(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونستان او باچاخان

[09.Sep.2022 - 15:36]

 

پښتونستان باچا خان او د پښتنو مقدمه

لیک: مولانا خانزیب / باجوړ- پښتونخوا

ځنې خلک لکه شير علي باچا وغېره وائي د وېش په وخت کښې باچا خان د خپل قام مقدمه د کانګرس سره نه وه سپينه کړې  ، د ېو تاريخي مسئلې په اړه همېش د وخت معروض پام کښې ساتل پکار وي د وخت پېښ حقيقتونه د پام نه غورځول به مونږ د ېو منصف په ځائې په ېو اړخ کښې ولاړ ثابت کړي باچا خان د کانګرس سره د هند د ازادۍ په مبارزه کښې ولې ېو شو د نيوکې وړاندې بائد ړومبې ددې پوښتنې تاريخي شاليد اوسنجول شي  .

 د هند د وېش په وخت کښې تاريخ څه وائي ؟ د محمد زوار خان کاکا ډائري او ښاغلی محب وزير د پښتونستان تحريک په اړه پخپل کتاب کښې ليکي !   کله چې د هند د وېش خبره د دغه وخت د ډېرو امکاناتو پس مخې ته شوه نو په پښتنو کښې د خپل ېو ځانګړي رياست تصور ارمان راپورته شو چې ددغه تصور احساس د ډېر وخت نه وجود لرلو  هم پدغه وخت کښې کښې باچا خان د کانګرس وړاندې دا خبره کېښودله چې که هند ېو ځائې نه پاتي کېږي نو مونږ پښتنو ته دې د پښتونستان په نامه د خپل رياست حق راکړل شي دا ېاد ساتل پکار دي چې د پښتونستان دغه تصور د هرچا په پام کښې د افغانستان نه بار د اوس وخت د شمالي سويلي او مېنځنې پښتونخوا پورې تړل شوې وو

د باچا خان دا ګوښتنه د کانګرس د هغه وخت صدر ، کرپلاني ، د دوېم جون 1947 په نېټه وائسرائې ماؤنټ بېټن په نامه په مهم ليک کښې اورسوله خو د بده مرغه کانګرس د پښتنو دغه خبرې ته کلک اونه درېدو او په درېم د جون د  وېش خبره بشپړ کړل شوه

ددې نه پس په 11 د جون د پښتونخوا صوبې د کانګرس کميټۍ ېوه مهمه غونډه وشوه ټول واک د راتلونکې قامي پرېکړې باچا خان ته پدې وخت کښې ورکړل شو دغه غونډه کښې باچا خان خپلو ټولو غړو ته اووئل  چې خپلو سيمو ته لاړ شئ  وخت ډېر مهم دې خپل مېنځ کښې او د اولس سره د ، رېفرنډم، پرېکون ، آزاد هېواد ، په اړه مشورې اوکړئ ! دا ئې هم ورته اووئل چې بله مهمه غونډه به په بنو کښې په 21 د جون کؤو چې په هغې کښې به پرېکړه کول شي .

 ددې نه پس باچاخان ډيلي ته د کانګرس ورکنګ کمېټۍ غونډې ته لاړې دغه غونډه کښې کانګرس په رسمي توګه د وېش خبره اومنله باچا خان چپ ناست وو آخر کښې دومره کانګرس ته اووئلخدائي خذمتګار دا د وېش عمل منل د پښتنو سره د کانګرس غداري ګنړي مونږ مو د مسلم ليګ په رحم پرېښودو مونږ سره مو وفا اونه کړه ګاندهي جي د باچاخان سره ېو شان خفه وو ګاندهي جي اووئل زه باچا خان ته نشم کتلې خو بلخوا نهرو په هرڅه د پيرنګېانو سره صلا شوې وو .

باچاخان د هند نه واپس شو په بنو کښې خان شهيد ، باچا خان ، امير محمد هوتي ، حاجي ميرزا لي خان ، او ګڼ شمېر مشران د ملک اکبر علي په کور کښې مازيګر راغونډ شو د محمد ابراهيم عطائي د کتاب، د پښتونستان مسله د حق خود اراديت په رڼا کښې، ددغه پرېکړه ليک ذکر کړې شوې چې د    رېفرنډم نه د پرېکون او د خپل آزاد حکومت پرېکړه ليک منظور کړې شو چې تر نن په تاريخ کښې د بنو په قراداد ېاد دې ۔

د بنو ددغه قرارداد سره د پښتونستان تاريخ تړل شوې ددغه وخت تاريخي اړخ شريک دې خو د پاکستان جوړېدو پس د پښتونستان د حېثيت په اړه د خدائي خذمتګارو نظر جدا او د فقير اېپي جدا شو فقير خپل وس اوکړو خو د خپلواکۍ مبارزې کله ډېره اوګده وي باچاخان خو ګرم کوؤ خو بل لور  نن هم د پښتنو نه خبره ورکه ده اتيا سلنه پښتانه نن هم د خپلواکۍ او محکومیت په فلسفه نه پوهېږي حب لاهور لاهو کړي باچا خان خپل قامي غورځنګ ژوندې ساتلې مسلم ليګ ته د هر ډول زارو سره نه دې تلې خپله تنه ئې د قام لپاره په ډېورنډ اړولې خو ځنې خبرې کله د انسان د وس بار شي ځکه چې شاته قام نه وي ېو څو کسان به څه اوکړی .

هم دغه‌وخت کښې په ستمبر کښې فقير اېپي د پينځه څلوېښت پښتنو علماء نه د پښتونستان لپاره ېوه مذهبي فتوا هم واغيسته  د هغه وخت علماء داسې ليکلي وو ! د خپلو شرعي او ملي حقوقو د ژغورنې او د پردو د ظلم او زور د دفعې لپاره په حال د ، سر او خوله باندې د پاکستان تجاوز په مقابل کښې قيام او مبارزه د هر پښتون مسلمان په غاړه فرض ده او هر هغه پشتون مسلمان چې پدې مبارزه کښې برخه نه اخلي د خپلو فرائضو په ادا کولو کښې نيمګړتياوې او کوتاهي کوي .

د پاکستان جوړېدو نه پس زه په ذاتي توګه د پښتونستان غورځنګ هسې ېو افساني تخيل ګنړم چې د وخت حقيقتونه پکښې په نظر کښې نه وو ساتل شوي فقير اېپي د قام اتل ګنړو خو بلخوا فقير هم د ېو ځانګړې فکر سړې وو ځان له به په کار ورپاڅېدو دغه راز د افغانستان د واکمنو کردار هم تش د ېو خوند اخيستونکي تماش ګير وو که ځوک پې ځان ښه پوهه کوي نو د ولي خان او روان فرهادي مرکه دې ولولي د خپلواکۍ لپاره مبارزه ډېر ګڼ کامل اړخونه غواړي او دغه اړخونه زمونږ نن هم نيمګړي او رواسته دي بائد د قام لپاره مبارزه دې ډېره کامله او په هر لوري ډېره بالغه وي د خيالي انځور په ځائې د حقيقتونو په ادراک دې منظمه ولاړه وي.

مولانا خانزېب...

—————-

 

باچاخان ،ګاندي جي ، او مسټر جنا.

لیک: مولانا خانزیب / باجوړ- پښتونخوا

د خلکو په ذهن کښې ګاندهي جي او جنا صېب ستر دي ځکه چې شاته  رياستونه لري خو ولې په حقيقت کښې باچاخان بابا سره ددې نه چې رياست ئې شاته نشته په فکري او عملي مبارزه  ددې دوانړو ستر دې دغه راز ددغه وخت نور مسلمانان ليډران لکه شېخ الهند مولانا محمود الحسن او ابو الکلام آزاد هم د ټول هند په سیاست خپل اغېز خور کړې  .

د باچا خان بابا د ګاندهي جي او جنا صېب په نسبت د ستر کېدو دوه درې لاملونه دي ددې خبرې ، ېو دا چې ګاندهي جي او جنا صېب سیاسي مبارزه هله شروع کړې چې دوئې ته ځمکه بشپړ جوړه کړې شوې وه کانګرس په 1885 کښې جوړ شوې ګاندهي جي ړومبې په لندن او بيا په افريقا کښې وو په 1915 کښې د افريقا نه راځي او  د منطقې په سياست کښې خپلې پاپې سموي د  جنا صېب مسلم ليګ په 1906 کښې جوړیږې او جنا صېب پکښې په 1913 کښې  ګډون کوي دغه راز تر 1920 پورې د کانګرس غړی هم دی ډېر زر بېرته ولايت ته ستنېږي د 1935 نه روستو بيا راستنېږي خو دغه  مېنځ مېنځ  کښې زمانه داسې ده چې د ازادي خوښو د زندانونو سختو او وژنو دور وو خو جنا صېب په لندن کښې ډډه وهلې وه .

اېډوکېټ نور محمد قرېشي پخپل کتاب کښې د پاکستان اسکيم د پير پګاړا او پخواني ستر قاضي نسيم حسن په تړاؤ ليکي چې د وېش ټول عمل د پيرنګېانو د خوښې کار وو جنا صېب او مسلم ليګيان تیار ښانک ته ناست وو دغه راز قرارداد پاکستان په اړه ډاکټر مبارک علي ليکي چې د هغه وخت د وائسرائې هند په ښونه قادېاني سر ظفر الله خان تېار کړې وو ځکه چې مسلم ليګ د وېش په اړه کله په ېو نکته نه وو ولي خان ليکي چې د کرپس مشن نه پس خو مسلم ليګ د پاکستان د غوښتنې نه هم د پيرنګي د ېرې ښوېدلي وو .

باچاخان بابا پداسې حېثیت کښې پاڅي چې نه کم ګوند شته نه کم جوړ مېدان په 1910 کښې ړومبې د ټولنې د علم په لور د بوتللو لپاره د حاجي صېب ترنګزو او مولانا فضل محمود مخفی سره د آزادو مدرسو پېل کوي د ترنګزو باباجي د هجرت نه پس د مېشنري سکولونو په ضد د آزادو سکولونو کار ټول په غاړه اخلي په 1921 کښې انجمن اصلاح الافاغنه جوړوي افغان جرګه جوړوي پښتون مجله خوروي په 1929 کښې خدائي خذمتګار جوړوي ېعنې سياسي مېدان هم پخپله جوړوي او ورسره د ټولنې د شعوري اصلاح نه هم  غافله کېږي نه داسې کم منظم حرکت د ګاندهي جي او جنا صېب په ژوند کښې نه ښکاري دغه راز د باچا خان عدم تشدد فلسفه هم کانګرس او ګاندهي جي سره د ميلاوېدو ډېره وړاندې ده . د سياسي مېدان جوړولو سره سره د ټولنې رغونه هم کوي  زندانونو ته هم سره د خدائي خذمتګارو اچول شي او د اتمانزو نه روانېږي او د ټول هند په سیاسي چاپېریال خپل اغېز خوروي په هند کښې باچا خان ته به د ېو مسیحا په توګه تر آخر وخت پورې درنښت ورکول شو تر دې چې د مرګ نه وړاندې د هند په روغتون کښې چې باچاخان وو نو د حکومت له خؤا رسمي وائل شوي وو که باچاخان د هند په خاوره ساه ورکړه نو د رياست د ېو باچا په توګه مانځل شي .

 د فضل رحيم مروت د وېنا ترمخه ګاندهي جي او جنا صېب په نسبت باچاخان د ېو کليوال چاپېريال نه روانېږي او په ښارونو خورېږې مونږ دا وائلې شو چې باچاخان د نورو خلکو په نسبت د مقاميت په حقيقتونو  بيخي په سوچه اولسي چاپېریال کښې خپل وجود جوړوي دا حرکت شاته د خپل اولس پرته د هيچا ډاډ نه لري خو بيا هم چې وېش کېږي نو کانګرس د پښتنو سره غداري کوي او پيرنګې ګاندهي جي او جنا ته ازادي نه بلکې رضاکارانه رياستونه ورکوي دغه رياستونه ځکه خپلواک نه وو چې نه هند کم مثالي رياست تراوسه جوړ شو او پاکستان خو نيم د مېنځه تلې او باقي هم په ټاټو زانږي.

  باچا خان ځکه د پام نه غورځول شي چې که باچا خان ته رياست ورکړل شوې وې نو پيرنګېانو او د راتلونکي نړۍ وال سامراج چې  ددې منطقې د تل ښکېل ساتلو او شوروي اتحاد ته د ېو مورچې ساتلو لپاره کم اوګد مهاله پلان لرلو هغه نه ترسره کېدو د نړۍ وال سامراج هڅه دا وه چې نه ئې هغه وخت پښتانه پرمختګ او خپلواکۍ ته پرېښودل او نه ئې اوس پرېږدي ، ځکه دا خبره سمه نه ده چې باچاخان د خپل قام مقدمه نه وه رونړه کړې  باچا خان خپله مقدمه هر ځائې ته رسولې وه او د هرچا سره ئې سپينه کړې وه خو قامي غورځنګونه همېش لپاره د وخت سامراج ښکېل ساتي ځکه زمونږ مزل اوګد دې جذبات او تندي مو لار نه ده د شعور مزل لار ده .

 

مولانا خانزېب

09.09.2022

-
بېرته شاته