(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډبل اووکې

[02.May.2023 - 07:26]

ډبل اوکی ورته ووهه

لیک : بازمحمد عابد

تېره اوونۍ د مدرسې چڼو ته د دستاربندۍ په پروګرام کې خپل کلي ثمرخېلو ته بلل شوی وم. زه چې کله هم کلي ته ځم نو د مياعلي بابا زيات ته هم سر ورښکاره کوم او په کې تړلو لېونيانو سره خواله کوم. مياصاحبان خو مې يو کليوال دي او بل مې ډېر ټولګيوال هم په کې شته چې اوس د پلرونو په مسند ناست دي، لېونيان تړي، د اولاد د ورکړې تاويزونه کوي، پېريان پورته کوي، د ماشومان د ځېل ساختونه ورکوي او نورې ډېرې نسخې هم د شکرانې په بدل کې ورکوي.

دا ځل هم له يوه ټولګيوال مياصيب سره چې د زيارت وار يې و مخ شوم. له روغبړ وروسته يې  راته د چايو پياله ډکه کړه. د لېونيانو په بازار مې ورسره خبرې کولې، ويل يې چې درې څلور راسره تړل شوي خو پرهېز کړي مو دي، خبرې کول ورته تاوان رسوي. په همدې خبرو کې وو چې د مياصيب موبايل وکړنګېده. پرته له دې چې مياصيب نمبر ته وګوري له مخې سره يې د اوکی تڼۍ ووهله.

ـ هيلو، هيلو، واليکوم سلام خو اواز دې ډير ټيټ  دی، په زوره خبره کوه.

 او دې خبرې سره مياصيب د خپل موبايل لاوډ سپيکر خلاص کړ. مقابل لوری ورته وويل:

ـ ميرداد يم، کونړ نه مې زنګ وهلی دی.

ـ ښه ښه، مريض دې څنګه دی؟

ـ مياصيب تا چې زموږ مريض ته د دريو مياشتو ساختونه راکړی وو، يو ځل نيم خو يې کار وکو، خو دا درېيمه ورځ ده چې ساختونه بېخي کار نه کوي. شپه او ورځ کې پرې درې څلور وارې پېريان راځي، ښځه مې ډېره تکليف کې ده. دا اوس هم کابو دوه ساعته وشو چې پېريانو نيولې، ټول کور ورسره تکليف کې دی.

مياصيب ورته وويل:

 غم مه کوه. ساختونه چېرته په روانو اوبو کې واچوه او د موبايل لاوډسپيکر دې چالان کړه. اوس به درته د پېريانو نه خور واخلم

مقابل لوري وويل:

 مياصيب ډبل اوکی مې ووهله.

او مياصيب په حضراتو ويلو پيل وکړ.

ـ يا بې ايمانه جنسه، تاسو خو ما سره وعده کړې وه چې په دريو مياشتو کې به دې عاجزې ړندوکې ته سر هم نه وښکاره کوئ. دا خو لا مياشت پوره نه ده چې تاسو دا خواره کۍ بيا راايساره  کړې ده. سم شئ کنه د مياعلي بابا ټول مجناوران درپسې په ان پن کې درغلل او دا اورمېږونه به درته مات کړي.

مياصيب چې تر دې دمه په غوصه لګيا و، خبرې يې نرمې کړې او مقابل لوري ته يې وويل

ـ څنګه شوه ښځه پېريانو پرينښوده؟

د مقابل لوري ځواب راغلو.

ـ ښځه خو يو څه له زوره راولوېده. که لږ نور دم درود پرې هم ووايي.

مياصيب يو ځل بيا په چجه کې شو.

ـ زه تاسو ته وايم که چا ته وايم؟

بې دينه بې ايمانه جنسه، پرېږدئ دا ړندوکۍ عاجزه چې خپل لمونځ اودس وکړي. تاسو خو د هغه هندوانو پېريانو هم بدتر شولئ. پريږدئ که  درغلم نو اور ته به مو واچوم

په دې وخت کې له مقابل لوري ځواب راغلو:

ـ مياصيب الله دې مه خرابوه، ښځه رکه روغه شوه.

مياصيب  ورغبرګه کړه.

ـ نه به رغېږي، زما خو يې په چیغو بېخ او بنياد شين کړو.

ـ مياصيب تا دې خدای ژوندې لري، بس شکرانه دې په ما پسې په  کتابچه کې  وليکه، چې درغلم نو ښه به دې خوشحاله کړم.

مياصيب ورته وويل:

- ته داسې وکړه چې زما افغان بیسم ته د پینځه سوه افغانيو يو کارت په ميسيج کې راوليږه، پاتې به درپسې د ياداشت په کتابچه کې وليکم

ـ ښه سمه ده مياصيب، چې بازار ته ووتم اول به تا ته د موبايل کارت درولېږم.

د ليکلو نيټه

29.04.2023

- بازمحمد عابد
بېرته شاته