(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ژوند ژبه
مــنــم چــې هر پښـتـون سـتـايـلـى شـي كـمـال د پښتو
خـو هـر پـښـتـون پــټــوي ســترګـې پـه زوال د پـښـتـو
مــونـــږه بــه ويــر كــوو تــر كـومې كال په كال د پښتو
مـونــږ بــه تــر كــومــې ژاړو هــر كال پــه زوال د پښتو
پـښـــتـون بــه هــېــچــېــرې ازاد د غـلامـۍ نـه، نه شي
څو چـې د ژونـد پـه لاره يـو نـه سـي مــشـال د پــښــتـو
ســوال بــه كـوي ســرتـور به ګرځي په پردو كوڅو كې
خــو چــې راخـيـستى پښتون نه وي توره ډال د پښتو
داســــې دې ولــــــې دا پــــښــــتـو ژبــــه فـــقـــيـــره كــړلــه
ته خـو جـلال وې د پــښــتو، تـه وې جــمــال د پــښـــتــو
خــــواره قـســمـــتــه څــــه فـــال ګــــرو تـــه دې كـېــنــولــو
خـــدايــه د كــوم پـــښــتـون په سر ونـيـسو فال د پښتو
هــــر چـــا د خـــــپــل حــــسـن يـــوســـف بــازار تــه ورســو
خـــدايــه پـــه دومــره قام كې چاته وكړو سوال د پښتو
چـــې ځــاى د خــپــل وطـن پخـپلـه مـدرسـه كـې نه شوه
په داسې حال كې به څه رنـګه ښـه شـي حـال د پـښـتـو
هـر چـا پـه ســر د پـښــتـو نـــورې نـورې ژبـې زده كـړې
خـو پـيـدا شــوى پــكـــې كــم نــمــك حــلال د پـښــتـو
مـــوږه بــــاېــلـلــو جـــوارګــــرو تــل بــاېــلات كـــړى دى
مـــونـــږه سـرتـور سـرلــه راوړى نــه دى شــال د پـښــتـو
ورپـــــســــې ګــــوري هـــديـــرې دا لــېــونــي شــاعـــران
پښتون په لـوى لاس دفـن كـړى دى جـنـجـال د پـښتو
وخـــت راروان دى چـــې دا ژبـــه بـــه د ژونـــد ژبــه وي
ګرانه ساېله ټـول خــوبـــونـــه كـــړه ســـمـــبــال د پــښــتـو
Rahmat Shah Sayel
بېرته شاته |