Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د نفاق لمبې
راځئ چې رنځ ته مو دوا جوړه کړو
د محبت لويه دنيا جوړه کړو
ترڅو به سوځو په لمبو د نفاق
د ورورولۍ يوه غوغا جوړه کړو
د خپل تياره ضمير او زړه په کوڅو
د معرفت په نور، رڼا جوړه کړو
چې د کلنو پرهارو کړي علاج
دردمنو زړونو ته کيميا جوړه کړو
که زړه جونګړه په جفا شوه ورانه
عزم وهمت باندې يې بيا جوړه کړو
سمبال چې نه وي د سينګار په هنر
د وطن ناوې به په چا جوړه کړو.
Said Abidullah Nadir