زمونږ د باچا
[04.May.2022 - 10:36]زمونږ د باچا خبرې
لیک او ژباړه: عصمت الله زهیر ، سویلي پښتونخوا
زه یې ډېره اسماعیل خان جیل ته بوتلم ، لاکن د پېښور څخه تر تګ یوه ورځ وړاندي چي يې زما په پښو کي کومي زولنې را اچولي وې ، د هغه سره یې په چکۍ (ژرنده) کي بندي کړم ، په دا بله ورځ یې شل سېره غنم د میده کولو لپاره راکړل ، دا ښه سو چي د غنمو په میده کولو کي راته کومه ستونځه پېښه نسوه ځکه چي غنم ټول حشراتو پوڼولي وو ـــــ
د دې جیل داروغه یو سپین ژیری مسلمان وو، چي د عسکرۍ څخه دې منصب ته را رسېدلی وو، هغه په انګلیسي نه پوهیدلو ، تقاوت اخستلو ته نژدې وو، د دې جیل مشر (سپرنټنډنټ) یو انګرېز وو چي بې د انګلیسي په بله ژبه نه پوهیدلو نو ځکه د جیل ټولي چاري یې ګنګارام پلي کولې هغه ډپټي جیلر ووـــــ
داروغه ډېر نیک انسان وو، لاکن ګنګارام سخت رشوت خور او مکار انسان وو، هغه به د رشوت لپاره بندیان په خپلوکي په جنګ سره اچول .
یوه ورځ ما په ژرنده کي غنم میده کول چي داروغه صاحب راغی او ماته یې وویل :
دا میچن به نوره نه اړوې !
ما ورته وویل ، چي ولي ؟
هغه په جواب کي راته وویل :
چي زه به خدای ته څه جواب ورکوم ، راته وایي به په دا جیلخانه کي خو ۱۴۰۰ بندیان وو، او یو زما (خدای) لپاره پکي راغلی وو، او تا په ژرنده کي غنم په میده کول !
ما د ده د زړه لپاره میچن اړول بس کړو، چي څه مهال هغه ولاړئ ، ما بیرته د میچن اړول پیل کړو ، هغه دباندي تر یوه کوښني سوري راته کتل ، بیرته راغی راته ویې ویل ، ته ولي دا غنم میده کوې ؟
ماته مخامخ په دا بل قطار کي یوه نفر میچن اړوله، ما داروغه صاحب ته وویل :
هغه سړي ته وګوره دا یو قاتل ، ډاکو او عادي مجرم دی د هم دغه ناولي مقصد لکبله دا میچن اړوي لاکن زما مقصد خو ډېر نیک او پاک دی نو زه د خپل دې پاک مقصد په خاطر دا میچن ولي وا نه ړوم ؟
په دا بله ورځ داروغه صاحب د ژرندي جمعدار ته زما په اړه دا حکم ورکړو چي اینده دي ماته د غنمو پر ځای وړه راکول سي ، جمعدار په دا بله ورځ وړه راوړل نو یو څه غنم یې هم ورسره را اخیستي وو، وماته یې وویل که چیري صاحب راغی نو دا غنم میده کوه !
ماورته وویل:
که صاحب چیري د ما پوښتنه وکړه چي تاته وړه درکوي او که غنم ؟
زه درواغ نه ورته وایم ، زه به ورته ووایم چي ماته وړه راکول کیږي !
جمعدار راته ویل ، نو بیا خو زما نوکري ولاړه !
ما ورته ویل ، زه خو تا دنوکرۍ نه په باسم نو ځکه خو درته وایم چي ماته غنم راکړه
د ډېره اسماعیل خان جیل د خراب خوراک لکبله د غاښو تکلیف راته پېښ سو ، نو د دا جیل سپرنټنډنټ د علاج لپاره د لاهور سنټرجیل ته واستولم د دا ځای داروغه خیرالدین خان وو چي د ملت پالو (قام پرستو) سره یې هیڅ ډول خواخوږي نه درلوده او د انګرېزانو د خوشالولو لپاره یې هره ناروا او سختي په کار اچوله او په بدل یې انګرېز هغه ته دا واک ورکړی ووچي څه ډول یې زړه سي د بندیانو سره دي هغه ډول چلند روا وساتي ...
خیرالدین خان سیاسي بندیانو سره ډېر ناوړه چلند به کولو ، په جیل خانه کي د خلافت او کانګریس دواړو ډلو بندیان قید وو، زه هم د خلافت د ډلي یو بندي وم نو زه یې له هغو بیل یوازي په یوه ژرنده (چکۍ)مطلب په یوازي توره کوټه کې بندیوان کړم ، دلته یو شمېر سیکان هم بندیان وو هغه یې ځکه دلته بندیان کړي وو چي هغو به خپل مذهبي (ست سری اکال) شعارونه ورکول ...
په سیکانو کي یو زبردست احساس را پیدا سوی وو، پر دوی باندي چي به د جیل خلکو څومره سختي کوله د دوی احساس به دومره پیاوړی کیدلو ...
څه مهال چي د خلافت ملګري پما خبر سول نویې سخت شور جوړ کړو په دا بله ورځ یې زه له چکۍ را ویستم د سیاسي بندیانو سره یې یو ځای کړم ، دلته آغاصفدر ، ملک لال خان، لالا لاجهت رای او دا رنګ نور یو شمېر د کانګریس غړي موجود وو، د دوی سره مي ډېر بانډارونه کېدل ...
آغاصفدر، ملک لال خان او ما د قرآن (پاک) درس شروع کړو لاکن ډېر زغرده ملک لال خان د موږ سره په دا درس کي ملګرتیا پرېښودله ولي چي هغه ویل خلک د قرآن (پاک) بیلي ،بیلي معناوي کاږي ...
هغه خوار د بل د پلونو پرنخښو روان څوک وو ، خوار دومره هم نه پوهیدولو نه یې دومره پوه درلودله چي زموږ د پویولو یو څه اغیز هم ورباندي سوی وای.
څو ورځي وروسته د غاښونو ډاکټر راغی ، زه یې دفتر ته وروغوښتم ، نوم یې ډاکټرپریم ناتهـ او رښتیاهم د میني مجسمه وه ، زما غاښونه یې معاینه کړل یو او دوه یې وکښل نور غاښونه یې را پاک کړل ، راته ویل یې دې ته پائیوریا وایي چي د خراب خوراک لکبله ستا په غاښو پوري سوې ده ...
نسخه یې را وکښله هم خوراک راته تجویزکړو ، ما د فیس ورکولو ورته وویل خو هغه غوټ انکار وکړو چي ما ډېر اصرار ورته وکړو نو هغه راته وویل :
تا کومه ګناه کړې ده ؟ ته خو د وطن او قام سره د میني او خدمت په خاطر دلته راغلی یې نو که زه لتا فیس واخلم نو زه به شرم احساس نکړم ؟
که چیري زه ستا پشان دومره قرباني ورکولی نسم نو دا قدر خدمت خو دي کولی سم ...
لنډه یې دا چي هغه د ما هیڅ فیس نه واخستی خپل بیګ یې واخستی او روان سو .
********************
زه یوه ورځ په٫٫ مري،، کي وم د وړي موسم وو، یو ملاصاحب راسره میلمه سو، د ماښام وخت موږ دواړه په سېل ووتلو پرسړک سره روان وو،یوې بنګلې ته ورنژدې سو، ما د ملاصاحب څخه پوښتنه وکړه :
ملاصاحب! دا بنګلې ته وګوره ، څنګه بنګله ده ؟
ملاصاحب راته وویل :
ډېره شانداره بنګله ده او زیاته زړه وړونکې ده !
بیرته مي ورته وویل،د دا بنګلې مالک ته وګوره او ګلانو ته یې وګوره،دا مالک یې پېژنې چي څوک دی؟
نه زه یې هیڅ نه پېژنم چي څوک دی !
ملا صاحب راته جواب راکړئ ...
ما ورته وویل :
دا سړی د فرنګیانو او انګرېزانو ملا (پادري ) دی،او دا هم وګوره دا قوم ترقي کړې ده نو یې ملا هم ترقي کړې ده،او دا قوم چي په بنګلو کي اوسیږي،په موټرو کي ګرځي سېلونه کوي،د دې قوم ملا هم په بنګله کي اوسیږي او په موټرو کي ګرځي ـــــ
او موږ چي داسي خوار او وروسته پاته یو هیڅ ترقي مي نه ده کړې نومي ملاهم خوار او وروسته پاته دی :
نو ځکه وایم ملاصاحب! که چیري دې ټکي ته جدي پاملرنه وسي اوموږ ترقي وکړه نو به ته هم راسره آباد سې او که چیري زموږ حال خراب وي نو فکر وکړه ستا حال به هم راسره خراب وي ...
ستاسو په لاسوکي هروخت هم دا ټوکرۍ وي کوڅه په کوڅه زیرې (وظیفې) ټولوئ ...
خپل موجوده ژوند او د دې انګرېز ملا د ژوند یو څه مقایسه خو سره وکړه او د دواړو ترمنځ د توپیر کومه هڅه خو وکړه .
**************
دنيا ته ډېرستر،ستر پېغمبران راغلي دي ، تاسو وګورئ که چيري دوئ په خپل،خپل قوم کي نيک ،سپېڅلي او بې غرضه خلک را پيدا کړي نه واى او د دوئ سره يې د خداى لپاره ملا ټينګي تړلي نه واى نو هغه پېغمبران به هم په خپل مرام کي کاميابۍ ته رسېدلى نه واى…
مذهب هم يو ډول تحريک دئ که چيري په دې تحريک کي پاک او بې غرضه خلک ورګډيږي،د خداى لپاره او د خپل وطن او قوم د خدمت لپاره را وړاندي کيږي نو هغه مذهب محبوب دئ،دا ډول سپېڅلي خلک د خداى مخلوق ته ګټور ګرځېدلى سي هم خپل وطن او ملت سرخرو او کامياب ګرځولى سي…
*************
زما لپاره تر ټولو لوی مصیبت هم هغه زولنې وې چي اوس ورځني خلاص سوم، او د ماسره په٫٫ سي کلاس ،، کي بندیان ټول سیکان وو یا هندویان وو چي بیخي مینه ناک او مهربان خلک وو، زما یې ډېر خیال ساتلو ...
د٫٫ سپېشل کلاس،، بندیان چي زما په راتګ خبرسو نو یې د جیل پر سپرنټنډنټ زما لپاره زیات فشار راوړلو چي د دوی بارک ته تبدیل کړي ...
سپرنټنډنټ یو ډېر ښه مسلمان څوک وو، زه یې د دوی بارک ته تبدیل کړم او د ٫٫څرخي،، په مشقت یې وګورمارلم ...
پرما د خدای پاک دا لوی فضل او کرم وسو چي زه یې د ډېره اسماعیل خان د جیل څخه د ډېره غازي خان جیل ته واستولم ، او که چیري هم هلته په هغه جیل کي وای ، باورمي نسي چي زه دي روغ رمټ پاته سوی وای ، هم به د دا لوی عالمانو له بانډارونو بې برخي سوی وای چي مي لویه ګټه ورځني در لاسه کړه او تر ټولو غټه ګټه مي دا وکړه چي د پنجاب دخلکو سره مي پېژندګلو وسوه او ښه دوستانه اړیکي مي ورسره پیدا سوې هم د یوه او بل په نظریاتو سره بلد سو ...
او چي کله دوی په حالاتو وپوهیدل نو یې په اخبارونو کي زما په حق کي د سرکار په مخالفت کي دومره جدي د احتجاج ږغ پورته کړو چي په لنډو ورځوکي حکومت مجبوره سو چي زه یې هم ٫٫سي کلاس ،،ته واستولم ...
***********
هر قام پخپله ژبه سره پېژندل کیږي او پخپله ژبه سره یو قام، قام کېدلی سي ، هیڅ یو قام بې خپلي ژبي په نړۍ کي پرمختګ کولی نسي او کوم قام چي خپله ژبه هېره کړي هغه قام نیست او نابود سي ...
د ډېر افسوس خبره ده چي پښتون یو داسي بې پروا او غافل قام دی چي چیري هم ولاړسي خپله ژبه خو ځني پاته سي او د بل ژبه زده کړي .
***********
یوه ورځ د پولیسو موټر جیل ته راغی چي څلورطرفه له دننه په پردو پوښلی وو، زما په پښو کي زولنې ، په لاسوکي مي هتکړۍ او ترغاړه مي طوق وو...
د جیل په تنګو او لنډو جاموکي ماته خپل ځان عجیب و غریب ښکاریدو،خدای پوهیږي خلکو ته به لا څنګه ښکاریدم،خو خیر د یو پرده داره میرمن پشان یې په موټرکي کښېنولم٫٫دریاخان،،جیل ته یې روان کړم چي موږ څنګه ور ورسیدو اورګاډی تللی وو،شپه مي پر سټېشن تېره کړه :
نه یې زه د خبرو لپاره چاته ورپرېښولم نه یې څوک نژدې راپرېښول،نورخو لا نور د لاسو هتکړۍ یې هم راڅخه خلاصي نکړې ...
پولیس ټول پښتانه راسره وو،او د پولیس انچارچ نادرخان خو زموږ د کلي وو، او د ډیکائټ په نوم مشهور وو.
په دا بله ورځ یې زه په اورګاډي کي د نوکرانو په ډبه کي کښېنولم،په لاره کي چي به ګاډۍ پرکوم تهم ځای (سټیشن) تهم سوه دومره سخته پهره به وه چي دا ډول څوک ماته د لیدلو په نیت رانژدې نسي ...
موږچي٫٫غازي ګهاټ،، ته ورسېدو هلته چي کوم پولیس زما د تسلیمۍ لپاره راغلي وو د هغو انچارچ(مسول) یو هندو وو،چي زه یې د یو پښتانه انچارچ(مسول) څخه تسلیم کړم :
هغه لومړی زما د لاسونو هتکړۍ راخلاصي کړې، وروسته یې راته وویل راځه په سټیشن کي یو ګړی وګرځه،زه ورسره روان سوم،که ګورو د شاه لخوا هغه پښتون پولیس افسر راپسې په منډه،منډه راغی،هندو افسر ته یې وویل :
دا۔۔۔دا۔۔۔دا ته څه کوې،تاخو زما کور را ړنګ کړو!
هندو پولیس افسر په جواب کي ورته وویل :
اوس دی زموږ په حفاظت کي دی او ټول مسولیت یې زما په غاړه دی،ورځه ولاړ سه ، ته ولي دومره فکر خرابوې ...
(آپ بیتی، خان عبدالغفارخان / ژ:زهیر)