(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر لطیف یاد

[01.Aug.2022 - 16:13]

عیسی خیل

لیک: ډاکتر لطیف یاد

عيسی خېل له آ ره د پښتنو دلودي قبيلې پورې يوه اړونده قبيله ده او دلودي دزوی نيازي اولاده ګڼله کيږي٠ نيازي د خپلو دريو مېر منو نه درې زامن درلودل چې با هي، جمال او خاکو نو مېدل٠ عيسی په اصل کې دخاکو زوی و چې دده اولاده دعيسی خېلو په نا مه سره ياديږي٠ (١)

په پيل کې دنيازيو قبېله چې عيسی خېل يې يوه څانګه ګڼله کيږي دافغانستان دغزني ولايت دشلګر په سېمه کې مېشته ول چې وروسته داندړو او نورو غلجيو قبيلو دغلبې په وجه له دغه ځايه لېږديدلو ته اړ ېستل شول او دسليمان دغره ختيزو بر خو او دټانک په سېمه کې ميشته شول ٠د شلګر دسيمې نه ددوی دليږديدو اصلي وجه داوه چې ددوی شمېر لږ وو او دغلجيو قبيلو سره يې دمقابلې توان په ځان کې نه لېده ٠ په دغه وخت کې دوی زياتره دپوونده او سوداګرو په ډول ژوند کاوه او لږه اندازه دکر کيلې په چارو هم بو خت ول٠ (٢)

هغه وخت چې بهلول لودي په ١٤٥٠ زېږديز کال کې دهندوستان واکمن شو،نو دخپل ځواک دپیاوړتيا لپاره يې دافغا نستان يا روه نه دخپلې قبيلې خلک او نور پښتانه دنوکرۍ او نورو پو ځي دندو دتر سره کو لو لپاره هندو ستان ته ور وغو ښتل او په هندو ستان کې يې دپښتنو دمېشته کېدو لپاره يو ځانګړی فرمان جاري کړ٠ په دغه وخت کې دنيا زيو دقبيلې ډېر ښا خونه او څانګې هندو ستان ته وکو چېدل او دلو ديانو په دربار کې يې لوړ لوړ منصبونه او دندې تر لا سه کړې٠ همداراز د هندوستان دبل پښتون واکمن سوري شېر شاه په وخت کې هم ډېر نيازي پښتانه په شاهي دربار کې لوړ لوړ منصبونه تر لا سه کړل چې دهغوی له ډلې نه هيبت خان نيازي او عيسی خان نيازي چې اولاده يې په عيسی خېلو سره شهرت لري دسوري شېر شاه دواکمنۍ په وخت کې دخپل ليا قت او پو هې په وجه د امارت رتبې ته ورسېدل او دومره شهرت يې تر لا سه کړ چې هيبت خان نيازي ته د سوري شېرشاه له خوا داعظم همايون خطاب وشو او دپنجاب صو بدار يې وټاکه او عيسی خان نيازی دشېر شاه سوري ددربار ځانګړی سلاکارو چې ورو سته دسليم شاه سوري سره په جګړه کې ووژل شو٠ (٣)

دعيسی خېلو دقبيلې ښا خونه: 

دعيسی خېلو دقبيلې ځينې مشهور ښا خونه دادي: 

اپو خېل،زکو خېل، ميرزو خېل، سنځله خېل،خواجه خېل، علي خانخېل، لنډو خېل،خاني خېل، دلو خېل،کر بوس خېل، ممون خېل، با دين زي، پيرالي خېل،پهاړ خېل،يعقوب خېل،فتح خېل،صا حبو خېل،بيرم خېل، او رپه خېل،ملتاني خېل،عمر خېل،سيد خېل، سارنګ خېل، چهنګي خېل،شيخ عمر خېل،غازي خېل، صابو خېل، شيخ احمد خېل، عثمان خېل،درپه خېل، عمر خېل، احمد خېل، شيخ مهلي خېل،احمد خېل،سيد خېل، حرزاخېل،سکندر خېل، خضر خېل،شيخ فريد خېل،عمر خاني، شېر خاني،سليم خاني، جلال خاني،بهايي خاني، ماچهي خاني،پهاړ خېل، شمسي خېل،نورنګ خېل، سيدو خېل،سرور خېل، غالي خېل، سهالت خېل،زمان خېل، بهادر خېل، همل خېل، جهټه خېل، درويش خېل٠ (٤)

دعيسی خېلو دقبيلې حال دتاريخ په رڼا کې: 

لکه چې دمخه وويل شول په پيل کې عيسی خېل دافغا نستان دغزني ولايت دشلګر په سېمه کې اوسېدل چې بيا وروسته داندړو او نورو غلجيو دغلبې په وجه يې خپله سېمه پر ېښودله او دسليمان غر ه په ختېزو لمنواو ټانک کې مېشته شول٠ تر هغه ورو سته د نيازيو او له هغې جملې نه د عيسی خېلو دقبيلې ډېر خلک په ١٤٥٠ زېږدېز کال کې دهغه فر مان له مخې چې لودي ټولواک سلطان بهلول پښتنو ته د هندو ستان دتلو لپاره جاري کړی وډېر شمېر يې هلته ولېږدېدل او هيبت خان نيازي،قطب خان نيازي او عيسی خان نيازي د سوري شېر شاه دواکمنۍ په وخت کې لوړلوړ منصبو نه تر لا سه کړل ، خو ورو سته بيا هيبت خان او عيسی خان نيازی دسليم شاه سره مقا بله وکړه ، خو هغوی ماتې وخوړله او دنيازيو قبيله دعيسی خان او هيبت خان تر مشرۍ لا ندې وټکېد ل او ددهن کوټ سيمې ته چې دسنده درياب په لويدېزه څنډه کې پر ته ده ورغلل٠ 

دتاريخ حيات افغاني ليکوال محمد حيات خان له نن نه ١٤٦ کلونه وړاندې په دې اړوندداسې ليکلي دي : 

"په ٩٥٤ هجري کال کې خواجه اويس سرواڼی چې دسليم شاه سوري دپوځ پر مشرۍ مغرور و او دنيازيو دټکولو لپاره رورغلی و په لو مړي ځل يې دهيبت خان نيازي او عيسی خان نيازي دزړورتيا له کبله ما تې وخو ړله، خو دويم ځل يې دتازه دمو لښکروپه ملګر تيا هغوی له دهن کوټ نه پر شا وتمبول او عيسی خان نيا زي او هيبت خان نيازي دخپلو ملګرو سره دراولپینډۍ په شمالي غرو نو کې دګهګړو قبيلې ته پناه يووړه، خو شاهي پوځ او لښکرو په دغه ځای کې هم دهغوی دتعقيب نه لاس وانه خيست او تر دوو کلو نو پورې ګهګړو هم دشاهي لښکرو سره جګړې وکړې٠ کله چې ګهګړ و هم ماتې وخوړه نو نيازي دځمکو اوځا يو نو دتر لا سه کو لو لپاره کشمير ته لاړل او کله چې دکشمېر واکمن پوه شو چې دوی دډهلي دسوري واکمن سليم شاه دقهر او غضب وړ ګر ځيدلي دي نو دهغوی مخه يې ونېوله او دوی تر مينځ سخته جګړه وشوه چې په پای کې عيسی خان او هيبت خان نيازي دخپلو څو تنو زامنو او وروڼو سره ووژل شول او دهغوی سرونه په ډېرې بير حمۍ نه ددوی دتنو نو جلا اود نورو بند يانو سره د سليم شاه سوري دربار ته ولېږل شول٠ (٥)

ددې الو ګو لو په پای کې چې کوم نيازي او په تېره بيا عيسی خېل بچ پاتې شول هغوی په ټانک کې دخپلې قبيلې سره يو ځای شول، خوتر څو کلو نو وروسته په دغه سېمه کې دلو حاني(لواڼي) دقبيلې دغلبې په وجه دنيا زيو دقبيلې ښا خو نه له د غه ځا يه ددامان سېمې ته چې اوس يې مروت بولي لا ړل اوتقر يبا دېرش کلو نه دمروتو په تهل کې اوسېدل٠ دپهاړ خېلو دسيمې تر څنګ د کو رمې دروداو دګميله دويالې تر مينځ د نيا زيو لوی کلي پر اته وواو دمدي سر هنګ په نامه يو تن ددوی مشر او لوی شتمن و٠ په دغه وخت کې دنيازيو قبيلې دسيمې ځمکې سره ووېشلې ،خو دمهيار ښاخ ترې بې بر خې پا تې شو دمهيار ښاخ په دغه خبرې سخته واشيي وښودله او دمروتو نه يې دمر ستې غو ښتنه وکړه او پر دغې پلمې مروتو پر نيا زيو ير غل وکړ او دنيازيو لاس يې له دغې سيمې نه لنډ کړ او دتهل په سېمه کې چې دوی يې اوس مروت بو لي دوی پخپله استو ګن شول او نيازي په متفرق ډول سره خواره واره شول٠عيسی خان نيازي اته زامن درلودل ٠ کله چې دعيسی خان او لاده دنيازيو دپاتې قبيلې سره دتهل مروت نه دټاک سيمې ته تلل، نو دوی پر هغې سيمې با ندې قبضه وکړه چې اوس هلته دلکي روت سيمه ده چې دګميل درود شمال او دکورمې درود سهيل ته موقعيت لري٠ کله چې نيازي دمروتو له خوا ددغه ځايه وايستل شول نو په هغه وخت کې ددره تنګ نه راووتل او لو مړی په مميت کې په يوه ځای کې مېشته شول او بيا يې دکورمې درود په سهيلي بر خه کې يو کلی جوړ کړ چې په ټيټې مينې سره مشهورو٠ همداراز دوی دسند ددرياب پر غاړه نور کلي هم اباد کړل٠ کله چې بيا دعيسی خېلو ددوو څانګو ممو خېلو او زکو خېلو تر مينځ دښمني را مينځ ته شوه نو عيسی خېل سره خواره واره شول او بيا په ١٨٨٥ بکر ما جيتي (٦)کال کې دعيسی خېلو دقبيلې مشر احمد خان دعيسی خېلو په نا مه نوې قصبه جوړه کړه اوددوی سېمه دعيسی خان نيازي دنا مه په وجه په عيسی خېلو سره ونو موله شوه٠ کله چې عيسی خېل دلو مړي ځل لپاره دعيسی خېلو په نامه نوې سيمه کې مېشته شول،نو هيڅ وياله دکورمې درود نه نه وه ورايستل شوې او دلوړو ځمکو نه به ټيټو ځمکو ته د يوه لرګي په ذريعه چې دوی ترنا باله او به بهيدلې او ځمکې به يې خړو بولې، نو ځکه په دې سيمه کې دترنا په نامه يادېدله چې په عامو خلکو کې دتر نه په نا مه مشهوره وه٠هغه وخت چې عيسی خېلو پر دغې سيمې خپلې واګې ټينګې کړې نوشيخ فرېد چې دشيخ مهلي زوی او دعيسی خېلو دممون خېلو په ښاخ پورې يې اړه درلوده اود ډېر ښه نيت خاوند او خدای پالونکی انسان و دعيسی خېلو د ټولې قبيلي ښاخونه را وغو ښتل او دعيسی خېلو ټوله سېمه يې په لاندې ډول ددوی تر مينځ وويشله: 

ممون خېلو ته يې يوه برخه، بادين زيو ته يې يوه برخه،زکو خېلو ته يې يوه برخه او اپو خېلو ته يې يوه بر خه ورکړه چې دغه ويش پر څلورو ښا خو نو باندې عملي شو٠ 

که څه هم د عيسی خېلو اصلي ښا خونه پورتني ښا خو نه ول ، خو دوی په پلو منځو نو کې بيا په شپاړسو بر خو باندې دغه ويش دکو چنيو څانګو تر مينځ ترسره کړ٠ 

دافغاني واکمنانو په تېره بيا ددراني واکمنانو په وخت کې به چې لښکر ته اړتيا ليد له کېدله نو عيسی خېلو به ددغو څلوروښا خو نو لښکر ورته برابراوه٠ 

که څه هم عيسی خېلو دپخوانيو زمانونه دمروتو سره شخړې او لانجې درلودلې، خو سره له دې هم چې عيسی خېل دشمېر له مخې تر مروتو لږ ول دمروتو له لا سه مات نه شول ځکه چې دشخړو او جګړو په وخت کې په مجموع کې ټول نيازي او دهغې نه دعيسی خېلو دقبيلې ټول ښا خونه سره يو موټی کېدل٠ 

همداراز که څه هم په پيل کې د عيسی خېلو دقبيلې دښاخونو تر مينځ شخړې او لانجې لږې وې او خلکو دشخړو او لا نجو نه ډ ډه کوله، خوددراني احمد شاه دواکمنۍ په زما نه کې ددوی تر مينځ د قبيلې دسردارۍ او مشرۍ بر سر اختلا فونه ر او ټوکېدل او دوی په خپلو منځو نو کې پر دوو ګوندونو وويشل شول يعنې سنځله خېل،ممون خېل او با دين زي په يوه ګوندکې وو او زکو ځېل په بل ګوند کې٠ 

ددراني وا کمنۍ په وخت کې دعيسی خېلو مشهور مشران او سردارن په لاندې ډول وو: دليل خان، خان زمان اواشپر خان٠ همدارازدانګرېزانو دواکمنۍ په وخت کې ددوی مشهور مشران عالم خان،سر فراز خان،عبدالله خان، غازي خان، شېر خان،حسن خان، محمد خان،نوازخان ،خانزمان اوحسين٠ 

په او سني وخت کې عيسی خېل د پا کستان دپنجاب دميانوالۍ دډسټرېکټ( ولسوالۍ) يو تحصيل دی او دعيسی خېلو ښار ددغه تحصيل مرکز دی٠ همداراز کمر مشاني او کالا باغ هم همد لته مو قعيت لري٠ 

ميانوالي تر١٩٠١ زیږدیز کاله پورې دپخواني صوبه سرحد او اوسنۍ پښتو نخوا يوه ولسوالي وه چې بنو يې مر کزو، خو بيا د بنو نه جلا او په پنجاب پورې وتړل شوه٠ دعيسی خېلو دتحصيل دوګړو شمېر ٧٦٣٠ تنه دی او ٤٣ کلي لري٠همداراز دکالا باغ دو ګړو شمېر٥٨٢٤ تنه ښودل شوي دي٠ دعيسی خېلو دتحصيل خلک دپښتو ژبې سر بېره په سرائيکي ژبه هم ګړيږي٠ (٧)

دعيسی خېلو سېمه دابا سين يا سند درياب په اوږدو کې تر دېرشو ميلو نه زياته غځيدلې ده،سوريې دولس ميله دی او په دريو خواوو کې لوړو غرو نو په غېږ کې نيولې ده ٠ دوی سيمه ډېره حا صلخېزه ده چې پرېمانه او به او ګڼ شمېر نفوس لري او ډېر ښه کښت پکې کيږي٠ (٨)

-------------------------------------------------------------- 

ماخذونه او سر چينې: 

١-تاريخ حيات افغاني، دپېښور چاپ،٣١٤ مخ٠ 

٢-کتور لطيف ياد، پښتني قبيلې،ددانش چاپ، ېېښور،١٩٣ مخ٠ 

٣-تاريخ حيات افغاني٦٢٧-٦٢٨ مخونه٠ 

٤- نوموړی اثر،د٦٣٠ مخ دنسب ونه( شجره)

٥- تاريخ حيات افغاني،٦٢٨ مخ٠ 

٦-بکر ما جيتي سنه دهند داوجين دراجادبکر ما جيت دنوم له کبله په بکرماجیتی سنې سره مشهوره ده٠نوموړي په٥٧ قبل ا لميلاد کې پر ساکانو بری وموند٠دا سنه تر عيسوي سنې ٥٧ کاله مشره ده٠(ياد)

٧-http://en.wikipedia.org/wiki/Isakhel_Tehsil 

٨-مونټسټوارټ الفنسټن، دکابل سلطنت بيان ،دپوهاند محمد حسن کاکړ او سر محقق نصرالله سوبمن ژباړه،دويم ټوک،٤٧ مخ٠

(لیکنه : ډاکټر لطیف یاد)

30.07.2022

--------------------

 

ورخاړی

لیک: ډاکتر لطیف یاد

ورخاړی  ،خرفه  ، خلفه،پخاړی ، مرړي ، لاړژن 

(زما جانان ګل د ورخاړي

په مېرو ژاړي خدای نه غواړي بارانونه)

 

ورخاړی چې په فارسي ژبه یې خرفه بولي ، په عربي یې رجلة، په انګریزۍ  کې ورته څو نومونه شته لکه : 

 common purslane,  duckweed,   Little Hugweed 

 .زموږ ځیني هیوادوال ورخاړي  ته خلفه هم وایی.په ځینو پښتني سیمو کې ورته پخاړی ، مرړي ، ګېنګړي ،توروکۍ او لاړژن هم وایي. او علمي او سا ینټیفیک نوم یې (Portulaca oleracea )دی یو ډول سابه ( ساګ ) دي چې پلنې پاڼې  او سور رنګه ډنډر  او زیړګلان لري. 

ورخاړي هم کرل کیږي او هم په طبیعي ډول را زرغونیږي . 

ورخاړي دډیرو ناروغیو لپاره ګټور دی لکه دوینو فشار (Blood Pressure)، کلسټرول ، اسهال ، سوزاک ، بواسیر ،دخپګان یا ډیپریشن ناروغي ، دپوستکي ( جلدي ) ناروغي او دځیګر، زړه  او معدې ناروغۍ . 

همداراز دورخاړي په پاڼو کې امیګا ۳ شته ،,ورخاړی دسرطاني ناروغیو دعلاج لپاره هم ګټور دی همداراز دوزن په کمولو کې هم مرسته کوي .

ورخاړی ویټامین B2 ، ویټامین C، اوسپنه  او کلشیم لري . که چيرې په مناسبه اندازه وخوړل شي نو دهډوکو او غاښو دکلکولو سره  هم مرسته کوي . 

همداراز دورخاړی پا ڼې  دټپو نو او زخمونو دعلاج او په تیره بیا هغه کسان چې زهري حشراتو چیچلي وي ګټورې دي .

که دورخاړي تخم یا زړي په اوبوکې  وایشول شي نو دټوخي لپاره ډیر ه ګټوره دوا ده. 

ما ورخاړي په هند کې هم لیدلی دی او دهندوستان سابه پلورونکي یې هم دنورو سیزیو او ترکاریو  سره  یو ځای خرڅوي .یوه ورځ په دې مساپرۍ کې دګلانو یو فارم ته لاړم . خاوند یې ایټالوی دی او زما آشنا دی .دورخاړو ډیر بوټي   یې ایسته غورځولې وو اوماته یې ویل دا یو هرزه او بیکاره بوټي دی چې زما په  فارم کې زرغونیږي  او زما ګلانو ته تاوان رسوي.ما ورته وویل دا خو موږپخوو . ویې خندل ویل یې تاسوافغانان هم عجیبه خلک یاست. په دې اړوند مو سره خبرې کولې چې یوه ټایلینډۍ میرمنه  هم راغله له ده یې ګلان رانیول  هغې  هم ویل چې  دا خو موږ هم پخوو. نو ما او هغې تایلینډي ډیرورخاړی له ځانه سره  کورته یووړ اوما له میو ( ماشو)سره یوځای پوخ کړ. خو هغه خوند چې زموږ  دهیواد په ورخاړي  کې شته دنورو هیوادونو په ورخاړي کې  داسې خونداومزه  نشته.

دپښتو ژبې مشهور شاعر غني خان دورخاړي دګل په اړوند یو نظم لري چې تاسو ته یې وړاندې کوم: 

🌹🌹🌹🌹ګلونہ د ورخاړي🌷🌷🌷🌷🌷

ګلونہ د ورخاړي

درنګ څاڅکی ولاړی

سحر پہ خندا تير کړي

ماښام ولاړوي ژاړي

🌷🌷🌷ګلونہ د ورخاړي🌹🌹🌹

٬

اخستی یې سل رنګہ

خندیږي څنګ پہ څنګہ

سحر ځواني مشرنګہ

ماښام ولاړ وی ژاړی

🌹🌹ګلونہ د ورخٲړي🌹🌹

.

ځواني د يو سحر دہ

ژوندون د یوې ورځې

بيا ہم ما نہ نران دي

چې ہر سحر خندان دۍ

او زہ يو پوټی غم تہ

د لږ ساعت تورتم تہ

ادم د اوښکو نوم دی

پہ ګلونو پسې ژاړي

🌹🌹ګلونہ د ورخاړي🌹🌹

٬

څہ ښکلي ښکلي خاندي

رنګينہ دي تابان دي

ښايست د ګلستان دي

٬غنی٬ ورتہ ہميش حیران

🌹حیران شانې ولاړوي🌹

🌹ګلونہ د ورخاړي

(یاد)

 

---------

 

شیر خان بندر

لیک: ډاکتر لطیف ېاد

شیر محمد  خان  نا شر په اصل کې دخروټو دقام مشهور مشر تیرشوی دی چې نوموړی په شیر خان سره شهرت درلود. کله چې نادرخان دسقاو دزوي پر خلاف جنګیده نود شیر خان ولسي لښکرو هم دهیواد په شمال کې دسقاو په راپرزولو او دنادرخان په ملا تړ سقاوي لښکرې وځپلې او دتاجکستان هیواد تر پولو پورې یې ځایونه په خپله ولکه کې راوستل. هماغه و چې نادرخان دیوه فرمان له مخې په ۱۳۰۹ لمریز کا ل کې شیرخان دقطغن او بدخشان والي وټا که . په پخوانیو وختونو کې قطغن د بغلان ، کندز او تخارولا یتونو ته ویل کیده .

دشیرخان کورنۍ او په تیره بیا دهغه وراره غلام سرور ناشر دکندز ولایت په ودانولو او پر مختګ کې لویه ونډه واخیستله . ددغې کورنۍ په هڅواو هلو ځلو سره په کندز کې دسپين زر شرکت او کارخانه جوړه شوه چې دمالوچو ، زغرو ، پنبه دانې او غوړیو تولیدات یې درلودل او ډیر شمیر کارګرو ته د کار زمینه برابره شوه . همداراز دشیرخان بندر ، دکندز موزیم ، دکندز سینما او دکندز دسپین زر هو ټل هم ددوی په هلو ځلو سره جوړ شول . ده په کندز کې دښوونځیو او روغتونونو په جوړولو کې هم زیا ت کو ښښونه وکړل . دافغا نستان حکومت دشیر خان دخدمتونو په بدل کې دافغا نستان او دتا جیکستان تر منځ سر حدي پوله دشیر خان بندر په نامه ونوموله.دکندز ښار لیسه ( شیرخان لېسه ) هم دده په نامه نومولې شوې ده.

په پخوا وختونو کې یو متل و: که مرګ غواړې کندز ته لاړشه!

خو د شیرخان له برکته کندز ډیر پر مختګ وکړاو کندز د تمدن ، پرمختک ، کرنې ، صنعت او ښکلا په ښار بدل شو

باید زیاته کړم چې دافغا نستان نامتو سندر غاړي فرهاد دریا هم په همدې کورنۍ پورې اړه لري 

 

 

 

--------

 

 

 

ګورګین څوک و؟

----------------------------------

( یو میرویس په مونږ کې نشته چې ګورګین لارې ته سم کړي 

یو شیرشاه راپیدانه شو چې مغول ته ودریږي )

زموږ دګران هیواد افغانستان په تاریخونو کې په تیره بیا د ملي مشر میرویس خان نیکه(۱۷۰۹-۱۷۳۸ زیږدیز/میلاد ي) په وخت کې زموږ دخاورې ددغه دښمن نوم ذکراو یادونه شوې ده. ګورګین چې په تاریخونو کې دګورګین خان په نوم هم راغلی دی له آره ګورجی یا ګورجستانی و چې د۱۶۵۱ زیږدیز/میلادي کال د اپریل دمیاشتې په ۲۱ نیټه زیږیدلی و.پلار یې وختنګ نومیده . نوموړی په ګرجستان کې دیوې سیمې چې کارتلي نومید واکمن و.دی په اوله کې عیسوي و چې وروسته یې داسلام دین ومانه او د شهنوازخان نو م یې غوره کړ، خو وروسته یې بیا داسلام دین پریښود او درومن کاتولیک عیسوي مذهب پیرو شو .تر هغه وروسته بیا دصفویانو ددویم واکمن شاه سلیمان صفوي له خوا په ۱۶۸۸زیږدیز/میلادي کال کې له دندې ګوښه او مخلوع کړل شو ، خو کله چې په ایران کې صفوی شاه حسین پاچا شو ده ته دنده ورکړل شوه چې دایران په کرمان کې دبلوچانو د هغه برید مخه ونیسي چې دصفويانو حکومت پر خلاف ترسره شوی و او په دې توګه ګورګین هغو بلوڅانو ته ماتې ورکړه چې دصفوي شاه حسین پر خلاف یې دبغاوت جنډه رااوچته کړې وه.

کله چې ګورګین په کرمان کې بلوڅانو ته ماتې ورکړه نو دا ځل صفوي حکومت نوموړی دپښتنو دټکولو لپاره دشلو زرو پوځیانو سره کندهارر ته ولیږه او نوموړي دایراني صفوي حکومت دبیګلربیګي ( ګورنر جنرال) په توګه په کندهار کې دنده سرته رسوله .

ګورګین او پوځونو یې دکندهار پر بیګناه خلکو ډیر ظلمونه وکړل.ده به دخلکو نه ملا ماتوونکي مالیې ( ټکسونه ) اخیستل .دي ډیر ظالم انسان و او کله به چې دشرابو په نشه کې ډوب شو نو ظلمونه به یې نور هم زیات شول ، خلک به یې وهل ټکول او هرډول ظلمونه به یې پرې کول. په دغه وخت کې میرویس نیکه دکندهار دښار مشرو او میرویس خان هوتک هم څو څو ځلې دصفوي پاچا شاه حسین دربار ته دده دلاسه شکایتونه وکړل او صفوي دربار ته یې څو څو ځلې دده دظلمونو په اړوند لیکونه واستول ، خو صفوی باچا شاه حسین به ورته ویل چې ګورګین دده نه نه ډاریږي او دده خیال او پروانه ساتي او نوموړی ددې جوګه نه دی چې ګورګین کنټرول او مهار کړي .کله چې ګورګین دحاجي میرویس خان هوتک ددې کړنواو شکایتونو نه خبرشو نو دي یې دایران صفوي دربار دښمن وګاڼه او دی یې دکندهار دښار له مشرۍ نه معزول او ګوښه کړ اومیرویس خان او دده نور هغه ملګري یې ایران ته ولیږل چې دده له لاسه یې صفوي دربار ته شکایتونه کړي ول. حاجي میرویس خان او دده هغه ملګري چې دګورګین له لاسه یې شکایتونه کړي وو دایران په صفوي دربار کې نظر بند شول، خو تر څه مودې وروسته میرویس خان دخپلې سیا سي پوهې او لیا قت په وجه په دې وتوانید چې دصفوي دربار لوړ پوړي چا رواکي او ان پخپله صفوی پاچا په دې قانع کړي چې ګورګین یو نالایقه انسان دی اودوی یې د ګورګین پر خلاف بدبینه کړل ، خو سره له دې هم صفوي دربار دمیرویس نیکه یوې غوښتنې ته هم چندانې پاملرنه او توجه ونکړه.

کله چې میرویس نیکه دایران دصفوی دربار نه نامیده او ناهیلی شو نودهغو نه یې اجازه تر لاسه کړه او دبیت الله شریف دحج په نیت روان شو. ده هلته ددیني عا لمانو نه دا فتوا ترلاسه کړه چې ګورګین باید ووژل شي او هغوعالمانو دګورګین دوژلو فتوا صادره کړه او ده هغه فتوا چې دیني عالمانو پرې لاسلیکونه کړي وو له ځانه سره کندهار ته راوړه. . 

کله چې میرویس نیکه دبیت الله شریف دحج نه بیرته کندهار ته ستون شو نو د کوکران په سیمه کې چې ارغنداب ته نږدې پرته ده یوه ملي جرګه راوبلله آوپه هغه جرګه کې یې د اسلامي عالمانو هغه فتوا ګا نې یې دوی ته ښکاره کړه چې ده له هغو نه ترلاسه کړې وې .باید زیاته کړو چې دا وخت په پښتنو کی له میرویس خان پرته بل څوک نه و چی پښتانه یی د صفوی حکومت او ګورګین د ظلمونو نه ژغورلي وای.

میرویس نیکه بیا تردې وروسته یوه بله جرګه را وبلله چې هغه جرګه دکندهار په ختیز کې دمانجې به سیمه کې جوړه شوه چې دغه تاریخي جرګه زموږ په تاریخونو کې دما نجې دجرګې په نامه سره مشهوره ده.

دمانجې په جرګه کې چې دکندهار دبیلابیلو قومونومنلو مشرانو لکه: سیدال خان ناصري ،بابوجان بابي ،بهادرخان ،ملا پیرمحمد هوتک مشهور په میا جي ،یوسف خان هوتک ، عزیزخان نورزی، نورخان بړیڅ. ګل خان بابړ،نصروخان الکوزی ، دمیرویس نیکه ورور یحیی خان ، دمیرویس نیکه وراره محمد خان مشهور په حاجي ا نکو او یونس خان کاکړ برخه اخیستلې وه .دجرګې ټولوګډون والو پر قرآن شریف سوګندونه وخوړل چې دګورګین پرخلاف به مبارزه کوي او هغه به له مینځه وړي او کندهار او ګران هیواد افغانستان به دګورګین او ګورګیانو دظلمونو او نا تارونو نه نه ژغوري . 

میرویس نیکه دګورګین او دده دلښکرو دله مینځه وړلو لپاره یوپلان جوړ کړاو داپلان یوداسې پلان و چې هيڅ بل څو ک پرې خبرنه شول یوازې میرویس نیکه او دده هغو ملګروته هرڅه معلوم وو چې په جرګه کې یې له ده سره یوځای دهیواد دژغورنې سوګندونه اخیستلي وو.په دغه وخت کې دارغستان په سیمه کې چې اوس دکندهار یوه ولسوالي (ډسټریکټ) ده خلکو ګورګینیانو ته دمالیو دورکولو نه انکار وکړاو ګورګین پخپله ددغو خلکو د ټکولو لپاره هلته لاړه او پر هغو خلکو یې ظلمونه پیل کړل .

میرویس نیکه ګورګین دارغستان په ده شیخ کې په یوه باغ کې دهر کلي لپاره ومانه او یوه میلمستیا یې ورته جوړه کړه .کله چې په نیمه شپه کې ګورګین او پوځیان یې دشرابوپه نشه کې ډوب شول نومیرویس نیکه دخپلو جنګیالیو ملګروسره پر ګورګین او ګورګینیانو برید وکړ او ګورګین اوټول ګورګینیان یې له تیغه تیر کړل. په دې توګه ګورګین او دهغه سره راغلې درې زره لښکرې ماتې شوې او پاتې پوځونه دکندهار نه وتښتیدل او په کندهار کې دمیرویس نیکه په مشرۍ ملي جکومت جوړ شو. که څه هم صفویانوبیا څو څو ځلې دکند هار دنیولو لپاره لښکرې ور ولیږلې خو هر ځل دمیرویس دمدبرې مشرۍ په وجه ایراني لښکرې ما تې شوې . 

باید زیاته کړو چې دګورګین او ګورګینیانو پر خلاف مبارزه کې نه یوازې پښتانه دمیرویس نیکه ملګري ول ، بلکې دافغانستان تاجیکان،ازبکان ، هزاره ګان او بلوڅان هم دپښتنوسره یو ځای په یوه لیکه کې دګډ ایراني دښمن او ګورګینیانو پر خلاف جنګیدل. 

دمیرویس نیکه او دهیواد دخپلواکۍ دټولوشهیدانواو مبارزینو سپیڅلې ارواګانې دې ښادې وي!

-----------------------------------------------------------

ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنیو منابعو او سرچینو نه ګټه اخیستلې ده:

۱-حیات افغاني ،د ډپټي محد حیات خان تالیف ،پښتوژباړه دډاکټر لطیف یاد او فرهاد ظریفي ۸۵-۸۶ مخونه، دپيښور چاپ .

۲-افغانستان درمسیر تاریخ، دمیر غلام محمد غبارتالیف، ۳۱۶-۳۲۳ مخونه .

۳- تاریخ مختصر افغانستان ، دعلامه عبدالحی حبیبي ، ۲۴۱-۲۴۹ مخونه .

۴- پښتني قبیلې ، ډډاکټر لطیف یاد تالیف . ۲۹۳-۲۹۷ مخونه.

جمه دانۍ :

--------------

جمه دانۍ لمنې اوجمه دانۍ ټیکري په پخوانیو وختونو کې ډیر مشهور ول د “جمه دانۍ لوپټه”  او(جمه دانۍ لمنه) په پښتو شعرونو  او سندرو کې یاده شوی ده.دا دهندپه بنارس  کې چې اوس ورته ونارسي وایي جوړیدلې .  په جمه دانې  لوپټه او لمنوکې به د سرو زرو تارونه  اوبدل شوي وو نو ځکه به ګران وو. د جمدانۍ لوپټې دهند په  بنګال  کې د نوابانو دمیرمنو لپاره په لاسي “څرخه” جوړیدلې .

جمه دانۍ لمنې اولو  پټې ( ټیکري ) به په پخوا نیو وختو نو کې  دهند نه سوداګرو افغا نستان ته راوړلې  اودسروزروسوچه او اصیل تارونه به پکې لګیدلي وو او ډیر ګران او قیمتي نازک ټوکرنه به جوړ شوي و و چې یوازې دشتمنو کورنیو میرمنو او لوڼو به رانیولي شو ، خو دغریبو خلکو وسه ورته نه رسیدله.

په پښتو سندروکې هم دجمه دانې لمنې یادونه شوې ده لکه چې دافغانستان مشهوره سندرغاړې آغلې میرمن قمرګله په خپلې یوې سندرې کې وایی:

جمه دانۍ لمنې غونډه به دې وړمه

راوا به دې ړومه جمه دانۍ

(یاد)

https://youtu.be/zTcy4HT4OiQ

-
بېرته شاته