(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حیات روغاني ننګ

[18.Jun.2022 - 13:22]

د افغان هنرمندانو سره د حيات روغاني ننګ 

دا هارمونيم په غاړه مترشح شليدلے ګريوان  ښاغلے چې تاسو په دې عکس کښې تاسو وينۍ دا د پښتو ادب ياد شخصيت شخصيت ښاغلے حيات روغانې دے چې موده مخکښې په باچاخان يونيورسټۍ کښې د ټولو نه وړې عهدې کارکوونکې وو خو کار به يې د پي ، ايچ، ډي پروفيسرانو کول او بيا باچاخان مرکز ته راغې دغلته د باچاخان د مجلې چيف ايډيټر شو او چې ددغلته نه فارغ شو نو په پېښور مفکری په نوم يو علمي ، فکري، ادبي تحقيقي اداره جوړه کړه حيات روغانے نه جاګير دار نه د سرمايې خاوند دے او نه کارخانه دار لکه زما د کرايې په کور کښې وسي هر څو که يې خپله آسمان هم نيشته خو د زړه باشاه دے ځکه خو شليدلے ګريوان ګرځي چې چاته يې د شليدو حاجت ورپيښ نه شي قلندر مومند چرته يو وخت يو شعر وئيلې وو:

هغه چې روان دے زړه چاؤدلې پښې تڼاکښې 

هغه    قلندر     درته     يارانو     ياده      وم

قلندر مومند صاحب د پښتو ادب، تحقيق او تنقيد يو دروند نوم وو له دې سره يې په صحافت کښې هم کردار وو د پاکستان د نومياله انګريزۍ ورځ پاڼی ايډيټر پاتې قلندر مومند صاحب وکيل هم وو او د سياست د لارې ميړنې هم وو په دغه لړ کښې د پاکستان په مختلفو جيلونو سره د لاهور په بدنام زمانه قلعه کښې د قيد و بند صوبتونه تير کړي په دغه لړ کښې يو شعر وئيلې دے

 

چې په خوشحال په رتنبور کښې وشوے

هغه   کانې  په  ما  لاهور  کښې   وشوې 

د لاهور خپل يو تاريخ دے تاريخ په کتابونو کښې ذکر شته زوړ لاهور هغه دے د نني مشهور او معروف لاهور د التمس دور کښې ايښودې شوې دے يعنې د شهاب الدين غوري د وفات نه روستو تر دغې دمې د لاهور نوم څه بل څه وو او د پنجاب مرکز هم لاهور نه وو سيالکوټ يا سرګوده وو چې په کتابونو کښې ذکر شته دے چې دا وخت ماته ياد نه دے . د لاهور ذکر شير شاه سوري هم کړې دے د لاهور په حواله د هغه دوه خواهشات وو د يو ذکر سياسي خلق کوي هم داسې کوي لکه څنګ چې د خوشحال خان خټک شعرونه چې د خپلو سياسي مفکوری دپاره کاره وي.‌ نو زه دلته د شير شاه سوري هغه يو آرمان چې هر څوک يې هر وخت کوي  دلته نه راوړم او هغه بل چې ما د شير شاه سوري د فکر او دانش نه متاثره کوي په دې خبره وئيلو مې مجبوره وي چې شير شاه سوري دور انديش وو د هغه نظر ډير تر لرې لګيده هم دغسې خلق لوے خلق وي او د قام د رهبرۍ لائق وي نو د هغه ړومبې خواهش دا وو چې وايم چې د غرونو ميشت پښتانه د غرونو راښکته کړم او تر لاهوره يې د سړک په دواړو غاړو يې ميشت کړم که خداې پاک شير شاه سوري له خداې دا موقعه ورکړې وه او دغسې يې کړې وه او نن به د پښتنو دا حال نه وو. اوس هم پښتنو له پکار دي چې ددې غرونو راښکته شي او دې پنجاب داسې ورخواره شي لکه چې زمونږ مشران د ټول افغانستان او پښتونخوا د بيله بيلو سيمو نه د روزګار په تکل تللي وو او هلته د لويو لويو ولايتونو سرداران جوړ شول خو ددغې خلقو يو سهوه شوي وه او هغه دا چې دوي خپله ژبه هيره کړه چې ژبه د بنده هيره شي نو اجتماعي شعور ترې لاړ شي نن په زرګونو دغه پښتانه په مونږ ځان راګډه وي چونکې ژبه بله وائي نو مونږ ته بل بل شان ښکاري په ناخوالۍ ورته پښتانه وايو خو په ځان يې نه راکډه وو ځکه خو پښتانه وائي " د کلي وځه له نرخه يې مه وځه " دا نرخ ژبه او کلتور دے په دې لړ کښې ماته د پښتون دانشور شيخ شوکت حيات خان خبره راياده شوه هغه وائي " اسرائيلو په دنيا کښې د بخت نصر نه تر دې دمه څومره وهل خوړلي دي په ټوله دنيا کښې خواره وو خو د هغوي مشران دوي ته وئيلي وو په دې  مه خفه کيږۍ چې ستاسو جغرافيه نيشته خو پام کوئ چې خپله ژبه او کلتور پرې نه ږدئ دغه نن د هغوي جغرافيه هم شته او د هغوي ژبه هم ژوندۍ ده " د يو قام ژبه د غوښې يو ټکړه يا د حرفونو ، لفظونو نه جوړه د خپل مافي الضمير بيانولو وسيله نه ده د يو ژبې سره د قام کلتور ، نفسيات، جذبات، احسات، فکر فلسفه ،تاريخ تړلي وي د معلوم تاريخ نه واخله تر دې دمه چې څومره هم بهرني يرغلګر د پښتنو سيمې ته راغلي دي نو د پښتنو لرغوني آثار تبا کړينن چې پښتون قام په تيارو کښې پروت دے نو د هغې وجه داده چې د هغه د تاريخ د تسلسل کړۍ ماتې کړې شوي دي د هغه نه خپله ژبه تروړلې شوې ده نورې ژبې پری را تپلې شوي دي نن چې تاسو پښتون قوم ته فکر کوئ نو هغوي د خپلې د تاريخ د تسلسل کړۍ د نورو قامونو سره تړي او شپږ زره کلن تاريخ د ښپو لاندې کوي.‌ تاريخ ګواه دے چې پښتون هم ددې خاورې سړے دے چې کومه خاوره چې پروت دے دې خپل وخت د مذهبونو بده مت او زردشت پيروکار پاتې او کله چې اسلام دې منطقې ته راغې نو ړومبې يې مذاحمت کړې دے او بيا رو رو يې قبول کړې دلته غلط فهمي بله لری کول ضروري ګڼم چې پښتانه بت چرته نه دي پاتې د پښتنو په سيمه چې د بده مت سټاپو يا د هغه بوتان دي نو دا د عبادت او سجدې دپاره نه دا د هغه داسې آرټ وو لکه نن چې څنګه د خپلو مذهبي ، قامي او ملي مشرانو عکسونه جوړه وو او ځوړنده وو يې دا هم د پښتنو ته درناوې ورځي چې د هغوي په خاوره علامتي آرټ زرګونه کاله له مخه وو او يورپ ورته په نورلسمه صدۍ کښې پام شو.‌ 

په شلمه صدۍ کښې د پښتنو په سيمه د قامي او مترقي تحريکونو بسنټګر لوے ، لوے علمان وو. باچاخان په تحريک کښې چې هغه په خپل کتاب کښې د څلور پنځو ددغې تحريک د بسنټګرو نومونه ليکلي دي په هغې دوه د ديوبند پاس جييد عالمان وو باچاخان پخپله دغه کتاب کښې ليکي چې ما د آسير مالټا مولانا محمودالحسن صاحب بيعت کړې وو د باچاخان ملګرے مولوي فضل محمود مخفي ديوبند پاس وو هم دده په وسيله د مولانا محمود الحسن صاحب او مولانا عبيد اللّه سندهي د باچاخان ، لوے مجاهد حاجي صاحب د ترنګزو، ملا پيونده، هډي ملا، ملا نعت اللّه ، مولانا عذير ګل، فقير ايپي مولانا عبدالرحيم پوپلزے، او نور ګڼ شمير سپيځلي شخصيتونه. دې ټولو ددين مبين عالمانو چرته هم د پښتون کلتور او ژبې نه مخالفت کړې او نه يې د غيردونۍ فتوې لګولي دي بلکې مولانا عبيد اللّه سندهي په خپل کتاب " تحريک شاه ولي اللّهي " کښې ليکي : چې د شاه بردران حضرت سيد احمد شهيد او حضرت شاه اسماعيل شهيد نه دوه سهوې شوې پښتنو ددې سيدانو سره ننګ او پت پاللی وو خو کله خبره د آمارت راغله نو دوي خپل آمارت اعلان کړو حالانکې دوي له پکار وو چې ددغې پښتنو د مشرانو نه يې يو تن د اسلامي آمارت آمير جوړ کړی وے او دوي ورسره په آمارت کښې ناست وے. دويم شاه برادران د پښتنو د کلتور پرضد لاړل هم دغه دوه سهوې وے چې د شاه بردادران د ناکامۍ سبب جوړې شوې، مونږ چې نن فکر کوو نو د افغانستان طالبان رجيم او ځنې دلته زمونږ وروڼو نه دغه سهوه کيږي د هر هغه کار چې بنده راه روئ ته جوړه وي او يې شرک ته سمه هغه په اسلامي ټولنه کښې ممنوع مونږ دغه په سر سترګو منو تر څو چې فنون لطيفه خبره ده نو دا هم په  انساني ټولنه کښې توازن پيدا کوي د انسان د جمالياتي حس تسکين کوي د جذباتيت په ځاې انساني ټولنه کښې صبر ، تحمل او برداشت له وده ورکوي ځکه خو ددې هنرونو ته زيبا هنرونه وائي علم او هنر د يو ټولنې د توازن دپاره ډير ضروري وي قام هله ترقي کوي چې په هغوي کښې د علم او هنر خاوندان ويړيا وي. خان خوشحال خان خټک وائي :

    

که  اصل  دې  د  سيدو  شهزاده وي

چې هنر و سره نه وي ما يې ستايه 

 

نن پښتانه هنرمندان درد په در خاورې په سر دي  خپل وطن 

ورته طالبانو سور اور کړې دے دغه عاجزان د خپل ژوند د بقا دپاره پيښور ته راغلل نو دلته پرې زمکه آسمان تنګ شو ډير د افسوس خبره ده چې سونو هغه افغانان چې تيرو څلويښتو کالو په پاکستان کښې يې لوے لوے قلعه ګانې دي دغې خلقو ته خو څوک څه هم نه وائي ولے په دې وزله هنر مندانو يې زمکه آسمان يو کړي دي هم دې لړ کښې وړمه ورځ په پېښور کښې يو مظاهره وشوه او د حکومت نه غوښتنه چې 284 هنر مندانو ته دې په دې د استوګنې زمينه هواره کړي دوي دې تر هغه افغانستان ته نه استولې کيږي ترڅو چې دوي په افغانستان کښې د ژوند تيرولو زمينه نه وي هواره شوي دلته ماته د باچاخان خبره راياده شوه کله چې 1979 په افغانستان کښې بدلون راغې نو باچاخان وئيل " دا څنګه انقلاب دې چې وطن خلق ترې تښتي انقلاب خو خوشحالي او آبادي راولي" يا شاعر سليم راز صاحب وائي

دا څنګه سپرلے دے چې اثر يې دے جوده جوده 

زه  شلوم  ګريوان او ته په زلفو کښې ګلونه دے  

 د خپلې ليکنې په آخر کښې د پښتو ليوني شاعر اديب او مبارز ښاغلي حيات روغاني خپل دا شعر ډالۍ کوم :

 

نه په سر نه عزت ده جاروتل ورته عار ښکاري 

زما  مينه  ليونۍ  ده  د دلدار  په ښاريو کښې 

 

 ورسره دا دعا هم ورته کوم چې د پښتنې مينې دا ليونتوب ژوندے سلامت وسه ستا د ننګ او پت دا عمل تاريخ ته وسپارلې شو د عکس چې هر دور هره زمانه کښې څوک وينې ورسره به دا قيصه ضرور چې د افغانستان طالبانو د هنر په مجرم خپل وروڼه بې کوره کړې وو او د پاکستان پوليس هغوي  دلته ژوند ته نه پريښودو ددې عمل پر ضد احتاج کښې د پښتو ددغې هنرمندانو سره د يو والي اظهار دپاره يو پښتون شاعر اديب د خپلو مشرانو روايت راژوندے هارمونيم په غاړه د خپلو دې هنرمندانو سره اودريد :

 

اووايه  ته  ماته  ستا  نظر  کښې  څنګه  ښکارم 

زه مجنون د مينې دې منظر کښې څنګه ښکارم

(اقبال حسين افکار)

- د افغان هنرمندانو سره
بېرته شاته