(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون نیشنلېزم

[28.Dec.2023 - 16:24]

 

پښتون ملت پالنه (نيشنل ازم) ، تاريخ او ستونزې (مشکلات)

- ملي پاڅون -

هيرودوتس او ورپسې نورو يوناني او اروپاي مورخينو د پښتنو د تاريخ يوه برخه خوندي ساتلې ده او دغه يې تر مونږه رارسولې ده ۔ د دغه تاريخ يوه برخه ويدي ادبياتو او چيناي تاريخ کې هم خوندي پاتې شوې ده چې دغه د پښتنو د تاريخ سترې سرچينې ګڼلې شي چې مهم تاريخي مالومات پکې ورکړے شوي دي ۔ د دغه ريکارډ په رڼا کې د پښتنو د سياسي او قومي ژوند د خاکې جوړولو دپاره هڅه کوو :

۱۔۔۔۔۔ د هيرودوتس په قول ساکانو( پښتانه ارياو کې د ساکا نسل خلک دي ) د مرکزي اسيا د ختيزو سيمو څخه حرکت اوکړو ، مخ په لوېديځ لاړل او مغربي اسيا کې يې د ماديانو امپراتوري له مينځه يوړله او واک يې تر لاسه کړو۔ دغه واکمني تر دېرشو کالو پورې په ځاے وه چې بيا ماديانو د ساکانو مشران د نشې په حالت کې اووژل او دغسې واک يې بيرته تر لاسه کړو۔ مورخين ليکي چې د ساکانو د واک په موده کې د مغربي اسيا معيشت برباد شوے وو او کرنيزه ځمکې ويجاړه شوې وې ۔ ياده دې وي چې ماديان اولنے ارين خلک وو چا چې تاريخ کې په اول ځل امپراتوري رغولې وه ۔

۲۔۔۔۔۔ سترکورس د ماديانو امپراتوري ماته کړه او ۵۰۰ قبل مسيح کې يې د هخمنشي باچاهت بنياد کېښودو۔ سترکورس ايشيا کوچک کې د ليديا واکمني نسکوره کړه ، باچا يې ځان سره پارس ته لاسنيولے رااوستلو او ليديا يې د هخمنشي باچاهت برخه اوګرزوله ۔ د دغه جنګونو نه پس سترکورس مرکزي اسيا کې د مساګيټۍ واکمني اوننګوله او ملکه توميران ته يې د جنګ کولو دپاره چيلنج ورکړو۔ توميران جنګ کول نه غوښتل خو جنګ کولو ته اړباسلې شوه ۔ دغه جنګ د اورال ډهند خوا اوشا کې شوے وو او دغه جنګ کې سترکورس وژل شوے وو۔ اورال ډهنډ اوزبکستان کې پروت دے ۔ مورخين ليکي چې مساګيټۍ ( مها ساکا ګدۍ ) د ساکانو د ګڼو ټبرو اتحاديه وه ۔ د اورال جنګ کې ساکانو خپله دفاع کړې وه او د خپلې دفاع دپاره جنګېدلي وو۔

۳۔۔۔۔۔ د سترکورس د مرګ نه پس د هغه مشر زوے کمبيسس د پلار په تخت کېناستو خو هغه په مساګيټۍ څه غم غرض او نه کړو خو د عربستان په خاوره ورتېر شو او مصر يې فتح کړو۔ کمبيس مصر کې پاتې شو او هم هلته په خپله توره زخمي شو او مړ شو۔

۴۔۔۔۔۔ د کمبيس د مرګ نه پس دارا واک ته اورسېدو چې هغه د هند نه واخلې تر يونان او افريکا پورې قومونه له واک لاندې کېباسل او خپلې واکمنۍ ته يې يو منظم شکل ورکړو ۔ کله چې دارا د هخمنشي باچاهت په تخت کېناستو نو ساکانو سره د جنګ کولو دپاره  د يو ډېر ستر لښکر سره  په توره بحيره پورې وتلو او جنوبي روسيه ته ساکانو سره د جنګ کولو دپاره لاړو ۔ دغه ساکانو د داراوش د ستر پوځ سره د مقابلې توان نه لرلو نو هغوۍ ورسره ګوريلا جنګ پيل کړو۔ اخر کې دارا ناکامه شو او واپس خپلې پلازمينه سوسا(عراقته راغے ۔ دغه ساکان نن په جنوبي يوکراين کې اباد دي چرته چې د روس او يوکراين جنګ روان دے ۔ ياده دې وي چې دغه ساکان د مساګيټۍ برخه وو خود کورني اختلافاتو په وجه د مرکزي اسيا څخه جنوبي روسيه ته تللي وو۔

۵ ۔۔۔۔۔ د دارا د وخت نه واخلې د اخري هخمنشي باچا تر وخته پورې ټولې ساکا ټبرې د دغه باچاهت د واک لاندې وې او دغلته ته يې خپل پوځي او نور خدمتونه تر سره کول ۔

۶ ۔۔۔۔۔ مرکزي اسيا کې د موسمي او سياسي حالاتو د بدلون په وجه ساکا ټبرو ختيځ ته مهاجرت اوکړو چې اول باختر کې او بيا هند کې اباد شول ۔ دغه دويم مهاجرت ساکانو ۳۰۰ قبل مسيح کې کړے وو او لومړے مهاجرت د دې نه دوه نيم زره کاله پخوا شوے وو۔ هيرودوتس واي چې " زما تر وخته پورې د ساکانو د واکمنۍ نه يو کم او نه يو زيات پورا زر کاله برابر شوي وو " هغه د خپلې خبرې سپيناوے نه دے کړے خو تاريخي حساب کتاب سره به دغه هند کې د ارياو واکمنۍ ته اشاره شوې وي ځکه چې تاريخي کتابونو کې هند کې د ارياو د واکمنۍ د اغاز تاريخ ۱۴۰۰ قبل مسيح ښودل شوے دے او دا تاريخ د هغه ډبر ليکنې څخه اخستل شوے دے په کومه چې د هندي خدايانو نومونه ليک وو۔ دغه ډبره ايشيا کوچک کې  موندل شوې وه ۔

۷ ۔۔۔۔۔ د ګاوګامېله جنګ کې د شکست خوړلو نه پس دريم هخمنشي باچا نېغ باختر ته رااوتښتېدو او د باختر د والي بسوس سره يې پناه راوړه ۔ بسوس او دريم هخمنشي باچا خپلوان وو۔ بسوس دغه هخمنشي باچا اووژلو او سر يې ورله سکندر ته دې پېغام سره واستولو چې پورې واکمني ستاسو شوه او راپورې به زه واکمن يم ۔ سپين تمن  باختر کې د بسوس سره سينئر مينسټر ووهغه بسوس اونيولو او سکندر ته يې اوسپارلو چې بيا ډېر بې رحمۍ سره اووژلے شو۔ د ګاوګامېله ( عراقي کردستان ) جنګ کې مورخينو د ساکا پوځونو نمايان رول ښودلے دے ۔ دغه جنګ کې ساکان د اس په شا د غشو ليندو سره جنګ کړے وو۔

۸ ۔۔۔۔۔ اوس مېدان کې د سکندر مخې ته سپين تمن پاتې شو ۔ هغه ساکان منظم کړل او د سکندري پوځونو خلاف يې يو ځواکمن او مړنے پوځ اودرولو ۔ پوځونه سره مخامخ شول او جنګ کې د سکندر اعظم پوځونو بدترين شکست اوخوړلو ۔ مکدوني پوځونه واپس مغربي اسيا ته لاړل چې د نوي سره جنګي پلان تيار کړي او د شا ته نه کمک رااوغواړي ۔ دغه پوځونه دغلته تر هغه وخته پورې اټاله وو چې کمک رااورسي او بيا مخ په ختيځ حرکت اوکړي ۔ پوځونه بيا سره مخامخ شول او کله چې ساکان پوه شول چې پوځي فشار پرې غلبه دے نو سپين تمن يې اووژلو او سر يې ورله سکندر ته واستولو ۔ دا د دې خبرې پېغام وو چې جنګ ختم دے ۔ دا مرد مجاهد ( سپين تمن ) چرته کتابونو کې ساکا او چرته پارسي ياد شوے دے خو غالب ګمان دا کېدے شي چې هغه ساکا وو ځکه چې باختر د ساکانو منطقه وه او د پارسي ګورنر( بسوس) سره ساکا سينئر مينسټر يو معقول دليل کېدے شي ۔

۹ ۔۔۔۔۔ مرکزي اسيا کې د سياسي حمايت تر لاسه کولو دپاره سکندر د باختر امير هښيارتس لور روښانه سره واده اوکړو چې په دغه وسيله د ځاي خلکو مرسته تر لاسه کړي او د جنګي مقاصدو دپاره يې هم پکار راولي ۔ د سکندر او روؤانه د مينتوب داستان هسې افسانه او هيڅ حقيقت نه لري ۔ د روښانه د نسل په سر هم اختلاف موجود دے ، پارسيان يې پارسي بولي او ساکان يې ساکا بولي خو د دواړو نومونو څخه جوته ده چې دويۍ ساکان وو او د باختر اوسېدونکي وو۔ د روښانه يو زوے هم وو چې بيا روستو بغاوت کې وژل شوے وو او د روښانه مجسمه د يونان مرکزي ميوزيم کې خوندي پرته ده ۔

۱۰ ۔۔۔۔۔ باختر کې يا په ټوله اريانه کې د مزاحمت کوم عمل نه ليدل کيږي البته څه لږ ډېر بغاوتونه شوي وو خو دغه فېصله کن نه وو او دغه کې د پارسيانو رول زيات وو۔

۱۱ ۔۔۔۔۔ پښتونخوا کې سکندر لومړے جنګ د دير په سيمه کې د مساګا ( مها ساکا ګدۍسره شوے وو دغه جنګ کې سکندر زخمي شوے وو خو د مساګا کلا يې رانيولې وه ۔ دغه وخت د مساګا واک د ملکه لاسو کې وو۔ کتابونو کې ليک دي چې ملکه د سکندر سره واده کړے وو او يو زوے يې زېږولے وو۔ ځنې کوهستاني ارين ځانونه د سکندر اولاد بولي ۔

۱۲ ۔۔۔۔۔ د پښتنو سيمه کې ځاے په ځاے د مکدونيانو خلاف مزاحمت شوے وو خو اخر کې مکدوني پوځونه بريالي شوي وو۔

۱۳ ۔۔۔۔۔ د سکندر د بيرته تللو نه پس مکدونيانو اوسني افغانستان کې واکمنۍ اورغولې چې دغه واکمنۍ هغه ساکانو له مينځه يوړلې کوم چې اوس اوس د مرکزي اسيا څخه افغانستان ته راغلي وو۔ سکستان (سجستان) دغه وخت مخې ته راغلے وو او بيا روستو د ساکانو واکمني په ښکته راغله او ټول هندوستان يې د واک لاندې کېباسلو ۔ د لومړي مهاجرت او هم د دويم مهاجرت ساکانو د افغانستان او هندوستان تاريخ کې بنيادي رول لوبولے دے ۔

۱۴ ۔۔۔۔۔ د خلافت اولو وختونو کې اسلامي پوځونه افغانستان ته رااورسېدل او د جنګونو يوه لويه سلسله پيل شوه ۔ د حبيبي صېب په قول د عربانو او افغانانو ترمينځه دوه نيم سوه کاله خونړي جنګونه اوشول ۔ عربي تاريخ کې دغه جنګونو ته د " جېش الفنا " نوم ورکړے شوے دے ځکه چې دغه کې د عربانو پورا پورا فوځونه فنا شوي وو۔ د عربانو زور زيات وو نو اخر کې افغانانو غاړه کېښوده او اسلام يې اومنلو ۔ ( د قيس عبدالرشيد کيسه يوه تاريخي افسانه ده او څه حقيقت نه لري ) ۔

۱۵ ۔۔۔۔۔ د " افغان " نوم جرړه مها بهارت کې پرته ده او دا نوم له دغه ځايه څخه راوتلے دے ۔ کومو خلکو چې به د هندومت د تعليماتو درناوے نه کولو نو هغوۍ ته به يې " اوګاڼه " يانې باغي ويل ۔ د افغانستان تاريخي نوم " اريانه " دے ۔ دغسې د پښتون نوم ريښه د مهابهارت " پکتاس " او د هيرودوتس " پکتويس " کې پرته ده دغه دواړه د جعرافيه نومونه دي د کوم نسل اړوند نه دي ۔ دغه تېروتنې سره پښتنو خپل تاريخ له سمندر څخه رابيل کړے دے او لختي ته يې رااړولے دے ۔ پښتانه " ساکان " دي او د ساکانو تاريخ د پښتنو تاريخ دے ۔ 

۱۶ ۔۔۔۔۔ د پخوا غوندې د اسلام قبولو نه پس هم پښتنو کله خپل تاريخ ، کلتور او ژبې ته پام لرنه نه ده کړې او نه يې کله د ملت او نيشنل ازم په بنياد تحريکونه چلولي دي ۔ د ايرانيانو خلاف د ميرويس نيکه تحريک مذهبي وو ځکه چې د دغه تحريک جوړولو دپاره هغه د عربستان د علماو فتوې راوړې وې او د دغه فتوو په زور يې پښتانه د ايرانيانو خلاف راپاڅولي وو۔

۱۷ ۔۔۔۔۔ د اينګلو افغان جنګونو شا ته هم جهادي اسلام وو چې بيا دغه جهادي روحيه پيرنګيانو خپله کړه او تر اوسه پورې يې د پښتنو خلاف پکاروي ۔ فقير ايپي واله وسله وال تحريک او يا نور تحريکونه جهادي تحريکونه وو۔ دغسې د روښانيانو تحريک هم له اره مزهبي تحريک وو هر څو که روستو يې بيا د ملي تحريک بڼه خپله کړې وه ۔ البته د مغلو خلاف د يوسفزو جنګونه د مغلو د " لګان " خلاف وو ځکه چې يوسفزي لګان ورکولو ته اماده نه وو۔

۱۸ ۔۔۔۔۔ دغه ټولو تحريکو کې يوازې خداي خدمتګار تحريک ملي سياسي تحريک وو چې د پښتون نيشنل ازم په بنياد ولاړ وو۔

۱۹ ۔۔۔۔۔ جديد نيشنل ازم  ملي شهيد عبدالصمد خان پورې اړه لري هر څو که خداي خدمتګار تحريک هم د کمزورو طبقو مرستيال او ترجمان وو ۔

۲۰ ۔۔۔۔۔۔ پښتانه دوه څيزونه مني ، خداے مني او ورپسې ځان مني او په دې وجه قوم پرست نه دے ځکه چې قوم پرستي يو اجتماعي سوچ دے او پښتنو کې د دغه سياسي سوچ فقدان دے ۔

۲۱ ۔۔۔۔۔۔ که څوک د پښتنو د سياست او معيشت معروضي تجزيه اوکړي نو سمدستي به پوه شي چې پښتانه ولې پاڅون نه کوي ۔ اوله خبره دا ده چې پښتانه د پاکستان متبادل نه لري او دا چې پښتانه پاکستان کې مراعات يافته قوم دے ۔ دويۍ د خپلې ابادۍ نه ولس سلنه زيات وسايل اخلي او د پاکستان افسرشاهۍ کې شل سلنه حصه دار دي ۔

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

ملي پاڅون 28.12.2023

- ملي پاڅون
بېرته شاته