(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خدای ج دېدار

[23.Jun.2023 - 05:35]

د خدای تعالی دیدار  (لڼډه کیسه)

لیک: سید عبید الله نادر

 

یو عارف چې نیت یې کړی وو ، چې څلویښت شپی څله ونیسي او عبادت وکړی ، او نیت یې دا وو چې د خدای تعالی دیدار وکړي ،د ورځي به روژه وو ، او د اعتکاف په حالت کې یاني د خدای د مخلوق څخه به یې ځان ګوښه کړی وو ،سهار روژه او دشپی په قیام او تضرع کې د خدای تعالی په درګاه کې بوخت وو ، نو د عبادت او چلي نیولو په ۳۶ شپه یې په خپل ځان کې یو غیبی آواز واوریده ،چې ویلي یې : شپږ بجی وروسته د ماسپښین نه د مسګرانو بازار او دکانونو ته ورشه هلته به خدای تعالی ووینې ،عارف وایي : چې زه یو ساعت وختی همغی بازار ته ولاړم ،او هلته حاضر شوم ، او ټاکلي دکان پسي ګرځیدم ،وایی : یوه زړه ښځه می ولیده ،چې یو مسی دیګ یې په لاس کې نیولی وو ،اود خرڅولو په تمه، دکان په دکان یې مسګرانو ته یې ښوده ، چې مګر که کوم دکان دار یې په ښه بیه واخلي ،هر مسګر ته به یې چې وښوده ، هغه به لمړی وزن کړ ،او ورته به یې وویل : چې څلور ریاله او شل شاهی یې اخلو ،بوډا ښځي به زارۍ کولي چې نه کیږي ، هغه په شپږ ریاله واخلي ،؟مسګرانو به ویل : چې موری مونږ ته د دې نه زیات واره نه کوی ،زړې ښځي به بیا دیګ په خپل سر کېښود او په بازار کې به روانه شوه ، او ټولو به همدا یو قیمت ورته وییلي :لنډه یې دا چې د یو مسګر دکان ته ورسیده چې زما د نظر دکان وو ، د مسګر دکان ته ودریده مسګر سخت په خپل کار کې بخت وو ، ښځي ورته وویل : ځویه دغه دیګ ما خرڅولو ته راوړی ، په شپږ ریاله یې خرځومه دا نه اخلې؟ دکان دار وویل ولي په شپږ ریاله ؟؟؟سپین سری بوډا د خپل زړه غوټه ورته خلاصه کړه ،چې یو مریض ځوی په کور کې لرم ،د طبیب د نسخې بیسې او د هغي د څو ورځي د خرڅ او خوراک پیسي نه لرم ،او د هغي د نسخي پیسي شپږ ریاله کیږي ، چې هغه باید واخلم ،او دا بیان یې په ډیر ژړه غوني حالت کې کاوه ،چې هر درد من او د احساس خاوند یې ژړوه ،مسګر دیګ واخیست ، او بودې ښځي ته وویل : دا دیګ ډیر قیمتی دیګ دی ، او روغ رمټ دی ، که ستا خوښه وي زه یې په څلویښت ریاله اخلم ، ښځي ورته وویل : چې ته په ما ملنډې وهی ؟مسګروویل نه هیڅکله زه ملنډې نه وهم ، د دي له پاره چې د بیوسي ښځي ډاډ ژر حاصل ښی نو څلویښت ریاله یې ژر په لاس کې ورکیښودل .بوډۍ ښخه ډیره حیرانه شوه ، او د حیران توپ او منډې منډې حالت کې یې او د ډیرو دعا ګانو سره د خپل کور په لو ر رهي شوه ، د ریاضت خاوند او عارف وايي : زه چې ناظر د دي صحنې وم ، او د خدای سره د ملاقات وخت هم رانه هیر وو ،نو د مسګر دکان ته راخوځیدم ،او مسګر ته می وویل:چې کاکا مګر ته په کسب وکار بلد نه یې ؟!!! اکثرو مسګرانو د بازار دا دیګ وتله او د څلور ریاله او شپږ شاهی نه یې زیاته بیه پرې کښینښو ده،او ته هغه په څلویښت ریاله اخلي ؟!!!

مسګر وویل ما دیګ نه دی اخستی ،ما پیسي ورکړي چې هغه د خپل ځوي د نسخې دوا پری واخلي ،او یوه هفته په ډاډه زړه او بی له اندیښنې د خپل ځوی پرستاری پری وکړي ، او د هغی تر څنګه  ،پیسي می پردي زیاتي ورکړي چې مجبوره نه شي چې د خپل کور نور وسایل خرڅ کړي، او سر ګردانه نه شي ،پیسي می ورکړې چې یو څو ورځي روحی آرامی ولري ،ما دیګ نه دی اخیستی ،وايي : زه د خپلي خبری څخه سخت شرمند شوم ،او په ژور فکر کې ډوب تللی وم ،هغه آواز می بیرته په خپل وجود کې واریده چې ویل یې :په چله نیولو او شپه او ورځ عبادت او ځان د خدای له مخلوقه لیري کول د اعتکاف په نامه یا لیری ساتل څوک زمونږ زیارت ته نشي راتلای ،!!!د یو ولیدلی او درمانده انسان لاس نیوی وکړه نو موږ خپله ستا زیارت ته راځو ،

************

د فیسبوک د ملګرو څخه په اخیستنه او د پښتو ادب په اوړو کې اغږلی شوی او د انتباهی انداز په تصویر کې : ژباړن : سید عبیدالله نادر

 _____________________

 

غرب کې او افغانستان کې  (لنډه پرتله)                  

لیک: سید عبید الله نادر 

دلته 

پارکونه ، د سمندرونو غاړې سړکونه بازارونه د ښځو او نارینه وو پر مخ خلاص دي ،او هر څوک نارینه او ښځینه ماشومان ځوانان زاړه او واړه ټول د آزادی فضا د پارکونو ، سمندرونو غاړو نه  خپل روحی کیفیت او خوند اخلي ،او په ګرځیدو راګرځیدو دلته د ښځینه و ته دا حکم نه دی شوی ،چې پارکونو ته دي نه ځي بازارونو ته دي نه ځي ،او یواځي دي سفرونه نه کوی ،همدا وجهه ده چې دلته عادی انسانان هم نوښتګر دي ،دلته فکرونه پالل کیږي ،د انسان قدر دلته ډیر زیات دی.

 

خو هلته 

زمونږ په وطن کې زمونږ د انجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او د تعلیم نه محروم دي پارکونو ته د تګ اجازت نه لري ،  سفرونه نشي کولای  ،بازارونه ته د تګ اجازت نه لري ، د کار کولو حق نه لري د بیان د آزادۍ حق نه لري ، دا شو د دلته او هلته د ژوند توپیر

 

- سید عبیدالله نادر
بېرته شاته