(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خرو بټخيله وليده

[06.Sep.2018 - 15:20]

که صابن خرڅ شو او که خرڅ نه شو خرو بټخيله وليده

 

لیک: شبیر خان دراني

زمونږ يو عادت جوړ دې چې يو انسان پي ايچ ډي ډاکټر يا پروفيسر شي وايي د دنيا جهان علم زما تر ښپو لاندې شولو مونږ  هم دا سوچ نه دې کړې چې علم او قابليت په سندونو او ډګرو نه دې علامه شمس الحق افغان صيب په دويم ټولګي کې د مدرسې تختدلې وو 

ما يې د سکول ريکارډ کتلو نو  ورته ليک وو چې  د سکول نه  له پټيدو له علمه په  1903 کې مو  په دويم ټولګي کې د سکول نه خارج کړو 

او د دې  باوجود نه  يواځې ده چې د سلو کتابونو سختن دې او پيښور يونيورسټۍ د پي ايچ ډي اغزازي ډګري ورکړې بلکې وايس چانسلر اسلامي يونېورسټي بهالپور وو 

الحاج محمد امين چې پنځم ټولګي ته  شولو او  نصاب کې يې د انګليس کتاب وليدو نو کتابونه يې اوسيزل او  سکول ته يې شاه کړله ولې  دحاجي صيب 17 کتابونه زما د نظر تير شو ي دې حاجي صيب  ته په  څلور ژبو د ليک لوست غبور حاصل وو 

شيکسپير نه د سکول سند اخستې او نه د کالج ډګري جبران خليل جبران چې ګرده نړۍ يې د خپل پلار  خليل جبران په نوم پيژني د يونيورسټې ډګري نه وه ترلاس کړې باچاخان بآبآ د نهم ټولګي په امتخان کې جغرافيه کې فيل شوې وو امام خميني نيلسن منډيله او داسې بې شميرهستۍ که زه يې دلته نومونه ليک کوم نو مقصد رانه پاتې کيږي بې ډګرو د خپل خپل قام خاورې او ژبې حدمت کړې او بيا مونږ پښتانۀ عملي ذدکړه کوو زمونږ قام خاورې او ژبې سره خو چې څۀ کيږي او وشول هغه خو به ډير زر نور قامونه يا هيوادنه په خپل خپل نصاب کې په دې وجه شامل کوي چې خپلو نسلونو ته اوښايي چې نفاق د غرۀ تيګې او شنۀ نښتر غرغنډه کوي شنۀ لوخړه کوي 

نن په دې داسې دور کې چې پښتون يا افغان قام د يو وخت ډوډۍ په مړه خيټه نشي خوړلې هغوي په په ځان سختې تير کي اخترونو له پيزار او کالي نه اخلي په يوه يوه روپۍ پيسې برابر کي او خپل کتاب چاپ کي په هغې ورته د پښتو ادب خودساخته بآبآګان ليک کي ستا د نثر تسلسل برقرار نه دې ستا د نظم يا غزل په بخرونو يا چپو کې کمې زياتې دې ههههههه اکثر غريب ليکوال د چاپ روستو خپل کتاب ماته روړي او ماته وايي دادا پروفپسر ټيپر خان ته مې دا کتاب اوړې وو دا ليک يې ورباندې ليک کړې زه ورته د غصې نه وايم چې دا يې ورسره هم ليکلې وو چې دا شاعر يا اديب د خر بچې هم دې نو ړزه به مې نور هم يخ شوې وو اخر ته ټيپر خان پسې خپل کتاب سريزې لپاره اوړولو په کوم خيال

اے زما پښتنو رونړو مشرانو او بچو يو طرف ته مونږ د پنځۀ زره کلن تاريخ دود دستور او قاميت دعواګير يو او بل اړخ ته چې پيرروښان په باقايده ډول پښتو ادب ته ړومبنې کتاب ورکړلو نو هم د دې املا له عمله يوه داسې فتنه جوړه شوه چې پير روښان په پير تاريک بدل شولو اخون درويزه بابا چې مخزن اسلام ليک کړلو نو ډير وخت روستو په اګست 1675 کې خوشحال خان خټک بآبآ سوات ته لاړلو او تګ سره د دې باوجود چې خوشحال بآبآ تل د سواتيانو يا يوسفزو کورونه د مغلو لپاره ړنک کړې او بچي يې ورته وژلې وو 

سواتيانو خوشحال خان بآبآ ته دومره مينه ورکړله چې هغوي بې اختياره او ويل چې 

""""""""""""

چې د ننګ توره دې واخسته خوشحاله

درومه سوات ته څۀ خټک څۀ يې لښکرې

""""'"""''''''

ولې خوشحال بآبآ يوه ورځ د يو طالب لاس کې مخزن اسلام وليدو کوم چې دغه طالب خپله نقل کړې وو او املا يې غلطه وه خوشحال بآبآ جابر انسان وو په اخون دړويزه بآبآ پسې يې کنځل اوکړل

په  دغه زمانه پير بآبآ او اخون درويزه بآبآ دواړه وفات شوې وو او ميا نور د سوات روښاني وارث وو ځکه چې ميا نور په رشته د پيربآبآ او اخون درويزه بآبآ دواړو نمسې وو د پير بآبآ لور بي بي عايشه د اخون درويزه بآبآ په زوي ميا کريمداد شهيد واده وه او ميا نور د دوي زوې وو

ميا نور په خوشحال خان د رافضي فتوه جاري کړه چې خوشحال خان واجب القتل دې په ټول سوات کې د خوشحال خان خټک خلاف د کفر الحاد او رفض و فساد يو شور او اور ګډ شولو

او دا نن چې تاسو سوات نامه ګورې کومه چې سواتيانو يا پوسفزو پسې خوشحال بآبآ ليک کړې دا هم د هغه املا نتيجه ده

په باړه ګلي کې تير ځل هم داسې يو سمينار شوې وو دا چې دا ګرمي په جوبن شي نو پروفيسر ټيپر خان دي د ادب او ثقافت لپاره د محصوص فنډ نه پيسې واخلي او يخ مقام ته د سيل په خاطر د سمينار بانه جوړه کي

او بيا زمونږ د پښتو ادب څو داسې هستې دي چې هغوي خپل عمرونه پښتنې خاورې ژبې او کلتور ته وفف کړې هغوي دځان څخه روان کي دغه سپيځلي ليکوال هر ځل  پروفيسر ټيپر خان دي سره په دا اميد لاړ شي چې ولې که داځل دې ضمير خرڅو پښتو ته ځۀ وده ورکړه په الله ج قسم دې پروفيسر ټيپر خان دي سره دا ځل هم هغه څلور شپږ کسان تلې دي کوم چې د پښتو ادب د ناوې خالونه دي ولې دا سپيځلي ليکوال دا ټګان د ځان څخه په دې وجه بوځي چې څوک زمونږ په سمينار ګوته پورته نه کړي ګنې نه يې په مشورو عمل کوي او نه به اوکړي

نو دغه سپيځلي ليکوالو ته زه خواست کوم چې بيا درته پروفيسر ټيپر خان دي د سمينار اوايي نو دا پوښتنه ترې نه ضرور اوکړې چې په تير سيمنار تاسو  څومره عمل وکړو

او که نا صابن خرڅ بانه وي او خرۀ بټخيلې ليدو له ځي 

نو اے زما د پښتو ادب د تندي ټيکانو تاسو زمونږ د شملې ګلان يې بيا دې ادبي غلو څخه په لار مه ځې

او بيا مونږ ته خو د تورو لفظونو يا قرات روښان مثال پروت دې او هغه ده چې کله د پاک کلام قران شريف په هجو مساله پيښه شوله د هرې قبيلې مسلمانانو په خپلو خپلو الفاظو کر د کلام پاک تلاوت کوو نو مشترکه فيصله اوشوله چې دا پاک کلام په قريش قبيله کې په پاک نبي محمد ص نازل شوې دې نو چې کوم تلفظ د فريش وي قرات به هم په هغه کيږي

پښتو  د لوې افغان ژبه ده نو چې کوم لفظونه په لوې افغانستان کې په استعمال کې راځي هم هغه د ګردې نړۍ د پښتنو ژبه ده

غني خان بآبآ دې الله ج سره د خاورو اوبخښي د نن نه اوويشت کلونه مخکې هم دغه شان يو سيمنار جوړ دې يو يو ليکوال پاسي څوک پښتانۀ تر خپلې پوښې لاندې سامي ثابتوي څوک بني اسراييل څوک اريايې څوک څۀ څوک څۀ په دغه کې خلکو غني خان بآبآ ته ويل خان تاسو هم څۀ او وايې غني بآبآ.ويل زه خو وايم چې پښتون هم اوس پيدا شولو د اسمان راګوزار شولو خو اے کمبختو په بشري صف يې شمير کې 

نور  قامونه مو د انسان په څير تسليموي نه او تاسو ځان ته د دود دستور او ژبې په غم يې 

دود دستور او ژبه  د چا وي د قام

او چې قام نه وي نو بپا

پښتون خو په څلورو ټوټو ويش پروت دې سر په لوې افغان کې تنه په لره پښتون خوا ښپې په جنوبي پښتون خوا او لاسونه په فبايلو

که خبره د اغزازيې راشي نو دا پروفيسران د لوږې مري هغه دوي په بډه اوواهي دا  نه ګوري چې ماته خو حکومت دوه دوه نپم لاکهونو روپۍ تنخوا او نور مراعات راکوي

که د ثقافت له خوا پروکرام جوړ شي د 1000 روپو په خاطر دغه پروفيسرانو شپه نهرا تيره کړې وي 

تمعې ايوارډونه او سندونه خو د پريس نه هم د دوي په نامو اوځي

لکه د سياست اوس ادب هم د څو کسانو وراثت دې 

شبيردراني

-
بېرته شاته