(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صابرشاه صابر

[01.Apr.2023 - 15:09]

صابرشاه دپښتنودسرشمله ده 

دپښتو او پښتنوالې تاتره ده

پر خپل قام او خپلې ژبې ډېرمین دی  

هم  پښتون اوهم یې مينه پښتنه ده 

(ډاکتر لطیف یاد)

دپښتو ژبې  دیوه داسې لېکوال ، تکړه څیړونکي ، شاعر،کالم لیکونکي  او یو مهذب  ادبی او علمي شخصیت په اړوند یوڅو ټکي لیکم  چې ډیر پښتانه لیکوالان او شاعران دده له نامه او علمي او ادبي هلو ځلو سره په بشپړه  توګه آشنا  دي او دپښتو دنظم او نثر دډګر پهلوان او اتل دی .که څه هم هم ما باچاجي   له نږدې نه دی لیدلی ، خو یوازې دټولنیزو رسنیو له لارې په تېره  بیا فیسبوک   له لارې دده له علمي او ادبي  آثارواو کتابونو  سره آشنا شوی او دده پر پښتنوالې اودپښتو ژبې سره دده پربې کچې مینې مین شوی یم.دغه ادبی شخصیت  (دصابر درڼا تحریک) مشر ښاغلی صابرشاه صابر صاحب  دی چې په خلکو کې په پاچاجي سره شهرت لري.

ښاغلی  پاچاجي سید صابرشاه صابر  په پښتنولیکوالانو کې یو داسې ارزښتناکه اوقیمتي غمی دی چې په ډیر اخلاص سره یې  خپل ټول  ژوند دپښتو ژبې پر مختګ  ته ډالۍ کړی دی او  نه یوازې یې ډیر کتابونه او شعري تولګې کښلي دي ،بلکې په لرو اوبرو  پښتنو کې دده په شمیر یونلیکونه ( سفرنامې   بل هیڅ یوه لیکوال  نه دي لیکلي اوسربېره پردې یې په څه دپاسه (۵۰۰) کتابونوسریزې کښلي دي   او هم دده په هلوځلوسره   دپښتنوداتلانو  اوملي مشرانو  تر (۵۰) زیات  علمي سیمینارونه هم جوړشوي  دي چې په دغو سیمینارونو کې ګڼ شمیرلرواوبرو پښتنوڅېړونکو ،  لیکوالانو او شاعرانو ګډون کړی دی او بیایې  ددې ترڅنګ ددغو علمي سیمینارونو مقالې هم ورسره  راټولې کړي دي اودکتابونو په بڼه یې چاپ کړي دي او دغه لړۍ لا روانه ده.

پاچا جي ښاغلی سید صابرشاه صابر په ۱۹۷۰زیږدیز/ میلادي کال کې دپښتونخوا دمرکز د تهکال په تاریخي کلي کې چې دپېښورپوهنتون په خوله کې پروت دی دحاجي ظا هرشاه په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلي  دي اوپه خټه سید پښتون دی .پاچا جي  خپلې لومړني زده کړې  پخپل کلي اومالت کې سر ته رسولي دي اوبیا یې  ترڅوارلسمه یې خپل تعلیم بشپړ کړی دی.باچاجي واده کړی دی او درې زامن او یوه لور لري چې زامن یې ایمل صابرشاه او عابد شاه عابد یې دقرآن شریف حافظان اوبل یې الهام شاه الهام دی چې الهام امام یې تخلص دی او دپښتو ژبې لیکوالان دي او لوریې ښکلا شاه هم دعلم اوپوهې په وړانګو منوره ده

ښاغلي پاچاجي د(خلیل ولسی ادبي جرګې) مشریا صدر هم پاتې شوی دی چې داجرګه یاټولنه په پښتونخوا کې لویه ادبي جرګه وه. همداراز ( پښتانه لیکوال )دټولې پښتونخوا په سطحه یوه بله ادبي ټولنه یاتنظیم  و چې دپښتو ژبې مشهور شاعر رحمت شاه سائل یې صدر، پاچاجي سیدصابرشاه صابر  یې نائب صدر او دپښتو ژبې شاعر ارواښاد غازي سیال یې جونییر صدر و.همداراز پاچاجي د(انجمن تاجران اودوکانداران تهکال  غریب آباد) صدرهم پاتې شوی دی او  د (اباسین آرټس کونسل )چې دټولې پښتونخوا په سطحه یوه سرکاري اداره ده پاچاجي یې  دتېرودیرشو کلونو راهیسې ددې اداري دمنیجینګ کومېټې یامشاورتي کومیټې  مشر هم دی. همداراز پاچا جي  د(۱۴) کلونو لپاره دمحکمه ثقافت چې یوه بله سرکاري لویه اداره ده جج پاتې شوی دی او دده په هلوځلوددې ادارې لخوا  ډیرپښتو کتابونه چاپ شوي دي .

پاچاجي وايي چې تل مې   دافغانانو سره ځانګړې مینه درلودله او  لرم یي  وایي :چې زه پردې خبره ویاړم او فخر کوم چې زه ډیر افغانان ملګري لرم او پښتونخوا ته ددوی دمهاجرت په وخت کې زما په جنرال سټور یا پلورنځي کې چې( کریانه بهارونه پلورنځی) نومیدهر مازدیګر  ډیرافغان لیکوالان اوشاعران  راټولېدل او ددوی بانډار ځای  به و چې په دغوافغان لیکوالانواوشاعرانوکې د ارواښاد پوهاند رسول امین ، استاد حبیب الله رفیع ،ارواښاد محمد صدیق پسرلی،استاد محمد آصف صمیم ،ارواښاد امان الله ساهو، ښاغلی زلمی هیوادمل ، محمداسماعیل یون  اوښاغلی لعل پاچا آزمون نومونه یاد ولی شو.باچا جی  وایي :بیا یووخت زه کونسلر شوم چې ما په تهاڼه او کچهرۍ ( عدالت ) کې دافغان مهاجرینوکارونه ترسره کول اوددوی ستونزې او مشکلات به مې حل کول.

باید ووایو چې په پښتونخوا کې  دافغان  لیکوالانو اوشاعرانواوسترو ملي شخصیتونو  یادونه او لمانځنه چې  چا کړې ده هغه یوازې  اویوازې پاچا جي  سید صابرشاه صابر و  چې تل یې  ستر ملي افغان شخصیتونه لیکوالان اوشاعران یاد کړي اولمانځلي  دي ، خو له بده مرغه په پښتونخوا کې به یوشمیر خلکواو ان دپښتونخوا  ځېنوقامپرسته  ګوندونوغړو   به  افغان مهاجرینوته راتښتیدلي یا( بهګوړه ) ویل ، خو کله چې په افغانستان کې دکرزي او اشرف غني حکومتونه راغلل نو  هما غه حکومتونو به له پښتونخوا نه  زیاتره  هماغه  کسان افغانستان ته په سیمینارونواو علمي غونډو کې وربلل او میلمه کول   چا چې د افغانانو  پر خلاف سپکې سپورې ویلې ، خود پاچا جي صابر شاه صابر غوندې دافغانانو مخلص او محسن  به بیا ترې هیرو

پاچاجي او په ورځپاڼو کې دده کالمونه اود پښتو مجلو چاپول   : 

باچاجي سید صابرشاه صابر  دپېښور د وحدت ورځپاڼه  کې (۱۴) کلونه دیوه مشهورکالم لیکوال و چې ( سپینې سپینې ) نومید او ده په دې کالم کې سپینې سپینې خبرې لیکلې ،له همدې کبله و چې دخپلو سپینو خبرو په وجه یې ډیر مخالفین هم پیداکړل .

په وحدت ورځپاڼه کې د(سپینې سپېنې )ترکالم  وروسته پاچاجي په ۱۹۹۳ زیږدیز /میلادی کال کې دښاغلي استاد حبیب الله رفیع سره په ګډه د(تلوسې )په نامه یوه څیړنېزه اوتحقیقي مجله چاپوله ، بیا وروسته یې  د(سباوون) په نامه رساله چاپوله چې دډیکلریشن یا امتیاز خاوند یې پاچاجي او مدیریې ښاغلی حبیب الله رفیع واوددغې رسالې ټولې مقالې به ښاغلي استاد حبیب الله رفیع ورته برابرولې. باچا جي بیا وروسته یوه  بله مجله چاپوله چې( دستار انټرنشنل  ) نومیدله اوترهغې وروسته د(معمار انټرنیشنل ) ايډیټر اومدیرو چې دادرې واړه مجلې د قطرپه هېواد کې  په رنګینه بڼه چا پيدلې

ښاغلي باچا جي په (تلوسه) مجله کې یوبل مشهور کالم خپراوه چې (منصور  )نومېده البته دغه کالم دده په مستعار نوم خپرېده    .همداراز په وحدت کې دده بل کالم هم خپرېده چې د( فکري کاکا  ) به نامه یادېده. دده یو بل کالم هم دښاغلي زبیر شفیقي په (سهار) اخبار، هم په (وحدت )او هم په( دستار )کې چاپېده  چې د (دباغ باړې )په نامه سره  یادېده.

دباچاجي نثري کتابونه او شعري ټولګې :

پاچاجي دنثر او نظم په لیکلو کې دځانګړي استعداد خاوند دی او ده چې   چې کوم کتابونه په نثر   او هم شعري ټولګې  لیکلي دي دهغو نومونه دادي :   شال او شړۍ ، زولنې ، دسپرلي په تمه ، په للمو بارانونه ،تېر سپرلي ،  څانګې ، وړانګې ،کړکنې ، لړې ،دوه غیرتیان ، دادبي جرګوتاریخ او سپینې سپینې لومړۍ ، دویمه ، درېمه او څلورمه برخه ، درڼاګانو محفلونه ، جرړې اوجړۍ

دپاچاجي په لاس لیکل شوې یونلیکونه ( سفرنامې ) :

پاچاجي لس سفرنامې لیکلې دې چې هیچا هم په پښتونخوا کې به دغه شمېر سفرنامې نه دي لیکلي .ده ته دسفرنامو دلیکلو په وجه دسوات پریس په کلپ کې دښاغلي لایق زاده لایق لخوا ورته د(بابای  سفرنامه) خطاب ورکړل شوی دی چې نورو لیکوالو لخوا ده ته ددغه خطاب ورکول منظورشوی دی.دښاغلي باچا جي ددغو لسو سفرنامو نومونه چې دده لخوا لیکل شوي دي په لاندې ډول دي : دوحې ته تګ راتګ ،سفر پسې  سفر،  چې درومي څه به مومي ، ښکلی دی وطن زما ، دوه لوی سفرونه ، سپین جومات نه سپین جومات ته ، مري نه مکې ته ، څوارلس ورځې دنورونو ښاریه کې ، (جنازې) په دوه برخو کې، دپښتونخواسیل او سفر، دتاریخ تصوراتي سفرنامه ، دخدایي خدمتګارۍ سفر، دلوی کور لویه سفرنامه ،دمیدان ښار سفرنامه ، او په لس کونو نور کتابونه چې پاچا جې موږ او تاسو  ته لیکلي دي .البته پاچا جي  دمیدان ښار سفرنامه تر هغې وروسته ولېکله چې کله دمیدان او وردګو دوالي(ګورنرښاغلي محمد  حلیم فدایي په بلنه میدان ښار ته بلل شوی و اودده اودپښتو ژبې دمشهور شاعرښاغلي عبدالباري جهاني په اعزاز کې هلته درنه غونډه او مشاعره  هم جوړه شوې وه .همداراز کابل ته دسفر پر مهال ده دملت دبابا ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهرشاه سره هم لیدلي دي .

پاچاجي دپښتولیکوالانو اوشاعرانو له نظره :

که دحقیقت نه تیر نه شو پاچا جي یوداسې علمي شخصیت دي چې دده په کتابونو دپښتوژبې ډیرولویو  ادیبانو اوپوهانو سریزې  او تقریظونه لیکلي دي چې په دغو پوهانوکې دارواښاد علامه  رشادبابا ،ارواښادپوهاند صدیق الله رښتین ،   ارواښاد اجمل خټک ، استاد حبیب ا لله رفیع ، استاد زلمي هيواد مل ، ارواښاد محمد صدیق پسرلي ، غلام فاروق چشتي ، سیف الرحمان سلیم ، اباسین یوسفزي ،ارواښاد عبدالرحیم مجذوب ، ارواښاد مراد شینواري ، دپښتو ژبې شاعر لایق زاده لایق او استاد بریالي باجوړي او نورو ډیرو پوهانو نومونه یادولی شو.

.همداراز پر پاچاجي ډیروشاعرانو  نظمونه هم لیکلي دي چې ده هغه نظمونه  دیوه شعري ټولګې  په بڼه راغونډه کړې خولا تراوسه  چاپ شوي نه ده .هغو پښتو شاعرانو چې پرپاچاجي  یې نظمونه کښلي  دي  دي په هغو کې  داجمل خټک ، عبدالله غمخور ، حبیب الله رفیع ،ډاکټر مجاور احمد زیار، ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم ، اباسین یوسفزي ،ارواښاد عبدالرحیم مجذوب ، ارواښاد اکرام الله ګران نومونه یادولی شو  پاچاجي پر ډیروپښتولیکوالانو او شاعرانو تخلصونه هم ایښودلي  دي چې په دغو لیکوالو او شاعرانو کې    اسرار اتل، حنیف خلیل، شهاب شعور، غني غورځنګ او داسې نور ډېر دي . همدا وجه ده چې ده ته د (بابای تخلص ) خطاب هم ترلاسه شوی دی. دلته به دهغو پښتو شاعرانو او لیکوالو څو نظمونه او لیکنې راوړم چې  دپاچاجي ستاینه پکې شوې ده لومړی دپښتو ژبې دسترشاعر ارواښاداجمل خټک بابا یوه قطعه راوړم چې دده پرکتاب (لړۍ) یې لیکلې وه :  

صابره ګرانه ګل شې دپښتو لویې جولۍ ته 

وږمه دپسرلو خپلې خوږې پښتنولۍ ته 

قلم دې دادب دتاترې دسر رڼآ ده 

یومسته مینه ورکړه  زموږ لویې ورورولۍ ته 

بل نظم چې دپاچاجي په اړوند ویل شوی دي هغه دپښتو ژبې دستر شاعر اولیکوال ډاکټر ارواښاد محمد اعظم اعظم دی چې له نن نه یې ۲۴ کلونه دمخه په ۱۹۹۷ زیږدیز/میلادي کال کې ویلی دي :

دادب په افق ستوری دسبا دی

په تیروکوڅو کې زیری درڼا دی

دشعور لیتکي یې  بل دي په کلام کې

شک یې نشته دلیکنې په مقام کې 

هم دنثر هم دنظم بریالی دی 

دادب دمیدانونو ننګیالی دی 

دپښتو دهیوادونو کولمبس(۱) دی

خاموشۍ له دجمود غږ دجرس دی 

هرقدم یې حرکت دی برکت دی

په سفر سفر یې کارکړی اوچت دی 

بیا روان یې دپښتو کړل کاروانونه  

بیا روان یې کړل دنصر(۲) تهکالونه 

که مسکن غریب آباد ددې ګدا دی 

دپښتو په تخت ختلی صابرشاه دی 

چې به سریې دپښتو ایښی دستار وي 

دپښتون بچی بچی به خو د ترې ځار وي

دپښتوژبې  بل نامتو شاعرښاغلی ارواښاد عبدالله غمخورهم پاچا جي سید صابرشاه صابر ته یو نظم ډالۍ کړی دي چې (لوړلیکوال  صابرشاه صابرته  ) نومیږي :

دزهرا دسترګو تور یې ،دحسین دزړه ټکور یې

دعلي دلاسو توره ،دپښتون دمټو زور یې

ته پیغام یې دوختونو ، ته مشال یې دفکرونو 

ته نغمه دیار دمینې ، دلیلا دبنګړوشور یې 

ته نوایې دبلبلو ، ته ښکلایې دسنبلو 

ته نسیم یې سحر خېزه دباګرام په ورشو خوریې

دمحمو دمینې رازیې ،دایازدزلفوناز یې 

دآدم درباب ترنګ یې، ددرخو دزړګي کوریې

ته شاعر یې بې نیازه ،ډک له سوز اوله  ګدازه 

ته آسمان یې دخیالونو ،ته شاهین یې او هم باتوریې

ذوق ستا خبرې غواړي،قلم ستا ګوتو ته ګوري                                       

ته انشاء یې بېنظېره ،ته وینا یې په زړه پورې                                    

دپښتو ژبې لیکوال او څیړونکي ښاغلي سرمحقق استاد زلمی  هیوادمل پخپلې یوې لیکنې کې (صابرشاه په یونظر کې ) نومیږي دده په اړوند داسې لیکلي دي

دبښتو په یادو لیکوالو او شاعرانوکې ښاغلی سید صابرشاه صابر دځينو ځانګړیو ځانګړو نو لرونکی دی .ده په ډېره تانده ځوانۍ کې خپل استعداد وازمایه ، دښه او روان شعر په ویلو اوتازه نثر په لیکلو کې خپل نوم پرېښود اودڅېړنې په میدان کې یې هم ګامونه کېښودلي ،صحافت کې هم برخه اخیستې اودشاعرۍ  دپیلامې په لومړنیو شیبوکې یې ځینو کره کتونکو ته دا خبره څرګنده شوه چې صابرشاه صابر دشعر ویلو ښه استعدادلري اوپه راتلونکي کې به په هغوشاعرانوکې یادشي چې دګوتوپه شمېرشمارلی شی.دپېښوردادب پالونکې سیمې په روان ادبي بهیر کې دصابرشاه صابر استعداد وروزل شو اوشاعري یې له یوې بلې مجموعې ته خاصه ځلا درلودله.

مشاعرې ، غونډې او علمي سیمینارونه :

دښاغلي باچاجي په برکت ترپنځو سو  لویي مشاعري او همداراز علمي سیمینارونه جوړشوي دي .باید زیاته کړو چې دمشاعرو ، غونډو اوعلمي سیمینارونوجوړول څه آسانه کارنه دی او ډیرزیات  زحمت غواړي  .لومړی باید لګښتونه او مصارف  یې برابر شي  ، سیمیناردګډونوالو  لپاره  بلنلیکونه چاپ شي ، دسیمینار لپاره  باید یو مناسب هال په کرایه ونیول شي ، بینرونه یې خطاطي شي ، دمیلمنو دخوراک او څښاک اودشپې تیرولو بندو بست وشي او ځینې میلمانه لیکوالان او شاعران چې له لیرې ځایونوپېښور ته   راغلي وي باید  په یوه هوټل یا میلمستون کې ورته ځای برابر شي چې له نېکه مرغه دده کور او حجره پښتون کوټ هغه ځای دی چې دلیکوالانو او شاعرانو لپاره جوړشوی دی او هغه میلمانه چې دسیمینارونو لپاره وربلل کیږي دده په میلمستون  پښتون کوټ تهکال غریب آبا د کې شپې تیروي او دده له خوا  ددوی قدر اوعزت کیږي اوښه مېلمه پالنه یې کوي .همداراز پاچا جي تر هریوه سیمینار  وروسته بیا دسیمینار  مقالې چاپوي چې دچاپ لګښتونه یې آسانه نه دي  ،دغه  کتابونه پروف ريډینګ او ايډيټ کول  غواړي او بیا پرچاپ کولویې ډیرې پيسې  لګیږي ،له  نېکه مرغه دغه ټول کارونه دده په برکت ترسره شوي دي اوځینې پرپښتو مین پښتانه چې به بهرني هیوادونو کې میشته دي کله ناکله دپاچا جي سره په دې برخه کې لږې او ډیرې مادي  مرستې کړي او کوی یې ، خوپاچا جي ددغو سیمینارونو دتنظیم ټولې چارې پخپله غاړه اخیستي دي او بیا وروسته یې ددغو سیمینارونو مقالې  یې راټولې کړي او دکتابونو په بڼه یې خپرې کړي ديهغه سیمینارونه او سترعلمي غونډې چې دده په لارښوونې او مشرۍ جوړشوي دي په لاندې دول دي :

دمحمد ګل نوري سیمینار. دپټې  خزانې سیمینار ، داحمدشاه ابدالي د(۲۲۰) تلین  سیمینار ،دنصرالله خان نصرسیمینار  ، د  علامه حبیبی سیمینار، دجشن رښتین سیمینار ،  دوزیر محمد ګل خان مومند سیمینار . دډاکټرزیار سیمینار،  دګجوخان بابا سیمینار ،دایمل خان مومند سیمینار ، داستادعبدالروف بینوا سیمینار  داستاد الفت سیمینار، داستاد حبیب الله رفیع سیمینار،دارواښاد محمد صدیق روهي سیمینارچې ددغې سیمینار په ویاړدمقالو ټولګه روهیات هم چاپ شوی دی، دایمل خان مومندسیمینار ، دمیرویس خان هوتک سیمینار چې زما ددې ټکو دلیکوال پیغام هم پکې خپور  شوی دی. دهمدې سیمینارونو دجوړولوپه وجه ده ته د ( بابای سیمینار ) لقب هم ورکړل شوی دی.

اوس  دادي  دپاچا جي په پښتني احساس او هلوځلو سره  دعلامه سیدجما  ل الدین افغان او دپښتونخوا دنامتو اتل کالوخان بابا سیمینارونه جوړ کړل   چې په دغه سیمینار کې به ډیر څیړونکي ،لیکوالانو او شاعرانو ګډون کړی و .ما هم دپاچا جې سره ژمنه کړې وه  چې دعلامه سید جما ل الدین افغان په اړوند سیمینار ته خپله یوه مقاله ولیکم او خپل دمبارکۍ یو پیغام به  ور ولیږم چې داژمنه مې پوره کړه .

زه دباچا جي پښتني هلې ځلې ستایم او دده پښتونوالې ته دوه لاسي سلام کوم  او ده ته دپښتو ژبې او ادب په پیاوړتیااو چوپړ  کې دزیاتوبریاوو هېله کوم او  خپل  لاندینۍ بیتونه   ده ته ډالۍ کوم:

صابرشاه دپښتنودسرشمله ده 

دپښتو او پښتنوالې تاتره ده

پر خپل قام او خپلې ژبې ډیرمین دی  

هم  پښتون اوهم یې مينه پښتنه ده 

(یاد)

--------------------------

  ۱-دکولمبس(کولمبوس) نه مقصد او مراد دارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم په نظم کې  پاچاجي ته اشاره ده  چې  ډیر سفرونه یې  کړي دي اوهم یې   سفرنامې لیکلي دي او کولمبس هم چې له آره هسپانوی و په (۱۴۹۲) زیږدیز کال یې دخپل سفرپه ترڅ کې دامریکې وچه کشف کړه.

 ۲-نصر نه مطلب دپښتو ژبې مشهور لیکوال ارواښاد نصرالله خان نصر ته اشاره ده .

Sabir Shah Sabir

by : Dr.Latif Yad

01.04.2023

-
بېرته شاته