Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
زما په خیال
[23.Apr.2024 - 05:34]زما په خيال / غزل
ازار وهليه قامه ! وۀ دې ليده
په ښاغلتوب بدنامه ! وۀ دې ليده
څنګه مات مات شوې پولادي سړيه !
شوې راګوزار له بامه ، وۀ دې ليده
د ساقي سترګو ته دې برند وکتل
توی شول شراب له جامه ، وۀ دې ليده
ټول دې پيکه پيکه رنګونه ورکړل
د اننګو رسامه ! وۀ دې ليده
د مازديګر د زېړي لمر ننداره
لوټ کړله تا ، ماښامه ! وۀ دې ليده
«خوشحال» لا هغسې ژوندی پاتې دی
زما ياغي «بهرامه !» وۀ دې ليده
«قراره» نورې ترانې مه ليکه
«د تخيل غلامه !» وۀ دې ليده
سلېم قرار Saleem Qarar