(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملنګ جان او دپښتنو...

[22.Nov.2022 - 17:29]

ملنگ ملنګ جان او د پښتنو ټولنيزه سايکالوژي

   لیک: محمد اکبر کرګر

ملنگ جان وكړاى شول دخپل اولس په زاړه او د پيړيوگرد وهلي روح كې اود ټولنې په زاړه كالبدكې داسې ساه پوه كړي چې هغه لكه دحشر په ورځ له گوره راپاڅوي.دغه كړيكه چې كليو بانډو ليرې جونگړو ته لاره پيدا كوي په پښتون اولس كې ديوې نوې بېدارۍ په قوت كې برخه اخلي.

په دې مقاله كې موږدملنگ جان دشعرونوپه يوه باريكه او ډيره حساسه نقطه خبرې كوو.ملنگ جان په رښتياچې كومه مدرسه او پوهنځی نه دى لوستی

خو دې كې شك نشته چې د پښتنې ټولنې د روح  او روان پيژندنه خپله يوه داسې مدرسې ته ورته ده چې پخپله اوسيدونكې يې ښه پرې پوهيداى شي. ملنگ جان په دې راز پوهيدلى دى. او د پښتنو د ټولنيزې ارواپوهنې يوه غوټه يې كشف كړې ده.

 هغه يې دخپل پيغام درسولو له پاره كارولې ده. او هغه په پښتنې فرهنگ كې د پيغور مساله ده. چې دلته پرې يو څه مكث كوو. ددې مسالې د ښې شننې له پاره اړ يوچې د افغانې فرهنگ اوفولكلورپه بنسټ ورته ځيرشو.

مشهور امريكايي مورخ او افغانستان پيژندونكې لويس دوپرې په خپل اثر كې ليكي:     

افغاني فولكلوراو اسطورې اكثرا په خودماني توگه داسلام سره تړاو لري، همدارنگه زياتره په لويه سطحه كې له اسلام څخه دمخه موجودې وې. البته ټول مذاهب سره له دې چې په عالي توگه دنږدي ړومبنيو افكارو پربنيا د جوړ شوي دي اونوي افسانې ورسره چې له نويو اړتياوو سره سروخوري. دوپرې دا خبره نه هيروي چې افغاني لرغوني اساطيراوعقيدې هم د اسلامي عقايدو سره چې په ښكاره مخالفت كې نه وې اواړتيا ورته موجوده وه اداپت شويدي. نوموړى دې خبرې ته اشاره كوي چې:     

فولكلوري كيسې اوفولكلوري سندري په افغانستان كې اويا په نورو له سواد څخه تر مخه اويا بې سوادو ټولنوكې داسې غونډ او ټول و چې دفردي رواني ارضاله پاره تقويه كېدلي.نوموړى په مشخص ډول دملنگ جان په باب وايي:     

((په افغان فرهنگي اوټولنيزچاپيريال كې فولكلوري شعر په پرله پسې توگه د عزت او وياړ پر بنياد راوټوكيد.ملنگ جان بهسودی يې يو مودرن مثال دی. چې په سختيوكې را لوې شو اوډير ځوان و چې دموټر دټكر په پيښه كې په ۱۹۵۷ كال كې ووژل شو، خو د هغه شعرونه چاپ شول سندرې شولي اوپه يادو يادشول. با سواده افغانان هميشه ددغه شعرونوډيرښه مثالونه پيدا كوي اوپه يوه حالت كې يې تطبيقوي. شعرونه په عين وخت كې په ډيره ښه توگه كمپوزكوي. ټول افغان اشعارپه پياوړي توگه خپريږي،كه عنوان يې سياسي وي، سايكالوجيك اويا دمينې په باب وي.)) (۱) دوپرې  

فولكلور او يا فولك موزيك په بي سواده ټولنو كې ډيرې دندې لري. خوټول يې بيا دوسايلو اوساتيريو په محورڅرخي. دا موجوده ډله توضيح او ارضا كوي. دا ايديال شخصيت اوڅيره تعريفوي اودايديال شخصيت دروني كړه وړه تشريح كوي. په ډله كې دننه اوله ډلي بهر، اړيكي څيړي. افغان فولك سندري او فولكلوري كيسوكې دا هميشنی تمايل شته، نه اعتراض په موجوده نظم باندې.ملنگ جان يو له داسې بې مثاله استعدادونوڅخه دى چې داولس نبض ښه پيژني او په هغه ښه پوهيږي اوله هماغه څه څخه كار اخلي چې په ټولوپښتنوكې په مساوي توگه يو شان د فرد او ټولنې تحت الشعور راسپړي.

پيغور دارواپوهنيز اركي تايپ په توگه

د څيړنو له مخې په بشري ټولنوكې يو ډول داسې كلي ذهنې تمايلات موجود دي چې هغه د ټولنو د دود او ورسم د پرله پسې اساطيرې افكارو د توليدولو او زيږولو لورى اوهغه ته ورته والى لري، چې داد ټولنيز روان يوه مخزن بللى شو.داپه گډه سره د خيال كولو احساس، د يو ډول ورته ټولنيزو افكارو، هستونه، چې په هرځاى اوهر وخت كې له سننو پرته رامینځ ته كيږي، داسې نمونه يې يا مثالي افكاردى چې كله د خبرتياسطحې ته راځي نوپه كړنو افكارو او انځورو نو كې څرگنديږي.

يونگ وايي د نا اگاه ضمير ډيره ژوره برخه غيرشخصي يا جمعي او كلي ده، دا ځكه چې دهغه محتوى داسې څه نه دي چې دشخص دعمر په اوږدوكې تر لاسه شوي وي بلكې په ټولوانسانانوكې يو ډول وي. يونگ دا محتوى جمعي اوكلي نه نوموله داځكه چې دانسان ټول مختصات تر هغه ځايه چې گډ او د بشر نژاد جوړوي خاص جمعي اوكلي بنسټ لري

په اوسنۍ زمانه كي په ارواپوهنه كې يوه مهمه اودبحث وړخبره هم داده چې دلومړي ځل له پاره په ټولنوكې د گډ او شريك لاشعور يا قومي يا ټولنيزلا شعورمساله راوسپړل شوه. هغه په دې باور دى.چې اولسونه يو ډول داسې افكارلري چې په ابتدايي ژوندكې د پيښواوحوادثوسره دمخامخ كيدوپه لړ كې پيدا شوې او اوس په معاصر دوران كې په يو اوبل ډول ظهور كوي.هغه دى نمونه يي اساطيري يا ابتدايي افكاروته چې په ټول اولس ياقوم كې يو شان اغيز او موجوديت لري او كله كله داړتيا پر مهال بيا ظهوركوي اوله اعماقو را پورته كيږي او واحد تاثير ښندي اركې تايپ وايي.

دپښتنو په فرهنگ اوټولنيز ژوندكې داسې ډير مثالونه اونمونې شته چې د دوى په عاداتو فولكلوراوسنننوكې یې ځاى نيولى دى. يو له دغو مسايلو او مثالونوڅخه چې په عام ډول په پښتنوكې موجود دي هغه دپيغور مفهوم دى چې په ټول پښتنې فرهنگ كې په يوه سويه انگيزه اواغيز لري اودددې خبرې اغيز دپښتنو دټولنيز اوقبيلوي ځانگړنو پورې مربوط دى.

غواړي له دې ډول مسايلو څخه په يوه باندې چې هغه ټولو پښتنو ته يو شا ده اوپه يو شان پرې اغيز كوي تماس ونيسو:    

لومړى بايددا وڅيړو چې پيغور څه شى دى اوڅرنگه دټولو پښتنو له پاره د يونمونه يي انگيزې حيثت لري اوڅه ډول دهيجاناتو دتوليد سبب كيږي؟

ددې مسالې سره موازې دفرد موقف اويا دجنسيت مساله هم مطرح كيږي. يعنې دنارينه اوښځېنه مساله چې له پيغور سره تړاو لري. ملنگ جان څرنگه د پيغور مساله دملي خبرتيا داوچتيدو له پاره كارولې ده؟

په قبيلوي مناسباتوكې پيغورقبلول د ميړانې منافي عمل دى. هرسړى چې د قبيلې د مقرراتوڅخه تېرى كوي، هغه ته پيغورپه برخه كيږي. پيغور دیړ (ملامت)برخه ده. ديوه سړي چې پيغور په برخه شي هغه له وطنه ووځي. اوكه پاته هم وي نوكه دغه پيغور يوڅوك ورپه يادكړي ډيره سخته مقابله ورسره كوي. پيغورله يوه نسل څخه بل نسل ته هم انتقال كوي.يعنې دلسم نيكه د پړې پيغورلسم لمسي ته وركول كيږي. په خاص ډول هغه پيغورډيربدبلل كيږي چې په قبيلوي ننگه كې دبي غيرتۍ څخه ورپيښ شوي وي.

له بلې خوا هر سړى چې جرم وكړي او پر اثبات شي پړ دى. پړمجبوردى چې خپل مقابل خواته تاوان او شرم وركړي پړ ته پيغور هم په نصيب كيږي. نو دا ځاى دى چې پښتانه متل كوي. ((په سلو وهلى ښه دى نه په يوه پړ)) (۲) دپښتنو قبيلو اصطلاحي قاموس   مخ

له كومه ځايه چې د ټولنيز اقتصادې تحليل سره ارتباط نيسي، دپيغور مساله يا د ننگ په ټولنه كې د نورو په نسبت دټيټ احساس پيداكيدل په دې پورې اړه لري، چې پښتانه په قبيلوي ژوندكې ټول ځانونه يو د بل سيال بولي اوهېڅ څوك ځان كم نه بولي، زياتره شخړي اولانجې په پښتنو قبايلوكې ((په ځمكه،اوبومالدارۍ،څړځاى، غلا،ځنگل، ښځه، رټلو وهلو، سپكاوي ٬وژنې، او نورو پيښيږي. پيښې تل هغو واحدونو ترمینځ واقع كيږي چې يا گډملكيت ولري، اويا يوبل ته نږدي پراته وي. دهرې پيښې شدت اواغيز د يوې بلې په پرتله توپير لري.)) (۳)(دپښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت ۱۵۲ مخ)

په دې اساس كه څوك په دې پورتنيو مسالوكې دخپل سيال نه كم راشې هغه ته پيغور جوړيږي. پيغور دومره ناوړه اغيزې لري چې له هغه ځان ژغورون دانسان ژوندتباه كوي. پيغورمنل هم له كور وكلي اووطن څخه دوركيدو مانا لري اوله پيغور نه خلاصون هم داور سره لوبې كول او ژوند په خطر كې اچول دي.

يوه خو دسيال والي اوبرابرۍ مساله ده چې دقبيلوي ټولنې دمنظمې انارشۍ د تيورۍ پورې اړه لري. ددې مسالې منشا اوبنسټ اصلاپه ټولنيزمالكيت كې دى. اوپه نسبي اړيكوكې دى. پښتانه ځانونه د ملكيت اود وينې داړيكو په اساس سره يود بل په وړاندې سيال اوبرابر بولي. نو كه چاته په يوه مساله كې پيغورپيداشي او يا د پيغور موجب وگرځي، نو په ټولنه كې دهغه انډول ويجاړيږي

 بله مساله دجنسيت يا مرد سالارۍ تيوري ده. په پلار واكي ټولنه كې ميړه هر څه دى.نارينه دننگ اوغيرت ساتندوى دى. دميړه گړنه نه يوازې دنارينه له پاره بلكې دستاينوم په توگه هم كارولي شويده، او كيږي. اوهغه څوك چې د ښځې او ښځنوك خطاب ورته وشې، هم يو ډول پيغورتلقي كيږي، په دې اساس كله چې په لوړه كچه كې دغه دسيالۍ تيوري او د پلار واكۍ تيوري مطرح كيږي او د وطن او اولس اوملي خپلواكۍ مساله مطرح كيږي،هغه كسان چې دغه سيالي په پام كې نه نيسې نودپيغورسره مخامخ كيږي. د سمندر بدرښې كتاب((پښتنې))د داسې كيسو ټول دى چې د پښتنو هغه ميرمنو ميړانه ښۍ چې د ازادۍ په جنگ كې يې برخه اخيستې ده اوهغه نارينه ووته چې له جنگ نه يې تيښته كړي دي، پيغور وركوي. دا لنډې په همدغه اثر كې راغلې ده چې وايي:     

دملكنډ دسر طوطي واى   

سوى ستي واى تومتي نه واى مينه 

خوملنگ جان څه وايي؟ ملنگ جان په خپلوشعرونوكې دې مهمې مسالې سره تماس نيسې.

هغه په خپل پښتنې چاپيريال كې ديوه ساپوه اويوه وگړ پوه په توگه دا زده كړې ده چې يو پښتون ته پيغورڅومره اهميت لري.ملنگ جان په دې پوهيدلې دى چې په يوه پلارواكه ټولنه كې خلك له كومو پيغامونو له لارې راوپاروي. ملنگ جان په خپلو ډيرو شعرونوكې داسې شعرونه هم لري چې په هغو كې دا هڅونې شته. اوله بلي خوا د زلمي اوپيغلي ديالوگ په شعري فورم كې چې يو بل هڅوى چې د ازادى اوخپلواكۍ له پاره اودقام دخدمت له پاره ميدان ته ودانگي.

دلويديځ د ځينوڅيړونكو په څيړنوكې هم داخبره ډيري قوي احساس شويده چې دپښتانه له پاره له دې څخه ډيره درنه ښكنځل بله نشته چې ورته وويل شي چې ياره ته خو هډوپښتون نه يي. ملنگ جان دا خبره هم درك كړې ده او د پيغور په توگه يې ترې كار اخيستى دى

دملنگ جان شعر اودپښتنو دهيجان اواحساس راپارونې لارې:    

اوس چې د پيغور په اړه مو خبري وكړې دې ته راځو چې دملنگ جان په شعر كې پيغور يوعالي اولوړ شوى دريځ پيدا كوي. ملنگ جان چاته دپولي د پټې د گډې او د ميښې د شړلو او د كليوال شرم پيغورنه وركوي. بلكې دې له دې ((اركي تايپ))څخه ديوه مثبت ملي ارزښت په توگه كاراخلي او هغه د ملت په سطحه كې مطرح كوي

نوموړي پيغور د ملك د ازادۍ د خاوري دتماميت دملي خپلواكۍ، ملى پرمختياد علم او پوهي د عامه ولو د سواد اوعلم دحاصلولوله پاره كاروي. هغه كسان چې دكوټوپه كنجونوكې ناست وي. هغو ته د پښتنې كودكس ((CODIX ياكود اف كندكت په توگه مطرح كوي چې له هغو سرغړاوي كوي. ملنگ جان دغو كسانوته ښځنوك وايي. ملنگ جان هغه كسان چې د نورو باداري مني اوهغو ته دپيسو په مقابل كې ارزښت نه وركوي.بې غيرته وايي. هغه بې پښتو بولي. دغه اشعار په دې ډول دي

نارې مې په غوږ واورۍ 

په دې نظم كې هېواد دمور په توگه تجسم پيداكوي. اودا مفكوره چې وطن مورده په ښه توگه روزل كيږي. مورسره له دې چې يومحبوب موجود دى خو د پښتنودسايكالوژۍ له مخې په مور او ښځه باندې غيرت نه كول دبې غيرتۍ نښه ده

نارې مې په غوږو اورۍ زه وطن ستاسو زانگو يم 

روزونكى مو دجسم دازما اب و هوا ده 

لږ پام راباندې وكړۍ اديره مو دپلرو يم

دهغو له سرو وينو نه رنگينه مې فضا ده 

دا خاوره چې گورۍ درست هډوكي دنيكو دي 

قبضه دنورو خلكو په ماباندې ناروا ده  

 

 (۴)۔ دمينې كچكول ۴۹ مخ 

وتړه ملا په صداقت پښتونه

پښتانه ښه ښكاري له ننگه سره 

 په هر ميدان دتورې شرنگه سره

دتاريخونو داستانونه گورۍ  

هم دنيكونو لوړ كارونه گورۍ

 نيكونو وينې پرې ښيندلې وروره  

دازادۍ كيسې گټلې وروره 

خرڅي يې نه كړې په پيسو پښتونه

 بيا به خجل گرځې ترڅو پښتونه

حقوق دې مه پريږده بل چا له وروره

هيره دې نه شې پښتنواله وروره

 چې خپل لوړ نوم چيرې بدل نه كړې

ځان ددونيا مخكې خجل نه كړې

 

یا داشعر:                                                                                   ۱۰۴ مخ

تر څو به ستا گلشن      نيولى زاغ زغن

غيرت وكړه همت وكړه ترې وشړه زاغان

لږ وپيژنه ځان

ترڅو به نه پوهيږي    دبل ساز ته گډېږې

په دروغو يې غوليږې

دنورو په لمسون سره له وروره مرور يې

ترڅو به كوروكر يې ۴۵ مخ

يا دا:

چې بې ننگ اوبې پښتو وې پښتون نه دى 

چې دقوم په شرمېدو وي پښتون نه دى

پښتون هغه دى چې غم دتمام قام خوري

چې دځان په جگيدو وي پښتون نه دى

دپښتون نظر مدام په ننگ ونام وي

چې نظر يې په پيسو وي پښتون نه دى

پښتون نه شي باداري دچا منلې

چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى ۲۰۱

 

يوه باريكي په دې برخه كې موجوده. هغه داچې هرحماسي او د وياړنې شعر د شعرفورم ته زيان رسوي، شعر په لاپو او غورو بدلوي. دملنگ جان په شعر كې هم دا ځانگړنه شته ترې انكار نه شو كولى،خو هغه څه چې دملنگ جان د شعر د لاپو او تاريخي وياړنو او غورو برخه جبيره كوي، هغه دملنگ جان په شعركې بې شانه زياته موسيقي ده.دشعر موسيقي دهغه دشعر ته بل خوند ور زيات كړى دى. له بلې خوا دملنگ جان شعرونه په يوه خاصه مقطع كې ويل شوي چې هغه زمان كې دې ته اړه وه. خوكه اوس څوك د داسې لاپو او غورو نه ډك شعر ووايې، چې زما نيكه داسې باتور و، تاريخ مو په اسيا كې بې مثاله دى....... داسې نور نوشعريت به ونه لري. په تيره كه يوروښانفكريې ووايي

دپښتنې ټولني يوعمده اصل:     

د پښتنوالې له اصولوڅخه يواساسي اصل يوه هم دميړانې روحيه ده. د پښتنوالې د قانون له مخې ميړانه ډير پراخ تعريف لري. په عادي اوغير عادي حالاتوكې ديو شخص ميړانه دستايلو وړ صفت دى. په عادي حالاتوكې بايد يوشخص ميلمه دوست، رښتينى ملگرى، په لوز ولاړ، مودب او د اخلاقي جرمونوڅخه پاك او په غير عادي حالاتوكې بايدله كورنۍ څخه د قبيلې په ننگ ولاړ وي.

هغه بايددجگړې په ډگركې له دښمن څخه مخ وانه ړوي. اونه خوخپل بدل چاته پريږدي.كه يو څوك پخپل لوم كې د ميړانې د پورتنيو اوصافو په درلودلو شهرت پيدا كړي، د قوم خلك هغه ته په درانده نظر گوري او په اجتماعي روابطوكې ښه دريځ غوره كوي. كه يو شخص دميړانې پر ضد عملونوشهرت پيداكړي، هغه دخلكو په نظر كې سپك اوپه ټولنه كې ښه موقف نه شي موندلاى. هغه دبې غيرت په نوم يادوي. دميړانې صفت دپښتنو په جنگي روحيه كې پوره څرگنديږي اودا روحيه ددوې دقبيلوي اړيكو څخه سرچينه اخلي. تراوسه داسې باندينې شرايط مینځ ته نه دي راغلي چې ددوى قبيلوي روابط اواجتماعي اقتصادي چوكات ورمات كړي. دوى تر اوسه د خپلوقبيلوي شرايطو دننه يو ډول ازادي ساتلې ده اودخپلو جنگي مهارتونو او روحيي په قوت دقبيلوي ازادۍ حفاظت اودفاع كوي. همدا جنگي روحيه ده چې يو واحد په بل اويوه قبيله په بله اوباندنې عناصر دسيمې په قبيلو كې په زور نفوذ او پرمختگ نه شي كولاى.

دوى تل د زور د نفوذ اوحملې د خطر په مقابل كې سره يو كيږي او دا ډول يووالى د دوى د قبيلوي چوكاټ دننه كې خپل منځي روابط ټينگ ساتي.(۵(

د ملنگ جان په لاندې شعرونوكې داروحيه په ډيرقوت سره ليدلاى شو.

پښتون اوپښتنې سوال اوځواب:    

ودې سوم محبوبې ستا دزلفو خريدار يمه       

واخله مال وسرزما 

زه دوطن لور يم دباننگو زلمو ياريمه 

ورك دې كه بشرله ما 

ودې سوم محبوبې خپل وصال باندې مې موړ كه ته 

غم مې دزړه سوړ كه ته 

پوه نه شوې په نيمه مړه ته دسره سيال نه يي 

سيال مې دجمال نه يي 

سيال دې دجمال يم ډير دولت لرمه خان يمه 

بريت تاووم ځوان يمه 

داسې خان دې ورك شې چې دبل لاس لاندي ژوند كوي 

ستا خاني څه خوند كوي 

مه كوه پيغور مستې دسرو به دې زيور كړمه 

موړ به دې ټبر كړمه 

هغه مال دې ورك شې چې په ټيټو يې گټلى وي 

نو٬م يې پرې بايللي وي ۔ 

نه يمه ټيټ سترگى پلار نيكه نه غټ پښتون يمه 

تاپسې مجنون يمه 

پلار خو دې پښتون و لاكن ته په پښتو پوې نه يې 

 ته دې دپلار ځوى نه يې 

څنگه دپلار زوى نه يم دپلار نه دونيا داريمه 

 كوم تربور نه خواريمه 

ته دونيا پرست يې دخپل پلار غوندې بهادر نه يي

 ته دسره نر نه يې 

مه وايه داسپورې نور دقهره بې اختيا ريمه 

وريت دې كړ ځيگر زما 

●●●

زه له خپله پلاره څه كې كم يم چې پيغور كوې 

دومره څله شور كوي 

پلار دې ننگيالى ومړه تا غوندې بې ننگ نه و 

هيڅوك يې دجنگ نه و 

ما خو دخپل پلار اودنيكه نه اړولي دي

 ډېر مال مې گټلي دي 

مال پسې دې اور شه مركه دننگ ناموس كوم 

دې كې زه تپوس كوم 

ښه دى چې تپوس كړې بې ننگي راته زما ښكاره كړه ته 

پوه مې دوباره كړه ته 

دادي بې ننگي ده چې دپلار پښتو ته نه گورې 

دبل پيسو ته ښه گورى

 زه خو دخپل پلار اودنيكه نه بې همت نه يم 

چاته خجالت نه يم 

ولې نه شرميږې بې غيرته ځه زندان گوره 

 جيل كې خپل بنديان گوره 

رب خو دې ړنده كړه چې دې بې اوره كباب كړمه 

څومره دې بې اب كړمه 

تادې خالق ړوند كړي چې ستا ورونه يې وژل 

تا ټيټ ورته كتل 

مخ دې رانه ورك كړه ديارۍ نه دې بيزاريمه 

جوړ دې كړ محشر په ما 

●●●

مخ دې رانه ليرې كړه چټې خبرې وايي ته 

څومره بې حيا يې ته 

خپله بې حيايي ټيټ سر ناست يې شرمېدلى يې 

كوټې په كنج كې غلى يې ۔ 

زه چې غلى ناست يم نو ستا ورونو څو وژلي دي

په كوم مورچل ختلي دي 

ورونه مې نران دي لكه تاسو ټپسان نه دي 

دبل چا غلامان نه دي 

څه نر توب يې كړى چې دادومره جگ غږيږې ته 

موږ پورې خنديږې ته 

سور بيرغ ځليږي دادورونو مې كمال دى 

لاس كې توره ډال دى 

بدې سترگې وخوري چې دا څومره بد ويل كړې 

محض شرمول كړې 

بدې سترگې ستادي چې په بدو نه شرميږې ته 

قوم ځينې بيليږي ته 

زه خو دخپل قوم اوقوميت نه نه بيليږمه

 پوه يم نه غوليږمه 

څنگه نه غوليږې چې ستا قام نن ازادي غواړي

 ستا زړه بربادې غواړي 

●●●

زه خپلې موقع ته گورم نوم به يې درته ورك كړم 

برناحق دې سپك كړم 

دادى دهمت موقع ده ودريږه نرشه ته 

پاڅيږه بادر شه ته 

زه كه چيرې نر وم دا پيغور به مې ستا هير نه شي

 هير به مې تر ډير نه شي 

دا پيغور لا څه كړي چې ستا مړو ته پيغور كوي 

نور مړي دگور كوي 

زه به دخپل گور مړي په گور كې خجالت نه كړم

 نور به دا غفلت نه كړم 

ته خو دې خپل اصل ته نظر وكړه چې څوك يې ته 

ولې دومره پوك يې ته 

پوك نه يمه بس دى نور مې مه شرموه پوې شومه 

شمعې په شان توي شوم 

ښه دى چې ته پوى شوې رب دې ټول پښتانه پوى لري 

نوم دې خالق لوى لري 

تل دي وي دايم دې وي دا عزم داهمت زموږ 

داملي وحدت زموږ 

زه ملنگ جان سور په وينو خوښ په دغه لاريمه 

گوربه شي سره زر زما ۲۷۳مخ 

په پورتني شعر كې لاندې عبارتونه دپښتولې دكود له مخې دپيغور عبارات دي،چې په پښتانه كې دهيجان اولمسون سبب دي:     

ورك دې كه بشرله ما 

مړه ته دسره سيال نه يي 

داسې خان دې ورك شې چې دبل لاس لاندي ژوند كوي 

هغه مال دې ورك شې چې په ټيټو يې گټلى وي 

پلارخو دې پښتون و لاكن ته په پښتو پوې نه يې 

ته دونيا پرست يې دخپل پلارغوندې بهادرنه يي

 ته دسره نرنه يې 

پلاردې ننگيالى ومړه تا غوندې بې ننگ نه و 

دادي بې ننگي ده چې دپلار پښتوته نه گورې 

ولې نه شرميږې بې غيرته ځه زندان گوره 

جيل كې خپل بنديان گوره 

تادې خالق ړوند كړي چې ستا ورونه يې وژل 

تا ټيټ ورته كتل 

خپله بې حيايي ټيټ سر ناست يې شرمېدلى يې 

كوټې په كنج كې غلى يې 

زه كه چيرې نر وم دا پيغور به مې ستا هير نه شي

دا پيغور لا څه كړي چې ستا مړو ته پيغور كوي 

نور مړي دگور كوي 

●●●

په پورتنې سوال اوځواب كې چې د پيغلې او زلمې له خوا ترسره كيږي. له يوې خوا د مينې اوعشق خبره ده. د مينې پوښتنه دسيالۍ او رقابت ډگر ته ووځي. مينه يوازې دمسالي دطرح له پاره يوه زمينه ده، خو نظم ورو ورو اوج نيسې. دهغه اوج په دې كې دى چى دغيرت اوميړانې په وړاندې دمين(عاشق) منطق رنگ بايلي اودپيغلې يا مينې منطق قوت پيدا كوى.دپيغلې له خوا داسې خطاب نارينه ته چې وايي:ته له سره سيال نه يې.دبل لاس لاندې ژوند كول.په ټيټوچاته كتل.ته هيڅ په پښتوپوهيږي نه. ته دونياپرست يې.ته له سره نر نه يي. پلار دې تا غوندې بې ننگ نه وو. بې غيرته. كله چې دوښمن ستا ورونه وژل تا ټيټ ورته كتل. دا او داسې نورډير عبارات دپښتونوالې د سيالۍ په تله كې كه واچول شي.نومقابل لوري تله په هوا كيږي اوهغه ته هډو دا مجال نه پاتې كيږي چې په خپل اولس كې ژوند وكړي. له دې امله ده چې منظومه دساده اوابتدايي قبيلوي نورمونوپه تهداب جوړيږي اوپه راپورته كيدو او لويدوسره اوج نيسې.اوپه ملي سطحه كې ابتدايي او دوديز مفاهم اعتلا او لوړتيا پيداكوي

دلته ده چې سيده پيغورونه دقبيلې له چوكاټ نه ووځي اوپه ملې سطحه كې مطرح كيږي. دا كار په لنډيوكې هم ترسره كيږي اوملنگ جان دلنډيو روحيه  په خپل شعركې اسمانونوته لوړوي

ماخذونه 

۱.. LOUIS DUPREE.Afghanistan.1980.page.112

۲.عطايي، محمد ابراهيم، دپښتنې قبيلو اصطاحي قاموس، دپښتو څيړنو نړيوال مركز، كابل، ۱۳۵۷ل،  ۴۸مخ

۳۔دپښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت، دثورترانقلابه، د افغانستان د علومو اكاديمي، دپښتوڅيړنونړيوال مركز، كابل،  ۱۳۶۲ كال

۴۔همدغه اثر

جان دمينې كچكول، سيداگل غريب يار،  د قتيل په اهتمام، ۱۳۸۲ ل کال.

-
بېرته شاته