باچاخان او جیلونه
[28.May.2023 - 16:14]
باچاخان او زندانونه
لیک: انجنیر اعجاز یوسپزی
باچاخان د پاکستان جوړېدو نه مخکې د پېرنګیانو زېرِعتاب ؤ او څوارلس کاله شپږ میاشتې او نهه ورځې اذیت ناک جېل یې د انګرېزانو لاندې تېر کړو خو چرته پهٔ ضمانت هم نه دې راوتے۔
خو دھندوستان د ویش نہ پس پہ مملکت خداداد پاکستان کی د باچاخان او د ھغہ ملگرو سرہ د پیرنگی نہ بدتر سلوک کلمه ګو مسلمانانو حکمرانو وکړو . پہ ۲۲ اگست ۱۹۴۷ د وڑومبی ھارس ٹریڈنگ پہ ذریعہ د ڈاکٹر خان صیب حکومت مات کڑے شو او خان قیوم وزیر اعلی جوڑ کڑے شو۔باچا خان پہ دروېشتم فرورئ ۱۹۴۸ کی د پاکستان د آئین سازے اسمبلئ کی د وفادارئ حلف ھم اوچت کڑو۔خو پہ دولسم اگست ۱۹۴۸ د بابڑے کربلا پہ خدایی خدمتگارو جوڑہ شوہ۔ ددے نہ مخکی پہ ۱۵ جون ۱۹۴۸ باچاخان د خپلو ملگرو سالار منیر خان او نجو بابا سرہ د بنو پہ دورہ روان شو۔ او چی کلہ بھادر خیل کرک تہ ورسید نو بغیر د سہ وارنٹ یئ گرفتار کڑو ، درے کالہ یئ قید کڑو او پنجاب تہ یئ چالان کڑل۔حکومت پہ ۱۵ جولایی د یو آرڈیننس پہ ذریعہ خدایی خدمتگار ٹحریک خلاف قانون وگرزولو۔ باچاخان پہ ۵ جون ۱۹۵۴ رھا کڑے شو، او دغہ شان ۵ کالہ او ۶ میاشتے قید یئ پہ پینڈئ او ساھیوال جیل کی وخوڑ او پہ پینڈئ ھسپتال کی د بیمارئ پہ وجہ داخل کڑے شو۔پہ شلم مارچ ۱۹۵۴ د لیجیسلیٹیو اسمبلئ اجلاس تہ اجازت ورکڑے شہ۔ پہ اسمبلئ کی د تقریر پہ موقع باچاخان اووئیل چی زما د معزز ممبرانو نہ شکایت دے، زہ ھم د ایوان ممبر یم۔ ما نہ یئ د فرنٹئیر کرائمز ریگولیشن لاندے ضمانت غوختو ، نو ما انکار وکڑو او زہ یئ درے کالہ قید کڑم۔ د ھغے نہ پس یئ ما باندے نور درے کالہ او دوہ میاشتے قید د بنگال ریگولیشن ۱۸۱۸ لاندے وخوڑ خو تاسو اواز اوچت نہ کڑو۔ د دویم قید نہ باچاخان پہ سوارلسم جون ۱۹۵۵ ازاد کڑے شو او پورہ ۷ کالہ قید یئ تیر کڑو۔
پہ ملک کی د ون یونٹ اعلان پہ ۲۲ نومبر ۱۹۵۴ د گورنر جنرل چوھدری محمد علی لہ اڑخہ شوے و۔ پہ ۱۵ جون ۱۹۵۵ د رھایئ نہ پس د اٹک پہ مقام د باچاخان لوے استقبال وشو۔ او پہ ۱۷ جولایئ د پیخور پہ کننگھم پارک کی لویہ جلسہ وشوہ چی باچاخان د ون یونٹ خلاف د تحریک اعلان وکڑو۔ پہ ۱۶ جون ۱۹۵۶ باچا خان د اولسی جزباتو د راپارولو پہ جرم کی د مغربی پاکستان وزیر اعلی ڈاکٹر خان صاحب شپگ میاشتے قید او سوارلس زرہ روپے جرمانہ کڑو۔
پینزمہ گرفتاری: پہ ۲۷ اکتوبر ۱۹۵۸ جنرل ایوب خان د مارشل لا ایڈمنسٹریٹر پل توگہ د ۱۹۵۶ آئین منسوخ کڑو ، باچاخان یئ پہ یوولسم اکتوبر ۱۹۵۸ گرفتار کڑو او تر سلورم اپریل یئ شپگ میاشتے د ھری پور جیل کی وساتلو۔
شپگمہ گرفتاری: باچاخان د ایوب خان د مارشل لا خلاف د ڈی ایی خان پہ دورہ و چی پہ دولسم اپریل ۱۹۶۱ یئ ونیولو او اڈیالہ جیل تہ یئ اولیگلو ، حیدر اباد، ھری پور او لاھور جیل تہ یئ ھم ولیگلو ۔ پہ دیرشمہ جنورئ ۱۹۶۴ یئ د دوہ کالہ لس میاشتے قید نہ پس ازاد کڑو۔
اوومہ گرفتاری:
پہ اووم زل حکومت باچاخان پہ اکتوبر ۱۹۷۳ کی د درے اتیاو کالو پہ عمر کی گرفتار کڑو۔ بیا یئ صوبہ بدر کڑو او شپگ میاشتے پس ورتہ رھایی ملاو شوہ۔ د حیدراباد جیل کی باچاخان ڈیر بیمار شو، دواڑہ خپے یئ وپڑسیدے ، علاج یئ چا نہ کوو نو پہ جیل کی یئ بھوک ھڑتال وکڑو۔ باچا خان د حزب اختلاف پہ احتجاج انگلینڈ تہ علاج لہ ولیگلے شو خو موسم پرے صاف رانغے۔ ڈاکٹرانو ورتہ د امریکی تلو مشورہ وکڑہ۔ ھغہ غوختل چی امریکہ کی د ڈاکٹر اورنگ شاہ نہ علاج وکڑی خو د پاکستان حکومت پہ شیطانے ورتہ امریکے ویزہ ورنکڑہ۔
اتمہ گرفتاری:
کلہ چی بھٹو پہ اکتوبر ۱۹۷۳ کی د بلوچستان حکومت ختم کڑو ، نو باچاخان یئ گرفتار کڑو او شپگ میاشتے یئ د اٹک ریسٹ ھاوس کی نظر بند وساتلو۔
نھمہ گرفتاری:
د ڈی پی ار لاندے پینزہ میاشتے قید و۔
پہ لسم زل باچا خان پہ لسم اپریل ۱۹۷۵ پہ تورخم گرفتار شو او د یو نیم کال قید نہ پس پہ ۲۸ اگست ۱۹۷۶ ازاد کڑے شو۔
یولسمہ گرفتاری: پاکستان کی باچا خان پہ یولسم زل پہ لسم اگست ۱۹۸۲ ونیولے شو او اووہ میاشتی پہ ورسک کی وساتلے شو۔
دولسمہ او اخری گرفتاری: پاکستان کی باچا خان پہ اخری زل کال ۱۹۸۴ کی د کالا باغ ڈیم خلاف پہ جدوجھد کولو گرفتار شو او دغہ وخت د باچاخان عمر ۹۴ کالہ و۔
باچاخان د چا قتل نہ و کڑے، ھغہ د چا غلا نہ وہ کڑے بلکہ کہ دا اوئیلے شی چی ھغہ د چا ملاستہ غوا ھم نہ وہ پاسولے ، باچا خان اخلاقی قیدی نہ و بلکہ سیاسی قیدی و۔ باچا خان تہ اخری قید د ۹۴ کالو پہ عمر کی د پاکستان امیرالمومینین ضاء الحق رحمت اللہ علیہ ورکڑے و ۔ باچاخان پہ نڑئ کی د ٹولو ضعیف او عمر رسیدہ قیدی و ۔
د اسان حساب تر مخہ د افغانستان د ژوند نہ بغیر باچا خان پہ پاکستان کی پینزلس کالہ ( ۱۵) کالہ او ۴ ورځې قید تیر کڑے دے۔
پاکستان کې د قېد موده: 4 — 0 — 15
ټول قېد
: 29years-6 Months -13 Days
په افغانستان کې د بېلتون ژوند:
د دسمبر 1964 نه تر څلوریشتم دسمبر 1972 پورې
( ۸ کالہ د افغانستان ژوند )
انجنئیر اعجاز یوسفزے
_____________________
د ټکر د شهیدانو د یادګار د جوړښت شاته فلسفه :
۱- اوږده اوچت شوي خوارهٔ لاسونه:
که تاسو د یاګار ماډل ته ځیر شئ نو دا فلسفه به درته عیانه شي ، چې د پښتون اولس اوږده لاسونه د خپلې زمکې او خاؤرې نه راوځي، او پورته اسمان ته د پاڅون او انقلاب په شکل اوچت شوے دي. د دې پاڅون شاته د خپلې خاورې نه وتلي اوږده مړوندونه د پښتنو د ازادۍ اوږد مهاله تاريخ او خوزښت ښائی چې د شپاړسمې صدۍ د پیر روښان د روښاني تحریک نه یې اغاز شوے دے۔ دا د دې زمکې د بومي اولس او د ازادي خوښو پښتنو د خپلواکۍ پاڅون ؤ ، چې د عزم و همت علمبردار ؤ ، چې ټکر یې د استعمار سره د عدم تشدد د ټکر یو ښکاره پړاؤ دے۔ دا یادګار ښودنه کوي چې خدائی خدمتګار تحریک د پیر روښان او خوشحال خان د تحریکونو پیاوړې تسلسل دے۔
۲۔ د یادګار د ټولو پورته بل مشال دے چی د آزادۍ سمبول او علامت دے، او د اولس د پاڅون اوچت لاسونه د دغه مشال د نیولو هڅه او مبارزه کوي.دا د خدائی خدمتګارو د ازادۍ د جدوجهد ښکارندویه دے۔
۳. دې لاسونو کې زنځیر او هتهکړۍ هم پرته ده چی د غُلامۍ زنځیر دے، او دا پاڅون د غلامۍ د دغه زنځیر د شلولو کوشش کوي.
۴ . د ټکر په څلي کې څلور اوچت شوي د پاڅون لاسونه د پښتون قام د څلورو شاخونو د پښتنو دي ، چې یو ځاې په اتفاق او ورورولۍ تړلي شوي دي.. شاخونه دا دي ،
۱. سړبڼ ۲. غورغشت ۳. بېټن او ۴. کرلاڼي.
دا د پښتون قام د اتفاق او اتحاد، سیاسي او قامي هم آهنګي د تلوسې او ارمان عکاسي کوي۔
دا د ټکر د یادګار د یو څو برخو اهم مفهوم دے۔
( انجنئیر اعجاز یوسفزے)
یادونه : ما ته ویاړ حاصل دے چې د ټکر دا یادګاري څلې د مشرانو په وېنا د امیر حېدرخان په حکومت( ۲۰۰۸– ۲۰۱۳) کې ما ډېزاین کړے ؤ ، او په کال ۲۰۱۲ ۶ کې د ټکر کلي مخامخ د شاخ په غاړه ودرولے شوے ؤ، چې د ټکر شهیدانو ته تلپاتې خراجِ عقیدت دے-
(انجنیر اعجاز یوسپزی)