Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دخاطر خوږې
[08.Jul.2022 - 16:09]دخاطر خوږې غزلې
خدايه! څومره بې وفا زما دلبر دى
چې له غمه يې زه مرم په ده اختر دى
د هجران له لاسه شب و روز ژړېږم
ځكه داسې مې په اوښكو ګرېوان تر دى
يا خو زه ورته نظر كولاى نه شم
يا خو دى ډېر په لېمو كې زورور دى
اوس مې سود په بل بشر د زړګي نشي
چې ليدلى مې د يار ښكلى بشر دى
تور باڼه د يار د غشو په مثال دي
پرې ويشتلى يې زما د زړګي سر دى
درېغه زه خاطر خو پوه په خپل قصور وى
چې په څه باندې له ما نه مرور دى؟
--------
ته به په زړه كې ماله څه راكوې
كه راكوې ماله به زړه راكوې
منعه به نه شم ستا له دره ځنې
پدې دې نه يم چې څه نه راكوې
څه لوى اختر دې د ځوانۍ تېر شو
ته به لاسونه ماله ښه راكوې؟
چې ړوند او ګوډ دې كړم نو ماله ښه شوه
اوس خو به هرڅه په كاله راكوې
دا خوشحالي به ماله څوك راكوي
چې ټول غمونه راله ته راكوې؟
تر څو په ضد كړې له خاطره سره
اوس كه يو غږ راله په خوله راكوې
----------
داسې راته ګورې لكه نه چې راته ګورې
نېغ مې له زړګي وځي كاږه چې راته ګورې
هغه وخت لږ ډېر وي چې ته مخ راځنې پټ كړې
داسې معلوميږي لكه ښه چې راته ګورې
مينه مې په دې درسره پو په دوه زياتېږي
ته دا كله كله ښكليه! مړه چې راته ګورې
كله چې د زلفو وريځ لرې كړې لمر مخيه!
شي دې پلوشې ښكلي باڼه چې راته ګورې
ډېر سوالونه ياد له زما راشي چې ته نه يې
شي په هغه وخت خواره واره چې راته ګورې
نن خو مې خاطر وكړه چې مه راته راګوره
زه درته كتى نشمه ته چې راته ګورې
-------
دا ستا په سترګو كې به څه پاتې شي
رقيبه! يار كه مې په خوله پاتې شي؟
يو ځلې نېغ په دې لار راشه اشنا
چې دې كاږه واږه كاته پاتې شي
پردى مزدور سحر وختي پاڅي
د شوګيرو مين اوده پاتې شي
افسوس چې ستا په خيال به څه ښكارمه؟
دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي
وستايه تل د يار ترخه خاطره!
چې په كتاب كې دې خواږه پاتې شي
---------
ترخو ته مې زړه كېږي كله كله
په خوږو خلك مړه كېږي كله كله
د يتيم غوندې مې زړه اموخته شوى
په ژړا هم ويده كيږي كله كله
په دردمنو نظر روغو ته پكار دى
كه د لاسه دې ښه كېږي كله كله
چې اشنا د چا نه ورك شي موندى نه شي
رانه ځان پسې وره كېږي كله كله
ښكاري يار مرور نه دى اى خاطره!
په لېمو كې چې موسېږي كله كله
-----
كله چې په فكر كې دا ستا شمه
لاړ شمه له ځانه خو بيا را شمه
ته كه لرې ضد، خو زه پښتو لرم
اوس در سره څرنګې پخلا شمه
تاو مې شي د زړه نه ستا د مخ لمبې
ګډ دې چې د زلفو په سودا شمه
عشقه داسې ځاى لره دې راوستم
اوس به نه دا ستا نه د دنيا شمه
نن دې د پرون وه د راتلو وعده
نن څنګه په تمه د سبا شمه
ډېر يې غريو نيولي راكتلي دي
لږه به خاطر ته په خندا شمه
---------
لكه كلۍ د موسېدو ډكه شه
باڼه رانېغ كړه د ازغو ډكه شه
چې ستا خورو زلفو ته نېغه نشوه
زما څنګل له زولنو ډكه شه
كه يې هرڅو در سره ضد نيولى
اى زما مينې! له پښتو ډكه شه
چې تا مې هم ګرېوان ته څيرې ووې
هم ستا كوڅه يې له ټوټو ډكه شه
ښه دې زړه تش كړه چې بيا بيا نه وايې
فضا زما له اسوېلو ډكه شه
خاطره! يار دې په خيبر كې اوسي
ټوله دره له سپېلنو ډكه شه
----------
ستا له سپينه مخه زار زما زړګى شه
هم له تانه سپېلنى او هم لوګى شه
د زړګي زخمونه ګورمه چې څه كا
يو ځل بيا هغه پخوا په رنګ موسكى شه
ستا په ژبه باندې هره ژبه خوند كړي
اى اشنا! لا پېښورى، لا اپريدى شه
زه او ته د چا ژړا او خندا څه كړو
زما اوښكې دې باران ته پسرلى شه
اوس يې لرې شه د ګل ځنې رقيبه
چې پخپله باندې ګل شي بيا ازغى شه
زه خاطر دې نور خاطر كولى نشم
اى رقيبه! كه پوهېږې نو سړى شه
-------
ښه شوله ډېره چې انكار دې وكړو
زما د واړه عمر كار دې وكړو
خلك چې نښه ولي ګوري ورته
تا چې مخ پټ كړو نو ګوزار دې وكړو
هله پوښته زما د زړه زخمونه
خو كه د خپلې خندا شمار دې وكړو
زه لا څه نه وايم چې داغ دى په زړه
ته لا پېغور كړې چې ديدار دې وكړو
چې د راتلو يې زړه مايوسه نه شي
چې دغه دومره انتظار دې وكړو
خاطره زه له تا نه چا وړې يم
وار به دې راشي كه لږ وار دې وكړو
--------
Khater Apriday