لور
[05.Dec.2018 - 15:39]لور
لیک: ډاکټر لطیف یاد
پر ښاغلي قاضي منظور موسی خیل ا و دده (لور)پر ناول زما یو څو خبرې
قاضي صیب منظور موسی خیل په ۱۹۷۴ زیږدیز/میلادي کال کې دپښتونخوا په مرکز پيښور کې زیږیدلی دی او دمحترم پلار نوم یې قاضی صیب مصنیف خان موسی خیل دی.دی په قام مومند او ددغې سترې قبیلې دموسی خیلوپه څانګې پورې اړه لري . ده خپلې زده کړې دپښتونخوا په مرکز پيښور په دریم نمبر های سکول کې سرته رسولي دي او بیا یې په ګورنمنټ کالج کې هم زده کړې کړي دي .قاضي صیب قرآن شریف حفظ کړی او دداودزیو په یوې مدرسه کې یې ًدفقهې اصول او دقرائت په علم کې هم زده کړې کړي دي . همداراز ده په پيښورکې دای. آر. سي هغه انګریزي کورسونه هم لوستلي دي چې دافغانانو لپاره جوړ شوي وو.
قاضی صیب په ۱۹۹۳زیږدیز /میلادي کال کې دخپلې کورنۍ ته درزق او روزۍ دپیداکولو په لټه کې دشخصي کار اوبار لپاره جاپان ته تللی او هلته یې دکاروبار تر څنګه ځينې دلنډې مودې کورسونه هم لوستلي دي . بیا نوموړی په ۲۰۰۰ زیږدیز/میلادي کال کې دعربي متحده اماراتو ددوبی ښارته تللی دی او هلته په خپل شخصی کار اوبار اخته دی چې لا تراوسه پورې هما غلته ژوند کوي .
قاضی صیب دنثردلیکلو تر څنګ شاعر هم دی ،خو ډیر شعرونه نه لیکی . دده یومشهورناول چې (لور) نومیږي دوه ځلې چاپ شوی دی چې ددې ناول دلیکلوپه وجه ورته دوه جایزې ( ایوارډونه ) هم ترلاسه شوي دي چې یو یې د(اباسین آرټ کونسل ایوارډ) اوبل د(اجمل خټک ادبي ایوارډ) دی.دده بل نوی ناول به که خدای کول ډیر زر له چاپه راووځي .
ښاغلی قاضی صیب منظور موسی خیل اوس په عربي متحده اماراتو کې دپښتو ادبي ټولني مرکزي مشر هم دی.
اودقاضي صیب دلورنا ول:
---------------------------
لورهغه ناول دی چې دپښتونخوا لیکوال او دعربي متحده اماراتو دپښتو ادبي ټولنې مشر ښاغلي قاضي منظور موسی خیل صیب له خوا لیکل شوی دی دی چې لومړی ځل په ۲۰۱۵زیږدیز/میلادی کال او ددویم ځل لپاره په ۲۰۱۶ زیږدیز / میلادي کال کې دپښتونخوا په مرکز پيښور کې دعربي اماراتو دپښتو ادبي ټولنې له خوا د(۱۰۰۰) ټوکو په شمېر چاپ شوی دی.
ددې ناول په لومړۍ برخه کې ښاغلي قاضي منظور موسی خیل ، دپښتونخوا مشهور شاعر ښاغلي رحمت شاه سائل، دپښتونخوا مشهور کالم لیکونکي ښْاغلي نورالبشر نوید ، دپښتو ژبې لیکوال ښاغلي خادم حسین ، ښاغلي چشمان موسی خیل اوښاغلي حیات روغاني ددې ناول په اړوند خپل نظرونه لیکلي دي .
دلور ناول په لسو څپرکو کې لیکل شوی دی چې ټول ( ۲۰۹) مخونه کیږي .
ماته هم قاضي صیب مو سي خیل دمخه ویلي و چې زه باید دده پر ناول یوڅه ولیکم ، خو دده ناول زما سره نه و ، ځکه نو دده نه مې دده نا ول ورنه وغوښته او ده هم مهرباني وکړه او د خپل یوه ملګري فیاض خان صیب له لارې یې دا ناول ماته په پوسټ کې راولیږه . ماته دا ناول دهمدې کال دنوامبر دمیا شتې په لومړیو کې راورسید او ووروسته مې ددې ناول په لوستلو پیل وکړ او دادی زه هم دقاضی صیب پر ناول باندې خپلې یو څو خبرې لیکم:
لکه چې تاسو آغلو او ښاغلو ته به معلومه وي چې دناول لیکلو اصلي ځای اروپا ( یورپ ) دی او وروسته چې کوم مشهور ناول لیکل شوی دی نو هغه د (ډان کی خوت) په نامه سره یادیږي چې د ډن کیشوت( ) په بڼه هم لیکل کیږي او لیکوال یې هسپانوي میګویل
دی سراو انتیس ( ) و. و ددې ناول لومړنۍ برخه په ۱۶۰۵ زیږدیز/میلادي کال او دویمه برخه یې په کال ۱۶۱۵ زیږدیز/میلادي کال کې په هسپانوي ژبه خپره شوه .
تر دغې مو دې وروسته په فرانسې ، جرمني ، انګلینډ ، ناروي او روسیه کې هم ناولونه ولیکل شول چې ځيني یې دنړیوال شهرت نه برخمن شول .
تردې وروسته په کراره کراره ناول نورو ژبو ته هم لاره پیدا کړه .
په پښتو ژبه کې چې کوم ناول لومړي ځل له اردونه پښتو ته ژباړل شوی دی هغه د ډپټی نذیر احمد ( مراة العروس ) دی چې ميا حسيب ګل په ١٨٧٦زیږدیز /میلادي کال کې له اردونه پښتو ژبې ته ژباړلی دی او په ١٩٥٧زیږدیز کال کې چاپ شوی دی .
تر( مراة العروس) وروسته ميا محمد يوسف کاکاخېل د ډپټي نذيراحمد يو بل ناول (توبة النصوح ) له اردو ژبې نه پښتو ته وژباړه او په ١٩٠٥زیږدیز /میلادي کا ل کې چاپ شو.
بیا قاضي عبدالرحمن او پادري لي مهر د(سیر السالکین) په نامه یو ناول په پښتو ژبې وژباړه.
دناولونو دژباړو او ترجمو چې ورتیرشو نو لومړنی لیکوال چې په پښتو کې دناول لیکلو ویاړ ورپه برخه شو هغه ارواښاد استاد سیدراحت زاخیلی دی چې د( ماه رخ )) ناول یې په ۱۹۱۲ زیږدیز/میلادي کال کې ولیکه او دا په پښتو ژبه کې لومړنی ناول ګڼل کیږي .
ورپسې تر ۲۷ کلونوځنډ وروسته په افغانستان کې نورمحمد تره کي د(بې تربیې زوی) په نامه یو ناول ولیکه چې په ۱۹۳۹ زیږدیز/میلادي کال کې دکابل په مجلې کې چاپ شو. نورمحمد تره کي تر هغه وروسته نورپښتو ناولونه هم لیکلي دي چې په هغو کې څړه ، دبنګ مسا پري ، سپین ، سنګسار ، موچي او دغوایی لاندی نومونه اخیستلی شو چې ټول یې چاپ شوي دي .
بیا ورپسې په پښتونخوا کې صاحبزاده محمد ادریس د( پیغلې ) په نامه ناول او ډاکټر عبدالله جان اسیر ( ددرس عبرت ) په نامه ناولونه ولیکل.
په افغانستان کې ښاغلي غلام غوث خیبري د ( ابدالي توره )او د( اورلمبې ) ناولونه ولیکل چې دابدالي توره ناول یې په ۱۹۵۶ زیږدیز/میلادي کال کې په کابل کې چا پ شو.
سربیره پردې په پښتونخوا او جنوبي بښتونخوا کې دیو شمیر نورو ناول لیکونکو نومونه هم اخیستلی شو چې په هغو کې داشرف درانی ( زرکې سترګې )، دحمزه بابا ( نوې څپې )، درشید علي دهقان ( دسرو تعویذ) ،دمحمد ابراهیم شبنم ناولونه (خواښې اینګور ) او ( چرسي )، دمیا سیدرسول رساد (مفرور، شمۍ ، مامونۍ ، خودکشي او میخانه) په نامه ناولونه ، دشیرزمان طایزي (ګل خان ، امانت ، رحمان کورونه ، غونډۍ او واده ونه شو) ناولونه .همداراراز دحبیب افغاني د( ښاپیرۍ ، مینه او قرض ، ناوې او غشي ) پښتو ناولونه ، دبنو دغازي سیال ناولونه (بنزی ، منګری )، دسوات درحیم شاه ناولونه( راج ګڼه ، بي بي مبارکه او سکندر اعظم)، دسوات دپاینده خان (د دشت لوط مسافراو بهګوان ناولونه )،دښاغلي شیرزاده خدوخیل ناول ( غازیان)، دسلما شاهین ناول (که رڼا شوه )، دسعدالدین شپون (شین ټاغی ). دطاهر اپریدي ( کاڼو کې رګونه )، دارواښاد عقاب خټک ( لوی بوټان) ، دعبدالباري جهاني ( قوماندان) ، داسیر منګل (ترله) ، د عبدالبصیر زخمي ( وړه بي بی)، دپرویز شیخ ( توده بکره ) ، دساغر اپریدي (نوی کهول) ، دبشیر دودیال ( دمینې ډالۍ )، دمیا مکمل شاه (ژوندۍ مینه) ، دمصطفی جهاد ( دتخت غمی) ، دډاکټر عبدالخالق ( داخو مینه نه وه)،دمحمد ظریف خان (مزل او منزل ) ،دمصطفی سالک( پاتې شه باران دی )، دمحمد اعظم د ملازو ( شاهین)، دخیر الحکیم حکیمزي ( دسیند په غاړه تږی)، ددلسوز خټک (ګل خوبانه دې یم )، دشیر احمد شیر ( نوی ژوند ) ، دتاج سعید خټک ( کډه په سر او پیټی پر شا ) ، دمجاور احمد زیار ( مینه دزړه په وینه )، دکبرا مظهري ( سپوږمۍ ) ، دصفیه حلیم ( زبیښاک)،دوږمه سبا عامر ( جنت کوټ ) ، دعلم ګل سحر (مینه او جګړه) ، درحیم الله بشارت پولیسي ناول ( دشنو ګټو قاضي ) دمحمد انور وفا سمندر ناول( په کور یو لیونی ) ،دعبدالهادي حیران د( چڼي ) په نامه ناول ، د ایمل امیدي ناولونه ( که زه درسره نه وم ، جرم او جزا) ، دسلطان باش خیل اپریدي ناول ( کر ) دارواښادپروفیسر رازمحمد راز ناول (عاشو، لمر او باران اوري)، دنصیر احمد احمدي ناولونه ( اغزن سیم ، جوجو،بوډا ، دلیوانو پلونه ، خونکار، بغدادی پیر، نېکه،رڼا او زرو ) ، دډاکټر محب الله زغم ناولونه ( ځانمرګی ، دولسمشر فرمان او ځوروونکی) ، دمحمداجان یارناولونه ( هوسۍ ، څانګه اوداژوند او څیرېاو دلیلي دښته )، دعارفه عمر بشیرلورناولونه ( ماتې سیپۍ ، دواده پر سبا ، او ستومانه تیښته ) ، درحمت الله رحمت ناول ( امید) .دامین ګودرد (څلرویشت ) په نامه ناول ، دایازالله ترکزي ( جونګړه )، دافضل شوق ناول (پروني مخونه )دعبدالقادر مجرم ناولونه ( لویه لارده څوک به راشي، ټولنه لیونۍ ده، مینه مروره شوه ، زړونه کاږي، بختیالۍ ) دآرش ننګیال ناو ل ( ولس ما وژلي و )ودعبدالجلیل ممتازناول ( تور منیجر) ، دسمیع الدین سعید افغاني ناول ( شین خالۍ ) دډاکټر عبدالهادي حماس ناول (تقدیر ) دحاجي محمد رزمي ناول ( داتلانو هوسونه)، د( اکرم اوسارا ) پښتو ناول داحمد جان نوزادي لیکنه ،(وروستی ارمان ) دښاغلی رفیع الله روشن ناول.دآغلې طوبی نداساپۍ ناول (په سترګو کې لیکل شوې افسانه ) د ( اوربلکۍ ) ناول دښاغلي محمد آصف عمر لیکنه، د( زرګون )او ( داووورونوخورکه داختر غوا ) په نامه ناولونه دمشکور الرحمن حمیدي لیکنه ، دبي بي سیده عارف ناول (شپه له نیمې اوښتې )
همدارازیوشمیر ناولونه له نوروژبونه پښتو ته ژباړل شوي دي چې په هغو کې( ا نسان او دیوتا )د نسیم حجازی له شهکارو ناولونو نه دی چی ښاغلي محمد زبیر شفیقی پښتو ته ژباړلی دی
همداراز دایف سکاټ فیټز جیرالډ ناول ( یوازې شوې ) چې ښاغلي طارق نجیب پښتو ژبې ته ژباړلی دی.
د( زه ګنهګاره نه یم ) ناول چې لیکوال یې عمیرا احمد دی او ښاغلي طارق نجیب پښتو ته ژباړلی دی.دعبدالقدیم پتیال له خوا د(زرپاڼّه )ژباړل شوی ناول چې لیکوال یې محمد حجازي دی، ( دشاه جهان وګړپال ژباړل شوی ناول "فردوس يا بله نشته" چې د ناول ليکوال السداوي دى. اغلې صفیه حلیم هم ځیني ناولونه پښتو ته ژباړلي دي چې به هغوکې د(غمجن نسل ) ،( غرور او تعصب) ، ( دنیا ) ، ( ربیکا ) . دسردار ولي څرک ژباړل شوی ناول ( وروستی دیدن ) چې لیکوال یې انور احسن صدیقي د ی.
(دهند پر نیمه وچه دافغانانو حکومت )چې یو تاریخي ناول دی او ښاغلي قریب الرحمن سعید پښتو ته ژباړلی دی . دښاغلي ډاکټر خالق زیار ( مات څانکونه ) چې دده له خوا پښتو ته ژباړل شوی دی او لیکوال یې جبران خلیل دی. دصالح محمد صالح له خوا ژباړل شوی ناول ( زه بدلمنې نه یم! )دښاغلي مبارک شاه داودزي ژباړل شوي ناولونه ( زه دچا لورنه یم ، دځوانۍ په ځنګل کې اود پپلن تېښته ). دښاغلي اسدالله جلالزي ژباړل شوی ناول( لومړنۍ مینه ) چې دروسي لیکوال ایوان تورګنیف لیکنه ده . په همدې ډول د( جاسوسه) په نامه ناول چې لیکوال یې پاولو کویلو دی او خالد نجیم پښتو ته ژباړلی دی ، ( ددوندرلیوان ) چې لیکوال یې واحدالله امان دی او علم ګل سحر پښتوته ژباړلی دی. ..
په اوسني وخت کې لیکوالانو دژوندانه پر ټولو اړخونو ناولونه لیکلي دي چې ددغو ناولونوځینې ډولونه دادي :۱- اصلاحي ناولونه ۲- عشقي او دمینې ناولونه ۳- پولیسي ناولونه ۴- تاریخي ناولونه ۵- ټولنیز ناولونه ۶- ډرامه یې ناولونه او ځیني نورناولونه .
دښاغلي قاضی منظور موسی خېل صیب د لور ناول ځکه ماته په زړه پورې او خوندور دی چې قاضي صیب په خپل دغه ناول کې دخپلې ټولنې او معاشرې ښه انځور اخیستلي دي او ویلی شو چې دده دغه ناول دپښتنې ټولنې( معا شرې ) ښه هینداره ده . ما چې دښاغلي قاضي صیب دغه خوندور ناول لو سته نو فکر مې کاوه چې زه په ژوندۍ بڼه دغه ټولې صحنې له نږدې په خپلو سترګو وینمه او هرڅه زما دسترګو په وړاندې ترسره کیږي . ددې ناول اصلي کرکټرونه ډاکټر نسرین ¸ ننګیال، ډاکټر اسلم ، دننګیال مور ، شیرزمان خان ، کبیر ، نورزمان خان ، محمد زمان خان ، زرین خان او ډاکټر کلثوم دي .
په دې ناول کې د ننۍ پښتنې ټولنې ( معاشرې ) ټول هغه منفي اړخونه لیدلی شو چې له بده مرغه نن ورځ پښتانه ورسره لاس او ګریوان دي .په پښتني ټولنه( معاشره ) کې نا امني او ناوړه حالات ، چاودنې ( دهماکې) او مرګونه ، په چاودنه ( دهماکه ) کې د ننګیال ټپي کیدل او په روغتون کې هغه ته دوینودپیداکولوپه وخت کې دروغتون دچارواکو زړه بوګنوونکي چلند او همداراز دنسرین په وړاندې دکبیر ناوړه چلندونه ټول هغه څه دي چې دپښتني ټولنې منفي اړخونه جوړوي .
ددې ناول ښاغلي لیکوال په ډیر مهارت سره هڅه کړې ده چې دپښتني ټولنې ټولې منفي خواوې او دپښتني معا شرې تضادونه بربنډاو په ګوته کړي او موږته دا وښيي چې په پښتني ټولنه ( معاشره ) کې له بده مرغه موږ له کومو نیمګړتیاووسره مخامخ یو.همداراز لیکوال دښځو په اړوند زموږ دټولنې دناوړه چلند نه هم پورته کړې ده اودا یې جوته کړې ده چې ښځه تر نن ورځې پورې په پښتني ټولنه کې محکومه ده اوددوی پر روا حقونو سترګې پټې شوي دي او دوی ته تل دټولنې دخلکو له خوا په خواره سترګه کتل شوي دي ، خو ددې ټولو سره سره بیا همدده په ناول کې په پښتنو کې دیوبل سره خواخوږي ، مینه، زړه سوی او مرسته هم له پامه نه ده غورځولې شوې چې ښه بېلګه یې ډاکټر نسرین دی چې ترپایه پورې دننګیال او دده له موره یې خپله مرسته ونه سپموله .همداراز دډاکټر اسلم غوره کرکټر هم ددغو پښتني ټولنې دمثبتواړخونو یوه بېلګه ده.
دقاضي صیب دناول ژبه خوږه ده اوپه ځینو برخو کې یې پښتو متلونه او محاورې هم راوړي دي چې په دې سره یې دخپل دناول ژبه خوږه کړې ده او لوستونکی دېته اړباسي چې دده لیکل شوی ناول په ډیرې دلچسپۍ سره ولولي . ده په خپل ناول کې دالفاظو سره لوبي نه دي کړي ، بلکې دده کوښښ دادی چې د ناول دکیسې سره لوستونکي لیري نکړي .
که څه هم تراوسه پورې په پښتو ژبه کې زموږ ناول لیکونکي ډیرې کمزورۍ او نیمګړتیاوې لري او زما په اند چې دناول لیکنې په اړوند دا دقاضی صیب لومړنۍ هڅه وه ، خوبیا هم قاضی صیبپه دې توانیدلی دي چې موږ ته دلور خوندور ناول ولیکي .
زه دقاضي صیب موسی خیل دې هڅې او کوښښ ته په درنه سترګه ګورم او ده ته دپښتو ناولونو دلیکلو په برخه کې دلا زیاتو بریاوو هیله کوم.
دقاضي صیب دقلم څوکه دې تل تېره وي چې موږته په پښتو ژبه کې نور خواږه ناولونه ولیکي .