(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احمد دین طالب

[01.Apr.2023 - 14:51]

احمد دين طالب 

لیک: شبير دراني

زۀ چې د کله نه د ليک لوست جوګه شوے يم نو دا يو خبره مې په ذهن چکونه لګوي چې آخر داسې کوم علم وو چې آحمد دين طالب ورپسے د هشتغر نه  سوات ته سفر وکړو او د خپل زلميتوب ګلونه يې په سوات کې مړاوے کړل

په دا خبره کې هيڅ شک نشته چې آحمد دين طالب ستر عالم صوفي کيمياګر او فلسفي وو هغوي چې د دين اسلام اصول او مسلې په کوم فلسفيانه انداز کې د شعر په ژبه بيان کړے دي نو چې يو انسان په اسلامي علم پوره پوهه نۀ لري نو په هغې يې ذهن کار نۀ کوي د مثال په توګه دا شعرونه

.

ريښتيا مۀ وايه پريوزې په غذاب کې

د دروغو اجازت شته په کتاب کې

د جنت نه د معاش اميد او نۀ کړے

د سفر نه خطر نۀ وينم حطاب کې

کلمه د پيغمبر وايې کافر شوے

شته د کفر کلمه د اسلام باب کې

احمد دين طالبه خور په رور روا ده

کۀ څوک وايي ورته وايه په جواب کې

،

ولې څۀ رنګ چې دا خبره د شک نه پاکه ده چې آحمد دين طالب يو غټ عالم وو هم دغه رنګ دا خبره هم د کانړي کرښه ده چې عبدالغفور عرف سوات صيب يا سيدوبابا د کال 1911 نه تر کال 1913په پړانګ هشنتغر کې او د کال 1913نه تر کال 1914 په تنګي نصرتزو کې د علم تنده سړه کړے ده د سيدوبابا نه علاوه پيربابا او پير روښان بابا هم د علم په تکل د هشتنغر سفرونه کړے دي

دغه رنګ عاشق رسول الحاج محمد آمين صيب د سليمان خيلو  هشنغر پله راغلې وو

آصل کې آخوند بابا د 1857 د  جنګ اذادۍ مخکښے د پيرنګي خلاف د جهاد آعلان کړے وو بيا روستو په کال 1872 کې د کابل آمير شيرعلي خان د جلال اباد حاکم آحمد خان آسحاقزي سره د څلويښت زره سوارو د باجوړ په لار سوات ته راليږلې وو چې ماته دعا کوه زۀ په پيرنګي حمله کوم آخوند صيب په دغه موقعه آحمد خان اسحاق زي ته وفرمايل چې خپل آمير شيرعلي خان ته وايه چې زۀ صرف يو دعا کونکي پير فقير نۀ يم يو سرباز غازي او مجاهد هم يم 

تاسو د خيبر په لاره په پيښور حمله وکړے او زۀ به د ملاکنډ په لار جهاد له درشم د دے ټول تاريخ ليکلو مقصد مې دا دے چې احمددين طالب په سوات سيمه زدکړه ضرور کړے ده ولې هغه په طلب د علم نه غزا تلې وو 

په 1863 کې چې پيرنګي مردان فتخ کړو او بونير پله يې مخه اوکړه نو په دغه زمانه عبدالله د مجاهدينو آمير وو عبدالله د مردان نوښار پيښور او هشتنغر ټولو غټو غټو خانانو ته خطونه ليک کړل چې پيرنګي لکه سين په مخه روان دے او د پښتنو سيمې قبضه کوي کۀ چرے تاسو زمونږ سره مرسته وکړه نو مکار پيرنګې به په شريکه قابو کړو

کنې د پښتنو دا ازادې سيمې به هم ډيرې زر پيرنګې د ښپو لاندې کړي

 دغه رنګ د نوښار مردان پيښور او هشتنغر جهادي ټولګي جوړ شو او بونير پله روان شو په دغه زمانه آحمددين طالب د دريالس څورلس کلونو تنکې زلمې وو هغه هم د شوق سره ذنده باد  وويل او د هشتنغر جهادي ټولګي سره بونير ته لاړو

په  16اکتوبر 1863 کې سوات صيب هم د بونير غزا له د سيدو شريف يوازے را روان شو ولې سوات صيب له د سيدو شريف نۀ وو راوتلې چې څلور زره 4000 پيدل او يو سل او شل 120 سوارۀ مريدان يې په حدمت کې خاضر شول او امبيلې پله غزا له را روان شول دغه رنګ د ټولو سيمو جهادي ټولګي په يو مورچل راجمع شول

آحمددين طالب چې د رنګ نه سور سپين او په اونه لوړ دنګ وو دغۀ رنګ يې ښايسته آخلاق او پسته ژبه لره أحمد دين طالب د سوات زلمو سره  په دغه لږو ورځو کې تعلق جوړ کړو د هشتنغر خلک هسے هم په تعلق کې ميړني او د خلې چابک دي  واپسئ کې احمد دين طالب  د هشتنغر په ځاېې د سوات جهادي ټولګي سره سوات ته لاړو او هلته  مينګوره کې د بنجيارانو په جومات کې ديره شو

,

زۀ طالب احمد دين سوات کې ځکه خواښ يم

چې وطن د ښاپيرو مې دے موندلے

,

ولې ياده دې وي چې آحمدين طالب خو د شوق سره ذنده باد ويلې وو او د جهادي ټولګي سره بونير ته او بيا د بونير نه سوات ته تلې وو ولې بيا يې هلته نۀ په توره جهاد کړے او نۀ په قلم

د احمد دين طالب په پوره ديوان کې د جهاد يا غزا په باره کې يو نظم يا غزل نشته هغه په حسن و جمال مئين وو او د رنګونو او ښايستونو وطن ورته الله پاک ورنصيب کړو 

احمد دين طالب په سوات کې کيمياګري زده کړله او سره زر به يې جوړول

احمدين طالب په قد قامت او رنګ جوثه ښه برابر وو نو چې د بنجيارانو جومات ته به څوک لمونځ له راتلل نو په دوي به يې نظر پريوتو

,

آحمد دين طالبه زيرے مې درباندے

شيرافضل دے د خانانو شو خان نن ورځ

,

شيرافضل خان د سوات ادب مئين خان او ډوډي مار پښتون وو د غټ دسترخوان خاوند وو کله چې هغه ته پته اولګيده چې د هشتنغر يو مسافر او د قلم خاوند د بنجيارانو په جومات ديره دے نو  هغه د ځان سره  خپلې ديرې ته بوتلو به لږه زمانه کې د آحمددين طالب نوم په سوات تر لرې لرې خور شولو او بې شمير زلمي يې مريدان شول

او هم دغه سره په آحمد دين طالب د تورونو او تهمتونو لګيدو سلسله پيل شوه

احمد دين طالب دې تهمتونو او تورونو ډير مايوسه کړو او د سوات نه د واپس تللو فيصله يې وکړله

د کال 1863/64 نه تر کال 1905 احمد دين طالب د خپل ژوند وده څلويښت کلونه  په سوات کې تير کړل او آخر يې وويل چې

,

احمدينه چې په سوات کې وفا غواړے

غواړے خوند د شکرقند د سپيلنو نه

,

څۀ عجيبه شان اتفاق دے د خوشحال خان خټک  بابا او احمدين طالب سوات په تګ او د سواتيانو نه په مرورتيا کې

او ما ته يې پوره انداذه ځکه کيږي چې ما په خوشحال خان خټک بابا مقاله ليکله نو هم د خوشحال خان بابا سوات په تګ او مرورتيا مې ليکلې وه کومه چې په 2009 کې چاپ شوے ده

 خوشحال خان خټک بابا چې د سوات په سيمه قدم ږدي نو وايي

چې د ننګ توره دے واخسته خوشحاله

درومه سوات ته څۀ خټک څۀ يې لښکرے

۔

آحمد دين طالب هم په دغه موقعه وايي

،

زۀ طالب احمد دين سوات کې ځکه خوښ يم

چې وطن د ښاپيرو مې دے موندلے

۔

خوشحال خټک بابا چې د سوات مرور راځي نو وايي

 

نوم به ئی څه د کشرانو په خله اخلم

چې  ئې واړه  ملکان  وينم بې   ننګه 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

آحمد دين طالب په دغه موقعه وايي

،

آحمد دينه چې په سوات کې وفا غواړے

غواړے خوند د شکرقند د سپيلنو نه

،

احمدين طالب چې د سوات نه مرور راغلو نو د خپل شاګرد صحبت خان سره ديره شو 

صحبت خان ډير ښايسته آواز لرونکې وو احمد دين طالب چې به کلام ليک کړو نو صحبت خان به ورته هغه کلام په ترنم کې وايلو احمد دين طالب د خپل شاګرد صحبت خان د آواز په خپلو شعرونو کې بار بار ذکر کړې دې

او وايي چې زما د کلام ښکلا د صحبت خان اواز سره يو په دوه شي

صحبت خان د خپل استاد احمد دين طالب شل کاله خدمت وکړو

  او آخر دا چې په کال 1925 کې آحمد دين طالب د دے فاني دنيا سفر وکړو او د خاورو ميلمه شو

آحمدين طالب په کال 1852 کې په اتمانزو کلي پريچ خيلو کندي کې پيدا شوے وو 

ياده دے وي چې په تاريخي کتابونو کې پريچ خيل په فريد خيل ليک دے

ولې فريد خيل کندې نه پخوا زمانه کې په اتمانزو کې وو او نه اوس شته البته پريچ خيل کندې او قام دواړه له زمانو راسې په اتمانزو کې ميشته دي اصل کې يا خو د أحمد دين طالب شاګرد صحبت خان دلته تيروتی دې او يا ليکونکې ولې پکار وه چې په دا څه کم يوه پيړۍ کې ليکوالو د دې اصلاح کړې وه

او فريد خيل يې په پريچ خپل بدل کړې وو

احمد دين طالب ډير زيرک انسان وو دا طالب تخلص هغه ځان ته په ډير سوچ غوره کړې وو

طالب په معنا د ذده کونکي وي او علم خو درياب دې يو انسان دا دعوه نشي کولې چې ما ټول علم ذده کړلو او زه استاد شوم انسان تر مرګي ذده کونکې وي او ذده کونکې تل طالب ياديږي

او دويمه دا چې احمد دين طالب واده نه وو کړې چې روستو خلکو احمد دين طالب په خپل اولاد پيژندلو او د اولاد نه يې ورته د عمر اندازه کيدله احمد دين طالب ويل چې د مرګ روستو لوستونکي احمد دين  سره طالب تخلص ګوري نو زه به‌ د تنکې ځوان په څیر د لوستونکو ذهنونو کې راځم

احمد دين طالب چې په کال 1863/64 کې د هشنغر اتمانزو نه تلې وو نو بيا يې تر مرګ د هشنغر په خاوره قدم نه دې ايښېودلې نيم عمر يې په سوات تير کړو او اخرني شل کلونه يې د خپل شاګرد صحبت خان سره په مرغوز کې تير کړل او د مرګي روستو يې هم هغلته خاورو ته وسپارلو

(شبيردراني) Amad-DIN Talib

by: Shabir Khan Durani 01.04.2023

- دراني
بېرته شاته