په راز کښې راز
[07.Mar.2023 - 18:24]«په راز کې راز»
د محترم اجمل خټک مرحوم پۀ ناول د پروفیسور ډاکټر محمد زبیر حسرت لیکنه
«په راز کې راز»یوه پېژندنه!
اجمل خټک دا ناول په سوچي قفقاز کې، چې شوروي اتحاد د تور سمندرګي په غاړو کې یو تفریحي ځای دی، هغه وخت لیکلی و، کله چې هلته په روغتون کې تر درملنې لاندې و. دا ناول د ۱۹۷۴م، د جولايي په لومړۍ ورځ بشپړ شوی و، په دې ناول کې هغه د خپلې خاورې او هېوادوالو د عطر خوشبویي ورګډه کړې ده. د سبک له مخې یې په دې کې د پښتو، پښتونولۍ د ننګ او غیرت انځور او شعور په وړاندې کولو سره دا زبات کړې، چې هغه پر خپله خاوره بې¬ساری میَن انسان و.
اجمل خټک د پښتو نظم انقلابي شاعر و، هغه چې د پښتنو ذوق او غږ په کومو انقلابي چغو سره څپاند او بیدار ساتلی و، نن هم د هغه په ځواک کې کمی نه لیدل کېږي. حقایقو ته شعري مجاهدې ورکوونکي دغه ستر شاعر د سرحدونو او پولو له وېش پرته پښتانه د ملي یووالي او ملي آزادۍ له ابدي پیغام سره آشنا کړل، یقیناً چې له خوشحال خان خټک وروسته د اجمل خټک غږ داسې دی، چې په نړۍواله کچه د پښتنو د استازۍ حق لري، چې د هغه په شالید د هغه خوځنده سیاسي شخصیت او د هجرتونو هغه خوندونه پراته دي، چې هغه یې ټول عمر احساسوي. عملي سیاست ته د هغه ورګډېدل او ذاتي رښتینولۍ سره تړون هغه له هر ډول وېرې او ډاره بې¬نیازه ساتلی او همدې نه ډارېدو او آزادۍ د هغه په شاعرۍ کې ابدیت پیدا کړی دی. همدا لامل دی چې د هغه شعري ټولګې د پښتو شاعرۍ شهکار ثابت شوي دي، خو هغه خپل دا سفر تر شاعرۍ پورې محدود نه دی ساتلی او نه یې ځان تر یوې ژبې پورې تړلی دی، بلکې د پښتو ژبې او ادب تر څنګ یې په اردو ژبه کې هم قلم چلولی دی او له شاعرۍ سره - سره یې د نثر پر پولو هم اوښتی دی. دا بېله خبره ده چې دلته د هغه ټول ځانګړی لیکنی انداز ساتل شوی، که نه؟ چې څېره یې په ادبي نړۍ کې پرې مشهوره وه. په هر صورت د ده په اړه به دا ویل مبالغه نه وي، چې په اردو کې به د ده قلمي ځواک له هغو خوبیو او کمال څخه په څه وجه کم وي. د دوی دغه اردو ناول هم د قبایلي باورونو او عنعنوي دودونو پر بنسټ یوه کیسه ده، چې د هغې توکي او برخې د پښتنو په قومي تاریخ کې ځای - ځای په نوښت سره لیدل کېږي. اجمل خټک د خپل شاوخوا چاپېریال په تناظر په دې کیسه کې په نړیواله کچه د فعالو غاصبو ځواکونو شوم پلانونه او توطیې رسوا کړي دي، د ناول چاپېریال هم ساده او پر تکلف دی؛ ځکه چې د هغه د لیکلو دوره هم پخوانۍ ده؛ نو د نوي دور او زمانې پر پیمانه اندازه کول به یې هم معقول نه وي، په هر صورت د دې مطلب دا نه دی چې زه د ناول لیکوال ته په رعایتي ډول د نومرو او برأت ورکولو کوښښ کوم، بلکې مقصد مې دا دی چې د لیکلو وخت له پامه غورځول او پر هغې کره¬کتنه کول غلط فهمي را منځته کوي.
د ناول چاپېریال د ښکېلاکي ځواکونو د شومو توطیو موخې او اجنډاوې په ډېره ښه بڼه روښانوي، خو له ناڅرګندو او اظهاره ګډوډ لفظونو او احساساتو سره، د ناول پر ژبه د ناول د چاپېریال په¬څېر د پښتنو د لهجو، مرګونو او باورونو غالب اثر پروت دی، چې له هغه نه داسې پته لګي چې دا د یوه پښتانه قلموال تخلیقي ریاضتونو پایله ده. ناول د وخت په تېرېدو سره د ودې او بشپړتیا له څو پړاوونو تېر شوی دی او خپلې لوړتیا او پیاوړتیا ته د رسېدو هڅه یې کړې ده، په دې شالید او پس¬منظر کې اجمل خټک دا ناول ډېر را څرګند شوی او ځلېدلی نه دی، خو له پیله تر پایه پورې په¬کې یو ډول کشش ښکاري او د ځينو رازونو له پلوه له پیله تر پایه له ځینو ځانګړنو برخمن دی. دا منو چې د دې فضا په لومړیو کې داستاني او ماورايي کیسه ښکاري؛ خو ورو - رور د ژوند مهمو او اړینو پړاوونو په لور حرکت کوي. مرکزي موضوع یې له ظلم او زور زیاتي څخه پرده پورته کول او ژبېښاکګرو او زیاتي¬کوونکو پر خلاف مزاحمت او مبارزه کول او د بهرنيو ځواکونو پر شا کول دي. همدارنګه د ژوند معقوله فلسفه هم په¬کې وړاندې وروسته را څرګندېږي، په خپله خوښه او آزاد ژوند کولو احساس او روحیه په¬کې په مثبت ډول وړاندې شوې ده، زرمینه له دې احساس څخه سرشاره کېدو سره نه یوازې له شهباز خانه کرکه کول پرېږدي، بلکې د خپل کورني ژوند بډایه کولو ته هم چمتو شوه، کله چې شهباز خان هغې ته وايي چې:
«د خپلې خوښې آزادي باید د نورو آزادۍ او خوښې د سلبولو په بدل کې نه وي، بلکې د هر چا خپله خوښه وي، چې د هغې په رعایت کولو سره ځان ته د خوښې او آزادۍ لار وټاکي.»
اجمل خټک په دې ناول کې په کورني ژوند کې د شک او شبهو د له منځه وړولو کوښښ هم کړی دی، هڅه یې کړې چې دا تصور عام کړي چې: «له هرې ممکنې لارې دې هڅه وشي چې د کور او کورنۍ یووالی مات او زیانمن نه¬شي.»
په ناول کې د جهاد د فلسفې اهمیت او افادیت او همدارنګه د جهاد او ترهګرۍ تر منځ توپیر هم په¬کې په ډېر ښه ډول روښانه شوی دی. د خپلې ټولنې هغه طبقې یې هم ښودلي، چې هغوی حق او باطل له یو بل سره ګډوي او خپلو شومو موخو ته د رسېدو له¬پاره پلانونه جوړوي.
په ناول کې نورې ترکیبي برخې، یعنې منظر کښنه، مکالمه، تجسس او پلټنه هم له موضوع سره سم دي، د کرکټرونو طبقې په پام کې نیولو سره، د هغوی حرکتونه او کړنې هم پر خپل ځای پراخې او محدودې را څرګندېږي؛ نو له همدې امله په ټوله کې د پښتني ټولنې د تناظر د اعتبار او باور له مخې دا ناول ډېر اغېزناک او ګټور دی، خو د نوې زمانې پښتنو له¬پاره د هغو حیثیت لکه د تېرو شوو پېښو او واقعاتو په¬څېر دی.
اجمل خټک چې پښتو نظم ته کوم نړیوالتوب، ښکلا او ځلا وربښلې ده، دلته په دې ناول کې هغه په هومره کچه نه محسوسېږي. په هر صورت موږ دا په بشپړه توګه له پامه هم نه¬شو غورځولی، په ځانګړې توګه هلته چې د انساني کړنو او سلوک د کمزوتیا پړاوونه را مخې ته کېږي، هلته بیا د اجمل خټک پیاوړی قلمي ځواک او د هغه ادبي تجربې خپل سِحرکاري او اغېز ښکاره کوي. له بشپړېدو څخه ډېر وخت وروسته د دې ناول د خپرېدو هوډ او تکل کېږي، خدای دې وکړي چې دا ناول په ادبي نړۍ کې هم هغه لوړ ځای او پوړ خپل کړای شي، چې د اجمل خټک نورو ادبي فن¬پارو تر لاسه کړی دی او روح یې د ده په بدن کې، لکه د وینې په¬څېر ګرځي راګرځي.
د باچا خان ریسرچ مرکز څخه هم مننه کوم، چې دوی له اجمل خټک او پښتون قوم سره د ژورې مینې په پار د دې ناول له چاپ او خپراوي سره مینه وښوده.
پروفیسر ډاکټر زبیر حسرت
د پښتو څانګې مشر
ګورنمنټ پوسټ ګریجویټ کالج صوابۍ
د نومبر لومړۍ، ۲۰۲۱م.کال
Muhammad Zubair Hasrat