(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملنګ جان ادبي

[01.Apr.2023 - 15:15]

د ملنګ جان ادبي هلې ځلې

-----------------------------

لیک: ډاکتریاد

کله چې په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې پاکستان جوړشو نو دپښتونستان دآزادۍ مطالبه هم ډیره توده شوه. دا هغه وخت و چې په افغانستان کې د(ویښ زلمیانو )غورځنګ هم رامینځ ته شوی و او نورو شاعرانو او لیکوالو هم دپښتونستان دملي ازادي بخښونکي غورځنګ نه بشپړ ملا تړ کاوه

ملنګ جان هم دیوه ملي شاعرپه توګه دشعر اوشاعرۍ په پیلابیلو قالبونوکې دپښتونستان آواز اوچت کړ. دملنګ جان شعرونه ټولنیز، اخلاقي ، انتباهي او انتقادي اړخونه لري چې هم چا ربیتې لري ، هم غزلې ، هم بګتۍ ،

دارواښاد ملنګ جان لومړنۍ شعري ټولګه خوږې نغمې په هغه وخت کې دپښتو ټولنې دادبیاتو دڅانګې له خوا داستاد عبدالله خدمتګار بختاني په زیار چا پ شوه چې ارواښاد ملنګ جان لا ژوندی و.داټولګه درې برخې لري :

لومړۍ برخه یې ملي شعرونه دي چې دوه دیرش چا ربیتې ، پنځه شپیته لوبې ، شپږ بګتۍ ، اته پنځوس غزلې ، یو داستان او درې مقامونه جوړوي .

دویمه برخه یې اخلاقي ، ټولنیز ،انتباهي او انتقادي شعرونه دي چې دا برخه یې پنځه ویشت چا ربیتې ، نهه مقامونه او څوارلس غزلې لري .

دریمه برخه یې عشقي سندرې دي چې دري څلویښت غزلې ، اووه مقامونه ، دولس لوبې ، درې چاربیتې اودوه بګتۍ لري .

همداراز دملنګ جان په خط دده دشعرونو یوه قلمي نسخه هم شته چې دښاغلي استاد عبدالله خدمتګاربختاني په شخصي کتابتون پورې اړه لري .دغه قلمي نسخه ۹۲ پاڼې لري چې پکې ۱۱۵ غزلې ، چاربیتې او لوبې پکې شته . یو شمیر نورو کاتبانو او خطا طانو هم دملنګ جان شعرونه خطا طي کړي دي چې په دغو کاتبانو کې یو هم ښاغلی جوهر بهسودوال دی . ددغې خطي نسخې دپاڼو شمیر ۷۶ ته رسیږي چې زیاتره چاربیتې ، غزلې او لوبې بکې ځای شوي دي.

دملنګ جان شعرونه په اتحاد مشرقي ، پښتون ږغ. هیواد ، انیس ، زیري ، کابل مجلې او دهیواد په ډیرو خپرونو او سایټونو کې چاپ شوي دي .

دارواښاد ملنګ جان ادبي هلې ځلې په پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې دپښتنو تر مینځ هم دزیات شهرت نه برخمنې دي .له همدې کبله دي چې دپښتونخوا او سویلي پښتونخوا پښتانه ژمن اږ متعهد  لیکوالا ن دده دشعر او شاعرۍ او دده دملي شخصیت درناوی کوي .

همداراز په نورو هیوادونو کې هم شاعران اوپوهان ملنګ جان دیو مشهورملي شاعر په توګه پیژني دبیلګې په توګه دروسیې مشهور افغان پیژندونکي ښاغلی نیکولای دوریانکوف ، میرمن ګراسیمووا او آغلې ګیرس پر ملنګ جان لیکنې کړي دي او دی یې یو هیوادنی او په خپلو خلکو او ولس مین شاعر بللی دی.

لنډه داچې ملنګ جان یو ملي شاعر و چې دپښتو تر څنګ یې په دري ژبې هم اشعار ویلي دي .

Latif Yad

...................-----------

ملي شاعر ملنګ جان څوک و؟

---------------------------

ملنګ جان په ۱۲۹۳ لیږدیز کال چې د۱۹۱۴ زیږدیز/میلادي کال سره سمون خوري دننګرهار ولایت دبهسودو دچمیارپه کلي کې زیږیدلی و. پلار یې عبدالشکور نومیده . دده اصلي نوم محمد امین و، خو کورنۍ به یې دنازه ورته امین جان وایه.

درې کلن ماشوم و چې دخپل پلار له مینې نه بې برخې شو. تردې پيښې وروسته له خپلو وړو ورونو او زړې مور سره یوځای دغربت او بیوزلۍ نادودو ته یوازې پاتې شو. وروسته یې کورنۍ دمزدورۍ او کار روزګار په لټه کې دخپل کلي چمیار نه دبهسودو بل کلي ته لاړل چې چار مسره نومیداو هلته یې دکبانو په نیولواو نورې غریبۍ مزدورۍ په کولو سره خپلې کورنۍ ته نفقه او روزي پیدا کوله. ورپسې دبهسودو نه کامې ته ولیږدید او هلته دخبلو ورونو او مور سره یوځای داربنګ په کلي کې میشته شو.همدلته و چې په پنځلس کلنۍ کې یې دخپلو شعرونو په ویلو پیل وکړ او ملنګ جان شو.

تر یو نیم کلونو وروسته بیرته خپل کلي چمیار ته ستون شواو هلته په جلال اباد کې یې دپولیسو په امنیه قومانداني ( Ningarhar police Headquarter ) کې نو کري ورته پیداشوه. بیا تر هغه وروسته دکونړ په ولایت کې سپاهي ( سرتیری ) شو.

دسرتیرۍ تر دندې وروسته خپل کلي چمیار ته ستون شواوپه خپل کورکلي کې دکر کیلې په چارو بوخت و. په دغه وخت کې په ننګرهار کې داتحاد مشرقي ورځپاڼه خپریدله او دملنګ جان یوشعر پکې دلومړي ځل لپاره چاپ شوچې یو بیت یې داو:

باغ دی دطو طیانو نه پریږدي زاغان

دی پښتون مالیار پکې وژني پرې خپل ځان

داهم باید زیاته کړم چې دملنګ جان زیاتره اشعار دلومړي ځل لپاره دننګرهار د ( اتحاد مشرقي ) په ورځپاڼه کې هغه وخت خپاره شول چې ارواښاد علامه قیا م الدین خاد م بابا یې مدیر و او بیا ترهغې وروسته چې ارواښاد مولانا عزیزالرحمن سیفي یې مدیر و او بیا په وروسته کې چې استاد عبدالله بختانی صیب یې مدیرو.

ملنګ جان په کال ۱۳۲۴ لیږدیزکال کې چې د۱۹۴۵ زیږدیز کال سره سمون خوری د شهید داودخان په سپارښتنه کابل ته ور وغوښتل شواو په ۱۳۲۹ لیږدیز کا ل چې د۱۹۴۹ زیږدیز کال سره سمون خوري دوخت دصدراعظم ( لومړي وزیر) سردار شاه محمو دخان له خوا ورته دکا ل شپږسوه افغانۍ مستمري تنخواه وټاکل شوه او ورته ښوونکی ونیول شو چې لیک لوست زده کړي او ملنګ جان په لنډه موده کې لیک لوست زده کړاو خپل شعرونه به یې بخپله لیکل..ملنګ جان په ۱۳۳۲ لیږدیز کال چې د۱۹۵۳ زیږدیز کال سره سمون خوري په راډیو افغانستان کې دپښتو موسیقۍ دپروګرامونو دتنظیم کوونکي( منتظم) په توګه وټاکل شو ، خو له بده مرغه یې په ۱۳۳۳ لیږدیز کال چې د ۱۹۵۴زیږدیز کال سره سمون خوري دخپلې دندې ګوښه کړل شو ، خو یوکال وروسته په ۱۳۳۵ زیږدیز کال کې چې د۱۹۵۶ زیږدیز کال سره سمون خوري بیرته خپله پخوانۍ دنده ترلاسه کړه .

ملنګ جان په دغه لنډه موده کې پښتو موسیقۍ ته ډیرڅه وکړل : ده ډیرشاګردان وروزل چې په شاګردانو کې یې د استاد ایوب ، استاد اولمیر ، سپین بادام . ارواښاد استاد ګل محمد ( ګلکي ) ، استاد سیدعلم ، ارواښاد طلا محمد ،عبدالرحمن اور، محمد اسلم ، ګلالی، ګل نام ، دخوش ګنبد فیض ګل، دفتح آباد مشکی، مدد، دکامې عبدالحبیب، عبدالخالق، محمد ابراهیم ، رنګین، محمد جان ، محمد دین زاخیل ، فقیر محمد ،امین الله ،عبدالحمید مشهور په مسجدي ،دلغمان میرزاګل ، امین جان، رحیم ،جوهر او ګل نبي نومونه یادولای شو. دغو ټولو دملنګ جان شعرونه زمزمه کړي هم دي .

دملنګ جان مړینه :

ملنګ جان د۱۳۳۶ زیږدیز کال دلړم دمیاشتې په لسمه نېټه چې د ۱۹۵۷ زیږدیز کال داکتوبر دمیاشتې دیو دیرشمې نیتې سره سمون خوري دخيپل درې نیم کلن زوی دواجان سره یوځای دکابل نه دجلال اباد خواته په موټر ( ګاډي ) کې روان و . په هغه وخت کې دلته بند لاره وه او دماهیپر سړک لا نه و جوړشوی، ددوی موټر دخواجه سیب بابا زیارت ته مخامخ په کږلیچونو کې دسړک نه واوښت او په د اسې حال کې چې خپل زوی دواجان یې په خپلې غیږکې کلک نیولی و په دغه غمجنه پېښه کې پلار او زوی دواړه ووژل شول.

وروسته دده او دده دزوی دواجان جنازې دده کلي چمیار ته ولیږدول شوې او دنوموړي کلي په هدیره کې خاوروته وسپارلې شوې ..

ښايي دا به دتقد یر کرښه وي او دملنګ جان هغه دعا به خدای قبوله کړي وي او پرښتو به پرې آمین ویلي وي چې ملنګ جان دخپل ځان او دواجان په اړوند په خپل یوه شعر کې دمخه ویلی و او خپل دغه شعر یې خپل پښتون قام ته ډالۍ کړي و .

ستاسو ځانونو ځینې ځان مې ځارشه

ستاسو بچو نه دواجان مې ځارشه

واورئ له ما ملنګ جان ګرانو ورونو

زما محکومو مظلومانو ورونو

دده دجنازې په مراسمو کې دجلال اباد ، سره رود ، بهسودو او دننګرهار دنورو ولسوالیو ډیر شمیر خلکو ګډون وکړ. ددغو خلکو برسیره دننګرهار لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ، دښونځیو زده کوونکو او استادانوهم دده دجنازې په مراسمو کې برخه واخیستله.

دده تر مړینې وروسته دافغانستان دحکومت په نامه دافغانستانه دننه او دافغانستانه بهر دخواخوږۍ او تسلیت پیغامونه راورسیدل ، ډیرو شاعرانو دده په مرګ اوښکې تویې کړې او ددده مړینه یې ټولو افغانانو اوپه تیره بیا پښتنو ته یوه ستره ضایعه وبلله.

دده دخواشینوونکي مړینې په اړوند ډیرو شاعرانو ویرنې لیکلي دي چې په دغو شاعرانو کې د ملک الشعراء استاد عبد الحق بیتاب ، استاد عبدالله خدمتګار بختانی او ښاغلي ارواښاد برکت الله کمین ویرنې ډیرې مشهورې دي .

دا و دملنګ جان لنډ ژوند لیک چې تاسو ته وړاندې شو .

دپښتو اوپښتونستان دملنګ سپيڅلې اروادې ښاده وي !

---------

 

دملنګ جان شعرونه دپښتو هنر مندانو په غږونو کې

---------------------------------------------------------------------

ملنګ جا ن یوملي شاعرو. دده زیاتره شعرونو هیوادنی او حماسي رنګ درلود. دده شعرونو په پښتني ټولنه اوپه تیره بیا دشاعرانو او هنرمندانوتر مینځ ډیر مینه وال درلودل. همدا وجه ده چې دافغانستان او پښتونخوا ډیروهنر مند انو دده شعرونه زمزمه کړي دي .

په پښتو سندرغاړو کې چې کومو پښتو سندر غاړو دده کلام یې زمزمه کړی دی د استاد ایوب ، استاد اولمیر ، استاد نواب ، استاد شاه ولي ، استاد سردار علي ټکر ، میرمن رخشانې، سپین بادام .کفایت شاه باچا ، ګلزار عالم ، حیات ګردیزي . ارواښاد استاد ګل محمد ( ګلکي ) ، استاد سیدعلم ، ارواښاد طلا محمد ،عبدالرحمن اور، نعمت الله ، بریالي صمدي ، استاد منګل ، محمد شاه ، خلیل، هیکل، الله خان ، قدیم ، رحیم غمزده ، سید محمد ،منور، سهارګل ، بورا ، سندول ، توربادام، عبدالله ،، ابراهیم ، پاینده دګلکي زوی، اسلم ، مسجدي ، غیاث،عبيدالله جان کندهاري ،، نغمه ، هارون باچا ، قمرګله ، کبیر امیري ،عبدالله مقري ، همایون خان، آغلې صحرا سحر او صنم نومونه اخیستلی شو

 

د ستر شاعر ملنګ جان یو بیساری نظم

-------------------------------------------

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

بېخودي را باندې بیا کړی اثر دی

چې نظر مې شو روزګار دا نور جهان ته

له افسوسه مې غوسه راځي خپل ځانته

نور د صبراوحوصلې کنډول مې مات شو

ځکه پورته مې له خولې نه دا فریاد شو

زه مې خپل پښتنو ورونو ته حیران یم

تش په تش کوي دعوه چې زه افغان یم

پښتوالی هسې چیرته وي پښتونه!

چې په کور کې ماتوئ خپل مړوندونه

نه دالاره د پښتو نه د شریعت دی

بلکې همدغه علامه د جهالت دی

دا آواز به هیچا نه وي اوریدلی

چې پلانکی هندو پلانکي هندو وژلی

پښتانه سره تباه شوه پخپل میان کې

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

نه دیو انګریز له لاسه بل آزار شو

نه پخپلو کې جګړه ددوی رویکار شو

موږ همیش له ډیر جګړو نه ستړي کیږو

ورور د ورور په سپکاوی باندې خوښیږو

نه یوه مینځه خرڅه شوې په پیسو ده

با وجود چې نه شریعت شته نه پښتو

زموږ خویندې لکه مینځې ټول خرڅېږي

بې ولوره خدای لپاره نه ودیږي

ولور وختو لس شل زره روپوته

خان صاحبانو خیژولی دی شپيتو ته

که څه وایم را سره د سر خطر دی

بیخودي را باندې بیا کړی اثر دی

ته پخپله منصفي وکړه پښتونه !

ګنې نشته دی په موږ کې بد کارونه

په دنیا کې نور دنیا نه وشرمیږئ

په عقبا کې خدای رسول نه وو یریږئ

موږ او تاسې چې کوم کړی دا وضعیت دی

دامنلی نه پښتو نه شریعت دی

په شریعت کې خو نه غلا شته نه جواري

دا زموږ په پښتنو کې ده جاري

سود خوراک خو نا روا دی مسلمان ته

له افسوسه مې غوسه راځي خپل ځانته

یو انګریز به بیسواده پاتې نه وي

په خپل ژوند به نامراده پاتې نه وي

موږ په سلوکی پنځه نوي ناخوان یو

د دریم کلي میرزا پسې روان یو

یو روسی به چا ناخوان لیدلی نه وي

له مکتب نه به ناکام وتلی نه وي

زموږ وړکي ډلې،ډلې ناکامیږي

ناکامې په نوم مکتب نه خارجیږي

تمام عمر زموږ تیر شو په نفرت کې

څه مو تیر کړ په نفاق او په عادت کې

یا په کونډه به نښلو یا په شفه

هرګز ونشوه ددې خبرې لټه

څوک وائی زه یمه پلانی، قوم مې جدا دی

دا فکرونه زموږ ټول واړه خطا دی

یو مودین،یو مو مذهب،یو مو مسکن دی

یو مو غم،یو مو ښادي یو مووطن دی

دښمنانو په سیاست دانه دانه کړو

ورور د وروره ئي بیزار او بیګانه کړو

ټول هلاک به شو تباه په سپين میدان کې

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

زه دې خپل خانواده وو ته حیران یم

ځان د قام سپین ږیری بولي وائی خان یم

هسې چارې به ددوی نه واقع کیږي

چې د قام په تباهې باندې ختمیږي

که ته خان ئی د ګرد قام بار ورداري کړه

د عاجز او درمانده وو دستګیري کړه

په ښه خوی سره ټول خلک کړه مخلصان خپل

په ټوپک او تمانچه مه ساته ځان خپل

که ستا زړه کې غرور او کینه نه وي

که ویشتلی دې خپل ورور په سینه نه وي

څه حاجت دې په ټوپک او په نوکر دی

بیخودي راباندې بیا کړی اثر دی

ای پښتونه ستا دې کار ته فکر ستا یم

فکر څه چې مخامخ ئی درته وایم

دا ټوپک چې تا نن ایښی په اوږه دی

راته وایه ستا د چا سره فتنه دی

یا به تره زوی تا ګواښیږې یا تربور ته

لږ دې شرم او حیا ودروه حضور ته

حقیقت کې تربور نه دی دا دې ورور دی

دښمان زموږ او تاسې ګویا نور دی

دښمنان دې د اجداد ګرځي لندن کې

ته دې ورور سره پریوتی ئی په ګوند کې

تا نه بل کم عقل څوک دی په جهان کې

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

په ټوپک خلک ساتي د وطن خاوره

ای صاحبه ته له ما مسکین نه واوره

دا چې نن په خپل کاله یې مصرفوی ته

دښمنان سبا په څه منع کوي ته

هر طرف ته دښمان موږ ته ګواښيږي

په نفاق او ځانځاني زموږ خوښیږي

ښه عاقل یئې هسې نه چې نه پوهیږېئ

خوشیطان دې زورور دی پرې غولیږې

ولاحول کړه شیطان دې پرې هلاک کړه

خپل خاطر دې د کینې له زنګه پاک کړه

نیت دې ښه کړه هر مومن هر مسلمان ته

له افسوسه مې غوسه راځي خپل ځانته

رب لپاره سر دننه کړئ ګریوان ته

ښه د غور په نظر وګورئ جهان ته

هر ملت نن غوره کړئ یو رنګي ده

خو زموږ په پښتنو کې دوه رنګي ده

هرملت د ترقی په چمن سور ځي

په هوا په دریابونو لور په لور ځي

نه د چا نه څه شی غواړي نه ئي حاجت شته

چې دعلم اوعرفان سره ئی رغبت شته

د توپونو طیارو کاریګران شول

د زرګونو فابریکو خاوندانان شول

زما لور لا په دکان کې د اهنګر دی

بې خودي را باندې بیا کړی اثر دی

نور دنیا کې کور په کور دواخانې شته

د دوا د جوړولو کارخانې شته

زه سپېرکۍ د تجارت وړمه دکان ته

له افسوسه مې غوسه راځي خپل ځانته

زه داهسی انسانیت ته حیرانیږم

که انسان می څوک نه بولي خپه کیږم

زه چې ګورم کاروائي د انسانانو

د انسان فتوی کولی نشم ځانته

انسانیت د انسان هله مکلف شي

چې په علم مکلف او مشرف شي

چې د علم نه په څنګ وي انسان نه دی

زه ئي حیوان بولم اګر چې حیوان نه دی

بی علمي بده بلا ده که پوهیږئ

ته ددې بلا نه ولې نه و یریږئ

عاقبت به دې داخل کړي په زندان کې

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

خدایه ته مې دا دغم شپه تر سبا کړې

ما په راز د انسانیت باندې اګاه کړې

د وحشت ځینې مې سر په مدنیت کړې

تار په تار پښتانه ټول په یو وحدت کړې

افغاني ساخت ماشینونه را ښکاره کړې

ټول دنیا مې د کمال په ننداره کړې

الهي خپل د حبیب له برکته

پښتنې سترګې دنیا ته نکړې ښکته

دا سپیره غرونه زما واړه ګلشن کړې

دا ارمان به زه کوم په ځنکد ن کې

د څیړۍ پر ځای مالټه او سنتره کړې

په ژوندون ېی خدایه دا را ته ښکاره کړې

خو زما ملنګ جان زړه کې ډیر ا آرمان دی

خدایه تا له مې زاري په هر زمان دی

آرماني چې مې کوز نکړې ګورستان ته

له افسوسه مې غوسه راځي خپل ځانته

https://www.youtube.com/watch?v=FdYhL8N3NLs

 

De Malang Jan Adabi Hali Zali

by: Dr. Latif Yad

01.04.2023

(ډاکتر لطیف یاد)

 

-
بېرته شاته