(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرحوم/خاکه

[20.Jan.2023 - 05:56]

مرحوم / "خاکه "

ليک : ګل محمد بيتاب

 مرحوم په اصطلاح کښې هغه چا ته وئيلے شي څوک چې مړ شوے وي۔ ګني نو د دې لغوي معنیٰ  ده هغه څوک چې رحم پرې شوے وي۔ ځکه  زۀ دا ټکے په لغوي معنو کښې اخلم۔ ولې چې د کوم بنده ذکر کوم نو هغه له خیره  ژوندے دے البته دې کښې شک نشته چې رحمتونه پرې  ښه ډیر شوي دي۔ دے په هغه ډېرو کمو خوش قسمته کسانو کښې دے چې په ژوند ئې د مرحوم مقام حاصل کړے دے۔ حالانکه داسې عموماً نۀ کېږي۔ 

  او خاص کر يوه ورځ خو ئې دومره  په پنډونو پنډونو دعاګانې په مفتو کښې حاصلې کړې وې چې تصور ئې هم نا ممکن دے۔  د قسمت خبره ده په زرګونو  بلکه لکهونو کسانو ورته د زړۀ د اخلاصه دعاګانې وکړې۔

 اصل کښې دا  ټوقه ورسره د يو ملګري د خطا کېدو په وجه شوې وه۔ چې هغه غلط شوے وۀ ۔ قیصه داسې اوشوه چې  يوه ورځ  د سحر مانځۀ نه وروستو هغۀ ته د ايئرفورس د يو ريټائرډ ډاکټر صېب د زوي ټيلي فون راغلو چې پلار مې مړ شوے دے او يوولس بجې به ئې کلي کښې  جنازه وي۔ نو  دے ې  نمبر ته د کتلو نه بغېر په دې نتيجه اورسېدلو چې دا جوړې د اطلس ګل اطلس زوے دے۔ د ګران ملګري او ښه  ليکوال ابراهيم رومان صیب  خود ساخته غائب دماغي مشهوره ده۔ خود ساخته ورته ځکه واېم چې دې کښې ئې کله هم بل ته فائده نۀ ده رسولې بلکه خپله ګټه يا د نورو نقصانونه ئې کړي دي۔ بهرحال دې نه پس ته په ځاے د دې چې خپله په فېس بک خبر خور کړي موبائيل ته ئې لاس کړو، يو بل ته ئې اطلاع ګانې شروع کړې او ورسره ئې دا هدايات هم ورته  کول چې دا خبر دې په سوشل ميډيا خور کړي۔ داسې زر يوه سلسله شروع شوه او د شل دېرشو کسانو لخوا خبر خور شۀ۔ هر چا پرې د غم، درد او تعزيت اظهار کولو۔ د دۀ خوبۍ ئې بيانولې، د بخښنې دعاګانې ئې ورته کولې او مرحوم ته ئې خراجِ عقيدت وړاندې کولو۔ ما هم چې د څو دوستانو پوسټونه اوکتل نو ډېر ئې خفه کړم او سمدستي مې د کوره ارباب لنډۍ ته د تګ اراده اوکړه خو چې د کور په ګېټ راووتم نو د دې معلوماتو د پاره مې هم د دۀ په نمبر کال اوکړو چې زامنو نه ئې تپوس اوکړم چې جنازه به ئې د کور خوا ته کومه ډاګه کښې وي  او که د کلي اديره کښې  به کېږي، خو عجيبه دا اوشوه چې موبائل ئې خپله اوچت کړو او لکه د نور کله پشان ئې په خندا خندا کښې اووې خدمت وايه، خداے شته سخت وويرېدم چې مړ څنګه ګويا شۀ ؟  خو زر راته  د یو بل نه اورېدلې خبرې رايادې شوې چې کله کله مړي راپاڅي۔ دوه څلور خبرې اوکړي او یا چې څو قدمه لاړ شي نو بيا اوغورځېږي۔ ما هم د دې انتظار کولو نو هسې مې ورته اووې کوم ځاے ئې۔ وې په خپل کور او کټ کښې يم۔ ما ته ئې لا دا هم  اووې ډيوټۍ له به نن راځې کنه؟ ما وې او، نورې مې هم ورسره څو خبرې اوکړې خو کمال دا وۀ چې خبرې ئې ټولې ښې سمې دمې وې۔ ما وې راشه دا تپوس ترې اوکړه چې د قبر حال خو به لا درته نۀ معلومېږي خو د ځنکدن او د هغې نه وروستو تر دې دمه درسره څه اوشول ؟  او د کومو کومو خبرو تپوسونه درنه اوشول  خو هغۀ راته ووې دا د ابراهيم رومان خداے وهلي کارونه دي تۀ ګوره زما د مرګ خبر ئې خلقو ته رسولے دے۔ ځيني خلق رارسېدلي دي کور او حجره دواړه ډک دي او څوک ټيلي فونونه کوي تۀ لږ خلق خبر کړه چې زۀ مړ نۀ ژوندے يم، ژوندے۔ 

داسې درې څلور ګهنټې د دۀ د مرګ خبرونه خوارۀ وو او په دې درې څلورو ګهنټو کښې چې دۀ ته څومره دعاګانې اوشوې زما يقين دے چې که لس  شل کروړه روپۍ خېرات کړي نو هم دومره دعاګانې به ورته اونۀ شي داسې ې  نامې سره ئې د مرحوم اضافه اوشوه۔ دې نه پس چې کله هم دے زۀ وينم نو ماته هغه د مرحوم ټکے رامخته کېږي۔ 

دې نه وړاندې هم ځيني داسې واقعات شوي دي چې د ژوندو خلقو د مرګ خبرونه خوارۀ شوي دي لکه د افغانستان د نوموړي محقق او ليکوال حبيب الله رفيع صېب د مرګ خبر خور شوے وۀ خو هغه ژوندے وۀ۔ د پښتو د نوموړي سندر غاړي خيال محمد د مرګ خبر هم  په سوشل میډیا نشر شوے وۀ چې بيا ئې خپله هغۀ ترديد اوکړو۔ د پښتو د مشهور اداکار سيد ممتاز علي شاه د مرګ خبر هم خور شوے وۀ چې بيا ئې ملګرو ترديد اوکړو۔ د اطلس ګل اطلس په شمول دا څلور واړه کسان لا ترننه ژوندي دي۔ نور هم داسې ډېر واقعات شوي دي چې د ټولو ذکر ممکن نۀ دے۔ البته یو څو  واقعات به ذکر کړم چې ډېر دلچسپ دي۔ يو دا چې د پښتو مشهور اولسي شاعر علي حېدر جوشي صیب د خپل يو ملګري نه په چل روپۍ اخستې وې نو هغه کلي په کلي ګرځېدلے وۀ او د علي حيدر جوشي صېب د مرګ خبر ئې خور کړے وۀ۔ ډېر خلق ورله کلي ته ورغلي وو او  هغه روپۍ خو لا څه کوې چې نورې هم ترې ډېرې لګېدلې وې۔  په دویمه یا دریمه ورځ بيا د کلي سټاپ ته راوتلے وۀ او چې څوک به ورله راتلل نو هم هلته نه به ئې رخصت کول ځکه د هغۀ په قول کور کښې خو د څه درک نۀ لګېدلو۔ بله دلچسپه واقعه دا ده چې د يو سړي ښځه ناڅاپه بې هوشه شوې وه او خلقو مړه ګڼلې وه کله چې د هغې جنازه وړلې  شوه نو په لاره يو تن تيندک اوخوړو او کټ ترې د بجلۍ په ستنه اولوېدلو دې سره ناڅاپه ښځه راپاڅېدله او نېغه کور ته لاړه۔ بيا څه موده پس ته واقعي هغه ښځه مړه شوه نو چې کله ئې جنازه وړله نو د هغه ښځې خاوند به ساعت په ساعت اواز کولو ايماندارو په حوصله ځئ او د بجلۍ ستنو ته ډېر خيال کوئ۔ 

د یو ملا صیب خوندوره واقعه هم د اوریدلو ده چې هغه وٸیل کله چې زه طالب وم نو په پیښور  کښې  یو ځل د شپې مړے اوشو ۔ یو خپلوان ې تابوت راوړلو ۔ دا ې بره چهت کښې ایښودلو خو د بره چهت چابي چې کوم سړي  سره وه نو هغه چرته بل خوا تلے وو بس  تابوت  ې د جومات محراب کښې کیښودلو ۔ د ژمي موسم وو او د  شپې چرته یو مسافر راغلے وو نو یخني ې شوې وه هغه دغه تابوت ته د شپې  ورننوتلے وو ۔ سبا له سحر چې د مانځه جمع کیدله نو دویم رکعت کښې تابوت په خوزیدلو شو ۔  هغه سړي د تابوت نه سر راوویستو او اواز ې اوکړو چې جمع اوشوه ؟  دې  سره یو هاے ناتار جوړ شو ۔ ملا صیب خو په محراب کښې بې هوشه پرېوتلو او خلقو د ویرې  لیونۍ منډې وهلې چې اکثر پکښې غورزیدلي وو خو ډیره عجیبه  خبره دا وه چې هغه سړي هم منډې وهلې څوک چې د تابوت نه راوتلے وو ۔ 

 هغه د چا خبره يوه کوم او بله رايادېږي۔ بجلي ګهر مُلا د ژوند په آخري کلونو کښې عمرې له تلے وۀ ۔ مدينه منوره کښې چا ليدلے وۀ خو ورځ دوه پس دغلته يو غټ غوندې سپين ږيرے پاکستانے مړ شوے وۀ چې په شکل صورت د بجلي ګهر ملا غوندې وۀ نو هغۀ په ټيلي فون پاکستان کښې يو بل ته ووې او داسې ورو ورو خبر خور شۀ چې بجلي ګهر ملا په حق رسېدلے دے۔ ولې څو ورځې پس  ورسره د ميډيا رابطه شوې وه نو بجلي ګهر ملا وئيل زۀ د بل جهان نه خبرې کوم او پښتنو تر هغې مو نۀ پرېږدم تر څو چې سم شوي نۀ يئ۔ 

 خبره مو په اطلس ګل اطلس د خداے د رحمتونو کوله نو حقيقت دا دے چې په هر لحاظ ئې ورله غوره برخه کړې ده۔ د شکل، کورنۍ، خاندان، خوئي خصلت پورې پرې د رحمتونو سم بارانونه ورېدلي دي۔ شکر ګزاره او صابره شاکره هم دے۔ ژوند ئې چې هر څنګه دے ښۀ تېرېږي۔ حسد، تکبر، نفرت خو هډو پېژني نۀ۔ 

 اطلس ګل په ډېرو حوالو خاص اهميت لري۔ دے خپله د شاعر، اديب سره سره ادب ساز هم دے۔ حقه خبره داه چې زما غوندې د ډېرو ليکوال غېر رسمي استاذانو کښې راځي خو د چا سره ئې استاذي نۀ ده کړې۔ کوم وخت چې مونږ د شعر و ادب مېدان ته راغلو نو دۀ او شاه جهان صابر صېب د نورو ملګرو په مرسته يو ادبي تنظيمسرحد پښتو ادبي ټولنه پېښورپه نامه جوړ کړے وۀ چې دغه وخت ښۀ په جوبن کښې وۀ۔ دا واحد داسې ادبي تنظيم وۀ چې پکښې به د لر او بر او د هر قسمه نظريې لرونکي لیکوالان  مشران او کشران په ډیر ګڼ تعداد کښې   شريکيدل۔ د مياشتې په يوه مقرره نېټه به د دې غونډه کېدله ۔ وړومبۍ برخه کښې به په نظم يا نثر تنقيد کېدلو او دوېمه برخه کښې به ازاده مشاعره وه۔ دې ته زۀ ملګري او ښۀ ليکوال شېخ نور علي نورصیب بوتلے وم او هم دغلته مو د لر او او بر لیکوالان پیژندلي او  مختلفو ليکوالو نه مو  استقاده کړې وه۔ 

 اطلس ګل اطلس دغه وخت ښکلے ځوان وۀ، تک سور سپين مخ ئې وۀ۔ مونږه ځينو ملګرو به ورته پټ په پټه انګرېز وئيلو ځکه رنګ روغن ئې زيات هغوي ته ورته وۀ۔ د سر او برېتو ويښتۀ ئې سوربخن وو او د څو مخصوصو ملګرو سره د ګپ نه علاوه ډېر سنجيده او باوقاره سړے وۀ۔ که څه هم اوس اوياؤ کالو ته نزدې دے خو د مخ ښکلا ئې هغه شان تر ډېره برقراره ده۔ 

 وئيلے شي چې په ځوانۍ هر څوک ښکلے ښکاري، خو اصلي ښکلا هغه وي چې په زړښت کښې هم برقرار وي۔ مشهور عالم غلام جېلاني برق ليکلي دي د شلو کالو پورې د يو بنده په مخ کښې ماشومتوب  وي۔ تر څلوېښتو د ځوانۍ اثرات وي، چې د شپېتو شي نو د سړيتوب نقش و نګار ښکاره وي خو وروستو بيا د ديندارۍ په وجه نوراني ښکاري او که داسې نۀ وي نو شکل او خصوصاً مخ ئې سپېرۀ او بدرنګه شي۔ په دې حساب که اوګور نو اطل ګل اطلس يقيناً تقویٰ دار دے، ولې چې مخ کښې ئې هغه نور صفا ښکاري کوم چې د نيکانو خلقو په مخونو باندې ليدلے شي۔ خو عالمان د تقویٰ عامه معنیٰ پرهېزګاري کوي او که داسې شي نو اطلس پرهېز بالکل نۀ کوي او يا ئې نشي کولے۔ څو کاله وړاندې چې د زړۀ د مريض وو او څو څو ځله هسپتالونو ته د بې هوشۍ په حال کښې رسولے شوے وۀ ولې مجال دے که دې بنده به چرته پرهېز کړے وي۔ يو ځل زۀ ، دے او اياز الله ترکزي صېب شېدو ته تلي وو د ژمي موسم وۀ باران هم ورېدلو او چې کله ماښام واپس راتلو نو تاروجبې سره د کبابو ذکر اوشۀ بلکه هم دۀ دا تجويز وړاندې کړو چې کباب به وخورو خېر چې کېناستو نو درې کسانو د پاره ئې  پوره د درې سېره د کبابو ارډر ورکړو او د راوړلو سره ورلاندې وتو۔ اتفاق به ورته ووايو چې دې دوران کښې ورته د کور نه رنګ اوشۀ۔ موبائل ئې چې غوږ ته اونيولو نو د کبابو په ځاے ئې د مولۍ د ټکړو نه چکونه وهل شروع کړل غالباً محترمې کور ودانې ترې تپوس اوکړو چرته ئې ؟ نو ورته ئې اووې تاروجبه کښې يم او د مولۍ نه  د چک وهلو سره ئې ورته  اووې دا نور  ملګري مې کباب خوري او زۀ فقط مولۍ خورم پوهه شوم چې د بد پرهېزۍ سره لږ ډېر دروغ هم وائي۔ 

 چې چرته ځي نو اکثر يو نه یو  زوے هم ورسره ملګرے وي او د هغوي په وړاندې هم بې غمه بد پرهېزي کوي خو خبر نۀ هم چې هغوي څنګه رضا کوي چې کور ودانه ترې نۀ خبرېږي چې د هغې د سر تاج بهر پرهېز هډو پېژني نۀ۔ څه کال نيم وړاندي ئې د زړۀ اپرېشن کړے دے او هسې هم وريژې په پوخ عمر کښې خلقو له ښې نۀ وي خو دۀ سره دوه شادي هالونه دي نو هغې کښې هره ورځ د غوړو وريژو سره حلواګانې هم بې غمه خوري۔ د يو ځل نيم نه علاوه ئې کله هم مونږ له وريژې يا حلوه نۀ دي راوړي  البته يو غوړ او  اهم اعلان ئې دا کړے دے چې که کوم شاعر، اديب د يوې ښځې په موجودګۍ کښې دوېم وادۀ کول غواړي نو هال به ورله مفت ورکوم۔ خبر نۀ يم چې دې کښې به ئې څه غرض وي خو کېدے شي تجربه کول غواړي چې دوېم وادۀ سره بنده باندې څه کېږي۔ ما څو ملګرو ته ووې چې اطلس ګل اطلس د ليکوالو سره په دې اعلان ډېره ښېګړه کوي نو يو تن راته ووې دا دے ځان له بې پېسو مستقل مزدوران ګوري ولې چې که څوک داسې اوکړي نو شته روپۍ خو به ترې په وادې اولګي او دۀ ته اندازه ده چې بيا به ئې کور کښې هسې هم ځاے نۀ وي نو د دۀ شادي هال کښې به تش  په ګېډه مزدوري کوي۔

 اطلس ګل اطلس ډېره شاعري کړې ده خو د نوکرۍ په دوران کښې ئې هغه نۀ وه چاپ کړې ولې چې دې د پاره به ورله د محکمې نه  اجازت اخستل ضروري وو او دۀ داسې نۀ کول ځکه نو د نوکرۍ نه د ريټائرډ کېدلو نه پس ته ئې په يوه مخه څو شعري مجموعې چاپ کړې۔

دوه شعري مجموعې ئې د ؛ تڼاکې پښې´ ازغنه لار ؛ او ؛ ژوند ازغو په څوکو ؛   په غزلونو ۔ نظمونو ۔  او قطعاتو وغېره مشتملې  دي 

یوه  بله شعري مجموعه  ې  فقط په  مخمساتو مشتمله ده چې د هغې نامه ده ؛ چې هم ګنج دے هم هنر ؛ 

۔دې نه علاوه یوه شعري مجموعه ې  د حمدونو او دوه ئې صرف د نعتونو دي ۔ 

حمديه شاعرۍ ته ئې دا اعزاز حاصل دے چې دا د پښتو ادب وړومبۍ د حمديه شاعرۍ مجموعه اوګرځېدله چېيکتانومېږي۔

د نعتونو مجموعې ې د ؛ ستا له رویه دے تخلیق د کاٸناتو ؛ او ؛ رحمتونه راوریږي ؛  په نومونو چاپ شوې دي ۔  د هغۀ د حمدیه  نعتيه او مذهبي شاعرۍ د  مجموعو په ليدلو ماته د مفتي اعظم  محمد شفيع صېب يوه خبره راياده شي چې هغوي د خپل تفسيرمعارف القرآنپحقله کړې ده۔ هغه وائي چې څو څو ځله ما د صحت د مسلو په وجه د  دې تفسير ليکلو اراده ترک کړه خو آخر مې يو فکر راغلو او هغه دا چې د قيامت په ورځ کله اعمال تللے کېږي او زما د ګناهونو چابړے يو خوا وي او بل چابړي کښې راسره د خداے تعالیٰ کلام وي نو ضرور به زما د نېکو تله د قرآن په وجه درنه شي۔ په دې حساب اطلس ګل اطلس ډېر خوش قسمته دے چې د حمدونو  د مجموعې نه علاوه ئې نعتيه مجموعې   هم چاپ کړې دي  چې د قيامت په ورځ به ئې رسول کريم صلیٰ الله عليۀ وآله وسلم هم دغه مجموعه ولولي نو داسې انسان باندې واقعي خبره ده چې خداے تعالیٰ ډېر رحم  دے او دا رحم ئې پرې په دنيا او اخرت دواړو کښې کړے دے۔ د اطلس ګل بل لوے اعزاز د پښتو ژبې د ټولو نه د مشهور او مقبول شاعر عبدالرحمان بابا سره مينه ده۔ د هغۀ په محبت کښې ئې په رحمان بابا ليکلې شوې ټولې زړې او نوې مقالې راجمع کړې او دمجتهد رحمانپه نامه ئې يو ضخيم کتاب  په خپلو روپو چاپ کړے دے۔ اوس لګيا دے د دغه لړۍ دوېم جلد د چاپ کولو دپاره مواد راغونډوي۔ دې نه علاوه په رحمان بابا چي څومره کتابونه تر اوسه چاپ شوي دي نو په هغه ټولو  ئې تبصرې ليکلي دي چې دغه کتاب ئې هم نزدې وخت کښې چاپ کېدونکے دے۔ 

يوه بله کارنامه ئې د ملګرو سره په شريکه دا وه چې دسرحد پښتو ادبي ټولنه پېښورد اهتمام لاندې ئې مياشتنۍ رساله دښکلاپه نامه تر ډېرو کلونو چلولې وه چې پکښې ډېر علمي او ادبي ليکونه چاپ شوي دي۔ د ايئرفورس په محکمه کښې نوکر وۀ او ډېره د جهازونو سورلۍ ئې کړې وه خو د سکيم چوک او پېښور ايئر پورټ کښې به ورته خپل زوړ سائيکل ولاړ وۀ ټول عمر کښې بغېر د سائيکل نه او اوس د موټر سائيکل نه سېوا بله سورلي نۀ لري۔ لکه د ملنګانو ژوند ئې تېر کړے او تېروي ئې۔ خو په پښتو ادب ئې خپله ډېره سرمايه لکه د جوارګرو تل باٸیللې ده۔ ډېره رومانوي او مذهبي شاعري ئې کړې ده او په رښتيا معنو مرحوم دے۔ 

 هسې ما اورېدلي دي چې ځيني شاعري هم سپېره وي او د ځينو غزلو يا نظمونو نه پس ته ئې ليکوال او سندرغاړي  بلې دنيا ته کډه کوي۔ لکه چې د اردو نوموړي  شاعر اديب انشاجي يو نظم ليکلے وۀ کوم چې ۱۹۷۰ء کښې ډېر مشهور شوے وۀ۔

انشا جی اٹھو اب کوچ کرو

اس شہر میں جی کو لگانا کیا

 

کله چې سندر غاړي  امانت علي خان دا غزل ووې نو دې نه څو مياشتې پس ته په حق اورسېدو بيا د دۀ زوي اسد امانت علي خان چې دا غزل ووې نو دا ئې اخري وئيلے غزل ثابت شۀ۔ تر دې چې انشاجي خپله د مرګ نه وړاندې يو دوست ته خپل يو خط کښې ليکلي وو  : پته نشته چې دا منحوس غزل به نور څومره ګور ته رسويد اطلس ګل اطلس په شاعرۍ کښې ما د ډېر کوشش باوجود هم داسې کوم منحوس کلام اونۀ موندلو چې داسې شک پرې اوکړے شم البته داسې بختور کلامونه راته پکښې ضرور ښکاري چې د هغې په وجه دے په ژوند مرحوم شوے دے۔ خداے دې ورله د پښتو ژبې د خدمت د پاره ډېر ژوند ورکړي د يارانو يار او محفل ارا سړے دے۔ 

ګل محمد بېتاب

په مننه د مجله ګلورين 

  2022/12/12

-
بېرته شاته