نړیوالیدل
[21.Jun.2019 - 19:10]نړېوالیدل (globalization)
نړیوالیدل یا نړیوالیدا د ګلوبلایزیشن انګلیسی کلمې پښتو مانا ده؛ چې ګلوبلایزیشن په ګلوبلایز (globalize) کلمه کې ریښې لری چې په اجتماعی او اقتصادی سیستمونو کې د یوې نړیوالې شبکې او جال د پنځیدو په مانا تعبیریږی.
نړیوالیدا یا ګلوبلایزیشن د نړیوالو نظرونو، تولیداتو، ایډیاګانو او د کلتور د نورو بیلابیلو اړخونو د راکړې ورکړې او نړیوال نږدې تابه پروسې ته وایی چې یو څه کوټلی انداز کې د ترانسپورټ، پوهاوی، بنسټیزو چارو د بې سارې ودې له امله را پیدا شوو اقداماتو لکه د انټرنیټ وده او یا هم کلتوری او اقتصادی ګټې شرېکول پکې د پام وړ دی.
دا کلمه په نننی تعبیر په ۱۹۳۰ کال د نوې پوهې په نوم یو لړ انتشاراتو کې راغی چې په پوهه کې د انسان د تجربې ګڼ اړخونه نندارې ته کیږدی.
د انسانانو تر منځ راکړه ورکړه له زرګونو کلونو راهیسې روانه وه، ورېښم لویه لاره یې ډیره ښه بلګه ده چې اسیا، افریقا او اروپا یې سره تړلی و او د هغه وخت د نړۍ علم، مذهب، ژبه، هنر او د کلتور بیلابیل اړخونه یې سره تړلی او شریک کړی و.
په پنځلسمه او شپاړسمه پیړۍ کې اروپایانو د نوې نړۍ یا امریکا په لور مهمې موندنې ودرلودې او په دې پیړیو کې د خلکو، موادو او افکارو د لیږد را لیږد مهم وخت و. د نولسمې زیږیدی پړۍ په لومړیو کې د ترانسپورتیشن د نوی ډول او دغه راز د ټیلی کامیونیکشن یا ټولیز اړیکتیایی سیستم په ودې سره په نړیواله کچه واټونونه لنډ شول. په شلمه پیړۍ کې سړکونه او هوایی کرښې او د ترانسپورت لا ګړندیتوب او په انټرنیټ او مبایل کې د پرمختګونو له لارې میلیارډونه خلک له یو بل سره وتړل شول چې دا د نړیوالیدو په پروسه کې بې ساری بلل کیدای شی.
په دې وروستیو لسیزو کې د هیوادونو ترمنځ د مقابل پیوستون، اقتصادی او سوداګریزې آزادۍ او د اقتصادونو نړیوالېدو زور اخیستى.
له وارداتو د واټن په اخیستلو او د صادراتو د پراخوالی په لور چټکه ځغاسته هم ددغه پړاو له نورو ځانګړنو څخه دی.
په دغه بدلونونو کې یو هغه مهم بدلون چې د ډیرو پام یې ځان ته اړولى دى نړیوالېدل دی.
په وروستیو کلونو کې د نړیوالېدو په اړه زیاتې مطالعې ترسره شوې دی او ډېرو کسانو د دغه مهمې نړیوالې موضوع په اړه څیړنې او شننې کړې دی.
نړېوالېدا یواځې اقتصادی او سوداګریز اړخونه نلری بلکه په نورو علومو په تېره بیا د کلتور ، اړیکتیایی ، ټولنپیژندنې ، سیاسی علومو او نړیوالو اړیکو په برخه کې یې هم خپل اغیز ښندلى دى.
ددغه ښکارندې سوداګریزې او اقتصادی برخې زیات شمېر مثبتې او منفی اغیزې هم لری . دا چې د نړیوالېدو اصلی زړى سوداګریزه آزادی او په نړیواله سویه د پیژندل شوو آرونو په بنسټ د سیالۍ پراختیا یعنی مطلق او نسبی مزیت جوړوی ، له همدې کبله د تعریف او نظری له پلوه پورته ښکارنده په نړیواله سویه په لږه پانګونه د تولید د زیاتوالی د سم هدایت په بڼه کې د سرچینو د کارند تخصیص او مصرفوونکو د سوکالۍ لامل کېدى شی خو له هغې بیا د عادلانه استفادې لپاره هم اړینه ده چې بیلابیل هېوادونه له دغو فرصتونو نه د استفادې وړتیا ولری او په نړیوالو سازمانونو کې د لوبېدو له قواعدو سره هم آشنا وی.
دا چې ګڼ شمیر هیوادونه بشپړې وړتیاوې نلری او ډیری نړیوال سازمانونه هم د پرمخللو هیوادونو د ګټو د تامین په برخه کې ډیر فعال دی نو له دغو مزایاو د استفادې په برخه کې پرمختللی هیوادونه او وروسته پاتې هیوادونه مساوی ونډه نشی درلودلای او حتی دا د دې لامل کیږی چې یو شمیر هیوادونه څنډې ته کیږی.
نړیوالېدا له فرصتونو او ننګونو دواړو سره مله ده او په دې منځ کې هغه څه چې ډیر د اهمیت وړ دی هغه له فرصتونو ښه استفاده او له ننګونو څخه یې ځان بچ کول دی او دا په انفعالی سیاستونو نه کیږی بلکه ورسته پاتې هیوادونه لکه افغانستان باید په فعالانه ډول له دغو فرصتونو څخه د استفادې هڅه وکړی او له ننګونو څخه یې هم په فعالانه سیاستونو سره ځان وژغورلای شی.
په ملی کچه د نړیوالېدا له ننګونو سره د مبارزې لپاره مهم ابزار د رقابت پراخول دی چې د دغه هدف لپاره د خصوصی سکټور هوښیارانه او له ملی ګټو سره سم د ښه مدیریت له لارې د هغو پیاوړی کول کولای شی په دې برخه کې مهم رول ولوبوی.
په نړیواله کچه هم وروسته پاتې هیوادونه باید په نړیوالو فعالو سازمانونو کې چې په نړیوالېدا کې ډیر رول لری ځانونه ځای کړی او له فرصتونو څخه یې د خپلو هیوادونو په ګټه استفاده وکړی.
په کار ده چې د نړیوالېدا د مطالعاتو ملی مرکز وجود ولری او په ډیره بیړه پدې برخه کې ګامونه واخیستل شی.
(دسېاسي اصلاحاتو دقاموس له پاڼې څخه په مننې-دلېکوال نوم ورسره نه دی لېکل شوی)