(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان عبدالغني خان ته

[22.Nov.2022 - 17:24]

دا زموږ د سترګو وړاندې "غني" ګوره څه تیریږي

یو باتور ملت غرقیږي ، یو مضبوط وطن نړیږي

یوه دونیا د برم او بذل ، یوه نړۍ د میړنیو

د غروب په لوري درومي ، د تاریخ له پاڼو لویږي

پاس د ستورو راڼه څاڅکي ، راته ښکاري اوښکې اوښکې

د آسمان په شنو غومبورو ، لارې لارې را بهیږي

سر چې ږدمه په سر ویږدي ، هیبتناک غږونه اورم

ته وا ځمکه په مينځ دوه شوه ، افغاني وطن ډوبیږي

یا آسمان زموږ په ویر کې ، ښکته پریووته په ځمکه

یا قیامت په ځمکه جوړ شو ، ولاړ غرونه هواریږي

"ایمل" ریږدي په لحد کې ، له غوسې د زړه په تبه

چې مغل په خیبر وخوت ، افریدی لا نه پوهیږي

د شنيلي پر ځای له دښتو ، تېرې تورې زرغونیږي

د اوبو پر ځای له غرونو ، نږه وینې را بهیږي

د باران پر ځای له وریځو ، تندرونه را کوزیږي

د رحمت پر ځای له هسکه ، غضبونه نازلیږي

"شمر" ښکته پورته دانګي ، سترګې رډې توره کښلي

نه یې سترګې له چا سوځي ، نه یې شرم له چا کیږي

"زینب" چیغې کړې چې ربه ، ته لا څه ته ورته ګورې

د "حسین" په زخمی زړه کې ، د یزید خنجر ځلیږي

څه بې پته شوو جنګونه ، څه بې هوډه شوو ننګونه

تو لعنت په دې شملو شه ، لا دي جګې نه شرميږي

دا د چرګ لکۍ ته ورته شملې واچوئ په ځمکه

دا د شرم او ماتې نښې ، پښتنو ته نه ښاييږي

شمله هغلته شمله وي ، چې په نر باندې وي لکه

اوس په هر کدو جګيږي ، اوس په هر "اجړا" خوريږي

خدايه دا دې څه را وکړہ چې يو نر دې را پرېنښود

هر کمر ته چې تکيه شو ، لکه شګه را شړيږي

يو "ميرويس" په موږ کې نشته ، چې ګرګين لارې ته سم کړي

يو "شير شاه" را پورته نه شو چې "مغل" ته ودریږي

 

* * *

 

پروني ملا ته ګوره ، چې ټوک خور و سقاط خور وء

اوس چې خصم د افغان شو ، په سرو زرو کې ډوبيږي

لويه خيټه غټه کونه ، نرۍ پښې ببره ږيره

ويته خوله بې شرمه سترګې ، لکه مچ هر څه کې لويږي

مټکور ماغزه د تيږې ، بې فرهنګه بې ادبه

چې تبليغ کوي نڅيږي ، چې قران لولي ششنيږي

په اسلام کې لارې باسي ، زموږ د خاورې بربادي ته

دين اخوان ته يو دوکان دی ، چې هر څه پکې خرڅيږي

دا دې څه بلا اخته کړہ ، زموږ په دې بدمرغه خلکو

نه له تا څخه ډاريږي ، نه له دوي څخه شرميږي

اوس چې حکم د ملا شو ، د کابل په باچاهۍ کې

هر ساعت په چا ور دانګي ، هره ورځ په چا ور لويږي

د افغان په قتل اخلي ، سره پونډونه شنې ډالرې

پښتو پریږده چې ترې تللي ، له ایمان سره خرڅیږي

باندې سپین په منځ کې تور دی ، نږه اور دی نږه اور دی

په هر تار کې یې د ږیرې ، شیطان سپور دی او زانګیږي

هر چړی په چړچوبۍ کې ، باچاهۍ خوبونه ویني

انګریزي لنچر په غاړه ، په لار ځي ته وا نڅیږي

چی پرون یې دَمَولې ، رڼې خاورې خوسکو ته

اوس په بره پښتونخوا کې په انسان باندې سپریږي

زما زړه پولۍ پولۍ دی ، زما ساه لمبه لمبه ده

چی دا توره خپسکۍ به ، له موږ کله پورته کیږي

جهاد لوښی د فساد شو ، مولانا صاحب جلاد شو

دین دولت دواړه برباد شوو ، د ده زړه لا نه سړیږي

زموږ کور د شرارت شو ، افغاني وطن غارت شو

دا زموږ د سترګو وړاندې (غني) ګوره څه تیریږي

موږ زغمل چې رانه لوټ شي ، څه چې شته دي بې ناموسه

تورې خاورې مو په خوله شه ، اوس هغه رانه لوټیږي

د یوې میاشتې تانده ناوې ، د شهید په قبر ژاړي

وایي کوم جهاد ته مړ شوې ، ځواب وایه چې ځنډیږي

تا چې سر په چادَو کړی ، هغه غواړي چې ما لوټ کړي

ما ور بولي هغه ځای ته ، چې شیطان ځنې شرمیږي

زه چې ستا له غمه ژاړم ، هغه څاري زما سترګې

سر راپورته کړه شهیده ، ارمانونه دې رژیږي

افغاني درنې بیبیانې ، چې په پت عزت خوندي وې

د جهاد تر بیرغ لاندې ، بربنډیږي لیلامیږي

هر عرب خریدار شوی ، زموږ د خویندو او خورلڼو

مولانا صاحب یې پلوري ، نه شرمیږي ، نه ځوریږي

تر څارویو وړیا شوې ، پښتنه په منډوي کې

د څارویو هم څه دود وي ، چې په چا باندې خرڅیږي

 

* * *

 

ربه دا لا څه تالان دی ، چې په خپل وطن یې وینم

چې خپل سپي په پردۍ ننګه ، افغانانو ته غپیږي

چې له زړه د "کنشکا" نه ، شنې لوخړې ځي آسمان ته

چې جمرود د سرو په بلخ کې ، د "یما" سره لویږي

"ګرګین" ویوست تیغ د سټې ، د افغان ننګي کهول ته

د "میرویس" لیڅه بې واکه ، تیرې تورې ته غځیږي

په لاس نه ورځي بې خاورو ، نه یې تیغ نه یې لښکر شته

هم لښکر هم یې تیغونه ، د وطن پر ضد جنګیږي

خدایه څرنګه بدل شوو ، د افغان درانه خوبونه

په هر چاچې موږ تکیه شو ، په پردیو پلورل کیږي

د وطن په حق کې نه کا ، تش د خیر یوه خبره

خو د خپل مطلب لپاره ، د هر سپي پښو ته لویږي

په هر ځای چې باران راشي ، زموږ خره يوسي له مخې

په هر خوړ چې سيلاب وزي ، زموږ وره ته راسميږي

په هر سيمه چې بريښنا شي ، تندر پريوزي زموږ په کلي

په هر رود چې طوفان راشي ، زموږ کور ته راسيخيږي

په ډالرو باړه شوی ، که غلجی که درانی دی

پښتانه او پښتو دواړه ، هسې ښکاري چې ختميږي

د احمد په ګور يې تو کړې ، تورې ناړې د يڼکيو

دا چې پلار له ګروي نيسي ، دا چې وروڼو ته ګواښيږي

موږ ته ټول جهان دوزخ دی ، چې وطن مو پکې نه وي

موږ ته هر وطن سقر دی ، چې افغان پکې ځوريږي

موږ ته هر "شابه" پيغور دی ، چې دوښمن يې راته وايي

موږ ته هر سلام لعنت دی ، چې په سپکه په موږ لويږي

موږ ته هره ګوله مرګ دی ، چې د بل په ست یې ژوویو

موږ ته هر ګوټ هلایل دی ، چې د بل جام نه ګوټیږي

موږ ته هر مشر دوښمن دی ، چې په موږ یې رحم نه شي

موږ ته هر افغان پردی دی، چې پردي سره یو کیږي

موږ ته هر ملک تلک دی ، چې زموږ په سر روپۍ خوري

موږ ته هر ملا بلا دی ، چې په خلکو نه رحمیږي

 

* * *

جګي جګي ساقي راشه ، پس له عمره را پخلا شه

په چوپتیا کې مو غوغا شه ، چې مجلس رانه سړیږي

د ځوانۍ نوبت مې تیر شو ، کوم چې تیر شو هغه هیر شو

اوس را ونیسه دا پاتې ، چې قطار رانه تيریږي

که مطرب او رباب نه وي ، که مستي او شباب نه وي

که د مينې عذاب نه وي ، عمر بد کړي چې اوږديږي

هوښياري يوه تنهايي ده ، تنهايي يوه تباهي ده

په ترخو اوبو مې ډوب کړه ، ګنې زما جاله ډوبيږي

په مستۍ کې راچارپير کړه ، يوه کيږدۍ د خورو څڼو

چې شپې ورځې رانه تښتي ، چې کاروان رانه بيليږي

د پسرلي په ښکلو يادو ، جام ته تويې کړه سکروټې

چې ګلونه راته ژاړي ، چې خزان راته ګواښيږي

د ځوانۍ په باغ مې راغله ، د زړښت د ماښام لړه

پيالې ډکې کړه له مخې ، عمر تښتي نه ودريږي

ساقي ستړی يم له ژونده ، لږ مې خلاص کړه له دې بنده

ګني وژني مې دا تنده ، چې ګړۍ ګړۍ زياتيږي

هومره راکړه چې په ورک کړم ، سر له پښو پښې له سره

چی غني راڅخه تښتي ، بينوا رانه پټيږي

چې خورې صحرا ته ووځم ، ليونی د ليونيو

چې مستي راکې نڅيږي ، چې جنون راته خنديږي

چې مرغان د خړو دښتو ، راته ووهي وزرې

چې زرکان راته غږيږي ، چې هوسۍ راته پنډيږي

 

* * *

 

نه ، نه خوشې ټوکه نه ده ، غني لږ ورته دمه شه

دا خوب وړي راويښږي ، دا پريوتي را پاڅيږي

ګومان مه کړه چې خالي شوه ، د ساقي مينا له ميو

لا د تاک په تاخانو کې ، د انګور ښيښې ډکيږي

لا رباب سور شوی نه دی ، لا تش دوه دوره اوښتی

لا ساقي نوی راغلی ، لا رندان نوي ګرمیږي

لا د ځمکې تل کې ایشي ، تللې وینې د ځلمیانو

لا د دوي د تودو خاورو ، سره ګلونه را غوړیږي

لا زموږ په ارادو کې ، عشق د منډو غلی نه دی

شپه که هرڅه طوفاني ده ، څراغونه لا بلیږي

لا وطن خلک رابولي ، د میړانو معرکو ته

لا هغه ژڼي ژوندي دي ، چې تر هوډه قربانیږي

لا خوریږي نیمو شپو کې ، د طوفان غاورې چیغې

لا د غرو له جمدرونو ، سیلاوونه را کوزیږي

لا د وینو واټ پرانستی ، لیونتوب دی لیونو ته

لا په پښو کې د مستانو ، ځنځیرونه سره شلیږي

لا د ځمکې تناوونه ، لاره باسي زلزلو ته

لا په باد او بریښنا کې ، ګردشونه رارسیږي

لا د رزم ګرمۍ شته دي ، زموږ په مټو کې د ننه

لا زموږ په پښتون زړه کې ، د "ایمل" وینه چلیږي

لا په جنګ د تخت او بخت کې ، زموږ لوبه ختمه نه ده

لا همت د شیر شاهۍ ته ، همایون له آسه لویږي

لا د لوړو وریځو شاته ، عقابان وهي وزرې

لا په هسکو سر درو کې ، افغاني زمري غوریږي

لا د خپلې خاورې مینه ، موږ ته وایي چې را پاڅئ

لا خوب وړي د پیړیو ، له خوبونو را ویښیږي

لا زموږ په کلاګانو ، پښتني حیا خوره ده

لا زموږ په دروازو کې ، غیرتونه پالل کیږي

دا به بیا یوه غوغا شي ، لکه څاڅکی په څپو کې

یو سرکښه یاغي سین شي ، سمندر ته به رسیږي

دا به بیا سپیدې خورې کړي ، د اطلسو پالنګونو

د بلورو په بیدیا به ، رود د وینو را خوټیږي

دا به بیا په لمر لویدو کې ، د مرغانو سیل له ورایه

"لکه سور بیرغ د فتحې ، په سرو وړانګو کې رپیږي"

دا به بیا زمزم ته رسي ، د بیدیاوو جل وهلي

دا به بیا په جل وهلو ، د رحمت باران وریږي

دا به بیا په مخه دانګي ، دا زموږ جنګي آسونه

دا به الوزي له کندو ، دا به لوړو ته رسیږي

دا به اچوي له سویو ، سرې سکروټې په تکل کې

دا به رسي تر هدفه ، دا به خامخا بریږي

دا به بیا اباسین ایشي ، ډوبوي به تورې کونې

تور پنجاب به وهل کیږي ، له بنسټه به نړیږي

دا به بیا زموږه ژڼي ، لاره باسي آزادي ته

چا چې زموږه سر غوڅ کړی ، د هغه سر به غوڅیږي

دا به بیا لنډی مسیږي ، تن به باسي له بستره

پښتانه به راپاڅیږي ، پښتونخوا به آزادیږي

دا به بیا د "احمد" چیغې ، ریږدوي د لاهور مراندې

دا به بیا په کړاکږ کې ، د "بیربل" ژامې ماتیږي

دا به بیا "سیدال" را باسي ، د مرګ توره په غجرو

اخوندان به ترینه تښتي ، امامان به ترې پټیږي

دا د قم چړیان به پوه شي ، چې افغان د ننګ په کار کې

خپل پور نه پریږدي پردي ته ، دا تقدیر دی نه بیلیږي

غلام مجدد (سلېمان لاېق)

-
بېرته شاته