(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خزانو وطن

[18.May.2022 - 14:50]

د خزانو وطن 

لیک: مولانا خانزیب

کرک کښې اتيا سلنه وګړي خټک پښتانه دي د 1982 پورې د کوهاټ ېو تحصيل وو اوس وخت کښې په درې تحصيلونو ، خاص کرک ، تخت نصرتي ،او ،بانډه داؤد شاه ، باندې د 3200مربع کلوميټر او 734365 وګړو سره خوره ضلعه ده .

د ايزده کړو کچه په ټوله پښتونخوا کښې 90 سلنه لوړه ده ځمکه ئې زياتره اوچه شګلنه ده کرونده پکښې ډېره لږه ده .

 د 2005 نه راپدېخوا په اوس وخت کښې په ټوله پښتونخوا کښې د قذرتي شتمنو په اړه د ټولو نه زياته شتمنه خو د بده مرغه د ټولو نه زياته د پسماندګې ښکار سيمه هم ده د څښکلو د پاکو اوبو ستونزه لري هيڅ کم مثالي روغتون نه لري د وګړو زيات کار ژوند د اېف سي په ځواک کښې وي ېا د عربستان په لور په مساپرو کښې !عام اولس ئې ډېر د غريبې سره مخ دې .

کرک د جپسم ،يورينئېم،  ، مالږې ، سيمټو ، او نورو خزانو نه هم ډک پروت دې .

اوس به راشو د کرک قذرتي شتمنو ته چې دا ضلعه ټول پاکستان ته څومره  ګټه ورکوي خو پخپله د اباسین په غاړه د تندې د مړه کېدو په مثال ده .

 

کرک د ټول پاکستان څلوېښت سلنه برخه تېل او شل لس سلنه برخه ګېس ورکوي د ګېس او تېل څه 48 کويان لري نورې څېړنې پکښې هم روانې دي او وخت په وخت دغه شمېره نوره هم زياتېږي د امروزه په شمېر کرک پاکستان ته په اوس وخت کښې  25890 بېرل اومه تېل ورکوي دغه تېلو له د اوس وخت 90 ډالر فی بېرل په کچه که ضرب ورکړو نو کرک د ورځې په شمېر پاکستان ته 442719000 ېعنې څه د څلور څلویښت کروړه اووه ويشت لاکهه او نورلس زره روپو تېل ورکوي 

چې د کال په شمېر دغه ورکړ160000000000ېو کهرب او شپېته اربه جوړېږي .

اوس به راشو د کرک د ګېس ورکړې ته د ورځې په کچه چې څومره ګېس ويستل شي نو هغه  196,052.00 MCF  دې 

ېو  MCF مقدار 1032 کیوبک فټ  برابر وي چې دهغې مالیت د پاکستانی کرنسی مطابق 479.74 روپې فی MCF جوړېږي .

د قذرتی ګېس په مد  کرک کښې پاکستان ته د ورځې په کچه  نهه کروړه، څلوېښت لاکھ، دري پنځوس زره نهه سوه شپږ اتيا روپې جوړوي

(9,40,53,986روپې

دغه شمېره د مياشتې په کچه   دوه ارب،  دوه اتيا کروړه شپاړس لاکھ ، نورلس زره  پينځۀ سوه څلور نوی  روپې جوړېږي۔ (2,82,16,19594)

چې کال ته دغه حساب کتاب واړول شي نو 33859435332 دري دېرش اربه پينځه اتيا کروړه څلور نوي لاکهه پينځه دېرش زره درې سوه دوه دېرش روپې جوړېږي. چې د تېل او ګېس مجوعي شمېره د کال په کچه راغونډه شي نو دغه ټول حساب کتاب څه(34302154344) ېعنې صرف د کرک ضلعه پاکستان ته په کال کښې د درې کهرب دري څلوېښت ارب یوویشت کروړ څلور پنځوس لاکهه درې سوه څلور څلوېښت روپې ورکوي .

اوس پدې کښې کرک ته د رائلټې په نامه تش لس سلنه برخه ورکول کېږي دغه روپۍ هم د سول اېډمنسټرېشن اسمبلې ممبرانو د بډو درغلو ښکار شي چې په نتيجه کښې په کرک کښې په ځمکه هيڅ هم نه ښکاري  څنګه چې ددې خزانو نه مخکښې کرک اوچ سوکړه ښکارېدو اوس هم هغسې ښکاري د اولس په ژوند او جغرافيه کښې هيڅ کم تغيير نه ښکاري حالانکه د آئين لاندې ددغه ګټې ړومبې لږول او مساوي ملکيت هم د دغه سيمې وي ، د آئين د آرټیکل 182/3 لاندې د تېلو او ګېس په ذخیرو د شراکت او مساوي ملکیت حق، دآرټیکل 158د ګېس د وړمبي استعمال حق،  دآرټیکل 161/1 په خامو تېلو د اېکسایز ډېوټې حق هم خپلې صوبې  ته ورکړی شوې خو دلته د وفاقيت په نامه د پنجاپ د مرکزیت لپاره کار کول شي.  .

پداسې سيمه کښې د آئل ريفائنريانې جوړول او مقامي خلکو ته پکښی روزګار ورکول لازم دي دغسې  شته زاړه مات ګوډ سرکونه د کمپنو غټو لارو ختم کړي که د ټول کرک د پرمختګ خبره اوکړو نو د څښکلو اوبو نه تر روغتون او ايزده کړو ادارو د مثالي کولو لپاره کم نه کم دېرش اربه روپو ېو پروژه هم پوره ده خو که اعلان کړې شي ځائي خلکو ته دې ګېس کنکشن په ارزان نرخ دې ورکړې شي د کرک نه دې د دوېم سوئي جوړولو هڅې نه کول شي ځکه د غېر قانونی کنکشنو په نامه هره ورځ جګړه وي او په انساني روغتيا هم بد اغېز کوي .

د کرک ټوله سياسي نمايندګي د قامي صوبائي تېر لس کاله نه د پي ټي آئي په لاس کښې ده خو کرک پکښې تباه دې کرک ژغورل او لکه د کوېت مثالي سيمه جوړول د خپلو وسائلو په زور هم ممکن ده خو سياسي نمائندګي او اولسی پاڅون او شعور ورله لازم دې د کرک لپاره غږ کول په هر قامي ګوند او قامي سړي فرض دي .

د کرک ستونزې تش د کلو کوڅو د پخولو نه دي بلکې د اووه لاکهه پښتنو د ژوند ژواک او ښه راتلونکي سؤال دې دې قامي سؤال ته فقط په قامي شعور ولاړ فکر جواب وائلې شي.

 

مولانا خانزېب.

 

......

 

#ده_پښتونخوا_وطن_وسائل

 

سخکال د اوچ کالې له کبله په پښتونخوا کښې د غنمو پېدوار ډېر کم شوې ډېر خلک د کال ،زرې ،لپاره غنم اخيستو ته د اوس نه اړ دي  د غنمو ېو سوداګر نه مې نن په سيمه کښې پوښتنه اوکړه ما وائل د خرڅ غنم لرې ؟ 

هغه وائل د خرڅ غنم مونږ د پنجاپ نه راوړو خو تراوسه پورې پنجاپ پښتونخوا ته په غنمو راوړلو بندېز لږولې ځکه د خرڅ غنم نه لرو .

غنمو کښې پنجاپ د پښتنو د خوږو اوبو د نهري نظام په تابيا د خپل اتيا سلنه اوي ځمکې په برکت پخپلو ښپو ولاړ دې خو پښتونخوا د خپل شپاړس سيندونو سره د اتيا سلنه للمې ځمکې سره ،لاس په نامه متازه بې روزې !

پنجاپ نورو صوبو له غنم هله ورکوي چې ړومبۍ د خپل اولس اړتيا پوره کړي .

کله چې د ېو سيمې د اولس سياسي واک په ځائې وي نو د غنمو پشان عامه وسيله هم څومره په هنر او قدر د خپل اولس لپاره پکاروي  که په پېسو ئې تی غواړې نو هم ډېر په متازې او قدر ئې درکوي به

خو اېا مونږ دا سياسي واک لرو چې څوک په مونږ په نغدو پېسو غنم نه خرڅوي نو مونږ دا تصور هم چرې کړې چې خپله ، ويړيا برېښنا ،  ګېس تېل ، او درې لاکهه کيوسکه بې نرخه اوبه دې په اټک اوتړو ؟؟؟

 

مولانا خانزېب. By: Maulana Khanzeb, Bajaur/Pakhtunkhwa

..... #ده_پښتون_وطن_وسائل 

- مولانا خانزیب
بېرته شاته