باجوړ- تارېخ, ادب
[23.Mar.2023 - 06:43]باجوړ تاريخ کلتور او ادب
لیک: عنایت الله بهار
باجوړ د پښتنونخوا وطن يوه ګل ورينه او تاريخي سيمه ده ، کومه چې په فطري ښکلاګانو او قدرتي وسيلو ډېره مړه او پټه ده ، دا سيمه که يو طرفته واورينې څوکې لري نو بل طرفته هوار او زرخېزه مېدانونه هم لري ، دا سيمه هم د پښتنونخوا وطن د نورو سيمو غوندې په مختلفو دورونو کښې د مختلفو تاړاکونو او چپاوونو شاهده پاتې شوې ده چې په کښې د سکندر اعظم يوناني ، ظهيرالدين بابر ، اکبر ، پيرنګيان د تاريخ په پاڼو کښې ياد دي ، دا سيمه د هم دغه تاړاکونو جنګونو او ناقلارېو د وجې نه په مختلفو وختونو کښې د اړي ګړي ښکار پاتې شوې ده ، چې په ترڅ کښې په مختلفو وختونو کښې جغرافياٸي موقيعېت هم بدل شوی را بدل شوی دی ، خو د کال 1883ء د ډيورنډ تړون چې څنګه نور پښتون ملت غوټ په ملا مات کړو هم دغسې ٸې باجوړ هم تر ډېره حده نيم کړو ، د دې تړون په نتېجه کښې د باجوړ يوه ډېره لويه برخه د موجوده کونړ ولايت برخه کړی شوه او دغسې پښتانه خېلونه د يو بل نه په زور وشوکولی شول ، بل طرفته کله چې په کال 1973ء کښې باجوړ ته د جدا ايجنسۍ درجه ورکړی شوه او دير نه ٸې راجدا کړله نو د مېدان ، براول ، او جندول سيمې ٸې په انتظامي توګه د دېر برخه وګرځولې ، دغسې د باجوړ ځينې سيمې په انتظامي توګه د ضلع مومند برخه وګرځولی شوې ،
د موجوده باجوړ پولې يا بريدونه څه په دې ډول دي ، قطب او قطب لويديځ ته ٸې لوي افغانستان ، قطلب ختيځ ته ٸې د دير سيمه ، سوېل لويديځ ته ٸې ضلع مومند ، سوېل ختيځ ته ٸې مالاکنډ ، او نمر خاته ته ٸې د پنجکوړې سيند دی ، د موجوده باجوړ ټوله رقبه 1290 مربع کلومېټره ده ،
دا سيمه په انتظامي توګه په دوه سب ډويژنو ، خار او ناوګۍ وېشلې شوې ده ، بيا دغه دوه سب ډوېژنونه په اتو تحصيلونو ، خار ، سلارزۍ ، اتمانخېل ، برنګ ، واړه ماموند ، لوی ماموند ، ناوګۍ ، او چمرکنډ وېشلې شوې ده ، د کال دوه زره اوولس د سر شمېرنې تر مخه د دې سيمې ابادي 1093684 سرونه ده ، کوم چې ټول ټال پښتو واٸي او مسلمانان دي ، ترکانې ، اتمانخېل ، ٸې لوې لوې قبيلې دي د دې ترڅنګ نور واړه قامونه لکه صافي ، شينواري ، سېدان ، مياګان ، سواتيان ،دلزاک او ګوجر ، وغېره هم شتون لري ،
په دې سيمه کښې دا ټول وګړي د زمانو زمانو نه لکه د نورو پښتنو د خپل نا ليکلي اٸين پښتونولۍ ، دود دستور ، تړو او نرخونو په چوکاټ کښې ژوند کوي ، د خپلو فولکلوري سندرو ، رواٸتي ګډاګانو او سوچه موسيقۍ سره مينه لري ،
د پښتونخوا وطن د دې تاريخي او مردم خېزې سيمې په تاريخ ، کلتور ، جغرافيه ، او ادب تر ډېره وخته د دې سيمې خپلو وګړو څه خاص ليکنې نه وې کړې د دې وجوهات هم لکه د نور پښتون وطن زيات په داخلي او خارجي جنګونو کښې ښکلېل پاتې کېدل دي چې په نتېجه کښې ٸې دلته تر ډېره وخته د علم ، تعليم ، هنر او فرهنګ مرکزونه په وجود کښې نه وو راغلي ، نو ځکه مونږه ته د دې سيمې د تاريخ کلتور او ادب په اړه ړومبنۍ ليکنې د بهرنېو حمله اورو او ليکوالانو په ليکونو او کتابونو کښې په نظر راځي ، په ړومبي چې چا د دې خاورې په تاريخ د يو منظم کتاب ليکلو ته ملا تړلې ده نو هغه محمد ګلاب استاذ دی چا چې په کال 1984ءکښې په اردو ژبه کښې د ،، مختصر تاريخ باجوړ ،، په نوم يو بهترين کتاب وليکه او چاپ کړه ،
د دې نه پس د قاضي عبدالحليم اثر افغاني کتاب ،،،، باجوړ ،، د مفتي بلال ياسر او ملک شاه ولي خان ماموند په مرسته په کال 2016ء کښې چاپ کړو ۔
د دې بختورې لړۍ درېمه کړۍ د باجوړ د نامتو سياسي ، مزهبي او ټولنيز عالم فاضل شخصيت مولانا خانزېب کتاب ،،، باجوړ د تاريخ په رڼا کښې ،، په کال 2020 کښې چاپ او خپور کړو ،
د دې لړۍ يوه بله مضبوطه کړۍ د امين الحق سلارزي کتاب ،، تواريخ باجوړ ،، وس وس يعنې کال 2023 کښې په اردو ژبه د يو ضخيم کتاب په شکل کښې چاپ کړو ،
د دې نه علاوه محمد عالم پرېشان ، شېخ جهانزاده صاحب ،جعفرخان جعفر صاحب ، ولي ملکزی صاحب او مير حسن خان اتل صاحب په خپله سفرنامه کښې هم د دې سيمې ذکر په څه ناڅه حوالو سره کړی دی ،
خو بيا هم د باجوړ په تاريخ ، کلتور او ادب د يوې باقاعده منظمې څېړنې کمي ډېره په شدت سره محسوسېدله ، ځکه چې د څېړنې دوه قسمونه ډېر مشهور دي کوم چې د سندي او غېر سندي تحقيق په نوم يادولی شي ، نو د هم دغه کمي د پوره کولو په غرض د باجوړ ځوان شاعر ، اديب او بې مخه نقاد محمد انور نګار دې ګران او زړه چاودي کار ته ملا وتړله، او د پښتونخوا مطالعاتي مرکز باچاخان پوهنتون چارسدې نه ٸې د خپلو لوړو زدهکړو د څېړنې دپاره ٸې ،، باجوړ ، تاريخ کلتور او ادب ، خپله موضوع وټاکله ، او د څېړنې په دې زړه چاودي کار کښې پوره پوره بريالی هم شو او د يوې کميټۍ د وړاندې ٸې ښه په کاميابۍ دفاع هم وکړه ،
محمد انور نګار د يو ښه شاعر ، اديب ، څېړنکار او بې مخه نقاد تر څنګ يو ګڼ اړخيز شخصيت هم لري او د بلهاء ډېرو خوبېو مالک دی ، خو د نګار ځيني خوبۍ داسې دي چې زما په خيال ټول ادبي ملګري به ٸې هم محسوسوي ،
نګار ډېر زيات جرات مند سړی دی اکثر په داسې داسې موضوعاتو قلم پورته کوي چې ډېر لوې لوې نومونه ترې څنډه کوي ، او هميشه هغه خبره ښه په نره کوي څه چې حقيقت وي که څوک خفه کېږي او که څوک خوشحاليږي ،
نګار ټول عمر مشکلو او پيچيده کارونو ته ملا تړي انتهاٸي خواري کوي او اصل حقاٸقو ته د رسېدلو کوشش کوي ،
نګار د خپلو ادبي کشرانو ډېر زيات خيال ساتي او هر هغه ممکن مدد ٸې کوي څه چې د هغه د وس او شان سره مناسب وي ،
نګار وچ کلک پښتون قام پرست دی نه چرته بدل شوی دی او نه به بدل شي ،
نګار اکثره په خپلو خبرو د طنز او مزاح استعمال هم کوي او کله کله خو محفل دومره خوندور کړي چې د ناستو خلقو په تشو درد کړي ،
دغسې د نګار د شخصيت بلهاءډېر نور اړخونه هم شته خو دلته زه د موضوع د طوالت د ويرې د دغه خبرو نه راتېرېږم او نېغ په خپلې موضوع ته راګرځم ،
باجوړ تاريخ کلتور او ادب ، د ښاغلي د اېم فل تحقيقي مقاله ده کومه چې وس وس يعنې په کال 2023ء کښې د چاپ د مرحلې نه راتېره شوه ،
د نګار صاحب دا تحقيقي مقاله په پينځو بابونو مشتمله ده ، لکه
١ د باجوړ جغرافيه او تاريخي پس منظر ،
٢
باجوړ کښې د پښتني کلتور جاٸزه ،
٣باجوړ کښې د پښتو ادب ابتداء او ارتقاء ،
٤ د باجوړ پښتو ادبي تنظيمونه ،
٥ محاکمه او سفارشات ۔
د دې تحقيقي مقالې ړومبی باب کوم چې د باجوړ جغرافيې او تاريخي پس منظر ته ځانګړی شوی دی د لا ډېرې اسانۍ دپاره په څوارلسو اجزاو وېشلی شوی دی ،
په دې باب کښې ښاغلي ليکوال د باجوړ په وجه تسميه ، جغرافياٸي موقعيت ، موجوده قبېلو لرغوني تاريخ او مختلفو دورونو ډېره په زړه پورې رڼا اچولې ده ، د دې سره سره ٸې باجوړ ته د مختلفو قباٸلو ، مشهورو شخصياتو او مشهورو تحريکونو په اړه سره د پخو دلاٸلو سره خبره کړې ده او په څه نا څه نتاٸجو راټولو کښې بريالی شوی دی ،
د دې څېړنيزې مقالې دوېم باب ،
باجوړ کښې د پښتنې کلتور جاٸزې ته ځانګړی شوی دی ،
دا باب هم د اسانۍ دپاره په يولسو اجزاو وېشلی شوی دی ،
په دې باب کښې په کلتور ، فولکلور ، د فولکلور په قسمونو ، منظوم ، منثور ، مادي او غېر مادي فولکلور ، لکه سندرو ، ټپو ، چاربېتو ، قيصو ، متلونو ، دود دستور ، ځاٸي خوراکونو ، کورنو علاجونو ، لاسي هنرونو ، واهېمو ، جامو پېزار ، مېلو او ګلونو ، ډېر په ښه انداز سره د دلاٸلو ډېر ښکلی بحث کړی دی ، او په ډېرو ښو نتاٸجو راټولو کښې کامياب شوی هم دی ،
د دې علمي تاريخي او فرهنګي مقالې درېم باب ، په باجوړ کښې د پښتو ادب ابتداء او ارتقاء ته ځانګړی شوی دی ،
کوم چې د لا اسانۍ دپاره په پينځو اجزاوو ويشلی شوی ،
په دې باب کښې په باجوړ کښې د پښتو ادب په ابتدا ، منظوم ادب ، د شاعرۍ په فني او فکري حوالو ډېره تفصيلي او په زړه پورې څېړنه شوې ده ، د دې سره سره په دې باب کښې په باجوړ کښې په نثر نګارۍ ، د نثر نګارۍ په ابتدا او ارتقاٸي سفر هم ډېره په زړه پورې خبره کړې ده ،
په دې باب کښې ښاغلي څېړنکار په باجوړ کښې د صحافت په ابتدا ، ارتقاٸي سفر ، او د مختلفو مجلو په روايت ډېره ښه څېړنه کړې ده ، او تر ډېره حده ډېر نوې نوې مواد مخې ته راوړې دي ،
د ښاغلي انور نګار د دې څېړنيزې مقالې څلورم باب ته،
د باجوړ پښتو ادبي تنظيمونه ، عنوان ورکړی شوی دی ، کوم چې د لا اسانۍ دپاره په څلورو اجزاو وېشلی شوی دی ،
په دې باب کښې ښاغلي څېړنکار ، د باجوړ د ادبي تنظيمونو په پس منظر ،
د ادبي تنظيمونو په ابتدا او ارتقا ، د يادو ادبي تنظيمونو پېژندګلو ، او د ادبي تنظيمونو په کار او زيار ډېره په دقيقه څېړنه شوې ده ، او بېخي نوي نوي معلومات ٸې پېش کړې دي ،
د دې څېړنيزې مقالې په پينځم باب کښې د دې مقالې محاکمه ، او شفارشات لنډ مګر ډېر په جامع انداز کښې وړاندې کړې دي ،
د ښاغلي محمد انور نګار دا علمي او تحقيقي مقاله د باجوړ په تاريخ کلتور او ادب وړمبنی سندي تحقيق دی د کوم دپاره چې ښاغلي بېخي ډېرې ستړې ګاللې دي ، تر ډېره حده ٸې خواري کړې ده ، او ډېره کاميابه څېړنه ٸې کړې ده ،
د دې علمي او تحقيقي مقالې د لوستلو نه پس زه په دې نتېجه ورسېدم چې په نګار صاحب کښې د تحقيق او لټون ماده شته چې هغه اوغواړي نو د ګرانې نه په ګرانه موضوع هم ښه په زړه پورې څېړنه کولی شي ، هر څو که دا د ښاغلي وړمبی قدم دی خو مياشت د اول نه معلومېږي ،
نګار صاحب بنياد کېښود او په دې حواله د څېړنو کولو دپاره کار بېخي ډېر اسان کړو ،
د دې مقالې د لوستلو نه پس زه په دې نتېجه هم ورسېدم چې په دې موضوع د بېخي ډېر کار ضرورت دی ، د ښاغلي نګار صاحب د لا ډېر پرمختګ په هيله ۔
اېنايت الله بهار
Bajawar Tarikh, Adab au Kultur
By: Inayatullah Bahar