(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما دوه

[01.Jun.2022 - 16:55]

دهند هېماچل پردیش ایالت ته زما دوه سفرونه

ډاکتر لطېف یاد

هېماچل پردیش دهند په شمال کې یو ښایسته ایا لت دی چې دهند دنورو ایالتونو لکه پنجاب ، جمو او کشمیر ، هریانه ، اترا کهنډ اوهمدا راز دتبت سره نښتی دی او یوه غرنۍ سیمه ده ، هېما چل پردیش یوه سنسکریت کلمه ده هېما واورې ته وایی او دیش هم ځای او سیمې ته یعنې دهمالیی دواورین غره په لمنه کې پرته سیمه

دغه سیمه ډیرې غرنۍ درې لري او په ژمي کې ډیرې واورې پکې اوري . دهېماچل پردیش دایالت مرکز سمله یا شمله ده چې ښایسته غرنی ښاردی . سېمله( شېمله )   په هند کې دانګریزانودواکمنۍ په وخت کې ددوی دوبنۍ پلاز مېینه ( پایتخت ) و

هېماچل پر دیش ښایسته درې لري چې په دغو درو کې لاندینۍ درې مشهورې دي :

هبان، کانګړه ، کابیر. کینور ، لاهول ، پروتي ، سنګلا او سولنګ

همداراز دلیدو وړ ځایونه یې دادي

کلو ، منالي ، کوفري ، بیلا سپور، پالمپور ، سنګلا ، دهرمشاله ، دلهوزي ، کسولي ، همیر پورو پاروانو ، سولن ، منډي ، بیر ، چمبه ، کالفه ، روتانګ پاس ، اونا ،کیلونګ ، ملانا ، کانګړه ، کینوراو جیل .

هېما چل پردیش داوبو او بریښنا ډیر بندونه ( ډیمونه ) هم لري ځکه غرنۍ سیمه ده ا و دواورو له برکته ډیر سیندونه هم پکې بهیږي چې مشهور سیندونه یې دادي

چناب ، راوي ، بیاس ، ستلج ، جمنا او ګنګا

دعلمي پلوه هم هېما چل پردیش پر مختګ کړي دي چې په اوس وخت کې دغه ایا لت شل پوهنتونونه لري

دمیوو له پلوه هم هېماچل پردیش یو غني ایالت دي چې ټولې میوې یې په تیره بیا مڼې یې په ټول هندوستان کې دزیات اهمیت نه برخمنې دي . همداراز نورې میوې یې انګور،انار ، لیمو ، ناک ، زردآلو او آلو بالو دي

له تاریخي پلوه هم دهېما چل پردیش دایا لت مرکزسمله دافغانستان دیوې غونډې کوربه و . په ۱۸۷۳ زیږدیز کال کې کله چې امیرشیر علي خان دافغانستان واکمن ونو انګریزانو هغه ته سملي ته دورتګ بلنه ورکړه چې دافغانستان دپولو اوپه تیره بیا دسیستان په اړوند مسایلو کې ورسره خبرې وکړي ، خو امیرشیرعليخان دهغو بلنه رد کړه او خپل ستر وزیر ( وزیر اعظم ) سید نورمحمد شاه یې سملې ته ولیږه چې دانګریزانوسره په خبرو کې برخه واخلي.سید نورمحمد شاه دنوموړي کال دآپریل په میاشتې کې هلته لاړ او دافغانی هیئت ( وفد) مشري یې وکړه

دهېما چل پردیش مرکز سمله دپخوانۍ ولسمشر حامد کرزي دزده کړو ځای هم و او ده خپله ماستري په سیاسی علومو کې دهماچل پردیش دسملې پوهنتون نه تر لا سه کړې ده

زه ددې کرښو لیکوال دوه ځلې دهما چل پردیش ایا لت ته تللی یم . یو په هغه وخت کې چې دپنجاب په پوهنتون کې زده کوونکی وم دخپلو ټولو ټولګیوالو سره چې ټول یې بهرني زده کوونکي ول یوځای هلته لاړم.

دویم ځل کله چې دډیلي پوهنتون کې مې زده کړې کولې هما چل پردیش ته لاړم ، له نیکه مرغه زما سره په دغه سفر کې دنورو افغانانو او بهرني زده کوونکو په ګډون دهیواد مشهوره شاعره او لیکواله آغلې کبرا مظهري ملوروچې اوس دکاناډا په هیواد کې اوسي او دد ې خاوند ارواښاد حبیب ملورو او دوه کوچني زامن یې هم ملګري ول.په دې سفر کې مو څوورځې په سېمله کې تیرې کړې او ورپسې کولو ، منالي اودهرمشاله ته لاړو ، په کولو کې دشالونو لاسی صنعت ډیره وده کړې ده او ما هلته دخپل تم کیدلو په دوران کې دسوی ( خرګوش ) دوړیو نه جوړ شوی یو پټو رانیوه چې اوس هم راسره شته.

دهرمشاله کې د تبتي بودایانو یولوی عبادت ځای هم شته او هرکالې دتبتي بودایانو مشر دالایي لاما هلته ورځي او دخپلو پیروانو ته مذهبي وینا ګانې کوي. ددغه سفر په دوران کې دهما چل پردیش دایا لت مشر وزیر موږ بهرني زده کوونکو ته یوه میلمستیا هم راکړه او دهغه ځای په سوغاتونو یې هم ونازولو

لنډه داچې په شمالي هندوستان کې هېما چل پردیش او مرکز یې سېمله( شېمله ) او کولو او منالی او درمشاله دلیدو وړ ځآیونه دي او هرکال په دوبي کې چې په نور هندوستان کې سخته تو دوخي وي په زرګونو بهرنیان له دغو سیمو نه لیدنه کوي او دهند دحکومت لپاره د پیسو دترلاسه کولو ستره عا یداتي منبع او سر چینه ګنله کیږي

په لاندیني انځورونو کې دهېماچل پردیش مرکز سمله او نورځایونه لکه منالي ، دهر مشاله او کولو لیدلی شئ !

 

 

 

 

 

اورنګ زیب دخوشال بابا په شعرونو کې

(July 1658– March 1707)

اورنګزیب عالمګیر چې د۱۶۱۸ زیږدیز/میلادي کال دنوامبر دمیاشتې په دریمه نیڼټه زیږیدلی وپه ۱۶۵۸ زیږدیزکال کې دهتدوستان شپږم مغولی واکمن شو . ده ځانته دابوالمظفر محیي الدین محمد لقب غوره کړخودی په اورنګ زیب سره مشهورشو.. پلار یې شهزاده خرم نومېد چې وروسته په  شاه جهان  سره مشهور شو او مور یې ارجمند بانو بیګم نومیدله چې په ممتازمحل سره یې شهرت درلود.

ستر خوشال بابا دده معاصرو . زموږ دپښتو ژبې ستر شاعرخوشال بابا هم داورنګزیب درنتهمبور په جیل کې دوه کاله څلور میاشتې او شل ورځې قید تیر کړی دی .دا د۱۶۶۶-۱۶۶۷او د۱۶۶۸ کلونو مو ده وه نو ځکه داورنګزیب په اړوند یې هم ډیر شعرونه ویلي دي چې ځینې یې دهغه په هجوه او غندنه کې ویل شوي دي

خوشال بابا اورنګ زیب داطاعت وړ اولی الامر نه ګڼي نو ځکه وايي:

اطاعت د اولی الا مر ځکه نکړم

خلیفه دزمانې په زړه کافر دی

او داورنګ زیب دظلمونو په اړوند وايي:

اورنګ زیب چې آرایش دتخت وتاج کا

تخت وتاج به یې مرګی واړه تاراج کا 

په جهان کې به یې پاتې ښه بدنوم شي 

ده زده چارې د کسری که د حجاج کا

*********

څه یوازې په ما نه ده که ژوندی وي 

اورنګ زیب بادشاه به ډیر کاندي پایمال

ده په لاس دبخت نصر ظلم واخیست 

زه دده له لاسه بند لکه دانیال

*********************

او درنتهمبور په جیلخانه کې داسې وايي :

چې بادشاه دهند اورنګ شو

بیدادي شوه جهان تنګ شو

**************

پرورده که دمغولوپه نمک یم 

داورنګ له لاسه هم دغریوه ډک یم 

په ناحق یې په زندان کړم یوڅوکاله 

خدای خبر دی که په خپل ګناه زه شک یم

اوکله چې درنتهمبورله جیله خوشي شو نوداسې سوګندیې وکړ:

ومغول ته په هسې کار ښکاره کړم 

چې راضي راڅخه روح دفرید خان شي 

اورنګ زیب بادشاه زړه ډک په لاهور راغی 

ګوره ګانده (۱۱) به څوک وران څوک به ودان شي

خوشال بابا چې کله داورنګ زیب پر خلاف وسله واله مبارزه کوي نو وایی:

اورنګ زیب راته یو کا ل وشو چې پروت دی

په صورت حیران پریشان په زړه افګار

*****************

که په دادور مې ګورۍ هغه زه یم 

چې مې داغ په خاطرایښی داورنګ دی

درست جهان مې ومغول وته خیبر کړ

ځای په ځای یې پښتانه وته قلنګ دی

او داورنګ پاچا دواکمنۍ په وخت کې دخپلې نا ارامۍ په اړوند وایی:

داورنګ بادشاه په دور آرام نشته 

چا ویل چې جهان ځای دآرامګاه دی

خوشال بابا داورنګ زیب دوخت شیخان داسې غندلي دي :

وخت داورنګ شاه دی 

دهرچا تسپې په لاس دي 

خدای ځینې خبردی

په اخلاص که په لباس دي 

****************

ددې دور شیخان ډیردي لورپه لور

اورنګ زیب بادشاه دواړو دی انځور

په هغې چاړه قلم ساز کا قران کښي

په هغې چاړه شهرګ پرې کا دورور

په رکوع کې تسبیحات دپلار دمرګ کا

په سجود کې ځوري خپله مشره خور

**********

دور داورنګ دی دریا زاهدان ډیردي 

پټه په لستوڼي دشرابو ډک مینا وړه

اوداورنګ پاچا دظلمونو نه داسې پرده پورته کوي :

زمانې څه ناانصافه راښکاره شوې 

پاتیانونه ( ۲) په دادور آخرین ږدې 

شاه جهان غوندې بادشاه په بند بندي کړې 

په اورنګ باندې خطاب دمحیی الدین ږدې 

***************

تفاوت دخپل پردي ورباندې نشته 

که یې ګورې اورنګ زیب بادشاه ګمراه دی 

مستجاب (۳) غریب یې وواژه په ظلم 

دخوشال منصب یې واخیست کوم ګناه دی 

**************

رایې ووست په خونه دخپل بلار هسې ماتم 

کارته یې حیران شول همګي عرب عجم

فعل یې چې ګورې هلاکودی یا اظلم

چادې اوریدلي په اولادکې د آدم

***************

درې څلورکاله په بند داورنګ زیب شوم 

خدای چې خلاص کړم انتقام ته نا شکیب شوم

***************

دا فساد که یو بڅری و ما اورکړو

اورمې پورې داورنګ بادشاه په کور کړو

زه خوشال داورنګ زیب بادشاه نوکریم 

که وزویه ورکول وي زړه مې نه دی

-----------------------------------

۱-ګانده= سبا ورځ 

۲-پاتیانونه=پند، عبرت

۳- ارباب مستجاب خان مومند چې داورنګزیب له خوا په ناحقه ووژل شو.

 

- سفرونه
بېرته شاته