(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افسانه

[06.Jul.2023 - 05:42]

افسانه...... ليکم - ج - وزير

 

.......دا وايه وايه سبق وايه.......

 

او هغه نن يو وار بيا په ځوړنده مله له خپله ځايه پاڅېدو ، کوناټي ته اېښے خپل خړ څادر نه يې دوړه وڅنډله ، په ځوړنده ښې اوږه يې واچولو او د کور په لور ځوړند سر روان شۀ

او ناستو خلقو نن يو وار بيا پس پسے شروع کړو:

"غريب د زړۀ د سوځېدو دے"

"والله ورته کتے نۀ شو"

"زړۀ يې راله راښکو"

هر چا د هغۀ ځوړندو اوږو او ځوړند سر ته په کتو څۀ دارنګه تبصرې کولې.

خو بازيد نۀ چا ته کتل او نۀ يې د چا اورېدل ، بس د کور په لور روان شۀ.

"هلکه پاڅه بازيد په سکوټر کور ته ورسوه"

يو مشر په يو ځوان ماشوم باندې غږ وکړو

نن د بازيد يويشتمه ورځ وه چې سحر به له کوره راتلو او ماښام به خالي لاس واپس کور ته تلو. کور څۀ وۀ خو تش دېوالونه وو کور خو يو احساس وي ، د امن ، د خونديتوب ، د سکون او تسلۍ . مګر دې دېوالونو کښې خو داسې يو احساس هم موجود نۀ وۀ ، دې ته چا هم د کور نامه نۀ شوه ورکولے. دلته چې چا هم وغوښتل په دېوال راغے او په دېوال لاړو. لکه دا کور نۀ وي يوه عامه او عادي لاره وي چې هر څوک ورباندې په اسانه بلوڅه کولے شي

"مګر دا حال تش زما د کور خو نۀ دے ، دلته خو د هر کور هم دغه حال دے"

بازيد به ورو غوندې د ځان سره ووې.

او ځان له به يو څۀ دروغجنه تسلي ورکړه او د شپې تيارو له به يې د بل سحر په امېد غېږه ورکړه.

پينځلس کلن کشمال چې ايله يې د نهم امتحانونه شوي وو ، د لسم جومات د تيارۍ د پاره د اکېډېمۍ جواين کولو تيارۍ کښې بوخت وۀ . خو بازيد د زوي په دې کړتو مړتو نۀ پوهېدو او نۀ يې پرې سر خوږولو. بس دومره پوهېدو چې يو څو خواخوږو ورته وئيلي وو چې زوے دې تکړه دے ، د وړاندې تعليم هر ممکن بندوبست يې پکار دے.

کشمال پينځلس کلن وۀ ، تکړه وۀ خو د ښايست هم پرې تمامه وه. غنم رنګ ډک وجود او په تور پېکي يې د کلي مازيګرونه ، د ځوانانو او پېغلو محفلونه رنګين او څۀ لږ ډېر غمګين کړي وو. خو کشمال وۀ چې بس چا ورته په غوږ کښی دا خبره اچولې وه چې ستا د ځوانۍ برابر په کلي کښې څوک نشته او د کلي نه د ځان ويستو د پاره ضروري ده چې مېډيکل کالج ته لاړ شې ، هلته بيا ډېرې دنګې دنګې ځوانۍ تا ته په انتظار دي. مېډيکل کالج د هغۀ په مازغو سوور وۀ ، هغۀ ډاکټر جوړېدل نۀ غوښتل ، هغۀ د خپلې خوږې او ډکې ځوانۍ سره سمه يوه شهزادګۍ غوښتله چې هغې د پاره ډاکټر جوړېدل ضروري وو.

سبا کشمال او ملګري يې د اکېډمۍ جواين کولو د پاره ښار ته تللو . بازيد او د کشمال مور په زړونو غټه تيږه ايښې وه. مور يې ټولې جامې وينځلې او استري کړې وې. څۀ اصيل غواړي او د مشر استاذ يو تعويز يې ورته پټ د بېګ په يو کونج کښې ايښي وو

کشمال چې ماښام کور ته راغے نو پلار پرې لږ شکمن غوندې شۀ:

"زويه! خېر خو دے ، خاموش خاموش يې؟"

"هيڅ نشته بابا"

"خاموش به نۀ وي ، په اول وار چرته د کور نه مسافر روان دے"

د کشمال مور د خاوند د خبرې جواب ووئيلو او بازيد هم لکه چې تسلي شوې وي.

د شپې ناوخته پرله پسې څۀ درز دروز شول ، لکه غوا يې چرته په مار ختلې وي او ټوپونه وهي. بازيد ورپسې له خوبه بيدار شۀ. خو څنګ چې هغۀ د کوټې دروازه خلاصوله چې پټ مخيو ورباندې د ټوپکو شپېلۍ ونيولې:

"کشمال چرته دے؟"

او کشمال هم په دغه شور پسې بيدار شۀ او په منډه يې ځان راورسولو

څو کسانو کشمال ونيوو او دوه کسانو د شانو مور او پلار واپس کوټې ته ودېکل او بهر نه يې پسې د کوټې زنځير واچولو

"تا ته مونږ ډېر ووئيل چې د ښار د تلو قيصې مه کوه"

يو کس د کشمال په مخ څپېړه ور خوشې کړه او د بازيد او ښځې په زړونو کښې يې د درد يوه څړيکه پورته شوه.

نن چې بازيد په يوويشتمه ورځ د پرلت نه خالي لاس کور ته راغے او د کور ديوالونو ته يې کتل او د کور سره د تړليو احساساتو په کرلو رېبلو کښې يې د ځان سره غلي غوندې ووې:

"چې د قام سره مړ شې نو مړ نۀ يې"

خو خداے خبر چې په برېتو کښې ولې مسکے شۀ.

06.07.2023

- وزیر
بېرته شاته