(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اواز ډرامه

[05.Aug.2023 - 11:26]

دآوازډرامېزۀ يم خان د زمانې نه مې مال شته نه دانې“  

دا کردار عمرګل كړے وو نن هم هر چاته ياد دے. دآسمانډرامې، ملك شاه پور احمدخان، شهسوار، كائنات، منلګ بابا- دروغ لېونيډرامې مينجر صېب چې تكيه كلام ئې وو. ”دلربا زلفې دې كنټرول كړهاو هم د دغه ډرامېدلربانومې كردار چې نجيبه فيض لوبولې وو. دا او داسې نور ډېر كردارونه چې ددې جادوګر قلم تخليقات دي چې په هېرېدو هم نه هېرېږي دا ئې د مضبوطې كردار نګارۍ هغه مضبوطې حوالې دي چې د نوي ډرامه نګارانو دپاره د زدكړې خزانې دي.

هغه وائي، ډرامه زما ژوند دے او دا زما د خوښې صنف دے. او ددې غټه وجه داده، چې په ډرامه كښې د مختلفو كردارونو په ذريعه سره د معاشرې ډېرې ناهموارۍ، ډېرې په آسانه او ښه طريقه سره په ګوته كېږي، چې دا كمال د ادب په بل يو صنف كښې دومره په كمال سره نشته.

په ډرامه كښې د پلاټ يا قيصې جوړېده د كردارونو په ذريعه سره كېږي او د كردارنو جوړېده د هغوي  د خبرو يا مكالمو په ذريعه سره كېږي، څنګه چې د ښو كردارنو نه بغير ډرامه نه جوړېږي دغسې د ښو او مضبوطو مكالمو نه بغير ښه كردارونه نۀ جوړېږي.

كردارونه كه د ډرامې د ملاتير دے نو مكالمه ئې ساه ده او ډرامه په ښه مكالمو باندې ژوندې وي. په ډرامه كښې عمل وي بيا د هغې رد عمل وي، كركه، نفرت، مينه، رورولي، كشمكش او تصادم دغه ټول كېفيتونو او جذبو ته ژبه وركول آسان كار نه دے. دا نازك او ګران كار چې كوم ډرامه نګار په ښه طريقه سره تر سره كړي نو هغه د كتونكو او اورېدونكو په زړونو كښې ځانله ځائے جوړ كړي.

دده د ډرامو يوبل لوئې كمال د هغه لاجوابه او باكماله مكالمې دي. هغه د خپلو پر اثره، مضبوطو او خوږو مكالمو په ذريعه سره د خپلو كردارونو د احساساتو او جذباتو داسې اظهار كوي، چې د هغه د ډارمو كردارونه كله خپلو كښې مكالمه كوي، نو د هغوي دغه مكالمې لكه باران باران راورېږي، لكه درد درد څړيكه كېږي، لكه جذبه جذبه د بدن په رګونو كښې خورېږي، لكه اميد اميد رڼا كېږي او لكه جانان جانان لګېږي. د هغوي د ډرامو مكالمې د جذبو يو داسې سمندر وي چې د لفظونو په تړون كښې كتونكي او اورېدونكي په خپل جادوئي اثر كښې داسې ډوب كړي چې هغوي ددنيا او جهان نه ناخبره په ډرامه كښې ورك شي.

د مكالمې دا كمال، دا جدّت او دا د جذبو مدو جزر د بل ډرامه نګار په مكالمو كښې مونږ ته په نظر نۀ راځي. د هغه په مختصره مكالمو كښې د معنو يو داسې سمندر پروت وي چې خپل كتونكې او اورېدونكې په خپل سحر كښې بندي ساتي. دے د خپلې هرې ډرامې سره دومره خواري كوي چې د سكرپټ ليكلو نه وړاندې په مياشتو مياشتو د ډرامې ډائريكټر سره ددغه ډرامې په حواله سره ډسكشن كوي. د ډرامې په وړو وړو باريكو كردارونو، سيچويشنز، د كردارونو ګټ اپ، او د ډرامې لوكېشن باندې ډسكشن او چې كله سكرپټ اوليكلې شي نو بيا د كردارونو دپاره د موزو او مناسبو ادكارانو انتخاب كښې د ډائريكټر دومره مرسته او ملاتړ كوي چې په پېښور ټي-وي سټېشن كښې دا خبره مشهوره ده چې بشرنويد د خپلو ډرامو كاسټنګ په خپله كوي. په دې حواله هغه دا وائي، چې د ډرامې كردارونه داسې وي چې كله يو ډرامه نګار كردار تخليق كوي نو دا داسې وي لكه چې يوه مور بچې پيدا كوي، اوس دغه دومره په ګرانه پيدا شوې كردار كه چرته مناسب او موزو اداكار اونه كړي نو د ليكوال سره سره د ډرامې د ټول ټيم خواري عبث لاهو شي ځكه د هر كردار دپاره مناسب اداكار انتخاب د هرڅه نه زيات ضروري او اهم دے او په دغه خبره هغه چرته هم د مصلحت نه كار نه دے اخيستې.

د سكرپټ ډسكشن نه واخله د ډرامې تر ريهرسله او بيا ريكارډنګ كښې هم په اهم موقعو د هغه موجودګي ددې خبرې ګواهي وركوي چې هغه خپل كار سره څومره مينه لري او خپل كار سره څومره كميټيډ (Committed) دے د هغه دا دومره لېونۍ مينه او خواري چې كله هم د ټي-وي په سكرين د ډرامې په شكل كښې ښكاره شوې ده نو د كتونكو او مينه والو په جولو جولو مينه ئې د ژوند اثاثه شوې ده.

دده د ډرامو باره كښې د نوموړي ډرامه نګار اديب، محقق او كالم نګار پروفېسر ډاكټر همايون هما دا وينا هم د يو سند درجه لري. هما صېب وائيبشرنويد د پښتو د معياري ډرامې يو داسې نوم دے چې تل به ژوندے وي

په پېښور ټيلي ويژن كښې د دومره مصروفياتو او مقام موندونه پس هم چې كله د هندكو پښتو خبره راغله نو بشرنويد د خپلې مورنۍ ژبې پښتو دپاره په ميدان اودرېدو او ددې خبرې يې هډو پرواه اونه كړه چې ګني د پي-ټي وي واكداران او انتظاميه به د هغه خلاف شي.

دا د كال ١٩٩٠ء خبره ده چې كله د پېښور ټي-وي سنټر نه د هندكو خبرونه شروع شو او د پښتو ژبې وخت كم كړے شو او دغه وخت هندكو ته وركړے شو نو په خله خو د پښتو پښتو چغې وهونكي دلته ډېر دي خو په عملي توګه هېڅ يو سياسى پارټۍ او شخصيت ددې خبرې غندنه اونه كړه او نه يو اديب او ليكوال په عملي توګه ددې بې انصافۍ خلاف قدم پورته كړو. دا يو بشرنويد وو چې په دغه وخت يې هم د پي-ټي-وي پېښور سنټر نه يوه ډېره مشهوره ډرامهسلګۍآن ائير وه، خو هغه بيا هم د خپلې مورنۍ ژبې په غيرت د پي-ټي-وي انتظامې خلاف احتجاج اوكړو داسې احتجاج چې په ريكارډ موجود دے، چې د پښتو ډېرو لويو لويو شاعرانو اديبانو پكښې شركت كړے وو. دا احتجاج ١٨ جولائى ١٩٩٠ء كښې د پي-ټي-وي مخې ته شوې وو او بيا تر ګورنر هاؤس پورې احتجاجي واك هم شوې وو. په دې احتجاج كښې د شركت اعزاز راقم الحروف ته هم حاصل دے. په دې احتجاج كښې رحمت شاه سائل، خېبر افريدي، همېش خليل، عبدالواحد قلندر، ودود هشنغرے او داسې نورو لويو لويو اديبانو او شاعرانو شركت كړے وو.

د خپلې مورنۍ ژبې سره دا لېونۍ مينه د هغه د ژوند په هر قدم كښې مونږ ته ښكاره ده. ددغه مينې په بدل كښې هغه د ژوندهرې سختې ته غاړه اېښودې ده خو پښتو سره پښتو يې نه ده پرېښودې. ددغه مينې اظهار هغه په يو ځائې كښې داسې كوي:

زمانه اوس هم لا د خپلو خولو بوى خېژي

ستانه د عطرو د پليلويو رومال جوړ شو

خدائے چې ويشلې لوئې برخې په قامونو باندې

پښتو مې مور شوه او زما نه ئې ليكوال جوړ شو

 

بشر نويد چې د محب الله شوق نه پس كله د اولسي ادبي ټولنې مردان سكتر شو نو په مردان كښې ئې په ړومبي ځلې د كتابونو د مخ كتنو رواج او دستورې جوړې كړې. دوي به د نورو ځايونو شاعران او اديبان مردان ته راغوښتل او مردان كښې به يې ورله د كتابونو مخ كتنې كولې، لكه د رحمت شاه سائل د كتابونو مخ كتنې دوي په مردان كښې اوكړې. دغسې د مجيدالله خليل د كتابګلورينمخ كتنه ئې هم په مردان كښې اوكړه، سردار خان فنازما د خيال په سيوريد كتاب مخ كتنې د دستورې صدارت كړے وو او په دغه دستوره كښې سعدالله جان برق مشر مېلمه وو.

په دغه دور كښې د اولسي ادبي ټولنې مردان دا كوششونه د چانه پټ نه دي، چې دوي به د نورو ځايونو لوئې لوئې شاعران او اديبان مردان ته راغوښته او هغوي ته به ئې درناوښت او عزت وركولو. هم دغسې يوه دستوره ئې د مردان كونسل هال كښې كړې وه چې په كښې ئې صديق پسرلې، حبيب الله رفيع ، آصف صميم، زرين انځور، بريالى باجوړى، ډاكټر مجاور احمد زيار او افضل ټكور رابللي وو او دوي په درناوي كښې ئې په مردان كښې يو دروند پروګرام كړې وو.

د لفظونو دا جادوګر دبوډۍ د ټال غوندې د ژوند ډېر رنګونه لري، ډرامه كه د هغه ژوند دے نو صحافت ئې په دغه ژوند كښې د ساه حېثت لري او صحافت كښې كالم ليكل د هغه خوښه او د خلقو خوښه ده ماته ياد شي چې وحدت اخبار به ډېرو خلقو صرف د هغه د كالم دپاره اخيستو او لوستو. د هغه كالمماته غوږه شهيو داسې جادوئي اثر لرلو چې ډېر لوستونكي ئې په خپل سحر كښې راګېر كړي وو. ماته ياد شي مونږ به د وحدت اخبار دفتر كښې ناست وو. بشر نويد به راغے د هغه ورځې اخبارونه به ئې يو نظر اوكاته او كالم ليكل به ئې شروع كړه. منځ تر منځه به شاعران او اديبان هم د هغوي ملاقات له راتلل. د چائيو او قهوې دور به هم چليدو، ګپې شپې به هم لګېدې او بشر نويد به كالم هم ليكلو. مجال شته كه چرته غلطي به ترې كېده. بغير كټ كوټه به يې داسې كالم اوليكلو چې ښه ښه اديبان او دانشوران به ئې په يكسوئي او تنهائي كښې هم اونه  ليكي. دا كمال ما صرف په ده كښې ليدلې دے، چې په دومره ګڼه ګوڼه كښې به ئې هم ډېر زړۀ پورې ليكونه كول. د هغه د تخيل الوت او دليك زور واقعي چې سدابهار دے او د راج ولي شاه خټك دا شعر بلكل د هغوي د فكر ترجماني كوي.

د ولي سدابهار خود سره فكر

سپرلے نه دے چې د شپو ورځو غلام شي

 

د هغه په كالمونو كښې د افسانې رنګ هم شته او ډرامې خوند هم، د كردارنو تصادم هم او د واقعاتو تسلسل هم- د هغه تخيل چې كله په كالم ليكلو كښې الوت وكړي نو نثر ئې شاعرانه شي. په نثر كښې دغه زور دغه د جذباتو او احساساتو سمندر او دغه د لفظونو جوړښت او تصادم لوستونكي په خپل سحر كښې داسې راګېر كړي چې هغه كالم تر اخيره پورې لولي نو جذبې ئې يا آه شوې وي يا واه شوې وي او يا ترې اوښكه جوړه شوي وي او په 

ګرېوان كښې د جذبو خراج ته نذرانه شوې وي،

فرېدالله شاه احساس

- احساس
بېرته شاته