(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملاله ېوسپزۍ

[24.Jan.2019 - 21:27]

Malala Yousafzai

دملالې یوصفزۍ یو غټ تصویر زموږ دکور په لویه خونه کې زما د خدای بښلي نيکه تر څنګ دا درې کاله کېږي چې  پر دیوال ځوړيږي. په دې تصویر کې ملالې د ۱۹۴۳ کال د یوې امریکایی پېغلې چې د فابریکې یوه کارګره او د ښځو همت او توان پکې انظور شوی وه پېښې کړي دي.‌ ملالې هم جوخت لکه امریکایی پېغله خپل کيڼ لاس په خپل ښي مټ ايښی اوکمرې ته یې په ځير، ځير کتلي دي او د تصویر لاندې یې په انکریزي ژبه ليکلي دي: موږ یو آرمان لرو  We have ha dream.

 

 پلار مې د ملالې دا تصویر دډېرو هيلو او آرمانونو سره او په ډېر فخر دخپل کور په دېوال ځوړند کړ. ما او زما ورونو ته یې دا تصویر را وپېژند  «دا ملاله یوصفزۍ ده». او سم دم یې راته د مېوند دملالې کیسه بیان کړه. کیسه یې د مېوند د ملالې په مشهوره ټپه را لنډه کړه (که په مېوند کې شهېد نه شوې، خدای ګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه). دا بهپلار مې خپله دشهادت ګوته د ملالې یوصفزۍ تصویر ته ونیوله او زموږ تمرکز یې د ملالۍ یوصفزۍ تصویر ته راټول کړ. دا به که خدای کول د مېوند د ملالۍ تاریخ بیا له سره را ژوندی کړي

 

اونۍ لا نه وه تېره چې د ملالې یوصفزۍ یو ښایسته تصویر چې ګلابي پوړنی یې پر سر وه او وړه مسکا یې په خوله وه د ښار په یوه کتاب پلورنخي کې زما په سترګو شو. د تصویر لاندې امبار کتابونه  چې د هم دغه تصویر پوښ ورکړشوی وه او ور باندې په سويډني ژبه ليکل شوي وه ( زه یم ملاله ) اېښودل شوي وه. په ډېره مینه مې کتاب راپورته کړاو د ځان سره مې وویل: دا کتاب زما دهغو پوښتنو ځواب دی کوم چې پلار مې په ځواب راګولو کې نیم ګړی وه

 

  هغه ماښام مې هېڅ کله له یاده نه وځي کله چې پلار مې د کور ټول غړي هغې خونې ته راټول کړل په کومه کې چې د ملالې یوصفزۍ تصویر ځوړند وه. په ډېره خوشالۍ او هوس یې د تلویزیون مخې ته کښېنولو: هله راځئ! نن ملالې یوصفزۍ ته د نوبل جایزه ورکول کېږي. ورونو مې ( یون او انځور ) دواړه غبرګ د ناخوښۍ چيغې کړې: اوه پلاره!!! ما چې د ملالې کتاب په درې ورځو کې تر پایه لوستی وه په ډېره مینه دخپل پلار تر څنګ کښېناستم. مور مې شین چای زمونږ مخې ته کېښود او په ګډه دنوبل دجایزې پروګرام ليدو ته کښېناستو.

ملاله په تلویزیون کې خبرو ته را وبلل شوه، خو په کور کې زړونه زموږ په درزا وه، نه پوهېدم چې څرنګه احساس وه. پلار مې ډیر په حیجان وه. عجبې خبرې یې په خولې راتلې: همدا یې وخت دی! ټوله نړۍ تاته سترګې او غوږ دي! همدا یې وخت دی!... پورته که! پورته که د یکه ځار ټپه دې چې پښتون ته ژوندون غواړو! پښتون ته ژوندون غواړو

خو د ملالې خیالات ډېر اوچت ښکارېده. هغې دنړۍ ماشومانو ته درس او تعلیم غوښتنه کوله. هغې هېرکړي وه چې دهغې دوطن ماشومان  تعلیم خو لا پرېږده چې آن د ژوند کولو حق هم نلري.‌ هغې دا هم هېر کړي وه چې هغه پخپله له درس او تعلیم نه نوه محرومه شوې بلکې هغه له ژونده محرومه شوې وه. هغې ته پلار دا کیسه نه وه کړې چې  دورځې څومره تنکي ځوانان یواڅې په دې نوم چې پښتانه دي له ژونده محرومېږي؟ هغې ته پلار دا هم نه وه ویلي چې د هغې د وطن څومره یې ګناه کسان د زندانونو د تنبو شاته دشکنجو او تشدت لاندې له ژونده محرومېږي.

 

 د بي بي سي د انټرنټ د صفحې نه مې ولوستل چې د ملالې پلار ضیاوالدین خان یوصفزي  نوی کتاب په انګرېزي ژبه چاپ ته رسېدلی. ژر مې ددې کتاب د نورو معلوماتو په هکله پلټنه پېل کړه. ګورم چې ملالې یوصفزۍ خپل دواړه لاسونه د خپل پلار پر اوږې اچولي او پلار یې لکه د هند دسينما شاروخ خان نېشه ولاړ دی. خپل کتاب ته یې په انګرېزي ژبه   داسې نوم ورکړی وه: هغه پرېږده چې والوځي

دځان سره مې وویل: یوصفزی صېب څه غواړي؟ آیاهغه غواړي چې ددې کتاب له لارې  انګرېزانو ته د اولاد د روځنې چل ور زده کړي؟  ښه که داسې ده نو څوک ډېر د ښاغلي ضیاوالدین یوصفزي ماهرانه او استادانه لارښوونو ته اړتیا لري، پښتانه که انګرېزان؟ بیا نو داکتاب په انګرېزي ژبه ولې؟

 

د پښتون تحفوظ مومنټ چۍ په پي ټي ايم مشهور دی، دا پوره یو کال کېږي چې د یو ځوان ( منظور احمد پښتين ) په مشرۍ را پورته شوی. منظور پشتين د پاکستان  د ظالم  او قاتل ریاست په وړاندې د ملالې یوصبزۍ د ارمان او د ملالې په څېر د میلیونونو پښتنو پېفلو او ځلمیانو د ارمان په خاطر خپل آواز راپورته کړی دی او ټول پښتون اولس یې په خوځښت راوستې دی. خو ملاله او د هغې  پلار ضیاوالدین خان یوصفزی دغه ستر پاڅون ته هېڅ اهمیت نه دی ورکړی. خپلې سترګې، غوږونه، خولې او خپل ضميرونه یې لکه د پاکستان ملي رسنی کلکې تړلي دي او لګيا دي انګریزانو ته په انګریزي ژبه کتابونه ليکي او هغوی ته د اولاد د روځنې چل زده کوي

 

هر سهار چې د ناستي خونې ته ځم نو سترګې مې پر هغه تصویر ولګېږي کوم چې پلار مې په ډېرو هيلو او ارمانونو زموږ په خونه کې ځوړند کړې وه. هو د ملالې یوصفزۍ تصویر دریادوم کوم چې په انګریزي ژبه پر لیکل شوي دي (موږ یو ارمان لرو ). کله، کله دا خپلې سترګې د ملالې په سترګو کې ورښخې کړم او ورته وبوګنېګم چې ته خبره یې که نه؟ زه هم یو ارمان لرم، پلار مې هم یو ارمان لري او زما د پلار په شان ټول پښتون اولس یو ارمان لري. ارمان لري چې ستا د خولې نه د مېوند د ملالې په شان یوه داسې ټپه واوري چې له جزبې نه یې پښتون اولس ته همت، جرعت ور کړي او له وهمه یې دا تور ښامار چې کلونه کلونه د پښتون د وینو په ځبېښلو لګیا دی پړک وچوي... خو ملاله یوصفزۍ لکه د پخوا په شان چپه خوله پاتې وي. سترګې غړوي خو نه ويني، غوږونه لري خو نه آوري.

 پلار به مې تل ویل چې د ملالې یوصفزۍ یوه ټپه به ټوله نړۍ راوخوځوي. او زه هم په دې ارمان یم چې کله به د ملالې د خولې نه دا طوفاني ټپه راپورته کېږي؟

 

اونی مخکې مې بیا په اینټرنټ کې ولوستل چې د ملالې یوصفزۍ یو بل نوی کتاب په انګرېزي ژبه خپور شوی دی. لکه د تېر په شان مې بیا په انټرنټ کې د کتاب په هکله لټون پېل کړ. هو ريښتیا هم ملالې یو بل کتاب په انګرېزي ژبه چاپ کړیدی. خو یو شي چې ما ته یې ټکان راکړ هغه دکتاب نوم وه. هغې کتاب ته داسې نوم ورکړې وه چې زما دپلار د کيسو سره سم دم په ټکر او تضاد کې وه. "موږ بې ځایه شوي یو"

 نه، نه! داسې نه ده. پلار خو مې ویل چې موږ بې ځایه شوي نه یو، موږ نه ځایونه نیول شوې دې! هغه راته بار بار کيسه کړېد چې موږ نه خپل اخطيار په خپله خاوره په زور،جبر او ظلم سره اخیستل شوې دی.

 پلار ته په منډه ورغلم چې دا خپل ګمان را سم کړم.

 پلار مې چې د فېسبوک په پاڼه کې غرق ننوتې وه او د شهادت په ګوته یې د فېسبوک پاڼه ښکته او پورته ځغلوله په یوه وارخطا  غږ «پلاره« ځان ته متوجع کړ. پلاره! ملالۍ خو یو بل کتاب په انګريزي ژبه ليکلی او ډېر عجب نوم یې ور ته ورکړی دی. پلار مې د سړې حوسيلي دوېستلو سره سم خپلې چشمې له سترګو لرې کړې او د افسوزه ډک آواز یې را ته وویل

 هو ګرانی لورې: ملاله يوصفزۍ سره اوس د خوار پښتون قام دکړېدلي ژوند دخلاصون سوچ نشته. هغې هر څه هېر کړيدي. هغې هېر کړيدي چې دهغې دښار په کوڅو کې لا اوس هم د ظلم او وحشت کړيکې آورېدل کېږي. هغې  هېر کړيدي چې لا اوس هم تنکي ماشومان د وردۍ له وهمه او د طالب له ظلمه خپل ځانونه دمور په لمن کې پټوي. او د یو څو لحضو سکون لټوي. ملاله یوصفزۍ لکه د مېوند د ملالې په شان خپلو ځلمو ته ټپې نه وای. هو هغه اوس انګرېزۍ شوې ده او مغربیانو ته کتابونه ليکي. هغه لویه تجاره وختله او پلار یې یو ښوونکی نه بلکې یو لوی تجار وختلو. دواړو د پښتون په نوم، د پښتون په کيسو او د پښتون په ژوند ښۍ ګټې وکړې او لوی لوی تجاران شول. دویدوی به هېڅکله پښتون ته د ژوندون دغوښتلو غږ اوچت نکړي. ځکه پښتون ته دژوندون په غوښتلو کې ددوی لوی تاوان دی او که تاوان یې نشته نو ګټه یې څه ده؟ تجاران خو تل د خپلو ګټو  په سوچ کې وي نه د قام./ کبير اميري

-
بېرته شاته