مولانا فضل محمود
[27.May.2022 - 13:25]28مئي 1948 ستر اتل ارواښاد مولنا فضل محمود مخفی .
ډېر کم پښتانه او د باجوړ زياتره خلک خپل قامي اتل روښان فکره لوستې سیاست مدار مولنا فضل محمود مخفي نن هم نه پېژني ! ېو ورځ مې ېو لوستي کس نه په باجوړ کښې پوښتنه اوکړه ما وائل ، مخفي صېب پېژنې ! وائل آو مفتي محمود صېب پیژنم ! پښتانه د پردو د نصاب له برکته د مخفي صېب پشان د اتلانو دهغوئې د کار زيار او قامي مبارزې نه خبر نه دي ! مخفي صېب د ازادۍ د وخت هغه ستر قامي مبارز وو چې تش د خبرو نه د مېدان عملي سړې وو د غازي امان الله خان سلاکار پاتي شوې وو په 1919 کښې په کابل کښې د استقلال په غونډه کښې چې کله د روس سفير د مخفي صېب فی البديهه وېنا واورېده نو هغه اووئل کاش چې پدې خاوره ېو پينځه مخفيان نور وې نو د پيرنګېانو زغلول آسان وو .
مخفي صېب باچا خان په قامي سياست کښې خپل استاذ ګنړي خپل کتاب دهغه په نوم کوي ولي خان ئې صفتونه کوي د مخفي صېب د سیاسي فراست دا لوېه نښه وه چې هغه د شلمې پېړۍ په اول کښې وائل که پښتانه علم پوهه حاصله نه کړي غلامي ئې چرې نه ختمېږي ځکه باچاخان او مخفي صېب د ټولو نه ړومبې پښتنو له سکولونه جوړ کړل مخفي صېب به دا هم وائل د قامي شعور لپاره په ټولنه کښې ډېر کار ته اړتيا ده مخفي صېب د سیاسي بصیرت نښه دا هم وه چې خدائي خذمتګارو ته ئې په 1936 کښې وائل داسې برېښي چې ويني د پښتنو توئيږي زندانونه د دوئې ډک دي خو ګټې به راباندې کانګرس اوکړي .
عبد الاکبر خان اکبر وائي دا ستر اتل په 1921, کښې ما په لکړو کښې د ترنګزو باباجي سره پداسې حال اوليد چې جامې او څپلې شليدلې وې پدې حالت کښې لګيا وو په لکړو کښې د پښتنو ماشومانو لپاره سکول جوړولو .
د مخفي صېب په ژوند ېو کتاب ځلمي هېواد مل په کابل کښې ليکلې بل مهم کتاب فضل زمان شلمان ليکلې د فضل شلمان کتاب خامخا واخلئ او د مخفي صېب د ژوند د قامي اړخ نه ځان خبر کړئ !
د مخفي صېب په ژوند به تفصيلي ليک ان شاء الله سبا شريک کړو .
مولانا فضل محمود مخفي وائي ! جهالت ېوه تېاره ده که ېو قام هرڅومره ژوندې وي خو که د جهل په تېارو کښې وي دا په مړ حساب دې که د نړې د نورو قامونو پشان پښتانه زده کړو ته ملا اوتړي نو تیارې به په رڼا بدل کړي.
اې جهله ! ورک شئ مونږه دې ورک کړو
مونږه ورکېږو آرمان آرمان دې
جهل نشه ده سړې پې مست وي
زمونږ هر تن مست پخپل ځان دې.
مولانا خانزېب.