د هوښیارتېا
[21.Sep.2023 - 20:18]د هوښیارتیا جوړښت (Intelligenzstruktur)
د هوښیارتیا د جوړښت په هکله هم بېلابېلې (مختلفې) نظريې/ اندونه شته دې چې دلته ئې ځیني په لنډ ډول انځوریږي .
د شپیرمان (Spearman) نظریه :
شپیرمان ( Spearman ) وايې چې د هوښیارتیا چارې دوه توانونه په ګډه سمبالوي چې یو يې غونډ ( عمومي ) توان دې چې په هر چار کې پکاریږي او بل ئې نومیرلې/ ځانګړی ( خاص ) توان دې چې په نومیرلي/ځانګړې ( خاصه ) چاره کې رول لوبوي ( ۶ ) .
د ترسټن (Thursten) نظریه :
ترسټن (Thursten) وايې چې د هوښیارتیا غونډ ( عمومي ) توان نه شته دی, بلکې زیات شمیر توانونه شته دی چې بېلابېلې (مختلفې) چارې سرته رسوي .
په هره چاره کې یو شمیر ددې توانونو اغیزه ( تاثیر ) لري او داسې چار هم پیداکیږي چې یوازې یو توان ئې سرته رسولې شي .
ترسټن (Thursten) یو دبل په خوا کې د نهو ( ۹ ) توانونو څخه خبرې کوي چې یوازې د شپږو ( ۶ ) ئې پیژند ( تعریف ) شویدې او هغه د ژبنیز پوهاوي ، د روانې ګړیدنې ، د ځاې د پیژندلو ، د شمیرنې ، د یادښت او د سوچ ( فکر ، اند ) توان دی.
د انګلیسي ښوونځي نظریه: برت ( Burt ) او ورنن (Vernon ) د انګلیسي ښوونځي نماینده ګان ګڼل کيږي . دوې د شپیرمان (Spearman ) نظریه د غټو او کوچنیو ډله ایزو توانونو د یو ځاې کولو پواسطه بشپړه کړه . د دې نظریه ئې له مخې د هوښیارتیا په چارو کې د غونډ (عمومي ) او نومیرلي (خاص) توان سربیره غټ او کوچني ډله ایز توانونه هم پکاریږي .
د مایلي (Meili) نظریه : د مایلي د هوښیارتیا د جوړښت نظریه د انځورونو ( شکلونو ) په ساپوهنه (Gestaltpsychologie) ولاړه ده .
دی د هوښیارتیا د توانو داسې پیژند کوي چې د سوچ د انځورې ساپوهنې د نظريې سره سمون خوري او لاندې توانونه راپه ګوته کوي .
۱ ) د پیچلو چاروو د سرته رسولو توان :
دلته مطلب ټول معنوي ځواک دې چې غونډ په کار وړل کیږي .
مایلي (Meili) وايې چې د توکمونو ( عناصرو ) شمېر او پراخوالې مهم نه دې بلکې دا ارزښت لري چې څه ډول ګډه اغیزه کوي .
د بیلګې په توګه یو پنځه کلن ماشوم یو شمېر سپک او درانه جسمونه بیلولې شي خو دائې له وسه پوره نه ده چې همدغه جسمونه د وزن له مخې په یوقطار کې کيږ دي .
۲ ) د نرمښت توان : د نرمښت توان مایلي (Meili) د یوه جوړښت په بل جوړښت د بدلیدلو قابلیت او ځواک ته وايي .
۳ ) دراغونډولو توان : مایلي (Meili)د بېلو بېلو شېانو د راغونډولو او د هغو څخه د سمت ( ټول ) جوړولو ځواک ته د راغونډولو توان وايې . د پخوانیو معلومو او نوو پېښو او واقیعتونو یو ځاې کونه ددې ځواک بیلګه ده .
۴ ) د اوختلو توان : دا هغه توان دې چې سړی د سوچ د یوه متن څخه بل متن ته په اسانۍ ورننوزي . مایلي (Meili) وائې چې دا توانونه د هوښیارتیا د هر چار لپاره ۍ شرط دې ټول ئې یو د بل څخه په ناپیلې توګه تغیر خوړلې شي خو یو د بل پورې په دننه کې تړلي دي چې د هوښیارتیا په هر چار او یا کار کې برخه لري خو یو زیات ، بل کم ( ۶ ) .
د ګیل فورد (Guilford) د هوښیارتیا نظریه :
ګیل فورد (Guilford) د هوښیارتیا جوړښت په یوه سم اندې ( منطقي ) موډل (Modelle) کې په درې برخو ویشلې دي .
د سوچ یا اند فعالیت :
د سوچ متن :
د سوچ پیداوار ( تولید ) :
د سوچ ( اند ) فعالیت په پنځو ډولونو ، د سوچ متن په څلورو ډولونو ، او د سوچ پیداوار ئې په شپږو ډولونو ویشلې دې . سوچ یو ټاکلی فعالیت په ټاکلي متن سره ټاکلې پیداوار منځ ته را وړي .
پدې توګه سره د هوښیارتیا یو سلو شل ) ۱۲۰ ) توانونه جوړیږي چې تر اوسه پورې ئې پیځو س ( ۵۰ ) را په ګوته شوي دي ( ۷ ). چې دلته ئې مونږ د انځورولو څخه تیریږو او دې خبرې ته راځو چې د هوښیارتیا د اندازې د پرتلې د پاره د هوښیارتیا جوړښتې ورته والې شرط دی . « کله چې دا شرط پوره نه شي او یا په لږه اندازه سره پوره شي نو هوښیارتیا د اندازې د پرتلې هره هڅه د عتباره لوئیږي ځکه چې لاس ته راغلې نتیچې مختلفې مانا وې لري او پدې توګه د هوښیارتیا یو د بل سره نه پرتله کیدونکي برخې راښائې » ( ۸ ) . په یو شمیر څیړنو کې جوته شوې ده چې « د افریقايې تور پوستکو د هوښیارتیا جوړښت د سپین پوستکو څخه توپیر لري » ( ۸ )
سرچېنه: د هوښېارتیا تله
لیکوال :Dr.Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری .
http://kabirstori.com/hfiles/books/DaHokhyartiatala.pdf