(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پربایسکل مین

[25.Jul.2023 - 09:59]

پر بایسیکل مین سړی!

لیک: توحیدالله لحاظ

له ونې  ټيت، له رنګه تور دی، مناسبې سترګې، کوچنی غوړیدلی تندی، په وجود ما غوندې خوارکی دی، خو په علمي، فرهنګي او ادبي  ډګر کې بیا د شمشاد غر په څير دروندوالی اولوړ والی لري، ذهن یې په شاعرانه چینې کې مینځل شوی دی او هره خبره یې دخیال د ښکلا په اوبو کې لمبېدلې ده.

 

کرۍ ورځ، جلال اباد ښار کې ریکارډر په لاس پرسایکل سپوروي او له بایسکله یې موټرسایکل هم نه کړ؛ ځکه دی خپلې دندې ته د تقدس او احترام په نظر ګوري اوهیڅکله د خپل مایک نه بده ګټه نه اخلي.

 

هرې فرهنګي غونډې ته چې ورشئ، یو تور رنګه ټيټ او د تورو سپینو ویښتانو لرونکی شخص به هرو مرو ګورئ، د دریځ سر ته چې ځي؛ نو په ډېرې بیړې سره روان وي، د دریځ پر سر خبرې له خاطرې پیلوي اود هرې موضوع په تړاو ورسره یوه خاطره په ذهن کې وي، معلولینو، یتیمانو او بې وزلانو ته یې دومره خدمت کړی او کوي یې، چې اړونده مسؤلو ادارو لا هم دومره  نه دی کړی، روغبړ او ستړي مشي په تېزۍ تېزۍ سره کوي، د قدرت شان دی، چې دا تور رنګي خلک ډېر مینه ناک وي دی هم ډېر مینه ناک دی، دانسانیت او سړیتوب حد پرې تمام دی، کله یې چې زه ووینم؛ نو دا لنډۍ را په یاده شي

 

سړی په رنګ نه سړی کیږي

سړی هغه دی چې یې خوی د سړي وینه

 

 دهرې فرهنګې غونډې په پای کې حتما کوم شاعر سره مرکه کوي، یوه ورځ مې په کومه غونډه کې ولید چې پرځمکه ناست و. د ده دغه تواضع، خاکسارۍ او مظلومې څيرې په لیدو سخت ودردیدم او د ژورنالستۍ له مسلکه مې زړه ورتور شو، نوموړی همدې خاکسارۍ پاچا کړی دی، سګریټ یې په دوکان کې هم بدي شي؛ خوکله ـ کله یې په داسې خوندور انداز کشوي، چې تاته به یې د څښلو شوق راشي، دی جمال پرست دی په ښایست مین دی، دی باز دی په سپینو کوترو مین دی، کله کله ورسره د خپل وزر د ماتیدو فکر هم پیدا کیږي او زه وایم، چې هسې وېرېږي په مینه کې خو بنګړي ماتیږي.

 

سپینې کوترې درنه تنګې شولې

بازه یو ورځ به دې وزر ماتوم

 

په هر څيز کې ورته ښکلا ښکاريږي، ولې ورته ښکلا ښکاریږي ؟ ځکه دی سهارد ښکلي مخ د ښایست په اوبو خپل نظر وینځي، دومره پیاوړی تخیل چې د ښکلي مخ نه اوبه راوباسي او بیا پرې خپل نظر وینځي دا عادي خبره نه ده.

 

دا چې ښکلا راته په هر څه کې څرکونه وهي

سحر وختي مې ستا په ښکلي مخ نظر وینځلی

 

زه، له ډېر کوچینوالي د راډیو مینه وال ومه او په تېره بیا د فرهنګي او کلتوري خپرونو ډېرعلاقمند وم.

 

 د پورته ځانګړنو لرونکي شخص نوم مې لومړي ځل لپاره د بي . بي . سي. راډیو اوریدلی و، خو یو څه موده یې بیا بي. بي. سي .کې غږ ورک شو او په مشال راډیو کې مې یي غږ او نوم واوریده. په مشال کې  یې یوه کلتوري خپرونه مخته وړله او دا خپرونه ما ډېره په ذوق اوریده، خپرونه اونۍ کې یو ځل خپریده، نه پوهیږم چې اوس به وي یانه، پدې خپرونه کې زیاتره په هغه دودونو او رواجونو بحث کیده چې اوس په مړه کیدو دي.

 

اوس مې هم یاد شي؛ یوه خپرونه یې د« شین خال» په اړه جوړه کړې وه، په دې کې یې یو شمېر عمر خوړلې ښځې  د شین خال په تړاو پوښتلې وې، نوموړی له ښځو سره په ډېر نا اشنا انداز غږیده؛ هغوی داسې نه  انګیرله چې موږ سره دې کوم ژورنالست خبرې کوي؛ بلکی هغوی داسې خبرې کولې، لکه د خپل کور نارینه سره چې خبرې کوي.

 

دخپرونې په منځ کې یې داسې بیتونه هم وویل چې ماته یې  سخت خوند راکړ

 

یو بنګړی دې مات شو

څه دنیا خو ورانه نه شوه

شین خال دې میرات شو

څه دنیا خو ورانه نه شوه

 

زه د دې خوږ او مینه ناک انسان تعریفونه، نشم کولی؛ خو د ده ټول تعریفونه د حمزه بابا په یو بیت کې رانغاړم.

 

حمزه د خوږ اشنا به درته څه صفت بیان کړم

خو ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي

 

دا ستر شخصیت باز محمد عابد نوميږي، «زموږ فلکلوریک ادب کې باز د ښه او لوړ بخت سیمبول دی، د پښتو په افسانو کې داسې یادونه شوې، چې باز د چا پر اوږه کیناست؛ نوهغه حتما پاچا کیږي»

 

دا باز د چا په اوږه نه کیني او نه کیناستی شي؛ بلکي د ده پر اوږه حتما باز ناست دی؛ ځکه دی پاچا دی خو د تخت او تاج پاچا نه دی نوموړی د زړونو پاچا دی، دا د خلکو په زړونوکې ناست او پر زړونو یې پاچا هی کوي.

 

باز محمد عابد په ۱۹۶۸ م کال د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند، ثمرخیلو کلي کې د شهزاده؛

 

تر پلار توب لاندې  دې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ۱۳۵۳ کال کې د ثمر خیلو ښوونځي په دروازې ورننوت؛ تر نهم ټولګي پورې یې زده کړې همدلته وکړې او د پاتې زده کړو لپاره ننګرهار لیسې ته راغی  یوکال یې همدلته زده کړې وکړې او له دې وروسته بیرته د ثمرخیلو لیسې ته لاړ او تر دولسم ټولګي یې زده کړې په همغه لیسه کې تر سره کړې.

 

باز محمد عابد ښوونځي کې د شاملیدو عجبیه او غریبه کیسه لري دا کیسه دده په یو خاطرې کې لولو:

 

« دوکانداري مې په پچه رسیدلې وه، یوه ورځ ښار ته لاړو، دوکان ته مو کتابچې او قلمونه اخیستل، ګورم چې یو سړی خپلې لوراو زوی ته قلم او کتابچې اخلي. ما پلار ته وویل چې زه یې هم غواړم، خو هغه وویل چې خپله دوکانداري وکړه او له دې شیانو تېر شه، ما ضد ونیو او پلار مې راته غوسه شو، اخر سړي ماته کتابچه او قلم واخیست، خو پلار مې غیرت ونیو او پیسې یې ورکړې. بیا دغه سړي زما له پلاره وعده واخیسته چې زوی به دې سبق وایې، که نه زندان ته دې استوم، پلار مې مجبوراً د مکتب چپړاسي ته حواله کړم او مکتب کې یې شامل کړم»

 

کله چې په هیواد کې ژوند سخت شو او هیواد د اورسکروټه وګرځيده، له هره اړخه د اور کاڼي ورېده، نو باز محمد عابد او کورنۍ، لکه د نورو خلکو په څير پښتونخوا ته کډه شول او هلته یې د هجر سوزونکې او د بل د لاس لاندې د غوسو اوپټکو ډک ژوند ته اوږه ورکړه، بل کار او روزګار نه و؛ نو د کور په څنګ یې د فالودې او یخ پلورلو کوچنۍ غرفه ولګوله، خو دې کارو بار یې د ژوند اړتیاوې نه شوې پوره کولی ان د ده د کور کرایه یې هم نه برابروله، نوموړی په یوه خاطره کې لیکي « یوه ورځ ډېر خپه او خواشینی کور ته ننوتم، کیناستم معیوبې لور مې راته وویل، پلاره ولې خپه یې؟ ما ورته په مینه وویل چې د کور کرایه نشته. هغه تر کټ لاندې ننوته، خپله د پیسو هغه خزانه یې را وویسته چې خپلوانو به د زړه سوي او معیوبیت له کبله ورکولې او دې به جمع کولې . خزانه یې ماته کړه، دومره پیسې پکې راووتې چې هم د کور کرایه لنډه شوه هم مې د جیب خرچه برابره شوه او هم کارو بار روان شو. په دې ورځ ماته معلومه شوه چې څوک له والدینو سره هر ډول چلند وکړي، هماغسې به ورسره وشي »

 

د لور همدې مرستې یې عابد ته د بې وزلانو او مجبورو سره د مرستې او کومک یوه ژوره انګیزه په ذهن کې ورپیچکاري کړه، چې تر اوسه یې په زرګونو معیوبینو ته مصنوعي لاسونه، پښې او بایسکلونه مرسته کړي او تر څنګ یې د زرګونو بې وسو کونډو رنډو او یتیمانو سره مرستې او کومکونه  هم کړې دي.

 

که د عابد نوم اخیستل کیږي نو ورسره څنګ کې یې یو بې روحه ملګری ذهن ته راځي چې هغه یو زوړ بایسکل دی، چې کرۍ ورځ پرې خپلو کارونو پسې ګرځي، یو وخت مې د کوم خارجي لیکوال په یو لیک کې لوستي و، کله چې د یو شاعر او لیکوال پر ژوند غږیږئ، نود هغې هرې کړنې کې یو ژور فکر وکړئ، حتما یو راز پکې وي. خبره مې د باز د بایسکل پورې کوله یو لامل خو یې، بې وسي او ناداري کیداي شي او بله رشته چې دی یې د بایسیکل سره لري هغه د ده هغه سوځيدلی ارمان دی چې په ښوونځي کې یې ټولو ټولګیوالو بایسکلونه لرل؛ خو دی نه لاره، دهغه ارمان ژورې ریښې یې تر ننه د ده په ذهن حاکمې دي. ده په ماشومتوب کې د بایسکل سوارۍ ارمان لپاره هڅه کړې خو ناکام شوی او د هغې ناکامې مینې غچ تر ننه له ځانه اخلي.

 

راځئ د عابد  د بایسکل د اخیستو په اړه د ده یوه خاطره لولو« په ټول ښوونځي کې  یوازې ما بایسکل نه درلود، هغه وخت یو بایسکل په «۷۰۰» افغانۍ و، پلار ته مې ډېر وویل چې یو بایسکل راته واخله، خو نه یې منله، زموږ یو دوکان هم و، مجبور شوم چې سودا به ډېره وشوه، سل یا پنځوس افغانۍ به مې ترې پتې کړې، دا به مې د کور په غوجله کې یو زوړ واسکټ کې ایښودې، یو وخت مې وویل اوس بایسکل باید واخلم؛ خو ډاریدم، چې پلار به مې وایې دومره پیسې دې له کومه کړې؟ بایسکل پاتې شو، مګر له دوکانه زما غلا روانه وه.

 

یوه ورځ زموږ دوکان اور واخیست او د۱۵زره افغانیو تاوان یې وکړ، پلار مې د شپې سخت خپه و، له لاسه مې ونیو، غوجلې ته لاړو، د لرګي په ستن پورې مناګۍ ته وختم، له غلا کړو پیسو ډک واسکټ مې ورکړ، بلا ډېرې پیسې ترې راووتې، پلار مې خوشاله شو او غیږ پورې یې ونیوم»

 

تاسو وګورئ د نړئ ستر ستر خلک له ډېرو کړاوونو او ستونزو وروسته د نوم او نښان څښتنان شوي، زموږ عابد هم ډېرې ستونزې تر شا پریښي، خو دغسې خلک چې سختو محرومیتونو سره مخ شوي، دوی بې وخته سپین ږیري شوي، که د دوی عمر شل کاله وي د وخت نادودو داسې ځپلې وي ته به وایې چې دا څلویښت کلن دی اوکه څلويښت کلن وي ته به وایې چې اتیا کلن دي ، د دوی زړونه ډېر مترحم هم وي، دوی په هر بې کسه او بې کوره اواره کې خپل بچیان او اولادونه ګوري، دوی د هر بې کسه او بې وسه په ژوند کې خپله ماضي ګوري.

 

 دوی لکه د شګې دیوالونه وي چې ګوتې ورنژدې کوې رانړیږي( په زړه نرم دي)

 

 دوی د هر یتیم، دردمند او بې وسه په لیدو لکه د یخ د کندې  په څېر ویلي کیږي.

 

ما غوښتل چې د عابد په شاعرۍ وغږیږم؛ خو کله کله د چا شخصیت دومره ستر شي چې شاعرۍ ته یې خبره ځي نو څو څو پاڼې ډکې وي، زه نن دعابد له ژونده خبر شوم، چې عابد څوک دی، که څه هم له ډېرو کلونو راپدې خوا سره پیژنو؛ خو نن مې را وسپړه او ریسرچ مې کړ.

 

عابده!

 

 ته د غورځيدو نه یې او نور نه غورځيږي، تا د داسې فکر کر وکړ  چې تر ابده به ژوندی وي  او ستا هغه ویره ختمه شوه چې تا لرله.

 

مه مې غورځوه د غورځیدو نه یم

 

ومې کره شین به شمه زړی یم

 

باز عابد دې همداسې تاند او ځوان اوسي، وزرونه او پنجې یې تل غښلې وسه!

- احاظ
بېرته شاته