغان وایست نوهغه ګوته يې ولیده چې ده خپلې لومړۍ کوز دې ته ورکړې وه. او بیايې چې مخ ولید نو ويې پیژند له اودهغه په زړه کې يې ځای ونیو. کله چې دې سترګې وغړولې، پاچا ورته وویل چېته زما يې اوزه د ستایم. په دې ټوله دنیا کې به هیڅوک ونه شي کولی چې موږ یوله بله بیل کړيده هغه بلې کوزدې ته یو استازی ور ولیږه او هیله يې تری وکړه چې خپلې پاچا هۍ ته بیر ته ستنه شي، ځکه چې دي اوس يوه میرمن لري. څوک چې پخوا نۍ کلي بیا پیدا کړي نوې کلې ته ضرورت نه لري. ورپسې لوی اوښکلی واده جو شو او مزری هم وبخل شو، ځکه ده رښتیا ویلي و.

- ژ: رڼاګل اریوبزی
بېرته شاته