د پښتو تارېخي شالید
[09.Sep.2022 - 16:30]د معیاري پښتو تاریخي شالید
لیک : نجیب منلی / (ليکنې مجله، کوټه)
په وروستۍ یوه پېړۍ کې د پښتو ادبیاتو تاریخ عموماً د تذکرو په بڼه څېړل شوی او که کله هم د ادبي تولید د ایجاد اړخ ته کتل شوي نو تر ډېره يې په تلویحي ډول تاریخي-ټولنیزو شرایطو ته اشاره شوې ده.
په ډېرو لږو مواردو کې چې ادبیاتو ته د ژبې له زاویې کتل شوي نو بیا هم همدومره ویل شوي چې په یوه تاریخي مقطع کې، یا د یو ليکوال په اثارو کې د نورو ژبو اغیز څومره څرګند دی او څومره یې د وینا ډول ګړنۍ پښتو ته ورته دی. خو د ګړنۍ پښتو مشخصات بیا په خپل تاریخي چوکاټ کې نه دي کتل شوي او غالبه فرضیه دا ده چې د تاریخ په اوږدو کې د پښتو ګړنۍ بڼه له اوسنۍ معیاري پښتو سره خورا نېږدې ده. د بېلګې په توګه دلته د عبدالقادر خان خټک د ګلدستې په سریزه کې د ځټکو د ادبي مکتب په اړه د ښاغلي سید محی الدین هاشمي دا څرګندونه را اخلو: «د مسجع او متکلف نثر پر ځای ساده، روان او د خلکو محاورې ته نېژدې نثر لیکنه پیل کېږي او د خټکو ځانګړی لیکدود را منځته کېږي». همدا راز ښاغلی صدیقالله رشتین د سلیمان ماکو د تذکرې په اړه وایي : «ځینې عبارتونه او جملې یې د پښتو له اوسني رنګ نه لرې دي او د عربي جملو اثر په کې لیدل کېږي، یعنې د کلمو د وړاندېوالي او وروستهوالي له مخه د اوسني وخت له جملو سره زیات توپير لري»
ټر هغه ځایه چې ما ته مالومه ده، نېږدې ټولې دغه ارزونې یوازې له معیارې ژبې څخه د معاصرو ليکوالو پر برداشت ولاړې دي.
د پښتو د لهجو په اړه لومړۍ مستندې څېړنې په نولسمه پېړۍ کې غربي ختیځپېژندونکو کړې دي او د خپلو نیمګړو مالوماتو پر بنسټ یې، د دوو فونېمونو د تلفظ د توپير له مخې، پښتو پر دوو لهجو («کلکه» - Hard - او «پسته» - Soft -) وېشلي دي. د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې غربي پوهانو د وزیرو په ژبه کې د اوږدو واوېلونو اووښتون ته مخ ورواړاوه او د وزیري میتافوني مفهوم یې معرفي کړ. تر هغه وروسته د هماغو دوو فونیمونو د تلفظ پر بنا پښتو پوهانو دریمه لهجه (منځنۍ لهجه) هم معرفي کړه.
د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې که څه هم د افغانستان پر ژبني اتلس کار وشو او د پښتو لهجو د څېړلو له پاره پراخ ساحوي مالومات راټول شول خو د دغو موادو د علمي تحلیل له پاره شرایط مساعد نه شول او د افغانستان ژبنی اتلس لا تر اوسه هم نه دی چاپ شوی. په وروستیو دوو لسیزو کې د پښتو پر لهجوي قاموس کار وشو چې ډېره برخه یې د افغانستان د علومو اکاډيمي خپره کړې ده، خو د دغه کار محوري ټکی د فونولوژي (غږپوهنه - Phonology) پر ځای لېکسیکولوژي (لغت پوهنه - Lexicology) ټاکل شوی دی تر دې چې په چاپ شوو موادو کې یې د کلماتو د لیکلو له پاره منل شوې فونیمیکي الفبې هم پوره نه ده کارول شوې. له ټولو نيګړتیاوو سره سره که ووایو چې د پښتو لهجو پانورامیک (پراخ لید) انځور تر هغه څه ډېر پېچلی دی چې زموږ د لهجهپوهنې (دیالکتولوژي - Dialectology) څېړنې یې په خورا تقریبي ډول وړاندې کوي، مبالغه به مو نه وي کړې.
د شلمې پېړۍ په اوږدو کې پښتو پوهانو هڅه وکړه چې د یوه معیاري لیکدود د تعریفولو چاره سر ته ورسوي خو له بده مرغه سیاسي ناخوالو نه یوازې د دې هڅو د بشپړ بریالیتوب مخه ونیوله بلکې سیمه ییزو تمایلاتو د پښتو پوهانو ترمنځ ناندرۍ هم راوپارولې او شوی پرمختګ هم تر پوښتنې لاندې راغی.
بیا هم د نېږدې دوو پېړیو فرهنګي تولید، بالفعل، د پښتو له پاره یو نسبتاً ټولمنلی لیکنی معیار رامنځ ته کړ چې نېږدې ټول لوستي پښتانه، ټول چاپ شوي پښتو اثار لوستلای شي او په لوستلو کې یې د پام وړ ستونزو سره نه مخ کېږي. په دې اړه، له مقاومتونو او مزاحمتونو سره سره د پښتو پوهانو او لوستو پښتنو شعوري زیار او هڅې د ستایلو دي. دولتي او نا دولتي بنسټونو لکه «مرکه د پښتو»، «انجمن اصلاح افاغنه»، «خدایي خدمتګار»، پښتو ټولنه، د پېښور پښتو اکېډيمي، د افغانستان د علومو اکاډیمي او ګڼو علمي، څېړنیزو بنسټونو د پام وړ خدمتونه کړي دي.
د نولسمې او شلمې پېړۍ له بې شمېره انقلابونو، پرمختګونو، علمي هڅو، علمي مرکزونو، هره ورځ پراخېدونکو د جمعي تفاهم وسایلو ته لاسرسي او تخنیکي لاس ته راوړنو سره سره، په دوه سوو کلونو کې د لیکلې پښتو د معیاري کېدلو بهیر لا هم خورا ټکنی دی.
اوس که د پښتو ادبیاتو د تاریخ یو بل پېر ته ځير شو نو د شپاړسمې او اوهلسمې پېړۍ په اوږدو کې د بین الهجوي لیکدود بې جنجاله خپرېدا (که څه هم په طبیعي ډول د کاتبانو تر منځ ذوقي اختلافات شته) او د شته دیوانونو تر منځ د ژبنۍ رنګارنګۍ محدود والی د پام وړ خبرې دي.
موږ تر دې دمه په کافي شمېر پښتو لاسکښلې نسخې نه دي څېړلې چې په جزییاتو یې پر توپیرونو او ورته والي بحث وکړو خو خواره واره شواهد دا ښیي چې لیکنۍ رنګارنګي که هرڅومره وه په پښتونخوا کې او د نړۍ پر مخ خورو ورو پښتنو (تر دکن او بنګال) کولای شول چې د یو بل اثار ولولي، و یې ارزوي، خوند ترې واخلي او قضاوت پرې وکړي. هند ته د ملا ارزاني تلل او محمدي صاحبزاده ته د شیدا د دیوان د نسخې استول به یې هسې د نمونې يه دود یاد کړو.
دا فرضیه چې د پښتو لهجوي رنګارنګي به په وروستیو پينځو پېړیو کې را منځ ته شوې او خپره شوې وي، ډېره منطقي نه ښکاري. عموماً د اړیکو او د تګراتګ د وسایلو او امکاناتو په پراخېدو د ژبو رنگارنګي کمېږي.
که دا و منو چې د پښتو د لهجو رنګارنګي پخوا تر نن زیاته وه (له عامې پښتو د واڼيڅي ژبې بېلېدل او په څنګ کې یې د اورمړي ژبې تداوم د دې ادعا ملاتړ کوي) نو بیا پوښتنه پیدا کېږي چې څنګه په ناڅاپي ډول، هند کې د پښتنو سلطنتي لړیو تر اضمحلال وروسته، هغه وخت چې پښتون هېواد له سیاسي پلوه د سترو امپراتوریو تر منځ وېشل شوی و، په کثرت سره پښتو اثار رامنځ ته شول او له هماغه پیله یې هم پر ژبه او هم پر لیکدود د لهجو د رنګارنګۍ اغیز ډېر لږ او حتی حاشیوي دی. له دوو استثناوو پرته (د روښانیانو لیکدود او د خټکو ځانګړی لیکدود) چې د ایجاد شرایط یې د هغه وخت له سیاسي فضا سره تړلي ښکاري، د شتو قلمي نسخو غوڅ اکثریت د یوه تقریباً متجانس لیکدود پیروي کوي.
له دې شواهدو داسې ښکاري چې د شپاړسمې پېړۍ په نیمایي کې پښتو ادبیات په ناڅاپي ډول نه دي را منځ ته شوي او د یوه پاخه تهداب نخښې په کې ښکاري.
د «ښ - x-x̌-š-š̥ »، «ږ - g-ɡ̌-ž-ž̥ »، «څ،ځ - c-j-z-ǰ » فونیمونه چې له «خ»، «ګ»، «ز» او «س» فونیمونو سره د لهجوي استعمال له مخې توپير لري، له هماغه پیله ځانګړې بڼې لري. دا واقعیت د دې څرګندویي کوي چې د هغه مهال لیکوالو او لیکونکو په شعوري ډول د پښتو د لهجو د توپير ژبني اصول پېژندلي وو او د هغوی د افادې له پاره یې پر لارو چارو فکر کړی و.
که د نړۍ په کچه د معیارجوړونې شرایط له نېږدې وځیرو نو درې بېلابېل روشونه په ګوته کولای شو:
- یو سیاسي – نظامي – اداري مرکز د یو ټولواک نظام په نوښت د ژبې د لیک او لوست همرنګي را منځ ته کوي (په زاړه یونان کې اتن، په شپاړسمه پېړۍ کې فرانسه، په شلمه پېړۍ کې روسیه او ایران)
- د ژبې په قلمرو کې یوه سیمه، یا یوه ډله په فرهنگی تولید کې تر نورو مخکې شي، د فرهنګي تولید کمي لواړوالی یې د دې لامل شي چې د هماغې ژبې نور ویونکي، د «بازار» له تقاضا سره د هملاري کېدو د اړتیا له مخې هماغه حاکم لوری په خپله خوښه و مني (ایټالیا له دانتې سره، المان له رومانتیکو لیکوالو او مفکرینو سره، په شلمه پېړۍ کې امریکایي انګرېزي)
- د یوې سیمې یا لهجې وګړي یا په شمېر تر نورو ډېر شي او یا په اقتصادي ډګر کې تر نورو د مخه شي او همدغه کميـاقتصادي تفوق ورته یو ډول سیاسي فرهنګي تفوق هم ورکړي (په منځنۍ اسیا او د هند په شمالي سیمو کې د پارسي برلاسي)
خو د پښتنو په تاریخ کې له دغو عناصرو یو هم چندان بارز حیثیت نه لري.
له پورته لنډ بحث څخه دا نتیجه اخیستل به زیاتی نه وي چې په شپاړسمه پېړۍ کې په دومره چټکتیا د یو ډول ناویل شوي، نا تعریف شوي معیار شتون یوه علمي معما ده چې سپړل غواړي.
د دې بحث د علمي څېړنې او ځيرنې له پاره په کار ده چې زموږ علمي مرکزونه خپل د څېړنې لوری بدل کړي، د دې پر ځای چې په سلګونو مونوګرافونه او تېزسونه د شاعرانو او لیکوالو انفرادي ځانګړتیاوو (قوم، ځای ځایګی، علمي-مذهبي-سیاسي مقام، پر مروجو ادبي صنعتونو برلاسی...) او دې ته ورته نورو، له علمي اړخه شنډو، مضامینو څخه واړوي او د نوې ادبپوهنې او ژبپوهنې په رڼا کې خپل زاړه متون (چې ډېره برخه یې لا کشف شوي هم نه دي) د ژبې، ټولنیزو شرایطو او فرهنګي چاپېریال په چوکاټ کې مطالعه کړو. دا لار به په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې پښتو څېړنو ته نوی رنگ او نوی کشش وروښندي.
په تلو تلو کې به له درنو لوستونکو سره هغه کاري فرضیه شریکه کړم چې د معیاري ژبې د ودې پر شرایطو د فکر کولو په ترڅ کې ما سره پیدا شوې ده:
له یوه مورد پرته د پښتنو په تاریخ کې داسې شواهد نه تر سترګو کېږي چې په دربارونو کې دې د پښتو ژبې او ادبیاتو په وضعیت او د ودې پر شرایطو کار شوی وی (دغه یو مورد په پټه خزانه کې په تلویحي ډول د شاه حسین هوتک په دربار کې د ادیبانو او فاضلانو ناستو ته اشاره ده). د احمدشاه په دربار کې هم که پښتو ژبې ته کله پام شوی دی، په انفرادي بڼه و.
د لویو مشرانو په شاوخوا کې هم د ادبي او فرهنګي تولید بېلګې خورا محدودې دي (پير روښان، اخون دروېزه، خوشال او یو څو نور یې د بېلګې په توګه یادولای شو).
که شفاهي او ادبي روایتونو ته مخه کړو نو یو ټکی په کې تر نورو بارز ښکاري. د پښتو زاړه، لاس ته راغلي متون تر یو حده د روحاني کړيو په چوکاټ کې یا د هغوی تر اغیز لاندې ایجاد شوي دي (یا د اولیاوو تذکرې دي، یا د زیارتونو یادونې دي، یا د بزګانو کار نامې دي چې په ضمني توګه په کې د ادیبانو او شاعرانو یادونه هم شوې ده او په شعر کې هم د روحانیت تله درنه برېښي).
نو دا فرضیه ډېره بې ځایه نه ښکاري چې د پښتنو تر منځ د فرهنگي راکړې ورکړې مرکزي ویکتور د صوفیانه کړیو شتون او د هغوی تر منځه راشه درشه ده. په پښتون هېواد کې هر ځای د برخې خاوندان، ستانه، پيران او بزرګان پیدا شوي دي، هر یو د خپلو مریدانو په کړیو کې کار کړی دی او خلیفهګان یې شاوخوا، لېرو نېږدو، سیمو ته استولي دي چې د پیر او پېشوا ارشادات عوامو ته ورسوي. د دغو پيرانو بزرګانو لنګرونه د لوستو، په خبره پوهو، خلاقو فکرونو د راټولېدا، یو تربله د فرهنګې او علمي راکړې ورکړې او استفادې او په پښتون هېواد کې د نظریاتو او فرهنګي تولیداتو د خپرېدا مرکزونه وو. مرشدان د د نیا له چارو بې نیازه وو نو ډېرو لږو یې د خانقاوو او مدرسو د تاسیس هڅه کړې ده او د مرشد له مړینې سره خلیفهګان هم پاشل شوي او نوي مرکزونه یې رامنځ ته کړي دي. په پښتون هېواد کې د کتابتونونو د نه شتون او د کتابونو د ورکېدا یو عمده لامل هم کېدای شي همدا «لږپایېدونکي» فکري مرکزیتونه وي.
زما په نظر د لهجو له کثرت سره سره د ليکلې پښتو د ډېر نسبي یووالي اوثبات عمده علت به همدغه د نارسمي، خوزنده، روحاني مرکزونو د یوې پراخې شبکې شتون وي. البته د منځنۍ اسیا او هند تر منځ د تګ راتګ لویه تاریخي لار (د ورېښمو دلارې هغه څانګه چې پر کابل او پېښور تېرېږي)، د لاجوردو لار (چې هند یې له منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او اروپا سره نښلاوه او پر کندهار او هرات تېرېده) او د حج لار (چې له سیستانه تېرېده) د تاريخ په اوږدو کې د اقتصادي راکړېورکړې مهم محورونه وو او د دې ټولو لارو د وصل په ټکي کې له پېړیو راهیسې پښتانه مېشت دي. د ترانسپورت د وسایلو د یو عمده لوبغاړي په توګه پښتون ولس په سیمه کې تر ټولو خوزنده وګړي دي او طبعاً چې دا حالت د ژبې د یوشمېر ویونکو تر منځ د همغږۍ شرایط رامنځ ته کوي خو په پراخه پیمانه د ژبې د يورنګۍ باعث نه شي کېدای. په دې توګه دا فرضیه هم لومړۍ فرضیې سره په ګډه تر شپاړسمې پېړۍ ډېر دمخه د یوډول معیاري پښتو شتون توجیه کولای شي.
د دې فرضیو د واقعیت او ريښتینولۍ اثبات طبعاً تحقیقي کار ته اړتیا لري. په کلاسیکو متنونو کې د تعریف شوو، ژبنیو شاخصونو د وینا د ورته والي او توپيرونو د پرتلې له لارې کولای شو په دې برخه کې د پرمختګ هیله ولرو.
له ګرانو لوستونکو هيله کوم چې که په دې اړه څېړنې، مواد، شواهد، خیالونه، انګېرنې، شخصي فرضیې... ورسره وي راسره يې شریک کړي او د دې فرضیې په رد یا تایید کې مې لارښونه وکړي.
نجېب منلی 09/09/2022