Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[10.Sep.2022 - 13:02]
ښاغلی رحمت شاه سایل
زه د خزان د پاڼې پاڼې سره ورژېدم
مخ - ۶۴
.
ځمکه ویده، اسمان ویده دی، ټول جهان ویده دی
ما له خوب نه راځي، په خوا کښې مې جانان ویده دی
.
چې دونیا سا نه اخلي، ټول کاینات رپ نه وهي
خدایه دا څوک مې په څنګل کښې د ارمان ویده دی
.
دومره یې پرېږدئ چې تصویر یې د خوبونو جوړ کړي
د ملالۍ د وطن خوب ویني، افغان ویده دی
.
موږ پوهوي، په داو او پېچ، د ژوندانه د لوبې
په موږ یې تندر را پرې اېستی دی، اسمان ویده دی
.
دا سمندر سینې، زموږ د ځوانیمرګو سینې
په دې یوه یوه سینه کښې یو توپان ویده دی
.
په خوب کښې تا ویني، ستا نوم اخلي، ستا ذکر کوي
په پرهرونو کښې مې زړه د ګل په شان ویده دی
.
ورته دوعا مه کوه، مړ نه دی، دوعا ترې واخله
ستا شهید ستا د شاعر یې مردې میدان ویده دی
.
چې د وطن د ترقۍ بلها دعوې دي په کښې
وطن د هغې کاغذونو په ډېران ویده دی
.
په ژوبل ذهن یې هم خیال ته رسېده غواړمه
د تصور تصویر یې ویښ دی او امکان ویده دی
.
زه د اخیرۍ ځمکې تل ته رسېدلی یمه
په اخیرۍ اسمان زما ماهې تابان ویده دی
.
سایله چېرته چې و کفر بې وجدانه ژوندون
غضب خو دا دی چې هم هغلته وجدان ویده دی
.
___________
ښاغلی رحمت شاه سایل
تا له تصویر په ګلاب جوړ کړم، که نه؟
مخ - ۴۸
.
خاندي هم، زما د پاره ژاړي هم
وژني مې هم، ما له دوعا غواړي هم
.
زړه غوڅوي، دا مینه او دا مقام
ګل چې شي د یار د لاسه ګاڼي هم
.
کات به وي سبا د دیدن دلته کښې
ما طرف ته ګوري، کډه نغاړي هم
.
تا جوړ په سپرلي نظر وروکاته
ګل شو په دې دشتو کښې، ورخاړي هم
.
ګوټ د زهرو هم، د تېرولو دی
خلک خو پرهر د زړه رانغاړي هم
.
یاد یې د خندا په وېش کښې ولره
دلته کښې خو ژوند کوي تش باڼي هم
.
ژبه د نظر سایله پېژني
ډېر که څوک ناپوه او ناجاڼي هم
.
.
کات (قحط) = ۱) وچکالي، سوکړه ۲) د خوړو کمښت، د ارزاقو لږوالی
ورخاړی = خرفه، خلپه، خولپه، اړخاړی، بنګړی، ګنګړی، غرمه ګلی
تش باڼی = ۱) بې سر او سامان، بې پنډه، بې سامانه، د مزل په مېش (وخت) سامان نه لرونکی ۲) تش لاسی ، د جنګ په وخت کښې بې وسلې سړی
.
.
(غوړچان: ممتاز خان)