(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دقابیل ودهابیل کیسه

[06.Sep.2018 - 14:56]

دقابیل ودهابیل کیسه

لیک: څیړنمن علي خان ساپی

(وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ..)27المائدة.

(اې محمدَ خلکوته دې آدم دې دواړوزامنوکیسه په حق سره ووکړه)

پیلیزه:

دېدوئ دواړونومونه په ښکاره ویي(لفظ) سره زموږپه قران کریم وسنت کې نه دې راغلي، خوپه ستاینه ییزډول سره الله(ج) په قرآن کریم کې یادکړي دي،لکه څنګه یې چې زموږرالېږل شوي(ص)ته په پورتنۍ نښانه(الآیة)کې وېلې دي.

دې دواړو ځانښت:

قابیلدآدم(ع) ځوی وو،دَه دِشیطان ملګري اختیارکړې وَه،دې دښمني، کینې، بدبختیو،بداېسېدلووشیطاني کړونولاره یې غوره کړي وَه،نوځکه په لویه ګناه کې لاهوشو،په نړۍ کی لمړنی سړی وژونکي ووګڼل شو، ټول ژوند یې په پيښماني،دَرد وعذاب کې تېرشو،په آخرت کې به هم له خپلې ګناه څخه هرومروپوښتل کېږي.

هابیلهم دآدم (ع) ځوی وو،دَه دې رحمان لاره غوره کړله،دې خیردې کولوموخه یې وُټاکله،چې ایمانداري،دوستي،نیککاري،ښه کول،اورحماني واِلاهي کارونه ووکړي،نوځکه په نړۍ کې بختوروو،په بَلَـنَۍ (آخرت) کې به دې سړیتوب وبشریت لومړۍ شهید په جنت کې ګڼل کېږي.

دکیسي سر:

کیسه کونکي عالمان په یوالي سره وایي:حواء به هرپله(وار)غبرګلونې لَنګېد له،په هره ګیده کې به یې ځوی ولورراوړل، وایي چې هغه شل ګېډی لنګه شوې ده، په دې شمېروحساب حواء څلویښت زامن وڅلويښت لورانې آدم(ع) ته را زیږَولي دي.

   حواء په لمړي نس کې(قابیل)و(اقلیما)راوړي دي، چې قابیل یي لمړی ځوی و اقلیما یي لمړۍ لورګڼل کېږي،دې په ورستي نس کي(عبدالمغیث)و(امه المغیث) چې آخرنی ځوی وآخرنۍ لوریي شمېرل کېږي،نړي ته راوړي دي.

کله چې دآدم(ع) وحواء زامن ولورانې لویان شولو،نودوئ دا پرېکړه ووکړلو،چې دحواءدیوې ګیډې ځوی به دهغې دبلې ګېډی له لورسره واده ووکړي، په دې ډول سره به دېدوئ دې ټولو(زامنوولورانو)ترمنځ وَدونه سره کېږي،ترهغې پورې چې شمېریې ډېرشي،بیابه الله(ج) له اسمان څخه بل ږوندلار(شریعت)ورته راوولېږي.

   داچې- قابیل واقلیما - دیوه نس عبرګلوني وو،-هابیل ولبودادحواء دبل نس غبرګلوني وو، نوآدم(ع) قابیل ته وووېل:ته له (لبودا)سره واده ووکړه، هابیل به له(اقلیما) سره واده ووکړي، هابیل چې دخیرسړي وو،موافق شو،خوقابیل ته داخبره وونه منله شوله،سرغړونه یي ووکړله،دې ته په نړۍ کې لمړۍ بې ادبي ونادرناوي دې پلارپه وړاندې وېل کېږي،وویی وېل:هریودې له موږڅخه دِخپلي غبرګلونې سره واده ووکړي،که نه پایله به یې کورني  کړکېچونه وي،ادم(ع)ورته وووېل:چې دې یوې ګېدې غبرګلونيُوواده کول له یوبل سره روا(جواز)نه لري، خوقابیل دې خپل پلاردې لارښود(قانون)اورېدلوته په غوږونوکې ګوتې کېښودلې، پخپله خبره یې ټینګارکاوو.

   په دې وخت کي په آدم(ع) باندې له اسمان څخه کومې لارښودنې وکوم تعلیمات نه ووراکوزشوي،چې په ږوندکې یې په کار(تطبیق)کاندي، نوځکه یې قابیل وهابیل ته وُوېل: چې لاړشۍ، دِ لوړغره په سرباندې پاک الله(ج) ته قربان وړاندې کړي،که له تاسوڅخه دې هریوه قربان الله(ج) وومانه وقبول یې کړ،هغه به له اقلیما سره واده ووکړي.

   دقربان وړاندې کول:

   قابیل بزګروو،ځکمې وکروندې یې ډیرې وې،خوسره له دې هغه الله(ج)ته له خپلې کروندې وزراعتي محصول څخه ډېریوناچیزه وبېکاره قربان دلوی غره په سروړاندې وکیښودل، داځکه چې ده لوړه کړي وَه، چې اقلیما به ورڅخه هابیل وانخلي،هغه به دَی خپل ځان ته په زورسره واده کوي،که قربان یي الله(ج)ته وُمنل شو،که وونه منل شو،خوهابیل چې یوډیرمالدارسړي وو، دې ډیروڅارویو څښتن وو،له خپلوڅاروَیُّوڅخه یې چې ترټولویوښه کډ(پُسه) وو، پاک الله(ج) ته یې دې لوي غره په سرقربان وړاندې کړ.

   دېدوئ په زمانه کي به که دې چا قربان الله(ج) ته وومنل شو،له اسمان څخه به اورزاکوزشو،منل شوي قربان به یې له ځان سره پورته کړ،دې قربان دې څښتن مراد به پرې پوره شو،خوکوم قربان به که اوروُنه خوړ،مانا دا چې پاک الله(ج)ته وُنه منل شو،دِوړاندي کونکي مراد یې  پوره نه شو،نشي کولی چې خپلې موخې (هدف) ته ورسېږي.

   قابیل وهابیل په دې تَمه وانتظارکي وو،چې دِکوم یوه ډالۍ  به پاک الله ته منل کېږي،ګوري چې له اسمان نه اورراکوزشو،دهابیل په ګډ(پُسه) باندې راتاوشو، لمبه یې کړ،دقابیل قرنان یي پریښود،له سترګوڅخه پټ شو،دهابیل ګډ یې له ځان سره یووړ.

   هابیل خوشحال شوچې قربان یې وومنل شو،قابیل ته دومره ګرانه وسخته تمامه نه شوله،نه له هغه سره دانیت ووچې قربان به یې وومنل شي،ځکه دې خپلې بد نیتۍ په پایله باندې مخکې پوهېده.

   دِهابیل وژل:

   قابیل ډیرپه غوسه شوچې دهابیل قربان الله(ج)وومانه،اقلیما به ورڅخه لاړه شي،نوخپل ورورهابیل ته په ګواښ کي شو،ورته وُیې وېل:زما دسوګند په لوي څښتن وې،چې تابه وږنم،هابیل ورته وووېل:ولې؟قابیل ورته ووېل:یوخوداچې الله(ج)ستا قربان وومانه، زمایې وونه مانه،بل داچې زما ښکلې خوریې ستا نسیب ووګرځوله،ستا بدرنګه خوریې زما په برخه کړله،چې نوروګړي به وایي:ته ترمانه ښه یي،اولادونه به دې په تاویاړکوي،زما تراولادوبه ځانونه ښه ګڼي،هابیل ورته وووېل:چې به دې ټولوکي زماګناه څه ده؟

هغه څوک چې له الله(ج)څخه بېرېږي نوالله(ج) دهغه غوشتنه مني،دوعایي قبلوي ، که چیرې تاخپل لاس زماپه وژلوپورې کړ،چې ته ما مړکړي،نوزه به خپل لاسونه ستاپه وژلوکي راخپاره نکړم،داځکه چې زه دنړۍ دپیدایښتونوومخلوقاتوله لوي څښتن څخه بېرېږم(إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ(27) لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّالْعَالَمِينَ (28)) المائده.

سره له دې چې هابیل په زوروقوت کې په قابیل باندي بروُو،خوخبره داوه،چې یوخوله الله(ج)څخه بېرېده،بله داوه،چې دقابیل له مشري نه شرمېده،چې په هغه باندي دمرګ لاس وُرپورته کړي،هغه دهغه مشروروروو، نوځکه یې هغه ته وووېل:زه نه غواړم چې ته زما دې وژلو،ودې خپل وژونکې نیت په ګناه باندې اخته شي،دې اورله ملګروسره ملګری شې، هغه اورچې دې ظالمانوجزاء وي ،که څه هم دا په ضمني ډول سره له هابیل څخه قابیل ته نصحت وو،چې دې ګناه له عذاب څخه یې ووبېروي، ګوندي قابیل به له الله(ج) څخه ووډارشي،دې وژلوسیوچ و مفکوره به له دماغ څخه ووباسي،خودریغه سوله یې وونه منله.(إِنِّي أُرِيدُ أَنْ تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ (29)المائده.

شیطان دقابیل ځان- نفس ـ دې ته راوپاراوو،چې خپل ورورمړکړي،هغه وو،خپل وروریې مړکړ،ځان یې له زیان منوڅخه ووګرځاوو،(فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ(30))المائده.

   دوَ ژلولار:

   کله چې هابیل ته جوته وثابته شوله، چې قابیل یې هرومرووژني،په دې فکرکې شوچې له شرڅخه یې لرې شي،دِجکوغرونوسروته له خپلې مالداري سره لاړشي، خوقابیل په هغه پُسي ورووپاڅیده،دهغه پلټنه به یې کوله،ترهغې پورې چې په یوه لرې لوړغره کې یې په خوب ویده پیداکړ،قابیل ته دهابیل دوژلوښه مهال وپوره بریالیتوب میلاوشو.

   وایي چې قابیل ته دوژلولارې وچارې نه ورتللې،نه پوهېده چې څنګه یې مړکړي، خوشیطان چې دبني بشرلوی دشمن دی،په بېړه باندي ورته راغی،یومرغه یې په لاس کي نیولي وو،قابیل ته یې ځان ورښکاره کړ،قابیل ورته ووکتل، ګوري چې شیطان یوه ډَبره یاتیږه لاندي کیښودله،دمرغه سریي پري کیښود،بله تېږه يي راپورته کړله،دمرغه سریې ددواړوتیږوترمنځ ورچیت پیت کړ،قابیل چې دالید(منظر) وولید ووې غوښتل چې په خپل ورورباندي یې عملي تطبیق ووکړي، یوه لویه ډبره یې په لاسوکي راپورته کړله،دې هابیل سرته ورنژدې شوچې په درانه خوب باندې ویده وو،په ډیرزوروقوت سره یې دهغه په سرباندي وروُوِشتله،سریې ماتشو،وینی وماغزه یې پرځمکه بانې وُبهـید ل،مړشو،دې ته دِسړیتوب وبشریت لمړنۍوینې توئیدل ولمړنی سړی وږل کېدل وېل کېږي.

   قابیل خپل ورورمړکړ،شیطان هغه ته دې وژلولاره ورووښودله،په لویه ګناه ولویه بلا باندې  یي اخته کړ،دې خپل ورورله مړه ځان وبدن سره یې په غم وماتم کي پریښود ،دې اومَرترپایه پورې دځان په مادی ومعنوي رنځ باندې اخته ووګرځېد.

   وایې:هابیل شلکلن وو،چې قابیل مړکړ،قابیل نه پوهیده چې دهابیل په مړه ځان باندې څه ووکړي؟شیطان هم ځان ورڅخه ګوښه ګړ،غوښتل یې چې واږَل وُوَږلی(قاتل ومقتول) دواړه بې پته شي .

   خوداچې هابیل دالله(ج)له نېکارانوڅخه وو،بل داچې دمړی پرده وکرامت په خښولوکې وي،نوالله(ج)دهغه دکرامت وپت وپردې دې ساتلولپاره دوه کاغان راوو لیږل،چې دقابیل په مخکې سره په جکړه شي،یوله هغوئ څخه هغه بل مړکړي،بیا په خپلې ټونګي ومنګلوځمکه ورته غوچه کړي،هغه مړکارغی پکښي ورواچوې، خاورې پرې ورواړَوي.

 کله چې قابیل دې کارغانوداليدنه ومنظروولید دې هابیل په وژلوزښت ډیرپيښمانه شو،په ژړاکي به یي وېل:چې زما لپاره دِمرګ وهلاک راشي،ما ددغه کارغه غوندې هم ونشوکولای چې دخپل ورورپه پت وپرده ساتلوباندي خاوري ورواړوم،(قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْأَةَ أَخِي فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ (31))المائده.

   دمجاهد په یوه وېله(روایت) کې راغلي دي چې:قابیل دخپل وژل شوي ورورمړځان  سل کاله په خپلواوږوباندې  ووګرزاوُوْ، نه پوهیده چې څه پرېووکړي.

   زه وایم:شک نشته چې په دې روایت کي ډیره لویَوَنه ومبالغه ده،هغه دې دووشیانوله اړوند ونګاه څخه ناسم ګڼل کېږي:

   لمړی داچې کوم قوي دلیل پکښی نشته دی،بل داچې له علمي وعقلي منطق سره - بې دِالله له غوښتنې - برابرې وسمون نه لري.الله پوه شه.

 

 

    په هابیل باندې ځمکه واسمان ژاړي:

   داچې ځمکه واسمان دالله(ج)دنېکاره لمانځنکونکي وعبادتکونکي په مړینه باندي ژړاکوي،ډېرې وېلې وډېرروایتونه له:انس،ابن عباس،مجاهد،وسعیدابن جبیرودوئ غوندې نوروډېروڅخه شوي دي: په اسمان کي دهرپیداشوي لمانځنکونکي لپاره دوه دروازې پرانستلې وي،له یوې څخه یې خواړه ورزق هغه ته ترځمکي پورې راکوزېږي     ،له بلې څخه یې دې هغه کړونه وکارونه دالله(ج)دربارته ورپورته کېږي، خوکله چې مړشي دواړه دروازې ووتړل شي،که چېري نېک کاره وي،اسمان پري ژړاکوي،وایي چې له ماڅخه دې الله(ج) پرورتلليوخوړوونعمتونوباندي به یې قناعت درلود،مننه وشکریه به یې پرې کوله،په ځمکه کي به یې حرام نه خوړل،ځمکه پري ژړاکوي ،چې له ماڅخه به یې دپاک الله(ج) دربارته نېک کړونه وکارونه ورپورته کېدل، حرام خوَرۍ وبدکارۍ به یي په ماکي نه کولې.

   هیح سړی نشته دی،چې په اسمان وځمکه کې دوه ورونه وونه لري،له یوه وره څخه یې خوړل ورته راووځې،له بل وره څخه یې کړوګړ(فعل وقول)اسمان ته پورته کېږي،که مړشو،اسمان وځمکه یې ورک کړي،دواړه ږړاوورپوسې کوي.

له انس(ض)څخه وېله شوی ده چې دې الله رسول(ص)وېلي:

[ما من عبد الاوله بابان، باب یخرج منه رزقه، وباب یدخل منه عمله وکلامه،فاذا مات فقداه وبکیاعلیه].

ورسته یي بیا داایت وُوایه (فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنْظَرِينَ ).

   ګړندۍ سزا:

   قابیل دهابیل تروژلووخښولولږورسته په ډېرسخت عذاب باندې اخته شو،هغه دا چې لکه څنګه چې له مجاهد وابن جبیرڅخه وېلې شوي دې،وپه ابن کثیرکي راغلي دي- دیوي پوښې(پوخې/خپې)لېنګی یي له ورانه سره وونیښت،شکېل شو،په تللو کي به یې په یوه پُښه ټوپونه وهل،په دوبي - وُړي- کي به یې هرلورته چې مخ واړاوو، دلمر په ګرمۍ به سوزېده،په ژمي کې به یې چې هرخواته مخ واړاوو، دژمي په یخنۍ به سوه زیده،دادېدې لپاره چې دې آدم زامن دېده له کرغېړن کړڅخه زده کړه ووکړي ،لوست وعبرت ورڅخه واخلي،چې ظلم،لویي وغرورپه نړۍ وبَلَنۍ(دنیاوآخرتکې دې سړي بدبختي وتباهي ده،وپه دې پوه شي چې دظلم پایله(نتیجه)به هرومروپه نړۍ وبلنۍ کې ویني، زموږ دِالله رسول(ص) وایي :  

تردېنه لویه ګناه نشته ده،چې پاک الله(ج) دهغې حښتن ته په دنیاکي ژرترژرسزاء ورکړي، اوله هغې څخه ځینې نوره سزاپه آخرت کي ورته ووسپمول شي،لکه دلوی څښتن له پولووحدودونوڅخه اووښتل وسرغړول، له خواخوږوسره اړیکې پریکول[ما من ذنب اجدران یُعجل الله عقوبته في الدنیامع مایدخرلصاحبه في الآخره من البغي وقطیعة الرحم].

  نوځکه قابیل دنیا وآخرت بایلل وهابیل هغه دواړه ووګټل. والعاقبة للمتقین.

 
-
بېرته شاته