باړه ګلۍ کانفرنس
[08.Jan.2019 - 06:35]د باړه ګلۍ کانفرنس - ليک: ډاکټر محمد علي ديناخېل - ايريا سټدي سنټر - پېښور پوهنتون 09.08.2018
د پښتو ژبې پرمختګ په موضوع وړومبے درې ورځنے نړيوال کانفرنس د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ د سيوري لاندې په شپږم اګست شروع شۀ او په اتم اګست کال ۲۰۱۸ کښې پائے ته اورسېدلو ۔
په دې کانفرنس کښې چې کومې مقالې وړاندې کړې شوې هغه په دې ډول دي ۔
۱۔ حبيب الله رفيع : د پښتو د ځانګړي ليکدود مکتبونه
۲۔ محمد اصف صميم: د دوېم خېرالبيان زېرے
۳۔ ډاکټر يار محمد مغموم :دپښتو په وده کښې د ترجمې کردار
۴۔ ډاکټر اسماعيل ګوهر: پښتو کښې اصطلاحات سازي
۵۔ ډاکټر شاهده سردار:د پښتو ادب په تاريخ کښې د زنانو ليکوالو کردار
۶۔ سعيد الامين: پښتو د مارکيټ ژبه
۷۔ ډاکټر عبدالرؤف رفيقي: پښتو څنګه دفتري ژبه جوړېدلے شي
۸۔ ډاکټر حنيف خليل: د پښتو د ودې او ترقۍ د پاره سياسي هڅې
۹۔ ډاکټر يوسف خان جذاب : پښتو کښې د ګړدود پوهنې روايت
۱۰۔ پروفيسر ګلزار جلال يوسفزے: د پښتو ژبې پرمختګ کښې د رسنيو کردار
۱۱۔ ډاکټر بادشاه روم علي خيل درياب : پښتو د زريعه تعليم په حېث
۱۲۔ ډاکټر فرخنده لياقت: د پښتو په وده کښې د پښتو مجلې کردار
۱۳۔ ډاکټر برکت شاه کاکړ: د اتلسم ائيني ترميم په تناظر کښې د پښتو ژبې د پرمختګ منصوبه بندي
۱۴۔ ډاکټرعبدالظاهر شکيب: په افغانستان کښې پښتو د تعليم او رياست ژبه
۱۵۔ سيد خير محمد عارف د پښتو په وده او پرمختګ کښې د پښتو اکېډمۍ کوټه کردار
۱۶۔ ډاکټر سيد محي الدين هاشمي : په پښتو ادب کښې د ځان پېښې ليکنه
۱۷۔ محمد نبي تدبير: په تېره يوه نيمه لسيزه کښې په افغانستان کښې د پښتو ژباړې وضعيت
۱۸۔ ډاکټر بشري خاتون: ژبه او کلتور
۱۹۔ پروفيسر خليل الرحمان خليل : پښتو او پښتانۀ د پښتونخوا په شمال او شمال مشرق کښې
۲۰۔ ډاکټر اصل جان محب وزير: د ژبې په وده کښې د رسنيو کردار
۲۱۔ ډاکټر کرن سېنين : پښتو د تعليم زريعه
۲۲۔ رفيع الله نيازي: د پښتو ګرائمر ليکنې [پرون نن او سبا]
۲۳۔ ډاکټر محمد علي دينا خېل: د اصطلاحات سازۍ نظري مباحث
۲۴۔ ډاکټر لال باچا ازمون: تصويري ژبه
۲۵۔ حافظ رحمت نيازي : د پښتو ژبې په وده کښې د اولس مجلې کردار
۲۶۔ ډاکټر جاويد اقبال: د پښتو په وده کښې د تعليمي نصاب کردار
۲۷۔ شريف الله دوست: د پښتو او اوستائي ژبې فونيميکي اړيکې
۲۸۔ سميع الدين ارمان: د پښتو په ترويج کښې د رياست او عوامو ذمه داري
۲۹۔ عبدالجبار څپاند: د اجتماعي ژبپوهنې له مخې دپښتو ژبې بنسټيزې ستونځې
۳۰۔ داود وفا: په پښتو ژبه کښې د سائنسي اصطلاحاتو جوړونه
۳۱۔ ډاکټر وزير شادان: يويشتمه پېړۍ او پښتو ته راولاړې کشالې
د دې مقالو نه علاوه په اخري ورځ په دې موضوعاتو ځانګړے بحث هم اوشۀ ۔
۱۔ پښتو بائد څنګه دفتري ژبه جوړه کل شي ؟
۲۔ املا : ے که ی ؟
نوټ : په املا کښې هيڅ قسمه بدلون تجويز نۀ شۀ ۔