ادبي چڼی
[05.Apr.2019 - 16:04]ادبی چڼې غلام شیرافریدې
اعجازخټک
دا د کال نیم خبره ده چې په سیاب کلی کښې يو ادبی چڼې راڅرګند شو ، پیرمعصوم شاه معصوم پخپلې مريدئ کښې واخستو، فیروزخان صادق ورته د فضلیت دستار ورپسر کړو، د کوهاټ په ادبی دنيا کښې داسې رانيغ شو چې په لنډو لنډو لارو دومره مخکښې لاړو چې پخپل کلی کښې ئې سیاب ادبی کاروان جوړ کړو، د قد قامت نه هم دنګ لوړاؤ پهلوان، په قام افریدې نو چا ئې مخه نه لیدله، په لږو شپو ورځو کښې په ټولې کوهاټ نامې داسې خور شو چې ټول زاړه اؤ زلمی شاعران ورته حیرت ګوته پخله شول چې دا پرونې ادبی چڼې څنګه داسې مخکښې لاړو چې د زیړې پټیالې په ټوله سیمه کښې وخت نا وخته مشاعرې اؤ غونډو راجوړولو کښې پیرمعصوم شاه سره مټ په مټ روان شو، د شعروشاعرئ نه علاوه ئې د مشاعرو لارو چارو کښې هم د پیرصیب نه یو دوه قدمه مخکښې لاړو، خو د پیرصیب ئې داسې پوخ لاس نیوې کړې چې چرته پیرمعصوم شاه وی نو هلته به دا خامخا وی،نو دواړه یړ بل د پاره لازم وملزوم شول، په نیمه خله اؤ په نه خبره مشاعره راجوړه کړی،خوبس دومره چې د شاعرانو راغوڼدولو ځائې بیامومی نوبانه ئې ورله راجوړه شی چې مشاعره کوو، هغه ورځ ورته یو ملګری د یو چيلی حلالولو ست اوکړو نو پیرمعصوم شاه ورته یو بل رنګ ورکړو چې ځه دا به ستاسو په درناوی کښې مشاعره اوکړونو په چورلکئ کښې ئې لويه مشاعره اوکړه، ملګرو ورته هارونه واچول لکه ادبی کويژدن ئې اوکړه نو زه نه پوهیږم چې که اوس څوک بل څوک د چائیو ست اوکړی نو دوی به شاعرانو نه ټیلیفونه اوکړی چې هلکانو راځئ فلانی ځائې کښې مشاعره ده نو لاړو دواړه مشاعره بازشول اؤ دا حال ئې شو چې دوی ته د ډوډئ ست کول هم ځان ته کار لیدل دي ، کومه مشاعره کښې دا اؤ معصوم شاه نه وی نودا مشاعره به بې خونده وی بلکې دا به مسخره وی ، نه په منډو ترړو ويسار دې اؤ نه په خرچو، د شاعرانو د تلو راتلو بندوبست کښې د ټول نه مخکښې روان، زيړې پټیالې کښې چې پیرمعصوم شاه به کومې سريندې غږولې نو دوی ورسره سمې سندریزې کړې، په زیړې پټیالې کښې دومره شاعران چا نه پیژندل خو دوی دومره شاعران راپیدا کړل چې اوس دا علاقه پخپله خود کفیله شوله ،
هسې خو کار په یو داسې ځائې کښې کوی چرته وکیلان د خلقود مقدمو جنجالونو کښې بوخت وی چرته چې د قائداعظم بابا نه بغیر کار نه کیږی، ده ځائې ته په رواجې ټکو کښې کجهرئ وائې خو زه ورته د عدل وانصاف میله ټیله وایم ، بس که چا ګزمه کړې نو هیڅ نشې وئیلې اؤ نه څه کولې شی چې څوک یو ځل دغې میلې کښې خخ شو نو په کالونو کالونو راوتل ترې دومره ګران دی چې هره ورځّ به قائداعظم به ئې لاس نه نیولې وی نو هله به ئې ځان خلاصی کیږی ، خو دا سړې پکښې کله د یو غم کښې بوخت وی اؤ کله د بل ، ورسره سماجې کارونه هم کوی، د خيرښيګړی بلها کارونه ئې په سر آخستې وی ، خو چا ئې په تندی د خفګان ګونځه اونه لیده،