(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جمال الدېن افغاني

[24.Apr.2019 - 10:05]

جمالدین افغانيیوه تاریخي

لېک : رشېد ېوسپزی

مطالعه پاکستان د تاریخي حقایقو وحشي وژنه ده تضادونه،دروغ،منافقت او جعلي واقعاتو ټولګې ته یې د پاکستان تاریخ یا مطالعه پاکستان نوم ورکړی له لومړي ټولګي تر لوړو زده کړو ازموینو CSS پورې تدریسیږي.

د هند آزادۍ او پاکستان تحریک سره تړلیو هیڅ شخصیت، احمد سر هندي،شاه ولي الله،سرسید،جناح،لیاقت علي خان،ابوالکلام آزاد،علي ورونه،چوھدري رحمت علي،محمودالحسن، د مودودي هم چندان رول، حقیقت او متوازن تاریخي پروفایل نشته پکې.

مطالعه پاکستان ښایي د انساني تاریخ یوازینی نصابي کتاب دی،چې پکې بنیادي محرک، دوه قومي مفکورې جناح،بیا سرسید،بیا سر هندي،بیا محمد بن قاسم، او بیا آدم علیه السلام ته رسول کیږي.

دلته د ۱۸۵۸ ازادۍ جنګ / غدر کې جنګیدونکي مجاهدین او غازیان، خو د دوی ضد لیکونکي،دوی ته غدار ویونکي سرسید احمد خان اتل یادوي.

دلته چې د خلافت تحریک د پاکستان تحریک یو جز دی،نو همدې خلافت تحریک ته،بې موخې او لا یعنیویونکی جناح! کله اقبال د پاکستان تصور کوونکی یادوي او کله د پوهاند فتح محمد ملک په وینا د اقبال سرټکی کول او بیا پخپل نوم نشروونکی چوھدري رحمت علي د پاکستان کلیمې خالق یادول، دا د پاکستان مطالعه نه .. د کباړ بوجۍ ده، چې هرڅه پکې ترلاسه کیږي.

د مطالعه پاکستان یوه لازمي برخه جمال الدین افغاني دی، چې اړونده ټول د نصاب کتابونه، پان اسلام ازم،د پاکستان نظریه،د هند مسلمانانو د ژوندي کولو تصور خالق او نور هغه یې بیانوي،چې په اغیزمنیدو ترې اقبال د ازادو مسلمانانو د ریاست تصور وړاندې کړ ( دومره دروغ) .

جمال الدین ته د هند مسلمانانو د حقونو نړیوال اتل ویل کیږي  او نړیوالو زبر ځواکونو په ټوله کې د برتانوي زبر ځواک ځانګړی دښمن او ... دې ته ورته بلا دروغ.

په دې مقدس څادر کې خپله سید جمال الدین افغاني د ځان نغښتلو ډرامه جوړه کړه ـ په رواني ناروغیو کې Multiple personality disorder یوه ناروغي چې پکې یو شخص دومره اړخونه غوره کړي او ولوبوي، چې آن فطرت یې وګرځي.

هالي ووډ سره پیوند سکرپټ لیکونکی سیډني شیلډن په دې یو جذاب ناول ولیکه نوم یې اوس هیر دی رانه ـ د هغه د شخصیت له ژورې مطالعې څرګندیږي،چې افغانان هم په دې ناروغۍ اخته وو او ادامه لري.

نوې څیړنې د سید جمال الدین افغاني د عظمت جعلي څادر بخۍ وسپړلې، کاش د مطالعه پاکستان او پاکستاني نصاب لیکونکو تر څنګ زموږ نامتو لیکوالو هم د افسانو پر ځای د حقیقت لیکلو جرات درلودی.

ځان ته سني افغان ویونکی سید محمد بن صفدر مشهور په سید جمال الدین افغاني د ایران نامتو سیمې همدان په اسد اباد کې په یوه شیعه کورنۍ کې زیږیدلی.

Jamal el din afghan: A political Biography. Nikki R. Keddi

د شیعه کیدو عیب ګڼل یا نه ګڼل پخپل ځای، جناح اسماعیلیه شیعه و ـ ۱۹۰۶ په خواو شا کې شیعه شو ـ ۱۹۳۴ کې بیرته اسماعیلی آغاخانی شو،خو جمال الدین خپل ځان حنفي سني افغان وړاندې کړ او اوس د مطالعه پاکستان پوهانو تر څنګ له دې نصابونو اغیزمن افغان لیکوالو عقیده دا ده،  چې سني افغان وګڼل شي ـ عقیده لړزیدلی شي، خو جغرافیایي حقیقتونه د لویو جعلي استادانو او پاکستاني نصاب تابع نه وي او نه له همدانه اسد اباد افغانستان ته رالیږدول کیدای شي.

جمال الدین افغاني په ۵۷ ـ ۱۸۵۴، بیا، ۱۸۶۹ او له دې وروسته په ۸۱ ـ ۱۸۸۰ کې په هند کې و په همدې کلونو کې یې په حیدر آباد او کلکته کې یو شمیر لیکچرونه ورکړل، چې په هغو کې ځینې د  ” جمالیه مقالېپه نوم په ۱۸۸۴ کې له کلکتې خپرې شوې دي د هند په اړه یې د تفکر درست ریکارډ یوازې همدا مقالې دي،چې پکې د پان اسلام ازم ،اسلامي یووالي او مسلم اتحاد نوم او نښې پورې څه نشته بلکې د اسلام دفاع یې هم یوازې سرسید ته د لوېدلو کنځلو په شکل کې ده د دې مقالو درې موضوع ګانې دي.

۱ ـ په سمتي او ژبني څرګندوالي او بنسټ د قوم دفاع ....یعنې د هندو او مسلمان اتحاد( په وینا یې دواړه یوه ژبه ویونکي دی) ۲ ـ د فلسفې او نویو علومو ترذهنه کولو ټینګار او دریېم ـ سرسید احمد خان ته کنځاوې.

د سید افغاني په تفکر کې د ژبې اهمیت د مذهب په پرتله ډیر دی په همدې مقالو کې لیکي،دې کې هیڅ شک نشته،چې ژبنی وحدت له مذهبي وحدت ډیر عمر لري ځکه مذهب په لږه موده کې د بدلون ښکار کیږي،خو ژبه پرته له هیڅ ډول اغیز منلو پر ځای پاتې کیږيد مسلمانانو اړوند د قومي امورو په هکله سید جمال الدین افغاني هیڅ هم نه دي ویلي بلکې په هندوستان کې له هندو او مسلمان تفریق عاجزه دی.

۱۸ اکتوبر ۱۸۸۲ کې په کلکته کې یو لیکچر کې افغان وایي،هند کې شته ځوانان زما لپاره د خوښۍ باعث دي ځکه چې دوی د همدې نسل ځواک دی چاچې په نړۍ کې د انساني تهذیب روزنه وکړه ـ هندو تهذیب نړۍ ته د قوانینو او ضوابطو مجموعه ورکړه ... دا رومن لا( رومن قانونچې د ټولو لویدیځو قوانینو مور ده له دې څلورو ویدو او شاسترو څخه اخیستل شوی دی! “ په عروة الوثقی کې یو ځای لیکي،مذهبي اړیکه له نورو مذهبونو څخه د قومي یووالي او ورته والي په لار کې خنډ او پرده نه ده ....هند او مصر کې ځوانانو ته پکار دي،چې له نامسلمانو وطنوالو سره عدم مشابهت ونه ساتي .“

په هند کې یې تبلیغ د هغه له نظریاتو سره ورته و ـ د ژبې په اتحادي ځواک یې ایمان و او ژبني قوم جوړونې ته یې په مذهبي ملت جوړونه لومړیتوب ورکاوه.( خاطرات جمال الدین الافغاني از محمد مخزومي، طبع بیروت، تاریخ الاستاد الامام الشیخ محمد عبده از رشید رضا).

آیا دا د پان اسلام ازم او دوه ملي مفکورو بنسټ دی؟ الرد نیچریه،سرسید په مخالفت کې د حیدر آباد دکن په مجله ( معلم الشفیق) کې په اکتوبر  ۱۸۸۱ کې په دوه ګڼو کې خپره شوه،په هغې کې افغاني د سرسید احمد خان په تفکر او شخصیت بې بریده سپک سپور بریدونه کړي دي د خندا وړ یې دا چې د هغه په تعلیمي،مذهبي او ټولنیزو کړنو نه، بلکې برتانوي سرکار سره په اړیکو درلودلو یې دښمن دی( سید احمد خان سره سیاسي اختلاف په خپل ځای، خو د هغه له عملي لاسته راوړنو، بصیرت او خدمتونو انکار ممکن نه دی ـ د هند نیمې وچې مسلمانانو پخپل تاریخ کې د سید احمد خان د پرتلنې سړی بل پیدا نه کړ او نه به یې پیدا کړی شي،د عربي شاعر متنبی شعر دی ـ 

مفت الدهور وما اتین بمثله 

ولقد اتی فعجزن عن نظرائه

(زمانې تیرې شوې، خو ثاني یې پیدا نه شو او کله چې هغه راغی، نو د زمانې مور یې له مثال راوړنې عاجزه شوه).

جمال الدین افغاني اسد ابادي پهرد نیچریهکې یو ځای سید احمد خان تهسګ، سپیلیکي او بل ځای کې دناستوده مرګیعنې له ډیر نفرت نه مرګ هم نه راته،په لقب یاد کړی دی.

په استعماریت د جمال الدین افغاني تفکر له ټکرونو ډک دی ـ ۱۸۷۸ کې یې په سکندري رساله،المصرکې یې په استعماریت هراړخیز تنقید کړی،خو د انسایکلو پیډیا آف اسلام له مخې په همدې کال د سکاټ لینډ فري میشن غړی هم شو!  

۱۸۸۵ کې یې په فرانسوۍ رساله La correspondance parisienne کې برتانوي حکومت ته غدار،ظالم او انسانیت دښمنه ویلی، خو په همدې کال یې د ونسټن چرچل پلار رانډولف چرچل ته یې د برتانیې، افغانستان،ایران او ترکیې تر منځ د  اتحاد وړاندیز هم وکړ ـ لس کاله وروسته یې له قستنتنیې برتانوي حکومت ته په برتانیه کې د پناه اخیستو غوښتنه ( بلنټ سره د لیدنې پر مهال) وکړه.

افغاني یو داسې چابک شخصیت و، چې په ترکیه کې به یې په حنفي سني طریقه مونځ کاوه، خو کله چې په دویم ځل د نصیرالدین شاه قاجار له دربار ناراضه کیږي،  نو له تهران بهر د شاه عبدالعظیم په مزار یې، چې اقامت غوره کړ، نو په شیعه طریقه یې مونځ کاوه ـ 

د بهایي مذهب بنسټګر بهاءالله زوی عبدالهاء په کوم کتاب کې مې لوستي وو، چې ښېرې پرې لګیدلې وې د ژبې یا مرۍ له سرطان مړ شو، خو د انسایکلو پیډیا آف اسلام له مخې د زنې له سرطان ومړ ـ کابل کې د کابل پوهنتون مخې ته خښ دی.

خدای دې وبخښي.

جمالدین افغانيیوه تاریخي مسخره!! Rashid yousafzai

-
بېرته شاته