ترله د
[13.Mar.2023 - 09:14]د اسير منګل صيب ناول ترله د تربور وي ؟
ليک : ماښام خټک
ناول د ادب يوازينی ژانر دی کوم چې د هيت او ماهيت له رويه پۀ مکمله توګه پۀ کتابي بڼه کښې وي پۀ اصل کښې ناول هغه صنف وي پۀ کوم کښې چې د حقيقي ژوند بېلا بېل جذبات کله د اسرار پۀ چوکاټ کښې ، کله د تاريخ پۀ چوکاټ کښې ، کله د رزم پۀ چوکاټ کښې ، کله د روايت او چاپېرچل پۀ عمومي چوکاټ کښې ، کله د سياست او فراغت پۀ چوکاټ کښې او کله د نفسياتو پۀ چوکاټ کښې راوړلی او وړاندې کولی شي . پۀ ناول کښې پۀ تمام ژوند ليک کیدلی شي يعني ناول د ټول ژوند انځور وي . ناول يوه داسې اينداره وي پۀ کومه کښې چې د يوازيني او د ټولنيز د دننني او د اېورچني ژوند ټول مخونه ليدلی او کتلی شي . د ژوند تفسير ، د فطرت عکاسي او ترجماني او د حقائقو تصوير کشي او داسې نور ،
ناول پۀ اصل کښې يو کائنات دی کوم کښې چې واقعه يا عمل ته هيت ورکړی شوی وي ، چرته چې اولني او اخرني توري وئيل کيږي ، چرته چې خلق يو بل خپلوي ، چرته چې ژوند د تقدير بڼه خپلوي.
د ناول دنيا ددې دنيا محض تطهير وي پۀ کومه کښې چې مونږ د انسان د ژور ترين خواهشاتو د پوره کولو د پاره ژوندي پاتې کېدل غواړو . ولې چې بې د شک او شبې دنيا هغه ده کومه چې مونږ دنيا ګنو هغه غمونه دي ، هغه درغلي ده فريب دی ، هغه مينه ده ، هغه تاو تريخ والی دی ټول هغه دي .د ناول هيرو هغه ژبه وائي کومه چې مونږ وايو دهغۀ ټولې کمزورۍ زمونږ کمزورۍ وي او د هغۀ ټول قوت زمونږ قوت وي .
ناول د انقلاب د عهد پيداوار دی او پۀ عهد انقلاب کښې پۀ ټول يورپ کښې اوښتون رازېږېدلی وۀ د کومې پۀ پايله کښې چې د روشن فکرۍ زمانه مخ ته راغله او د روښان فکرۍ بنسټ پۀ دې خبرو ولاړ وي چې هر شی دې د سوال يا د پوښتنې پۀ شکل کښې راوړلی شي . يعني دا چې پۀ اصل کښې د بشر پۀ ټولنه يا ژوند کښې داخلي ضرورتونه اوغوښتنې دي څۀ ؟ ددۀ نفسيات ، سماجي اړيکې ، تړونونه ، ګټه بيلات او راشه درشه د چا سره څنګه او ولې ده . کردار د يو شي سره مينه او نفرت ولې کوي نو د ناول د پاره دا خبره اړينه اوګرځېده چې د ناول کوم کردارونه دي هغه دې تش د بره بره نه يا سطحي يا اوپره دې نۀ بيان کړلی شي او نۀ دې وړاندې کړلی شي بلکې دې کښې چې د ننه څۀ پټ دي هغه دې داسې بيان او وړاندې کړلی شي چې نېغ پۀ نېغه لوستونکيو ته نۀ يوازي وراورسي بلکې اغېز هم پرې پرېږدي ولې چې ديو ناول نګار نه دا طمع کيږي چې هغه دې د ژوند پۀ حقله څۀ مخ ته راوړي ولې چې ناول يوازي ددې د پاره څوک پکارده چې او نه ليکي يا اولوي چې دې کښې دې د يوې خاصې طبقی يا ټولنې حالات معلوم شي دا خو مونږ پۀ تاريخ لوستلو هم تر لاسه کړی شو پۀ ناول کښې ئې ځکه لولو چې د دغه وخت خلق پۀ داخل کښې څنګه وو دننني چاپېرچلي هځلې زلې يې څنګه وې د دوئی احساسات څنګه وو او هغوئی پۀ امروزه ژوند کښې څنګه وو او ژوند ژواک يې د يو بل سره څومره احساساتي وه ددې ټولو اړخونو د پاره مونږ ناولونه يا خاص يا بيا د خاصو ليکوالانو ناولونه لولو . لکه ما چې بره ليکلي چې ناول د انقلاب د دور نه را ېږېدلی او دانقلاب پۀ دور کښې پۀ ټول يورپ کښې اوښتون روان وه چې پۀ پايله کښې يې روښان فکري مخ ته راغله او دروښان فکری بنسټ پۀ دې ولاړ وي چې هر شی دې د سوال پۀ شکل کښې و اندې کړلی شي . چونکې ناول د ژوند او د ژوند سره د تړليو ټولو اړخونو احاطه کوي . يعني د انساني ژوند د نشيب و فراز ، پيچ و خم او د بيلا بيلو
واقعاتو حوادثو نه عبارت ده او ژوند د وخت پۀ قيد خانه کښې مقيد دی نو يو ناول نګار چې کله ناول کښې د ژوند عکاسی او ترجمانی پله راګرځي نو ددې عواملو پۀ ناول کښې راتلل يو فطري امر ګرځي . ناول د ژوند احاطه څنګه او تر کومه حده کوي نو پۀ ناول کښې اخلاقي او فني ستونزې نۀ شي بيلېدلی . بنيادي ستونزه د واقعيت ده چونکې د واقعيت انعکاس د وخت پۀ چورلک کښې شونی وي نو ځکه ناول خپل فني اظهار څنګه اوکړي ؟ ددې خبرې ځواب پۀ يو وخت د واقعيت او د فنکارانه اساليبو پۀ احاطه کښې کوي چې د ښاغلي پروفيسر اسير منګل صيب دا ناول يې يوه ويانده بېلګه ګڼلی شو .
دا ناول د سوال نه پيل کيږي او ددې سوال پۀ ترس کښې پۀ بين السطور او بين الواقعات کښې نور سوالونه د لوستونکي پۀ مغزو کښې دپښتنو پۀ ځمکه دکېدونکي او روانې غميزې پۀ حقله رازېږوي .
دې ناول کښې بنيادي کيسه د امن او دوږمې د يوې اړخيزې مينې نه چاپیره چورلي وږمه چې کورنی نامه يې سپوږمی وي د کورمې ګلبڼ نه يې د حالاتو له کبله سوات ته ماماګانو کره کوچ کړی وي او د هغو پۀ ډاډ يې تر پوهنتونه نۀ يوازي تعليم تر لاسه کړي وي بلکې د مترقي او د قام پاله تنطيم رڼا هم فعاله غړي وي او ددې ناول هيرو امن ددې تربور يا دترۀ ځوی وي خو ددۀ پلار هم د کلي نه ښار ته راغلی وي او د کلي د رواياتو نه يې بغاوت کړی وي او خپله ترله چې ددۀ پۀ نامه وي د هغې درشتې نه يې سرغړونه کړي وي يعني دې ناول کښې ددې رواياتو دوه اړخونه ښايلي شوي يو اړخ ته د هيرو پلار ددې روايت نه خپل پۀ خپله بغاوت کوي او بل اړخ ته هيرو غواړي چې دا روايت برقرار اوساتي خو دی د نوي دور لوستلی مترقي او قام پاله کس وي نو د زور زياتي خلاف د رڼا د تنظيم د ملګرو د جديدې جرګې د فيصلې تر مخه خپله ترله خپلې مرضۍ او خوښۍ ته پرېږدي او هغه ترله د ترلې پۀ ځائې خپله خور اوګڼي او خپل د رڼا د تنظيم ملګري کشملو ته يې پرېږدي .
دا ناول پۀ بين اسطور کښې ډېر سياسي ناول دی او دپښتنو پۀ مځکه چې کوم سياسي تورتم روان دی هغې ته يې د رڼا ليتکی ځلولی دی او د هغې د رڼا څرکونه دنني وخت لوستلي او ويخ ځوانان او جونې دي چې نۀ يوازي د زړو پېچلو رواياتو پۀ ښه طريقه مخ نيوی کوي بلکې د ترهه ګری خلاف هلې زلې او د زپلو ټپيانو او پۀ هره حواله د متاثره خلقو دپاره هڅی هم تاندې او ځلاندې ساتي .
دې ناول کښې د اسير منګل صيب مطالعه مشاهده او تجربه نۀ يوازي پۀ غورزنګونو ده بلکې فني او تخليقي مجاهده يې هم ويانده او خپل پۀ خپله روانه او ګويانه ده . لکہ
او بيا دواړه پۀ مزه مزه د بام نه راکوز شول د خپرونو او نزدې پټو نه د ځناورو داسې تېرۀ او سپېرۀ اوازونه پورته شول تا به وې جوړ څوک پۀ کوم مړي ژړاکانې اوويرونه کوي .......،، امن د قدرت دې نظام ته حيران شو غندل کاکا ته يې اووې
کاکا دا ځناور هسې چغې نۀ وهي دا وږي دي
امن جانه ! دوي دې خدائے تباه کړي دوي نۀ مړيږي .... دې خنزيرانو زمونږ ټول فصلونه تباه کړل ..... دا بد خنزير ډېر پليت ځناور دی خوري دومره نه لکه څومره فصلونه خرابوي ... د کاکا جي پۀ وينا کښې غصه وه .
دغه رنګ پۀ دې ناول کښې اسير منګل صيب دکليوال ژوند ژواک بلها پخواني او مقامي کارونه او زيارونه يا د ضرورت پۀ وخت کار وستل يا چلول لکه د کاڼي څېرونڅکی يا بڅرکی ېستل او کلنی پۀ کاڼي ويشتل
لکه
دا وخت ناڅاپه يوه چرګه د ويرې نه ديوال نه بې دمه راپرېوتو لاندې ورته ګيدړ خله وازه نيولي وه .
کاکا ورباندې د تيږې يو زبردست ګزار اوکړو ....،،
تا دې خدای تباه کړي ګيدړه ! تۀ لا ورپسې دلته هم راغلې .... امن جانه تۀ اوګوره دا چرګه مرداره نۀ شي ... چرګه بې دمه پرته وه
امن جانه چاقو ګوره .....،،
چاقو نشته کاکا جي
مخامخ پراتۀ دوه کاڼي غندل کاکا رااوچت کړل او پۀ يو بل يې اوويشتل يو تېرۀ بڅرکی يې ورنه وويستل او زر زر يې چرګه حلاله کړه شکر دی چې مرداره نۀ شوه .
امن د کاکا پۀ دې کار ډېر حېران شو
امن جانه بچيه ! حيرانيږې ولې دا خو زمونږ زوړ دستور دی مونږ چې ماشومان وو د مرغانو ښکار به مو کولو نو دغسې دکاڼو نه به مو چړې چاقوان جوړول .... مړه خو ای بس کار چلول دي نو ...،،
منم دې کاکا جي منم .... ماته خو دې د کاڼي هغه دور راياد کړ چې کوم مو پۀ کتابونو کښې لوستی ؤ او اوس مې د مطالعې سره تجربه هم شامله شوه .... هم دغه د انسان د ټولو نه اول ايجاد ؤ چې د تيږو نه يې مختلف اوزار جوړول
منګل صيب پۀ دې ناول کښې که يو خوا زاړۀ بد روايات غندلي او د خپلو کردارونو پۀ حواله کږلي دي نو هغه زاړه رواجونه چې زمونږ د ښاديو او د تهوار ونو سره تړلي وو هغه يې مخ ته هم راوړي يا يې بيا راژوندي کړي
او ماته ددې خاورې پۀ حقله د پښتو يو ډېر نازک خياله شاعر محمد صديق پسرلي يو شعر راياد کړو چې دلته هغۀ د ټل پۀ وړومبي ځل ليدو وئيلی ؤ ،
دلته پرنګيانو وسله ايښي ده
دلته د زړو غازيانو پل وينم
شپون ته خپل ماشومتوب راياد شو وو يې وئيل
اه .... پخوا به پۀ ټوله پښتونخوا کښې پۀ اخترونو کښې د ښځو او د سړو بېلې بېلې مېلې لګېدلې او اوس هر څۀ سر خوړلی دی ...،، دا ټل دی ، ددې خاورې سره زما ډېر خواږۀ يادونه تړلي دي مخامخ سور غر ته بکر کاڼی وايي ددې پۀ سر به مخکښې زلمو دروژې پۀ مياشت کښې مير ګن جوړولو
مير ګن څۀ وي .....،، کشملو تپوس وکړو
مورګن د لرګو او د خاشاکو هغه څلي ته وئيلی شي چې د روژې پۀ مياشت کښې يې ژڼي د لرګو او د خاشاکو راغونډولو نه جوړ کړي چې کله پۀ نهه ويشتمه روژه د شپې مياشت اوليدی شي نو د اختر پۀ خوشحالی کښې اور ورکړلی شي مطلب دا چې سبا به اختر وي
او هو اوس پوئی شومه دا د اختر د زيری نه علاوه د رابطې يوه ذريعه هم وه ددې غر د سر نه به چې کومو لرې پرتو خلکو دا اور وليدلو نو هغوي به اختر کولو
دغه رنګ د موجوده غميزې چې کومه مکالمه د دوو کردارونو يعني د ناول دهيرو امن او د هغۀ د کلي مشر غندل کاکا مينځ کښې کېږي نو د غميزې د سترګو ليدلی حال ټول ددې ناول دپلاټ برخه اوګرځي چې نۀ يوازي لوستونکی بلکې هر هغه کس ته ابلاغ دی چې څوک پرې ځان پوهول او ځان هوښيارول غواړي لکه
يه بچيه تۀ د څۀ نه خبر يې دا کلی خو څو څو ځله شر خوښو نيولی او مونږ بيا بيرته اخستی دی... او پۀ دې غورتڼ کښې خو مونږ ډېر څۀ د لاسه ورکړي دي .... له خدائی ښۀ پوهېږي دې خاورې ته چا ښېرې کړي دي ...... چې هر وخت ورباندې تاودۀ بادونه لګي تاوده سيلۍ الوزي ،، مونږ پۀ دې خپل عمر کښې ډېری ناخوښي پېښې پۀ دې سيمه وکتې چې هغه د کتلو نۀ وې ....... اه بچيه ډېری مئيندې بورې شوې ، ښځې کونډې شوې ، خويندی ورارې شوې .... او زلمي ژک ژوندي پۀ زمکه ننوتل ،، نن هم بې درکه دي ....
غندل کاکا غريو اونيو اواز يې ډډ شو او رڼې اوښکې يې پۀ ګڼه ږيره کښې داسې ورکېدې لکه پۀ للمه کښې د باران څاڅکي غيبيږي او هو دا خو دلته سم قيامت تېر شوی دی کاکا ...... او عجيبه ده زمونږ رسنۍ بېخي غلي دي
اه بچيه سوزي هغه ځائې چې چرته اوربل وي ، غندل کاکا يو سوړ اسوېلی اوکړو
اوس خو ارامي ده کنه کاکا ، ، امن د ځان د تسلۍ د پاره اووې
هېڅ پته نۀ لګي امن جانه ! کېدی شي بېګا ته ترهګر پۀ دې کلي حمله اوکړي داد غرونو سرونه ټول د شر خوښو نه ډک دي
اف الله دا زۀ څۀ اورم دا حالات دلته دومره خراب دي او د ښارونو خلک ددې قيامت نه خبر هم نۀ دي
ولې تاسو ته ريډيو او ټي وي دا حال نۀ وايي ؟
مونږ دترهه ګرۍ نه خو خبر يو ولې د دومره تباهۍ نه اول ځل خبريږم
يو سوړ اسوېلۍ ..... اه بچيه ښه ده چې تاسو نۀ يۍ خبر
دې ناول کښې د پښتنو پۀ خاوره چې کومه لوبه اوشوه او لا روانه ده کيږي د هغې د هرې پېښې هر يو کردار ځانته خپله يوه دردونکي او زړۀ چاودونکي قيصه ده هغه د شملورو مخوريزو او خولورو مشرانو پۀ رڼا ورځ ورکېدل دي ، اوچتېدل دي او پۀ سپينه ورځ حلالېدل دي او که د سپری پۀ پهاټک د يو زلمي پۀ کوکو ژړېدل دي چې د بهر نه دمور د مرګ دپاره دهغې مخ پۀ کفن کښې دليدلو د پاره راغلی وي ولې اوس پۀ يو دوه کلو ميټره لار کښې د پهاټک هغې غاړې ته نۀ شي پورېوتی
او دا ناول خو هغه وخت بېخي د غمېزې د کلائمېکس نه هم سر لوړ کړي چې کله غندل کاکا امن ته فون اوکړي او ورته وايي .....،،
امن جانه زۀ کلي نه بازار ته راغلی يم دلته د يوې مودې نه موبايل کار نۀ کوي ، ماوې تۀ به راشې کلي ته ،، خو ته چې لاړې بيا بېخي دې تپوس و نۀ کړو
کاکا ما خو څو ځله سره دملګرو د تلو هڅه وکړه .... خو لارې بند دي نو .... ، ،
تۀ ټهيک وائې لارې بند دي خو اوس خلک کورمې ته پۀ کابل راځي تۀ هم د تورخم پۀ لار راشه که ته نه شې راتلی ، نو بيا زما بندوبست وکړه چې زۀ درشم ټول خلک کلی پرېږدي کډې کوي.
کلی نيم هم نۀ دی پاتې. دلته حالات ډېر خراب دي
تۀ لږ صبر وکړه کاکا جي ، زۀ برېتور ملک سره اړيکه نيسم هغه به ستا بندوبست وکړي .... ، ،
هائې هائې امن جانه .... ، ، دا تۀ پۀ کومه دنيا کښې ګرځی .... د برېتور ملک ملکي وختي ختمه شوي ده هغه بله مياشت پۀ ډک بازار کښی پۀ سپينه ورځ نا پېژندلو کسانو وويشتو. د مدعي پته يې نن هم نۀ لګي
عجيبه خبره خو داده چې پۀ دې سيمه کښې به پۀ توره شپه کښې هم چا د چا سره بد نۀ شو کولی ، او که چېرې داسې يوه نيمه بده پېښه به اوشوه ، نو مدعي به يې ډېر زر معلوم شو ، ولې اوس پۀ سپينه ورځ خلک د کورونو اوچتيږي ، حلاليږی ، هېڅ درک يې نۀ لګي .
Poet Prof. Ader Mangal
By Makham Khattak
13/03/2023