د ډاکتر نجېب ورور
[01.Jun.2022 - 09:32]دډاکتر نجېب ورور
د ډاکتر نجیب الله ورور صدیق الله، چې احمدشاه مسعود له پنجشیره پاکستان ته ولېږداوه، ISI ته یې وسپاره.
ائې ایس اې د جمیعت اسلامي په مرسته (اېا نجنیب رامیشناسید) کتاب وکېښ، چې لومړی پلا ISI او دوهمه پلا جمیعت په لوړ شمیر کښې چاپ کړ.
دغه کتاب د ډاکتر نجیب پر خلاف لیکل شوی، خو ډېر ځایه پکښې داسې مطالب هم ځای شوي، چې دپښتنو د کولتور سپکاوی ګڼل کېږي.
ډاکتر نجیب ، احمدشاه مسعود ته یو لیک کښې ولیکل: „صدیق الله به دې زما پرخلاف کارولی وای، خو د یو افغان په توګه به دې ISI ته د صدېق الله د سپارلو ناځواني نه کوله
(37مخ ، ۱۲ ګرامه ماغزه)