ولي
[28.Sep.2018 - 07:02]ولي (The Saint)
"ولي" هغه لقب دے چې د ښۀ عمل پۀ صفت چاته ورکړلې شي اؤ څوک چې الله ته نزدې وي. د "ولي" غوره ترجمه "نزدې ملګرے" زیات مناسب دے.
ولي "د کومک کونکي ملګري" Ally پۀ معنیٰ هم استعمالېږي اؤ "ولي" پۀ قران کښې د شيطان د پاره هم استعمال شوې دے. "ولي" د خپلوانو د پاره هم پکارېږي اؤ "ولي" د دوو انسانانو پۀ مينځ کښې قرابت ته هم وائي.
خو د دې "ولي" اطلاق زیات تر پۀ "اولیاء الله" کېږي. د "ولي" معیار تقویٰ او ایمان دے چې پۀ نیکانو کښې مشترکه خوبي ده (سورة بقرة ۲۵۷) مګر د ناکسانو پۀ نزد د "ولي" معیار کرامت ګڼلے کېږي .
د دغې وضاحت پۀ رڼا کښې د "ولیانو" دغه سلسله د صوفیانو پۀ حلقو کښې اوږۀ پۀ اوږۀ را روانه ده اؤ عوام ئې ړوند تقلید کوي. د دغې ولیانو درجه بندي لکه اخيار، ابدال، ابرار، اوتاد ، نقبه، قطب اؤ غوث وغېره پۀ "رف" وضع کړې شوي ده.
پۀ دغه ټولو کښې غوث پیاوړے ګڼلې کېږي اؤ د غوث پېروکار دا اعتقاد لري چې غوث د خپلو مریدانو ګناهونه پۀ خپله ذمه وړي اؤ چې غوث ومري نو د غوث قائم مقام بیا قطب شي (۱) . دغه تصور د عیسائیت نه ماخوذ دے لکه څرنګ چې د تسبیح تصور د Rosary اؤ میلاد د "کرسمس" نۀ ماخوذ دے.
خيام يوسفزے
--------
(۱) انسائکلوپيډیا آف اسلام صفحه ۶۲۹ ، کشف المحجوب (علي بن هجویري، دویم اشاعت ۱۹۷۶ صفحه ۲۱۴)