زه باید اعدام شم
[01.Jul.2022 - 11:16]زه باید اعدام شم!!!
ما یواځې د خپل کلي په بېوزلو ننګ کړی ؤ
دلته یو وحشي صفته انسان زمونږ د کلیوالو په ژوند،عزت او ناموس لوبې کولې، له خلکو یې باج اخسته او هره ورځ به یې د خپل زور ښودلو لپاره بې شماره ځوانان او سپین ږیري وهل ټکول.
یوه ورځ له غریبۍ ستړی کور ته پر لاره وم همدغه سړی چې په آدم خور مشهور ؤ مخې ته راغی، خپلو څوتنه لنډه غرو ته یې اشاره وکړه د مزدورۍ پیسې یې راڅخه واخستې،زما د خدای بښلي پلار دلاس ساعت یې زما له مټه په زور ایله کړاو څو تودې څپیړې یې پر مخ ووهلم.
د کلي خلکو په ویره کې ژوند کاوه او ټولو د ادم خور راج منلی وو.
یوه ورځ زمونږ په کوڅه کې چیغې شوې ماغوښتل په بیړه کوڅې ته ووځم میرمن مې مخې ته ودریده عذر او زارۍ یې راته وکړي چې ته مه وځه هغه ځناور بیا راغلی دی، مایې خبرو ته غوږ ونه نیوه او بهر راووتم.
ومې کتل چې د انځر اکا پیغله لور پاڼه یې له لاسه نیولي ده او غواړي موټر ته یې پورته کړي.
خپل غیرت د چوپ پاتې کیدو اجازه رانه کړه ورغږ مې کړ ودریږئ!
ورغلم ادم خور مې له ګریوانه راونیوه او په سپېږمو مې یو قوې سوک وواهه پاڼه بیچارګۍ یې پریښوده لاړه او خپلې مورکۍ ته ورغاړېوته په ما له هرې خوا د ټوپکو د کونداغونو وارونه کیدل خو ما به همدا چیغې وهلي تاسو ځئ وتښتئ هلۍ تاسو لاړ شئ په همدغه نارو او چیغو کې بیهوشه شوم.
کلیوالو روغتون ته وړی وم، د درملنې وروسته مې په دریمه ورځ سترګې وغړولي ډلې ډلې خلک مې پوښتني ته راتلل او په چیغو،چیغو یې راته ژړل.
مابه ډاډ ورکړ مه خفه کیږئ زه خو شکر ښه یم هیڅ خبر نه وم چې ظالمانو مې میرمن او څلور ماشومان شهیدان کړي او کور یې راله سوځولی دی طبیب له روغتونه د رخصتۍ ورقه راکړه د څوتنه کلیوالو سره کلي ته راغلم ټول کلیوال مې د سوي کور په څیر له ویرې تور اوښتي وو د یو ملګري په دیره کې راته انځر اکا د فاتحې لاس پورته کړل له خولې مې د درد چغې پورته شوي د هیچا په سترګو کې مې د غچ او انتقام څرک ونه لیده، بې وسه وم لاړم او په ادم خورمې د ده د نه بښوونکي جنایت له امله عاریضه وکړه.
په لومړۍ محکمه کې د وخت قاضي زه مجرم وګڼلم او هغه ته یې برائت ورکړ.
زه یې زندان ته ولیږلم د لس کاله زندان څخه وروسته دوهمي محکمې په ما د اعدام حکم صادر کړ قاضي خپله فیصله داسي اعلان کړه چې مجرم باید د راتلونکې دوشنبې په ورځ په عام محضرکې اعدام شي.
ماچې پوره لس کاله د زندان د تورو تمبو شاته د خپلي کورنۍ او کلیوالو په غم کې ویر کړی ؤ ناځاپه مې فکر بدل شو او خپل ځان راته ملامته ښکاره شو.
د دوشنبې سهار مې کوټې ته دوه بریتور سړي راغلل یو جوړه کالې یې راکړل چې زه یې واغوندم کالې مې واغوستل سترګې یې راله په توره ټوټه وتړلي له لاسه یې ونیولم او روان یې کړم شیبه روسته یې د خپلو کلیوالو په وړاندي د دار تختې ته پورته کړم یو چا غږ وکړ سترګې یې خلاصي کړئ داغږ راته اشنا ښکاره شو سترګې مې ومښلي ومې کتل چې زمونږ د کلي پخوانی ملک سمندرخان د قاضي په چوکۍ ناست دی مخامخ راته خپل کلیوال چوپه خوله حیران حیران ګوري او د ځینو په مخونو د بې وسۍ اوښکي رواني دي.
شاته مې جلاد ادم خور توره په لاس ولاړدی او زما دسر پریکولو لپاره د قاضي د امر انتظار کوي.
قاضي راته د وصیت لپاره د څولنډو خبرو اجازه راکړه ما هم خپلې خبري په دې ټکو پیل کړي.
ای کلیوالو زه ملامته یم زه باید اعدام شم، ای کاش ما د جوش پرځای له هوشه کار اخستی وی ما باید لومړی د ځوانانو په یو والي کار کړی وی ما باید د خپلو کلیوالو د همیشنې نجات او خوندېتوب لپاره ستاسې له فکرونو ډار او ویره له منځه وړې وی که مې ستاسې د خلاصون لپاره یو منظم پلان او طرحه لرلی زه به نن د دار په تخته نه وی ولاړ ما ستاسې د دردونو،کړاونو او ظلمونو غچ په یو سوک واخسته که څه هم احساس مې سپیڅلی ؤ مګر دا کار مې باید نه وی کړی ما وبښئ زه ملامته یم زه باید اعدام شم
دغه خبرو مې د ځوانانو احساسات را وپارول یودم یې په قاضي حمله وکړه هغه یې ونیوه ادم خور او ملګرو یې د تیښتې هڅه وکړه هغه هم ځوانانو ونېول او زما د مرګ لپاره راوړي رسۍ یې د هغوۍ غاړي ته واچوله او وار په وار یې را وځړول کلیوالو مې د خوښۍ جشنونه ونیول انځراکا خپله لور پاڼه ماته راکړه واده مو وکړ اوس مې د خپلو کلیوالو سره بې غمه شپي ورځې تیروم خو د خپلې کورنۍ بیګناه وژنه مې هیڅ له زړه نه وځې نه غواړم چې د آدم خور میرمن او بچې ووژنم هغه مې ټول په مکتب کې شامل کړل او میرمن یې راته دعا کوي چې وروره ددغه ظالم په مړینه دزړه نه خوشحاله یم ایله مو دا څو شپې په ارامه تیري کړي
رب دې له تا او کلیوالو سره ډیر ښه وکړي.
زما لپاره دا ویاړ بس دی چې د خپلو کلیوالو له خولي دا غږ اورم چې په غبرګو اوازونو وایې زیرک دې ژوندی وي زیرک دې ژوندی وي
لیکوال کاتب شاه کاتب
۱۳۹۸/۸/۲۱ کونړ