(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوه کیسه د حقېقت...

[15.Aug.2022 - 14:16]

 

یوه کیسه د حقیقت د سفر

لیک ډاکتر احسان الله درمل

د انسان عصبي سیسټم دوه ډېرې لویې دندې لري. اول دا چې د بدن د شاوخوا سل ټریلیونه حجرو دندې کنټرولوي او دوهم دا چې د بهرنیو پېښو په وړاندې انساني غبرگونونه منظموي او را پاروي. اوله دنده د عصبي سیسټم بیولوژیکي دنده ده، که عصبي سیسټم سالم وي، نو دا دنده په ټولو انسانانو (آن په نورو ژوندیو موجوداتو) کې یو شان ده. زموږ په وینه کې چې گلوکوز کم شي، عصبي سیسټم مو لوږه را پاروي او چې اوبه مو کمې شي، تږي کوي مو. بدن د سل ټریلیونه حجرو یوه ډېره پرنفوسه ټولنه او عالم دی. په دې لویه ټولنه او کاینات کې په اصطلاح یوه پاڼه هم د عصبي سیسټم له قوماندې پرته رپ نه شي وهلای او دم او قدم دواړه په حساب دي

 

دعصبي سیسټم دوهمه دنده چې د بهرنیو پېښو په وړاندې انساني غبرگونونه کنټرولوي، ډېره مهمه او د پام وړ ده. د دغې دندې د نوعیت او پوخوالي پر بنسټ انسانان، ټولنې، عقاید او کلتورونه سره بېلېږي. د عصبي سیسټم هغه حجرې چې لومړۍ دنده ور له غاړې ده، یواځې نارمل بیولوژیکي شرایطو ته اړتیا لري او له نورو اغېزو ازادې دي. خو د عصبي سیسټم هغه ډله حجرې چې د دوهمې دندې د پر مخ وړلو مسئولیت لري، تر گڼو اغېزو لاندې دي. دا دوهمه ډله حجرې د کورنۍ، جومات، مندر، کلیسا، مدرسې، ښوونځي، پوهنتون، ټولنې، کلتور، کتاب او سل و زرو نورو عواملو په غېږ کې تربیه کېږي او بیا د بهرنیو پېښو په وړاندې هماغه ډول غبرگون ښیي چې ور ښودل شوی دی. هغه وخت چې یوناني ټولنې پر زیوس باور درلود، نو د دوی د عصبي سیسټم دوهم ډول حجرو به د وچکالۍ پر مهال د دې خدایگوټي اروا را ننگوله او فکر به یې کاوه چې باران به و اوروي. په مسلمانه ټولنه کې چې د وحدانیت تصور عام دی، د باران د ورېدلو په اړه بله عقېده موجوده ده. ساینس محوره ټولنې د باران لپاره ساینسي دلایل وایي او چې د باران ورېدلو ساینسي میکانیزمونه یې موندلي، نو پر خپلو ځمکو او فصلونو مصنوعي بارانونه هم وروي. دا د باران په وړاندې د درو بېلا بېلو ټولنو بېلا بېل غبرگونونه له کومه ځایه سرچینه اخلي؟ سرچینه یې دا ده چې د دې درو ټولنو د عصبي سیسټم هغه ډله حجرې چې د بهرنیو پېښو په وړاندې انساني غبرگون تنظیموي، په درې بېلا بېلو ښوونځیو کې تربیه شوې دي. د یوناني ټولنې په ښوونځي کې دې حجرو ته د تخیل استاد د اسطورو کتاب ویلی دی؛ په اسلامي ټولنه کې دې حجرو له دیني متخصصینو د وحې له لارې نازل شوی کتاب لوستی خو په ساینسي ټولنه کې دې ډله حجرو پر تجربه ولاړ متن او نصاب مطالعه کړی دی

 

د اساطیرو دوره، د عقل یا فلسفې دوره، د دینونو ظهور او د ساینس زمانه د علم د تاریخ څلور لویې زمانې دي. دا زمانې ځکه بېلې شوې دي، چې په هره زمانه کې د انسان د عصبي سیسټم دوهمه ډله حجرو بېل استاد او بېل نصاب لرلی دی. په اساطیري دوره کې د یوې پېښې د توجیه لپاره د تخیل استاد د انسان عصبي سیسټم ته اسطوره جوړوي او د جوړو شویو اسطورو پر بنسټ یې د بېلا بېلو پېښو په وړاندې غبرگونونو ته هڅوي. په فلسفي دوره کې د عقل معلم د انسان د عصبي سیسټم دوهمه ډله حجرو ته دلایل وایي او د همدې دلایلو پر بنسټ یې د پېښو تل ته رسوي. په دیني دوره کې غبرگون نه د تخیل پر بنسټ وي او نه هم د عقل، بلکې یوه درېیمه او تر حس و تجربې لوړه منبع موجوده وي، چې انسان ته د ښو او بدو په وړاندې د غبرگون چل ورښیي. خو د ساینس استاد د عصبي سیسټم دوهم ډول حجرې له ځان سره لابراتوار ته بیایي او هر څه ورته په تجربه ثابتوي. په تاریخي لحاظ چې انسان هر څومره ساینسي دورې ته را نږدې کېږي، په هماغه اندازه یې د پېښو په وړاندې غبرگونونه پخېږي او منطقي کېږي. مثلاً که تاسې د پخواني بشر په اساطیري پانگه کې د بېلابېلو ناروغیو په وړاندې د انسان د غبرگونونو تاریخ مطالعه کړئ او بیا په اوسنۍ ساینسي زمانه کې د ناروغیو په وړاندې د ساینسي ټولنې د انسان غبرگون ته ځير شئ، نو در معلومه به شي، چې که د عصبي سیسټم د دوهم ډول حجرو تربیه سمه وشي، د انسان ژوند له کومه ځایه کوم ځای ته رسېدلای شي. هغه زورورې وباوې او انتاني ناروغۍ چې گڼې بشري ټولنې یې له ځمکې پوپنا کړې دي، د نني ساینسي انسان په وړاندې بې لاس و بې پښو دي او د انسان د منطقي غبرگون پر سپر یې غشی کار نه کوي

 

د عصبي سیسټم د دوهم ډول حجرو په تربیه کې یوه بله خبره هم د ځانگړې یادونې وړ ده. دا حجرې د توتیانو غوندې صرف هغه سندره وایي، چې خپل روزونکي استاد یې ور زده کړې وي. که کورنۍ، ملا، استاد، کلتور او ټولنې دا حجرې داسې روزلې وي، چې پیریان کورونو ته اورونه اچولای شي، نو دا حجرې تر اور لگېدنې وروسته د انسان سترگو ته د پیریانو څېرې هم درولای شي او په دې خبره کې شک ورته ناروا ښکاري. که دې حجرو ته ور زده شوي وي، چې زیوس باران وروي، نو دوی د وریځو تر شا د زیوس بگۍ ویني چې په اورورینو مترکو وریځې وهي او له هغوی باران را وباسي. پر دې خبرو شک یوازې هغه مهال ور پیدا کېدای شي، چې دې شاگردانو ته یو بل منطقي روایت وویل شي او دوی د پېښو د علت او معلول د منطقي ځنځير کړۍ وپېژندلای شي. د پورتنۍ ادعا د زباد لپاره یوه تجربه او خاطره ولولئ:

د طب په څلورم ټولگي کې وم؛ هر څه ته مې د ساینس او طب له سترگیو ور کتل؛ ځاځیو ته په رخصتۍ تللی وم. د شپې مو د ژرندې پر بام بنډار کاوه، د شیشکو او پیریانو بحثونه ول؛ پلانی یې غره کې وهلی و؛ پلانۍ یې له لمنې کش کړې وه؛ پلانی یې تر ونې لاندې وژلی و؛ په هغه بل پسې چې پر آس سپور و، شاته ناست و او.... ما په دې ټولو کیسو پورې خندل او دلیل مې دا و چې دا کیسې ستاسې د ذهن مولود دي. نیمه شپه شوه، باید ویده شوي وای؛ بېرون ته ووتم؛ توره شپه وه؛ د ویالې پر غاړه پورته روان شوم. یو څه چې له ژرندې لرې شوم، یو شرنگ مې تر غوږ شو؛ ځان مې ناگاره کړ؛ مزل ته مې ادامه ورکړه؛ له هر گام سره مې یو شرنگ اورېده. و درېدم. شرنگ هم ودرېد. روان شوم، شرنگ هم روان شو. په زړه کې مې وویل: همدا یې ځای دی چې یا یې باید ومنم او یا یې ثابته کړم چې نشته. ټول فکر مې را ټول کړ، له ځان سره مې وویل: هر څه چې دي، زما له حرکت سره تړلي دي. که دا شرنگ زما له حرکته بېرون کوم عامل لري، ولې له درېدو سره درېږي؟ گام مې واخېست، شرنگ شو. ودرېدم، خاموشي شوه. پر خپل سوال مې غور وکړ. سوال مې سم و. جیب ته مې لاس کړ، د کیلیو غنچه مې را وایسته. روان شوم، شرنگ ودرېد. پوی شوم، چې د کیلیو غنچه مې په جیب کې له کوم بل اوسپنیز شي سره لگېده او شرنگ یې کاوه. ښه دا شرنگ ولې په دې وخت کې دومره مهم شو، چې زما توجه یې ور واړوله؟ دلیل دا دی چې تر دې وړاندې ما د پیریانو، شیشکو او بلاوو کافي زیاتې کیسې اوریدلې وې؛ د عصبي سیسټم دوهمه ډله حجرو مې ښایي سره له انکاره هم یو څه منلې وې. تورې شپې، بوږنوونکې خاموشۍ او د پیریانو له کیسو ډک ذهن لاس سره یو کړی و او د کیلیو له معصوم شرنگه یې هم د پيریانو جنگ راته جوړ کړی و، خو دوهم او منطقي روایت وگټله. زما د عصبي سیسټم د دوهمه ډله حجرو تربیه داسې شوې وه، چې د دې جنگ حقیقت یې وننگاوه او ثابته یې کړه، چې هر شرنگ د پیریانو جنگ نه وي. اوس تاسې فکر وکړئ، چې که د یو کس د عصبي سیسټم دوهمه ډله حجرې دا قوت نه لري، چې د دغسې پېښو حقیقت وننگوي، هغه که بېرته روغ هم را وگرځي، د ژرندې پر بام به خپلو ملگرو ته څه کیسه کوي؟ څنگه به یې کوي؟ همدا کیسې د نورو خلکو په ذهنونو کې د پخوانیو کیسو او اسطورو پر حقیقت ټاپه وهي او خلک لا په وهمونو کې ډوبوي

 

ټولې هغه جنگي یا غیرجنگي ډلې چې له ښوونځي، ریښتیني کتاب، علم او ساینس سره دښمني لري، بې دلیله یې نه لري. هغه کس چې د عصبي سیسټم دوهمه ډله حجرې یې سمې تربیه شوې وي، کیسې او روایتونه صرف د خوند لپاره اوریدلای شي خو باورولای یې نه شي. پر روایتونو او کیسو ټولنیز باور د هغو خلکو لپاره د قدرت نیولو یوه لویه وسیله ده، چې دا روایتونه او کیسې تراشي، خو خپله باور نه پرې لري. به قول خواجه:

 

جنگ هفتاد و دو ملت همه را عذر بنه

چون ندیدند حقیقت رهِ افسانه زدند

 Dr. Ihsanullah Darmal

15.08.2022

-
بېرته شاته