(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ژبې تارېخ

[09.May.2022 - 16:56]

د پښتو ژبې تاریخ

پښتو د آریایي ژبو یو تر ټولو لرغونې ژبه ده

کتاب: د افغانستان د ادبیاتو تاریخ

لیکوال: ډاکټر محمد حلیم تنویر

پښتو ژباړه: ضمیر ساپی

لومړۍ برخه

افغانستان د تاریخي او کلتوري لرغونتیا په لرلو سره د اوېستایي ژبو او کلتور په وده کې ارزښتمند رول لوبولی او د دې تر څنګ دا هېواد د نړۍ د ادبیاتو تاریخ په غني کېدو کې مهم ګڼل کېږي.

د نړۍ د ژب‌پوهنې د څېړنو پر بنسټ، پښتو د آریانا یو له پخوانیو او لرغونو ژبو څخه ده چې له سانسکرېت او دري سره ډېر ورته والی لري. کله چې آریایي قومونه له خپل اصلي ټاټوبي «اریاناویجه» او «بخدي» یا اوسني بلخ څخه جنوب لوري (هند) او لوېدیځ (فارس او اروپا) ته کډه وکړه، له دې قومونو یو شمېر یې د هریرود سیند په اوږدو، هلمند او د سپین غر په لمنو کې مېشت شول او هلته یې د اقتصادي بسیاینې لپاره څړځایونه هم جوړ کړل. په دې مهال کې د دې قومونو په ژبه کې بېلابېل لهجوي تغییرات راغلل.

"د (پکهت) په نوم قبېله چې په بلخ کې د آریایي قبېلو یو له مشهورو هغو څخه وه، د افغانستان په شمال کې یې نږدې درې نیم تر څلور زره کاله پخوا ژوند کاوه. په دې مهال کې د آریایي قومونو دویمه کډوالۍ پیل شوه چې یوه ډله یې د هند او نور یې د سپین سمندرګي پر لور وخوځېدل. داسې هم ویل کېږي چې د دې قومونو ځینې ډلې د نیل رود خواته هم تللې وي." (ت، ص ۹)

هغه اریایان چې د هند لور ته تللي وو، سانسکرېت او عشایري ژبو او هغه قومونه چې د ایران لور ته تللي وو، د پهلوي (پخواني فارس) ژبې د لهجوي او لیکلې بڼې د غوره والي دستور هم ورکړی و چې اوس یې هم په اوېستایي ژبې، پښتو، دري او سغدي کې نښې نښانې پیدا کېږي.

هغه ډله چې د هندوکش په لمنو کې مېشت شوه، خپله ژبه یې هېره کړه. د هندوکش په شمال کې دري ژبه پختګۍ ته ورسېده او ټولې سیمه‌ییزې لهجې یې هضمې کړې. د افغانستان په جنوب کې هندوکش، د غور له غورونو نیولې د سپین غر او سېستان تر درو پورې پښتو د یوې آریایي ژبې بڼه خپله کړه.

لکه څنګه چې د پښتو او دري تر منځ ډېر نږدې والی او ورته‌والی شته، تر ډېره همداسې پر پهلوي فارسي، سانسکرېت، اردو، بلوڅي او آذري ژبو هم تاثیر او ورته‌والی لري.

نو په وضاحت سره ویلای شو چې د دې ټولو ژبو اصلي ریښه له لرغونې آریانا او د زرتشت کتاب (اوېستا) څخه اخېستل شوې ده او دواړه پښتو او دري د آریایي ژبو له لرغونو هغو څخه ګڼل کېږي چې تکامل یې اوېستایي دی.

یو فرانسوي ختیځ پوه جېمز دارمستتر James Darmesteter وایي: "پښتو له اوېستایي ژبو یوه ژوندۍ ژبه ده چې د زردشتیانو سپېڅلی کتاب هم په دې ژبه لیکل شوی دی." ( الف، ص ۱۰۰)

د جېمز دارمستتر د څېړنو پر بنسټ، لکه څنګه چې د زردشتیانو کتاب په دې ژبه لیکل شوی، ښکاره ده چې د دې ژبې تاثیرات د آریانا په نورو ژبو کې هم پیدا کولای شو او په پاتې شویو آثارو کې هم د دې ژبې کتبي ورته‌والی لېدل کېږي.

د بشریت له لرغونو تمدنونو څخه یو د سومریانو دی چې نږدې شپږ زره کاله وړاندې یې د عراق فرات سیند ته څېرمه ژوند کاوه او په لومړي ځل یې د زرینو او میسي توکیو په جوړولو سره د انسان تحول د مدنیت لور ته برابر کړ.

"د سومریانو په ژبه کې هم پښتو کلمې او توري لېدل کېږي. د بېلګې به توګه (زک، کرت) چې په سومري ژبه کې (لوړ ځای) ته وایي. په پښتو کې هم (زک) یا (جګ) د لوړ ځای ته مانا ورکوي او (کرت) بیا (ځای) یا (غره) ته ویل کېږي." (ب، ص ۳۲ پ، ص ۳۱)

"ځینې تاریخ لیکوونکي بیا پښتانه له قبطي نسل قومونو څخه چې د نیل سیند په تړانګه کې یې ژوند کاوه، حسابوي." (الف، ص ۱۰)

سید جمال‌الدین افغان لیکي: "ځینې تاریخ لیکوونکي فکر کوي چې افغانان له آشوري او کلداني څخه دي او د سیلانیانو ځینې ډلې بیا دعوه کوي چې په پښتو توریو کې کلداني لغات هم پیدا کېږي. د دوی ځینې طایفې بیا فکر کوي، کومې قبېلې چې د اټک او خراسان سیمو کې مېشتې شوې وې، مصریاني اقباط دي چې په دې کې د بلاد فتحې پر مهال د (سوزستریس) عسکر هم شامل وو."

دځینی مؤرخان په نوم یو تاریخ لیکوونکی لیکي: "دوی د بني اسرائیلو له اولادې دي او (بخت نصر) د بقیة السیف له زیاتو وژلو وروسته دوی د غور په غرونو کې مېشت شول." ځینې لیکوال بیا لیکي چې افغان ملت خپل نوی مېشت ځای د یادګارۍ په توګه چې په شام کې و (غور) ونوماوه." (ج، ص ۶۶)

د "استرابون" Strabo په نوم یو یوناني څېړونکی د میلاد په لومړۍ پېړۍ کې لیکي: "باختریانو، پارسیانو او سغدیانو په یوه ګډه-رېتمي ژبه افهام او تفهیم کاوه." لا هم مالومه نه‌ده چې دوی په کومه ژبه خبرې کولې، خو پښتو او دري ژبې چې له اوېستایي سره ژورې ريښې لري، نورې ټولې ژبې یې تر خپلې اغېزې لاندې راوستې وې.

د آریایي ژبو په څانګو وېشلو کې، ځینو څېړونکیو دا ژبې په درې څانګو وېشلي دي:

۱ - هندي یا هندیک: په دې څانګه کې سانسکرېت، پراکرېت، هندي، اردو، پنجابي، ګجراتي او نورې کوچنۍ سیمه‌ییزې ژبې شاملې دي چې د هند په شمال او ختیځ کې پرې خلک ګړېږي کوي.

۲ - پارتیک: په دې څانګه کې پخوانۍ دري، ساساني، پهلوي، فارسي او اشکاني، گېلکي او کردي لهجې شاملې دي.

۳ - باختري یا پشتیک: په دې څانګه کې پښتو، بلوڅي، اورمړي، پراچي، پشه‌یي او د افغانستان د جنوب نورې سیمه‌ییزې ژبې شاملې دي.

ځینو څېړونکیو بیا اوېستا، سانسکرېت او پښتو ژبې د نږدې خویندو ژبو په صفت هم پېژندلي چې له دې ژبو پښتو یوازېنۍ ژوندۍ ژبه ده چې خلک پرې خبرې کوي. (ب، ص ۴۱)

پښتو ژبه اوېستایي ریښه هم لري چې په ځینو اوېستایي کلماتو کې یې ریښه هم مالومولای شو.

ډاکټر براون Edward Granville Browne "د ادبیاتو تاریخ" په نوم کتاب کې لیکلي: "پښتو ظاهراً د "پښتون" یا "پختون" له کلمې څخه اخېستل شوې چې په اریایي کې د یوې قبېلې نوم هم دی. دا ژبه په اصل کې د هند او اروپایي ژبو څخه ګڼل کېږي چې د اریایي لرغونو ژبو سانسکرېت او اوېستایي سره خپلوي لري." (ث، ص ۱۳۱)

یو ناروېژی ژب‌پوه پروفیسور مارگنسترن لیکلي: "د آریایي ژبو د مطالعې لپاره افغانستان ډېر ارزښت لري، ځکه افغانستان د اسیایي او اروپایي ژبو مرکز و چې پښتو بیا د اریایي ژبو له ډلې یوه مهمه هغه ګڼل کېږي." (ب، ص ۴۴)

په ریکویدا کې پښتانه د (پکهت، پکهتا) په نوم یاد شوي او د دوی ټاټوبی د (پکتیا) او (پکتین) نوم ذکر شوی. په اوېستا کې د (اوغنه، اپغنه او اپغانه) کلمات د قبایلو خلکو لپاره یاد شوي.

په سانسکرېت کې هم (اوګهنه، اپګهنه) کلمې د پښتنو لپاره کارول شوي چې دا کلمې د غرونو او لوړو ځایونو د ساتوونکي مانا هم ورکوي.

په ارمني ژبه کې د (اوغان) کلمه د ساتوونکي مانا ورکوي.

د (ابګان، اپګان او اپاګهان) کلمې هم د افغان مانا ورکوي چې دا القاب لومړي او درېیم شاهپور ته هم ورکړل شوي دي او دلته یې مانا "زمری او زړور" دی چې په کتبیه او بیستون کې د رستم نقش تر اوسه هم شته دی.

"پښتو" کلمه په عشیره نوم سره (شا) یا (پکت) سره مسقیم اړیکه لري. په ویدا کتاب کې (پکت) د آریایي له لسو قومونو یو قوم ګڼل کېده. (د، ص ۳۳۴)

د هیرودوت Herodotus په نوم یو مشهور یونانی تاریخ لیکوونکي په کال ۴۸۴ ق.م. کې پښتانه د (پکتي) یا (پکتویس) په نوم یاد کړي او د اوسېدو ځای یې هم (پکتیا) او (پکتیخاب) ذکر کړی دی او د پښتو په پخوانیو ادبیاتو کې د دوی مېشت ځای د (پښتنخا) په نوم هم یاده شوی. (ذ، ص ۳۳۰)

 

-
بېرته شاته